شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 830

زما وروستی لیک

لیکواله: میرین بلوچ
ژباړن: سمسور ودان

دا زما وروستی لیک دی. چې ته یې لولې دا به د مودو زوړ لیک وي. هیله لرم چې تاسې ټول به ښه یئ! رب مو تل خوشحاله او روغ لره.
کله چې زما لیک ستاسې په لاسونو کې وي؛ زه به په خپل مقصد کې کامیاب شوی یم. زه دا نشم ویلی چې زما له مړینې وروسته به ستاسې په انګړ کې د خوښۍ او خوشحالۍ جشن پيدا شي؛ خو هو… ستاسې هرې اوښکې او د زړه د زخم په هر څاڅکي وینې کې به شریک یم.
زما باور دی چې که ژوندی یم یا نه؛ ستاسې په خیالونو کې به هره ورځ موجود یم. که ممکنه وي وروستی لیک مې ضرور ولولئ! شاید د نیکمرغۍ کوم شی به پکې نه وي؛ خو دا زما وروستۍ کرښې دي.
زموږ د ځمکې د ساتونکي په نوم!
زه ستا د افسانو هغه کرکټر یم چې هر وخت به سرکشۍ کې و. همدا ستا وجود زما بغاوت دی؛ خو د کوم فرض اداء کولو پسې چې زه راوتلی یم، پوهېږم هغه ستا د افسانو پور پرې کولی نشي.
ساتونکیه! زه پوهېږم چې ته له زرګونو غمونو، تکلیفونو، کړاونو او د دښمن د ظلمونو او بې عدالتیو باوجود له خپل ټول قد و قامت سره دنګ ولاړ یې. زه بې وسه دې تل په همدې شکل کې وینم.
ساتونکیه! ته زما په دې هم خوښېږې چې لومړۍ او وروستۍ مینه مې یې. ستا مینې زه له ادب سره یوځای کړم. ما ته یې د عبادت کولو سلیقه را وښودله.
ساتونکیه! اوس خو مې بیخي په عشق بدل شوی یې او ستا ښکلا زما عبادت ګرځېدلی. له تا پرته هر شی راته بې معنا شوی؛ ځکه خو وایم: ته کله هم وژل کېدلی نشې، ته په هر شي کې یې!
ته او ستا د کیسې هر کږلیچ په ما کې ځای پر ځای شوي. زه څه؛ بلکې د ځمکې هر اوسېدونکی تا په خپلو خیالونو کې ساتي او د سترګو په پردو کې د سنګلاخ هغه غرونه انځوروي چې تا پکې قدم واهه. دوی هم ستا په مینه کې بغاوت کوي.
زه ډاډه یم چې هیڅوک به هم ستا په مینه کې فناه کېدو کې ځنډني نشي؛ ځکه چې کله اراده کلکه وي د انسان په ذهن کې هیڅ د ناممکن فکر نه وي او زه باوري یم چې باطل همېشه ماتې خوري.
ته زما وجود یې بولانه!، تقدیر مې یې، ستا د زړه ټکان زما په ساه کې او ساګانې دې زما په روح کې دي.
بولانه! زه شرمینده یم چې ستا لپاره مې څه ونشو کړای او ته مې سینې پورې و نه نیولې.
بولانه! زه دې هغه مرید نشوم، چې ۱۵ مخونو کې یې ستا لپاره یو اوږد خط لیکلی وای. د کوم لیک ټوله شاعري چې د هانل او ستا په اړه وه. خو ته دا ګیله مه کوه چې ما هیڅکله یاد کړی نه یې. ته زما د زړه ضربان یې، چې همېشه درزېږې. که دې باور نه راځي؛ نو زما له نیږدې ملګرو یې پوښتنه وکړه، ما هر وخت او هرې خبرې کې ستا ذکر کاوه. زه یقیني یم چې له مرګ وروسته به مې هم زړه ټکان کوي؛ ځکه په دې کې ته یې.
د والدینو به نوم!
له ژونده را ګرانې مور او مینه ناک پلار جانه!
هیله لرم چې د خدای په امان کې به یئ، دعاګو یم چې خدای مو خوښ او خوشحال وساتي.
ابا جانه! څو کاله وشول چې لیدلی مې نه یې او نه مو په موبایل خبرې شوې. خبر یم چې را نه خفه یې او پوهېږم چې دا سفر زړه تنګی دی، خو حوصله غرونه هم لړزولی شي. زه یقین لرم چې که خپل هدف کې بریالی شوم ته به زړه زړه کې راباندې ویاړ کوې. ته به فکر کوې چې زوی دې سر ښکته نه کړ، بلکې اوچت سر لاړ او ستا سر یې هم اوچت کړ.
هو! ستا خفګان حق دی؛ ځکه زه په داسې لارې راغلی یم چې د بېرته ګرځېدو لوری نه لري. زه په خپل دې عشق کې دومره غرق لاړم چې هیڅ مې پام نشو چې یو بوډا پلار او یوه زړه مور مې د کورنۍ له نورو غړو سره انتظار کوي.
زه د زړه له تله ستاسې منندوی یم، تاسې تل په خیالونو کې یاد ساتلم؛ خو ما وبښئ چې ستاسې په هیلو پوره و نه ختم. تاسې غوښتل چې واده وکړم، کور اباد او پرسکونه ژوند پيل کړم.
پلار جانه! نن په شدت سره د خپلې کم علمۍ احساس راته کیږي. ما د یوې علمي او ادبي مقالې لپاره چې د خپلو عزیز ترینو هستیو لپاره یې لیکم، هغه لازم الفاظ راټول نه کړل چې دوی یې حقدار وو.
پلار جانه او مور جانې! زه په هر څه خبر یم، خبر یم چې تاسې د ژوند ګوزاره څنګه کوئ؟! خو مور جانې او ګران ابا جانه! موږ چې څنګه فکر کوو، ژوند هغه نه دی؛ هغه څه چې موږ سره پېښيږي، همدا ژوند دی.
ابا جانه! مور په کایناتو کې هغه ستره هستي ده چې تل یې په تندي نور ځلیږي، په سترګو کې یې ما تل خپل ځان لیدلی، د هغې له خولې راوتونکو الفاظو کې مې د ټولې دنیا سکون، لاسونو کې شفقت او تر پښو لاندې د جنت او ځمکې خوشبو موندلي دي. چې هر چیرته ځم؛ د هغې خوشبويي زما په جسم کې څو ډوله ځای پر ځای کیږي او په دې هم پوهېږم چې که دواړه شونډې سره یوځای نه کړم د (مور) لفظ نه اداء کیږي.
اې مورې!
که زه خپل ټول ژوند ستا په نوم کړم، بیا دې هم حق نه پوره کیږي، حق څه چې د یوې شپې د فرضو بدله دې هم نه اداء کیږي. پوهان رښتیا وايي، چې: د مور مینه هغه ژور سمندر دی چې ژورتیا یې تر ننه چا اندازه کړې نه ده او نه به یې اندازه کړي. د مور مینه هغه پسرلنی ګل دی چې کله هم پرې خزان نه راځي.
مورکۍ!
ته زما لپاره جنت یې، خو زموږ ساتونکی سرتیری، پر هغه خپور اسمان، د ګوادر ساحل زرخېزه ځمکه، چې څپې یې تر ننه د غیرت ګواهي ورکوي، د چاغي سیمې سوځېدلې سینه، د شوال بې مثاله موسم، د کیږدۍ یادونه، زما د خاورې هره تیږه، دا درې، غرونه، چمن، سهارنۍ لړه، بلوچی کلتور او د وطن هر شی له ټولې نړۍ راته ډير ګران دي.
مورې! کله هم چې ته زما مخې ته راځې، ما ته د نامتو جنګسالار ناپیلیون بناپارت تاریخي جمله را په یادیږي، چې وایي: «ما ته سترې میندې راکړئ، زه به یو لوی ملت درکړم.»
مورې! نن داسې یو عمل ترسره کوم چې د بېرته درګرځېدو لاره نه لري. ته، پلار، وروڼه او خویندې ښايي زما په دې فیصلې خوشحاله نشي؛ خو ما دا پریکړه په خپله خوښه او اراده کړې. کله چې زه په خپل مقصد کې بریالی وم، تاسې باید فخر وکړئ؛ خفګان او ماتم ته هیڅ اړتیا نشته.
ستاسې کوچنی زوی
د مینې په نوم!
ګلانې! ستا (هلک) ویل به راته له ټولو کایناتو کم نه و. کله کله به مې داسې احساس کاوه چې زه یوازې ستا لپاره پیدا شوی یم او ته یوازې زما لپاره جوړه یې. ما چې له تا څومره ژوند زده کړ شاید له بل چا مې نه وي زده کړی.
ګلانې! غوښتل مې ستا په تورو زلفو خپله څېره پټه کړم او د یو نوم ورکي سرتیري په څير ژوند وکړم. ستا په رخسار کې مې داسې غرقېدل غوښتل چې له تا پرته هیڅ شی نه وای راپاتې شوي. ستا بادامي سترګو ته کتل مې غوښتل او غوښتل مې چې زما سترګې نشه شي.
ګلانې! کله به چې موسکۍ شوې، نو داسې مې محسوسوله؛ لکه ټول کاینات چې ستا له ښکلي مخ څخه رخه وړي. داسې به راته ښکارېده چې ته هم راسره مینه کوې؛ شاید مینه ستا نصیب کې وه او زما په برخه صرف ستا نوم.
ګلانې! زما په یاد دي؛ کله مې چې د لومړي ځل لپاره ولیدلې؛ ته د آواران په بېګانه درو کې وې، ما فکر کاوه چې دا درې پردۍ او لارې اجنبي دي؛ خو ته ولې پردۍ نه را لګېدې. نن زما د یو اړخیزې مینې څو کلونه تېر شول؛ خو لا مې هم په زړه کې یې او په هر حالت کې به تا یادوم؛ ځکه ستا په هغو سوځېدلو، ځلېدونکو او بېرته مړو کېدونکو سترګو کې خدای خبر د طبیعت څومره رنګونه لیدل کیږي، ما په همدې سترګو د ټول بلوچستان سفر کاوه. زما یقین و چې ته زما مینه یې؛ خو زما مینه خو بل څوک و. زما له وطن سره کله هم مینه یو اړخیزه نه وه او وطن مې یوازینی عشق و! په پای کې د خپلې ګوډې ماتې شاعري یو بیت سره خدای پاماني در نه اخلم:
د جدايي اور دې په عشق کې زما بدن وسیزي
چې ټپ مې پریږدي نښان، ستا دې خوښي ووژني
د ملګرو په نوم!
زما همفکره ملګرو! له تاسې ډیرې هیلې لرم، د کوم لوی مقصد لپاره چې قربانۍ ورکوئ او جګړه کوئ! زه پرې ویاړم. خو نن د یو زده کوونکي، یو ملګري او یو همفکر په توګه درته وایم، چې څنګه استاذ اسلم او ملګرو یې د خپلو ګران بیه قربانیو په مرسته مبارزه یو نوي لور ته بوتله؛ تاسې دا مبارزه جاري وساتئ! زه مو له دې خبرې سره هم موافق یم چې د منظمېدو لپاره باید له ډيرو ستونزو تېر شو او زیات وخت ته هم اړتیا وي؛ خو زه باوري یم ملګرو! چې تاسې به د بلوچو قومي ځواک سره یوځای کړئ او نړۍ ته به دا وښایئ چې بلوچ قوم یو دی، هدف یې یو دی او ټول په ګډه د خپل سنګر سمبالولو ته هر وخت تیار دي.
زما د قوم ځوانانو!
له کومې ورځې مې چې د شعور په دهلیز قدم ایښی، وینم چې زما له قوم سره ډیره ناروا کیږي. هره ورځ په لوی لاس ځينې ناترسه او بوږنونکې پېښې رامنځته کیږي. زه چې د وخت او حالاتو ترڅنګ د ژوند په لوړو ژورو پوی شوم؛ نو فکر مې وکړ چې نور باید د ظلم خلاف له هرې لارې تیار شم.
موږ باید د خپلې ژبې، ننګ، ناموس، عزت او د وطن د هر شي ساتنې لپاره په ذهني توګه تیار شو او هر ناممکن ممکن کړو؛ ځکه چې ارادې پخې وي؛ نو د ناممکن کېدو هیڅ چانس نشته.
زما ځوانانو! په غورځنګ کې چې هر کار کولی شئ، ویې کړئ! دا لازمي نه ده چې ټوپک را واخلئ او غرونو ته لاړ شئ، موږ سره د دښمن مقابلې ته زرګونه طریقې شته. شاعر د خپلې شاعرۍ، هنرمند د خپل هنر او بل هر تن د خپلې مناسبې لارې له مخې دا حق اداء کولی شي. اوس له عمل پرته نور هیڅ راپاتې نه دي.
موږ باید په هر شي کې ژوندي پاتې شو، په اسمان کې، اب و هوا کې، د منهاج، میر احمد او میرل په سندرو کې، د برز کوهي، سفر خان، بابل او ډاکټر جلال په لیکنو کې، د ماه رنګ، سمی او مهلب په راتلونکي کې، د قاضي په شاعري کې او د تیارې ماتونکې روښنايي په وړانګو کې، زما په روح، د یاسمین مورجانې په څيرې ګریوان او ټولو شیانو کې باید ژوندي پاتې شو.
زما د قوم ځوانه!
ته زما پسرلی وې او یې! ځکه چې پسرلی له ټولو موسمونو خوندور وي. په غرونو، دښتو، چینو او درو کې ډيرې زړه راښکونکې منظرې پیدا کیږي. ګلان غوړیږي او ونې شنې کیږي؛ په همدې سبب مې ګل او پسرلی خوښ دي. له دوی پرته ټول کاینات راته نیمګړي دي.
وروستۍ خبره به دا درته وکړم چې دا مبارزه خپله وګڼئ! هر څه ستاسې تر مخ لکه رڼې اوبه داسې شفاف دي. پوهېږئ چې موږ په کوم جنګي حالت کې یو، پر موږ د ظلم قیامت را تپل شوی، چې مقابله یې یوازې په مزاحمت کولی شو.
زموږ جګړه د دغه تش په نوم الحاق پر ضد ده، له غلامۍ او استبداد څخه د ازادۍ لپاره ده او زموږ جد و جهد د بلوچ قام د بشپړې ازادۍ، خپلواکۍ، قانوني حقونو، انسان و انسانیت، لیک و لوست، شاعرۍ، فن و فنکاري، رنګ، نسل او برابري په اړه ده.
په پای کې د سنګت بشیر زیب د خبرو په استناد وایم: نن ورځ چې بلوڅ قوم له کومو ناخوالو تیریږي، هیڅکله به بې نتیجې نه وي، یوازې ستاسې ګډون لازمي دی. ستاسې ګډون به یوه ستره جذبه، سوچ او د دې مبارزې عظیمه کارنامه وي. د شیردل غیب په وینا: «زه تاسې ته الوداع نه وایم، ځکه تاسې زما د وجود برخه یئ!»

فضلي:د طالب غیر مشروع او افراطي واکمني هم پای ته رسېدونکې ده

د تېر جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي وایي، چې ‏طالب په خپلو اقداماتو او دریځونو کې نه یوازې د ښځو او نجونو ډېر ابتدایي حقوق تر پښو لاندې کړي، بلکې د افراطیت، ظلم او استبداد لړۍ یې پر ټول ملت تحمیل کړې ده.

فضلي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چئ د هېواد هیڅ، قوم، قشر او برخه د طالب له استبداد څخه مستثنا نده او په ټولو افغانانو یو همه شموله استبداد او جبر حاکم دی.

فضلي ویلي، چې د افغانستان اوسنۍ اساسي ستونزه د مشروع نظام نشتوالی دی، چې له امله یې زموږ ولس له سختو ناورینونو سره مخ دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالب په مشرۍ موجود حاکمیت نه یوازې دا چې د داخلي مشروعیت نښې نښانې نلري، بلکې په بین المللي کچه هم په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

فضلي دغه راز ویلي، چې د طالب حاکمیت، چې درې کاله یې پوره کیږي، اوس هم ځکه سرپرسته کابینه لري چې طالب پخپله د خپل حکومت په داخلي مشروعیت باور نلري.

د فضلي په وینا، که څه هم نړیواله ټولنه کله کله په ظاهري ډول د طالب د افراطي او وحشیانه کړنو په اړه نیوکې کوي؛ خو په واقعیت کې دا غوښتنې او نیوکې تش په نامه دي.

د هغت په خبره، نړیوالې ټولنه، سره له دې چې د طالب حاکمیت په رسمیت نه پیژني خو په پټه ورسره غیر مشروع امنیتي، اقتصادي او استخباراتي اړیکې لري.

فضلي همدا راز ویلي، چې په افغانستان کې هر ډول استبداد مات شوی او د طالب دا غیر مشروع او افراطي واکمني هم پای ته رسیدونکې ده.

صالح:د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډ انځور کې د متقي نه پرېښودل تاریخي شرم دی

د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډ انځور کې امیرخان متقي ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

هغه دا یو شرم بللی او ویلي یې دي چې افغانستان په خپل تاریخ کې دا ډول شرم نه دی تجربه کړی.

د یادونې ده چې نن او پرون د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو پنځوسمه ناسته ترسره شوه، چې د افغانستان په استازولۍ پکې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي برخه لرله.

ترکمنستان؛د طالبانو حکومت سره بېلابېلو برخو کې یو شمېر قراردادونه لاسلیک کړي

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د طالبانو له حکومت سره یې په څو بېلابېلو برخو کې یو شمېر قراردادونه لاسلیک کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا قراردادونه د دوو اړخیزو اقتصادي پروژو، انرژۍ او ټرانزیټ په برخو کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی ترکمنستان ته تللی دی.

جان اچکزی:د خپلواک بلوچستان په اړه بلوچو ته دروغ ویل شوي

0

بلوچستان کې د جګړو له شدت سره سم؛ د یاد ایالت د اطلاعاتو پخواني لنډمهالي وزیر جان اچکزي ویلي، د خپلواک بلوچستان په اړه بلوڅو ته دروغ ویل شوي.

نوموړي ویلي، دوی ته ویل کېږي چې بلوچستان خپلواک وو او دوی په زوره له پاکستان سره یو ځای کړل شوي دي.

د اڅکزي په خبره، بلوچستان د ټولو استازو په خوښه له پاکستان سره یوځای شوی.

دا په داسې حال کې ده چې له نږدې شپږو لسیزو راپه دې‌خوا بلوڅ د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره جګړه کوي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د بلوڅو د سختو جګړو له امله پاکستاني پوځ ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

مک‌کال:په ډېره لېوالتیا د احمد مسعود د هڅو په اړه اورېدو ته په تمه دی

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک‌کال اعلان وکړ چې هغه به د سپټمبر په لسمه د احمد مسعود په ګډون د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له استازو سره وګوري.

مک کال وايي، دی په ډېره لېوالتیا د احمد مسعود د هڅو په اړه اورېدلو ته په تمه دی چې د طالبانو له منګولو د خپلو خلکو د خلاصون لپاره هڅې کوي.

مک‌کال د جمعې په ورځ پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دی او د ده ټیم له کلونو راهیسې له ښاغلي مسعود او ملي مقاومت جبهې سره په دوامداره توګه تماس لري.

مک‌کال ټینګار کړی چې د طالبانو تروریستي رژیم په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې هر ډول پرمختګ له منځه وړی دی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر دغه څرګندونې د امریکا د پخواني پوځي شان راین د هغې غوښتنې په ځواب کې وکړې، چې د امریکا کانګرس ته د احمد مسعود د بلنې لپاره یې کړې وه.

دغه امریکايي چارواکي په وار وار په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر فعالیت نیوکې کړې وې.

سرچینې؛لوګر کې د مس‌عینک کان پر افغان او چینايي اینجینرانو هوايي برید شوی

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل، نوم یې واخیستل شي حماسه میډیا ته ویلي، چې د لوګر په میس عینک کې د دغه کان په اینجینرانو هوايي برید شوی.

د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې، په برید کې د افغان انجینرانو ترڅنګ چینايي اینجینران هم وژل شوي.

تر اوسه لا معلومه نه ده چې برید چا کړی.

بل لورته د طالبانو حکومت هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

حامد کرزي؛د ذکیه خدادي پر بریا خوښي ښودلې

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ذکیه خدادي په بریا خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې ټولو افغانو ښځینه لوبغاړو ته بریالیتوب غواړي.

د کرزي په خبره ذکیې په په کډوالۍ کې د خپل هېواد لپاره د ویاړ راوړلو په موخه سخت زیار اېستلی دی.

د یادونې ده چې ذکیه خدادي خپلې کیوبايي سیالې ته ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د برنزو مډال خپل کړ.

د طالبانو حکومت؛له روسیې څخه د هوایي دفاع او هوایي حریم د کنټرول وسایل پېري

د طالبانو حکومت وایي، غواړي پر هوایي حریم د کنټرول او هوایي دفاعي تجهیزات له روسیې وپیري.

د طالبانو د دفاع وزارت لوجیستیک برخې رئیس عبدالبصیر صابري ټاس خبري اژانس ته ویلي چې دوی د دفاع په برخه کې په کافي اندازه ځمکني توکي لري.

نوموړي د مسکو او کابل ترمنځ همکاري ستایلې او ویلي یې دي چې روسیه او افغانستان باید د یو بل ملاتړ وکړي.

هغه دغه راز ویلي، افغانستان کې هیڅ امریکایي سرتېری نشته او له امریکا راپاتې وسلې د هېواد د امنیت ټینګښت لپاره کاروي.

د طالبانو پوهنې وزارت؛د نوي قانون په اړه د یوناما اندېښنې بې ځایه بللي

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت چارواکو د نوي قانون په اړه د یوناما اندېښنې بې‌ځایه وبللې.

دوی یوناما خپله دوښمنه بللې.

د پوهنې.وزارت چارواکو د نوي قانون په اړه تبلیغات د دوښمن کار بللی.

یاد وزارت ویلي چې نوی قانون د اسلامي شریعت په رڼا کې جوړ شوی.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف نوی قانون له ګڼ شمېر غبرګونونو سره مخ شوی دی.