پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 835

اشرف غني:په کافا سیالیو کې د فوټبال ۱۷ کلنې لوبډلې ته ددې سیالیو د اتلولۍ ګټلو مبارکي وایم

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په (کافا) سیالیو کې د اتلولۍ د ګټلو له امله د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو، د هغوی روزونکو او ټول افغان ملت ته مبارکي ورکړې.

ښاغلي غني ویلي، د دغو سیالیو اتلولۍ ته دا لومړۍ رسېدنه ده چې د ازبکستان د سیالې ډلې په ماتولو شونې شوه.

پخواني ولسمشر د لوبو ډګر په هره برخه کې خپلو لوبغاړو ته ددغه ډول ډېرو بریاوو هیله څرګنده کړې.

ندیم:د نجونو د زده کړو موضوع یوه تکراري مسئله ده

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم کابل کې د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل د نجونو د زده کړې مسله حساسه ده، او په میاشتو او هفتو نه حل کیږي.

ښاغلي ندیم د یوې پوښتنې په ځواب کې په داسې حال کې چې قهرجن ښکاره کیده وویل، د نجونو د زده کړې په اړه د علماوو تحقیق دوام لري، که ثابته شوه چې د نجونو زده کړې جایز دی نو زده کړې ته به اجازه ورکړو، خو که تحقیقات دا وي چې نه دي جایز همداسې به پاتې وي.

نوموړي وویل چې امیر یې شیخ هبت الله اخوندزاده د شریعت په تطبیق او پلې کیدو ټینګار کوي او هیڅ چاره به پرته له شریعت څخه ترسره نه شي.
ندا محمد ندیم د نجونو د زده کړې موضوع یوه تکراري مسله یاده کړه.

د هوا پېژندنې ادارې؛ په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او توندو بادونو خبر ورکړی

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی.

یادې ادارې ویلي، چې د وږي په پنځمه نېټه به په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ورښت وي، چې اندازه به یې په ځینو ځایونو کې له پنځلسو څخه تر دېرش ملي مترو پورې ورسیږي.

دغې ادارې همداشان په لویدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د توندو بادونو خبر هم ورکړی، چې سرعت به یې په هر ساعت کې له پنځوسو څخه تر ۸۰ کیلیومتره پورې وي.

ثاقب:اسلامي هېوادونه دې د مسلمانانو د ستونزو حلولو لپاره کار وکړي

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب د ترکي علماوو له پلاوي سره کتنه کې له اسلامي هېوادونو غوښتي چې د مسلمانانو د ستونزو د حل او یووالي لپاره هڅې وکړي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، دیني او فرهنګي مشترکاتو په اړه خبرې شوې دي.

ثاقب په دې لیدنه کې د اسلامي لاسته راوړنو په اړه هم معلومات ورکړي دي.

جاپان:د طالبانو نوی قانون پر ښځو د بندیزونو د دوام په معنی دی

‏په کابل کې د جاپان سفارت د طالبانو د امربالمعروف وزارت لپاره نوی توشيح شوی قانون په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د بندیزونو دوام بللی.

دغه سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ کې، له طالبانو غواړي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د زده کړې، کار او د تګ راتګ د ازادۍ لپاره د افغان ښځو او نجونو غږ واوري.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت نوی قانون چې ۱۱۴ مخونه او ۳۵ مادې لري، چې د ښځو حجاب، د دوی غږ، د نارینه وو ږیره خریل، له محرم پرته د میرمنو پر تګ بندیز یې مهمې برخې دي.

د طالبانو حکومت دغه قانون د ګڼو سیاسیونو، سازمانونو او د ډېری هېوادونو غبرګونونه را پارولي دي.

د ټېلګرام بنسټګر؛د فرانسې پولیسو نېولی

0

د ټېلګرام بنسټګر پاووېل دوروف د فرانسې د پولیسو لخوا نېول شوی دی.

هغه د خپلې شخصي الوتکې په واسطه له اذربایجان څخه د فرانسې “بورژه” ته تللی، چې له خپلې الوتکې څخه د ښکته کېدو پر مهال د فرانسې د پولیسو لخوا نېول شوی دی.

د فرانسې چارواکو ویلي، له حکومت سره د ده نه همکاري یو له هغو لاملونو څخه وه چې د فرانسې حکومت د پاووېل دوروف نیولو ته اړ شي.

بل لورته د ایکس ټولنیزې شبکې مشر ایلن ماسک هم د هغه نیول کېدل غندلي.

ماسک ویلي، ژر ده چې اروپا کې به په لایک هم خلک ونیول شي.

د لبنان حزب‌الله:پر اسرائیلو یې د برید لومړنی پړاو پای ته ورسېد

0

د لبنان حزب الله په یوه نوې بیانیه کې ادعا کړې چې پر اسرائیلو باندې د خپل برید لومړی پړاو یې پای ته رسولی.

حزب الله ویلي د اسرائیلو پر شاوخوا سلو اډو او پوځي پوستو له ۳۲۰ څخه د زیاتو راکټونو په ویشتلو سره یې لومړنی پړاو بشپړ کړی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه راکټونه د دوی په هدف لګېدلي او که نه.

اسرائیلو هم تر اوسه د ور اوختو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلو پوځ په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو د خپلو جنګي الوتکو د برید اعلان وکړ.

د اسرائیلو د پوځ ویاند، دانیل هجري، ویلي دي چې هیواد به یې «د پام وړ اونۍ» ولري.

د اسرائیلو پوځ ویلي، دا بریدونه یې وروسته له هغه کړي، چې خبر شول حزب الله پلان لري چې پر اسرائیلو راکټي بریدونه وکړي.

حزب‌الله؛د اسرائیلو پر ضد یې پراخ ځوابي بریدونه پیل کړي

0

حزب الله په یوه بیان کې اعلان کړی چې د اسرائیلو پر ضد یې پراخ ځوابي بریدونه پیل کړي دي.

اسرائیلو د ۴۸ ساعتونو لپاره بیړنی حالت اعلان کړی.

اسرائیلي رسنیو په مختلفو سیمو کې د الارم سایرن او د اوسپنې د دفاعي سیستم د فعالولو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ساعته وړاندې د اسرائیلو پوځ په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو د خپلو جنګي الوتکو د برید اعلان وکړ.

د اسرائیلو د پوځ ویاند، دانیل هجري، ویلي دي چې هیواد به یې «د پام وړ اونۍ» ولري.

هغه د اسراییلو له خلکو وغوښتل چې هوښیار پاتې شي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، دا بریدونه یې وروسته له هغه کړي، چې خبر شول حزب الله پلان لري چې پر اسرائیلو راکټي بریدونه وکړي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره:د طالبانو نوی قانون د افغانستان د نیمایي نفوس د له منځه وړلو هڅه ده

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیرې حاجا لحبیب د طالبانو د امربالمعروف نوي توشیح شوي قانون ته په غبرګون کې ویلي چې دا قانون د افغانستان د نیمایي نفوس د له منځه وړلو هڅه ده.

لحبيب په خپله ایکس‌پاڼه ليکلي چې د طالبانو د دغه قانون موخه له عامه ځايونو د ښځو ايستل دي.

هغې ټینګار کړی چې د افغان ښځو غږ او حیثیت باید پیاوړی شي.

نوموړې ویلي چې هېواد يې د افغانستان له مدني ټولنې ملاتړ کوي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت نوي توشیح شوي قانون د ګڼو سیاسیونو، هېوادونو او سازمانونو غبرګونونه را پارولي.

اتمر:د طالبانو نوی قانون ښکاره ظلم او تاریخي شاتګ دی

د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي، چې د طالبانو د امر بالمعروف له قانون سره د خلکو اندېښنې او کرکه په بشپړه توګه د پوهېدو او توجیه ده.

اتمر ویلي، لومړی په دې قانون کې هغه څه شامل دي چې بهرني او د افغاني ټولنې له عقایدو، ارزښتونو، اخلاقي او حقوقي نظام او همدارنګه د اسلامي نړۍ د معاصر تمدن او نړیوالې ټولنې سره په تضاد کې دي.

هغه ویلي، چې دا ښکاره ظلم او تاریخي شاتګ زموږ پر ولس د اسلامي شریعت په نوم تحمیل شوی او بل هېڅ اسلامي هېواد پر خپلو خلکو داسې قانون نه دی پلی کړی.

نومودي ویلي، چې د هېواد د سیاسي، مدني او فرهنګي ټولنو پوهانو، فقهاوو او غړو تاریخي مسوولیت دی چې د خلکو د حقونو د تامین په لاره کې د دوی د حقونو او آزادیو د بنسټونو او هویت د ساتلو او د هغو د اغېزمنتوب تضمین وکړي.

د هغه په خبره، اسلامي نړۍ بنسټيز مسووليت لري چې د دغه قانون په ردولو او په هېواد کې د عادلانه او مشروع نظام په رامنځته کولو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي او پرې نه ږدي چې د مسلمانانو ارزښتونه او عقايد او له نورو خلکو سره د هغوى اړيکې او تعامل تر پښو لاندې شي چې د اسلام په نوم دې نړۍ ته زیان ورسوي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت نوی قانون توشیح کړی او په ښځو یې سخت بندیزونه لګولي دي.