شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 831

حامد کرزی:ترکیه او افغانستان یو له بل سره تاریخي اړیکې لري

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، ترکیه او افغانستان یو له بل سره تاریخي اړیکې لري.

هغه د ترکیې سفارت له مېلمستیا د مننې ترڅنګ ویلي، ترکیې له افغانستان سره ګڼې مرستې کړي او دغه راز یې افغان ځوانانو ته تحصیلي زمینې برابرې کړې، چې د مننې وړ دي.

بل لورته د ترکیې سفارت هم په دې اړه خوښي ښودلې.

جیو نیوز:اکسفورډ پوهنتون کې د یو لړ ایمیلونو له لارې، عمران خان د طالبانو په ملاتړ تورن شوی

0

له طالبانو د عمران خان ملاتړ د اکسفورډ پوهنتون ریاست ته د هغه د نامزادۍ په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

عمران خان ځان د اکسفورډ پوهنتون ریاست ته نوماند کړی و؛ خو جیو نیوز د باوري سرچینو په حواله ویلي، چې دغه ریاست د عمران خان په اړه داسې ایمیلونه تر لاسه کړي چې عمران خان د طالبانو ملاتړ کوو.

اکسفورډ ته رسېدلي معلومات ښیي چې عمران خان افراطي فکر لري او پاکستان کې یې د طالبانو د دفتر د ورکړې اجازه اخیستله.

پیغامونو کې له اکسفورډ پوهنتون غوښتل شوي چې د عمران خان اسناد دقیق ډول وڅېړي.

ټي ټي پي:میر علي بازار زمونږ په لاس کې دی

0

د تحریک طالبان پاکستان ډلې ادعا کړې چې د وزیرستان مشهوره سیمه میرعلي بازار د دوی په لاس کې دی.

یادې ډلې ویلي، تېره شپه یې هم د پاکستاني پوځیانو دوه غټې او پنځه وړې پوستې نیولې دي.

د یادې ډلې په خبره، له دغو پوستو څخه د پاکستان پوځیان تښتېدلي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلوچستان کې له سختو جګړو وروسته؛د پاکستان لومړی وزیر دغه ایالت ته تللی

0

بلوچستان کې له سختو بریدونو وروسته؛ د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف کوېټې ته تللی دی.

هغه به په دغه یو ورځني سفر کې د بلوچستان وضعیت و ارزوي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې بلوڅ ازادي غوښتونکو په دغه ایالت کې د هیروف عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر پاکستاني پوځیان ووژل.

د ټلګرام بنسټګر؛د پنځه میلیونه ډالرو په ضمانت خوشې شو

0

د ټلګرام بنسټګر پاول دوروف د پنځه میلیونه ډالرو ضمانت په بدل کې خوشې شوی دی.

هغه څو ورځې وړاندې د فرانسې حکومت نیولی وو.

پر نوموړي تور دی، چې د نشه‌يي توکو قاچاق او ځینې نور جرمونه یې ترسره کول.

ویل کېږي، چې پاول دوروف له فرانسې ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

ملا برادر؛د یو لوړ پوړي پلاوي په مشري ازبیکستان هېواد ته په رسمي سفر ولاړ

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبیکستان ترمذ سرحدي ښار ته په رسمي سفر ولاړ.

د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ازبیکستان په بلنه د ملا برادر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی نن دغه هېواد ته ولاړ.

اعلامیه کې ویل شوي، چې نن پنجشنبې به په دغه ښار کې «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، د ازبیکستان د لومړي وزیر، د آذربایجان د لومړي وزیر د مرستیال او همدا راز د قزاقستان او قرغیزستان د لوړو پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل کېږي.

غزه کې؛د یو خبریال په ګډون ۳۴ کسان وژل شوي

0

اسرائیلي ځواکونو د غزې په بېلابېلو برخو کې ۳۴ فلسطینیان وژلي دي.

د غزې روغتیایي چارواکي وایي، چې په وژل شویو کسانو کې یو یې فلسطیني خبریال دی.

بل لورته حماس اعلان کړی، چې د خبریال محمد عابد ربو په وژل کېدو سره غزه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۷۲ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو له اروپایي ټولنې غوښتي وو چې اسرائیل خبریالان وژني او باید مرستې ورسره بندې شي.

د طالبانو حکومت؛۷ ولایتونو کې د جک موسسې په فعالیتونو بندیز ولګاوه

یو شمېر سرچینو ویلي، چې د طالبانو حکومت په یو شمېر ولایتونو کې د جک (JACK) مؤسسې د روغتيايي خدمتونو برخې فعاليتونه بند کړي دي.

یو شمېر مکتوبونه چې د طالبانو حکومت لخوا نشر شوي، پکې ویل شوي، چې دغه موسسه بايد نور روغتيايي خدمتونه بند کړي.

ویل کېږي، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې اوو ولايتونو کې د دغې مؤسسې په کار تر امر ثاني بنديز لګېدلی.

د جک موسسې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شکریه بارکزۍ: احمدشاه مسعود زما لپاره اتل نه دی

ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وایي، چې احمدشاه مسعود ملي اتل نه دی.

شکریه بازکزۍ په یوې مرکه کې ویلي، چې ملاعمر هم د یوې ډلې لپاره اتل دی، احمد شاه مسعود هم د یو شمېر خلکو لپاره اتل دی؛ خو د دې لپاره دواړه یو ډول دي.

د اغلې بارکزۍ په خبره، دا غازي امان الله خان خپل اتل بولي.

هغې ویلي:”حکومت چې وپرځید د مقاومت جبهه ایجاد شوه، دا چې ولې ایجاد شوه د همدې جبهې او تړليو خلکو یې په جمهوریت کې د یو او بل سره د قدرت په تقسیماتو وران شوه او بیا طالبان واک ته ورسېدل.”

نوموړې زیاته کړې، که دوی د قدرت په ګدۍ د یو او بله سره سر نه وای وهلی، حکومت به روغ جوړ و او ټوله ګډ وډي او د حکومت کمزوري د اوسنۍ مقاومت جبهې د واکدارانو له لاسه رامنځته شوې وه.

دېره اسماعیل خان کې؛درې ورونه چې د پاکستاني پوځ کارکوونکي دي، تښتول شوي

0

راپورونه وایي، چې د پاکستاني پوځ درې کارکوونکي چې درې واړه ورونه هم دي، د نامعلومه وسله والو له لوري تښتول شوي.

ویل کېږي، چې دغه درې ورونه چې کرنل خالد امیر، اصف امیر او فهد امیر نومېږي، د دیره اسماعیل خان له کلاچې سیمې څخه تښتول شوي دي.

د سرچینو په وینا، دغه درې وروڼه ډیره اسماعیل خان ته د خپل پلار د جنازې لپاره راغلي وو، چې هغه څو ورځې وړاندې وفات شوی و.

راپورونو زیاته کړې، چې دغه درې وروڼو حکومتي دندې ترسره کولې چې کرنل خالد امیر په پوځ کې دنده ترسره کوله، اصف امیر د کینټونمنټ بورډ سره کار کاوه، او فهد امیر په نادرا کې کار کاوه.

تر اوسه ددغې پېښې مسولیت کوم چا په غاړه نه دی اخیستی.