شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 829

تخيل او تفکر | تحليل او شننه

لیکوال: مانو اورښت

يادونه: د دې ليکنې په پای کې به تاسو د تخيل او تفکر په تعريف، د تفکر په خلاقي ډول، د تخليقي ادبياتو او تفکر په اړيکه پوی شئ.
*
د ادبياتو او په عموم کې د هنرونو په اړه بحثونه له اپلاتونه راپيلېږي، د اپلاتون په نظر شاعران او هنرمندان د تقليد تقليد کوي. اپلاتون دا نړۍ د يوې بلې اصلي نړۍ سيوری بولي؛ دی په دې باور و، چې له دې نړۍ هاخوا يو بله نړۍ هم شته. دا شايد د سوکرات تاثر وي، چې د هغه وخت دينونه او خدايان يې وننگول او ويل به يې چې خدای شته، خو يو خدای! نو همدا وجه کېدی شي چې په اپلاتون د سوکرات د فکر سيوری وي، چې دا نړۍ يې د يوې بلې نړۍ سيوری باله. نو ويل به يې چې شاعران او هنرمندان د دې سيوري بل سيوری کاږي؛ يانې دوی چې د دې دنيا او چاپيريال توکي په شعر کې راوړي، دا د کاپي، کاپي ده؛ دليل يې همغه فکر دی، چې اپلاتون به ويل چې دا دنيا د يوې بلې دنيا سيوری دی. له دې سره _ سره اپلاتون له هنره منکر نه و؛ له شاعرانو يې غوښتل چې داسې شعرونه ووايي، چې د ښوونې روزنې او اخلاقياتو اړوند مسايل وي. لنډه دا چې اپلاتون له هنره د فلسفې تمه لرله. په دې لړ کې د اپلاتون تکړه او ځيرک زده کوونکی ارستو، د انساني فطرت د غوښتنو په اساس د خپل استاد خبره ردوي، ارستو وايي، چې ادبيات بايد جمالياتي ذوق هم خړوب کړي. د ادبياتو په اړه د ارستو نظرونه تر اوسه د منلو وړ دي، ارستو د ادبياتو په ساحه کې د يو اديب او کره کتونکي په توگه بحث کوي، نه د يو فلسفي په توگه. بوتيقا د ارستو هغه اثر دی، چې دوه زره کاله وروسته هم په ادبي بحثونو کې ورڅخه گټه اخېستل کېږي؛ تر دې چې د ارستو بوتيقا د کره کتنې لومړنی اثر بللی شو.
له دې بحثه دوه نظريې وزېږېدې، ادبپوهان او صاحب نظر په دوو ډلو وويشل شول. يوه ډله وايي چې ادب (هنر) د ادب (هنر) لپاره؛ مانا دا چې ادبيات يا هنرونه بايد د خوند او د جمالياتي ذوق خړوبولو لپاره ولوستل شي. د دې ډلې نامتو لیکوال ویکټور هوگو په يو ادبي مجلس کې ويلي ول چې سل ځله وايم چې ادب د ادب لپاره. د پښتو ژبې وتلی ليکوال گل پاچا الفت صاحب هم د هوگو سره موافق دی.
دويمه ډله وايي چې ادب (هنر) د ژوند لپاره؛ دا ډله له ادب او هنره د فلسفې غوندې د تمدن سازي لپاره استفاده غواړي. د دې ډلې وتلی فیلسوف هيگل وايي چې هنر بايد تمدن سازي وکړي، هيگل له هنره د فلسفې غوندې تمه لري. په دې سلسله کې دريمه ډله وايي، چې ادب هم د ادب لپاره او هم د ژوند لپاره. مانا دا چې ادبيات هم بايد جمالياني ذوق خړوب کړي او هم په ټولنه کې اصلاح راولي.

زموږ بحث د درېیمې ډلې د يو لاروي په توگه د دې مسلې واضح کول دي چې هنرونه له کومه زېږي، د انسان په وجود کې داسې څه کېدی شي چې د نورو مخلوقاتو په نسبت د هنر څښتن دی. د دې مسلې د حل و فصل لپاره پکار ده چې د تخيل او تفکر په ارتباط پوی شو، که تخيل او تفکر ارتباط لري، څنگه يې لري؟ ايا تخيل تفکر ته لاره جوړوي؟
د دې مسلې د حل لپاره تخيل او تفکر پېژنو او پايله اخلو چې ايا ادبيات يوازې د جمالياتي ذوق لپاره دي، که تفکر ته هم لاره خلاصوي. نو ښه ده چې تخيل او تفکر وپېژنو.
تفکر (Thinking) او تخیل (Imagination) د انسان د ذهني پروسو دوه مهم اړخونه دي، چې دواړه د انسان په فکري او تخلیقي فعالیتونو کې مهم رول لوبوي.

تخیل (Imagination):
تخیل د انسان هغه وړتیا ده چې د ذهن په دننه کې نوي یا غیر واقعي انځورونه، نظریات، او مفکورې جوړوي. تخیل د هغو شیانو یا حالاتو په اړه تصور کول دي چې ممکن په حقیقت کې شتون ونه لري. دا وړتیا انسان ته اجازه ورکوي چې د واقعي تجربو څخه بهر شیان تصور کړي، چې په خلاقيت، ادبیاتو، هنرونو، او حتی ساینس کې ډېر مهم رول لري. تخیل معمولاً د راتلونکي پیښو یا حالاتونو اټکل کول، داستان جوړول، یا نوي حل لارې پیدا کول رانغاړي.

تفکر (Thinking):
تفکر د هغو ذهني پروسو مجموعه ده چې له لارې یې انسان معلومات پروسس کوي، تحلیل کوي او پرېکړې کوي. دا پروسه د منطقي استدلال، تجزیې، ترکیب او په عمومي توگه د مسایلو د حل لپاره کارول کیږي. تفکر مختلف ډولونه لري، لکه انتقادي تفکر، خلاقي تفکر او متمرکز تفکر. دلته د تفکر په يو ډول بحث کوو، چې خلاقي تفکر دی. همدا خلاقي تفکر دی چې له تخيله نقل کوي.

خلاقي تفکر (Creative Thinking):
دا هغه تفکر دی چې له نوښتگرۍ او نوې لارې څخه د مسایلو حل یا د نویو نظرونو پیدا کولو لپاره کارول کیږي.

د تفکر او تخیل ترمنځ اړیکه:
تفکر او تخیل سره نږدې تړاو لري. تفکر ممکن د تخیل څخه الهام واخلي او تخیل د تفکر له لارې تنظیم شي. مثلاً، یو عالم کولای شي په تخیلي نظریه کې نوې مفکوره پیدا کړي او بیا د منطقي تفکر په مرسته د دې نظریې د اعتبار یا تطبیق په اړه فکر وکړي.
تفکر او تخیل دواړه د انسان د ذهني وړتیاوو مهم اړخونه دي چې د ورځني ژوند، نوښت، او علمي پرمختگ لپاره اړین دي. تخیل انسان ته د نويو شیانو د ایجاد او نوښت امکان ورکوي او تفکر دا شیان په منظمه او منطقي توگه منځته راوړي.
اوس نو په اسانۍ سره ويلای شو چې تخيل د تفکر لپاره لاره جوړوي. خو څنگه؟
د انسانانو او حیواناتو تر منځ يو لوی توپیر خيال او تصور دی. حيوانات تصور نشي کولای او د شيانو له مخامخ لېدو پرته د هغوی تصوير په ذهن کې نه شي راوړلی، د تېر او راتلونکي په اړه څه نه ورمالومېږي. خو انسان چې خيال او تصور لري، نو په دې اساس تفکر ته لاره هواروي، که يو څه په خيال کې راونه گرځي څنگه به يې په اړه فکر وکړای شو؟ هیڅکله نه!
د خيال او تصور په مرسته موږ د ژوند چارې هم اسانوو، د څو شېبو لپاره له اصلي ژونده بهر ځو، په خيال کې دنيا ابادوو، ژوند اسانو او راتلونکي ته هيلمن کېږو. دا هيلې او انگېرنې د خيال او تصور په مټ کوو، که چيرې خيال نه وای، د شيانو له مخامخېدو پرته به زموږ ذهن ته هيڅ شی نه راتلو. همدا ځای دی چې ادبيات ارزښت پيدا کوي، کله چې موږ غواړو له ژوند اوږې واچوو او دمه شو، نو ادبيات يې تر ټولو ښه ځای دی، دلته دې چې ادبيات موږ سره له ژونده په دمه اخېستلو کې مرسته کوي. دا نظريه د هغو ادبپوهانو نظر دی، چې دوی ادب د ادب لپاره بولي.

موږ د خیال په تعريف کې وويل چې خيال غير واقعي انځورونه هم جوړوي، يانې داسې انځورونه او منظرونه جوړولی شي چې په واقعي نړۍ کې شتون نه لري؛ اوسني هاليووډ او باليووډ فیلمونه، يا ځينې داستانونه يې ښې بيلگې دي.
د روباټ جوړولو الهام هم له خيال څخه اخېستل شوی دی. فيلمونه چې د خيال په مرسته جوړوېږي، ځينې وختونه پکې خارق العاده پېښې کېږي، چې حتی انسان يې تصور هم نشي کولای. روباټ اول خيالي وجود لرلی دی، وروسته د تخيل په مرسته تفکر هڅه کړې چې دا خيالي څيز په واقعي څيز بدل کړي. دا ځای دی چې دويمه ډله ادب د ژوند لپاره بولي.
يا ښه ده چې د گاسلايټينگ مثال ورکړو. د گاسلايټينگ مثال به له موږ سره د دې پوښتنې په ځواب کې مرسته وکړي، چې ايا تخليقي ادبيات چې د تخيل په مرسته زېږي، تفکر ته لاره هوارولی شي؟
گاسلايټينگ (gaslighting) ذهني تېری یا ذهني فرېب دی، دا هغه عمل دی چې فرد ته فريب پکې ورکول کیږي یا یې په ذهن کې لاسوهنه کیږي. د گاسلایټينگ کلمه د گاسلایټ په نوم له یوې تمثیلي ټوټې څخه اخیستل شوې ده، چې پاتریک هملتون په ۱۹۳۸م کې لیکلې او په بریتانیا کې یو فلم هم ورڅخه جوړ شو. بیا په ۱۹۴۴م کال کې د گاسلایټ په نوم یو امریکایي فلم هم وړاندې شو. په دې داستان کې يو سړی غواړي چې خپله روغه جوړه مېرمن لیونۍ ثابته کړي. هر وخت خپلې میرمنې ته د لیونۍ خطاب کوي، پخپله د کور د څراغ رڼا ډېره یا کمه کړي او پړه يې پر مېرمنې اچوي، بالاخره ښځه پر خپل اروایي حالت شکمنه شي، ځکه په درک او حافظه کې یې لاسوهنه وشي او د خپل مېړه تر کنټرول لاندې شي.
د‌ گاسلايټينگ له مخې نه يوازې د يو فرد په ذهن، بلکې د يوې ډلې په ذهنونو هم تېری کېدلی شي؛ په همدې ډول شايد يو کس يا يوه ډله نور خلک گاسلایټ کړي، چې په پايله کې د گاسلايټر لخوا اداره کېږي او هره ناروا يې ورته حق ښکاري. زموږ کار له گاسلايټينگ سره دا دی، چې څنگه تخيل تفکر ته لاره هواره کړه، نور په دې بحث نه کوو، چې گاسلايټينگ څومره زيانونه لري، يا ټولنه د گاسلايټ کېدو په صورت کې څومره لوېږي.
د گاسلايټينگ کلمه ورو، ورو علم، ادب، ژبپوهنې، فرهنگ او ارواپوهنې ته ورننوته، چې اوسنۍ ارواپوهنه هر ډول ذهني او عاطفي لاسوهنه گاسلایټينگ بولي.
اوس نو په اسانۍ سره دا پايله تر لاسه کولای شو چې تخليقي ادبيات چې د تخيل په مرسته زېږي، تفکر ته لاره جوړولی شي. که تخيل نه وي، تفکر اخېستنه نشي کولای.

دا چې پښتو تخليقي ادبياتو څومره تمدن سازي کړې يا يې څومره تفکر ته لاره هواره کړې ده، دا اوږد بحث دی، چې د دې ليکنې په لمنه کې نه راټولېږي، دلته يوازې د تخيل او تفکر په ارتباط غږېدلی يم. کاشکې څوک راپورته شي او پښتو ادبيات وتلي، چې د تفکر سازۍ او جمالياتي ذوق په خړوبولو کې يې څومره تله درنه کړې ده؟

د نجونو د زده کړو په اړه مبین ستانکزي ته:زړګو! تا دې الله جوړ لري؛ خو اوس څه غورې دي!؟

د طالبانو حکومت ستر مبلغ جنرال مبین د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هغې ویډیو سره، چې د نجونو زده کړې یې روا ګڼلي؛ لیکلي، چې” زړګو، څه غورې دي، تا دې الله جوړ لري”

مبین که څه هم نور وضاحت نه دی ورکړی، خو ظاهرا یې هدف د نجونو پر زده کړو بندیز دی چې د طالبانو حکومت یې لاهم روا نه ګڼي.

هغه دغه راز د نجونو د زده کړو مخالفو ته لیکلي، چې تاسې د قطر مذاکراتي ټیم د مشر له خبرو سره څومره موافق یئ؟.

دا په داسې حال کې ده چې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست ندامحمد ندیم وروستیو څرګندونو توند غبرګونونه راپارولي.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار “Battlegrounds” کتاب

لیکوال: حفیظ همیم

دا متن د ټرمپ د ملي امنيت سلاکار مک ماسټر د کتاب Battlegrounds د ۷۹ او ۸۰ مخ د دوو بېلابېلو پاراګرافونو ژباړه ده چې د امریکا او ولسمشر کرزي د اړيکو په خرابولو کې یې د ای ایس ای د رول په ګډون یو شمېر فکټورونه یاد کړي دي: ۱) ما د ۲۰۱۰ کال له جون څخه د ۲۰۱۲ کال  تر مارچ پورې څو ځله (ارګ) ماڼۍ او د ملي امنیت شورا ودانۍ ته تګ راتګ کړی و. ما اکثراً د متحده ایالاتو سفیران، کارل ایکینبري او وروسته ریان کراکر، او همدارنګه د ایساف قوماندانان، لومړی جنرال ډېوېډ پیټرییس او وروسته جنرال جان ایلن، له ولسمشر کرزي سره د لیدنو کتنو لپاره دې ماڼۍ ته بدرګه کول. دغه ملاقاتونه حساس ول. د ملاقاتونو موضوعات دا و چې څنګه د افغان ادارو او افغان اقتصاد د مهمو برخو پر وړاندې د فساد او منظم جرم خطر راکم کړي.
کرزی اکثره وخت په بد موډ/طبیعت کې و. تر ۲۰۱۰ کاله پورې د هغه او د امریکا د مشرانو تر منځ د دوستانه همکارۍ ورځې ختمې شوې وې. اړیکي د بې کفایته ډیپلوماسۍ، ګډې‌وډې ستراتیژۍ، د کرزي د ستړیا، او د ISI د بریاليو رواني عملیاتو قرباني شوي ول. ددغو رواني عملیاتو موخه دا وه چې پاکستان په جګړه ځپلي افغانستان کې پر داسې یوه ځواکمن منځګړي بدل کړي چې بدیل یې نه وي…
۲) د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ، ماته روښانه شوه چې د کرزي فشار، هغه د کانسپرسي تیوریو یا نظریو پر وړاندې زیان منونکی/اسیب پذیر کړی و. د پاکستان ISI له دې فرصته بشپړه ګټه واخیسته ترڅو د کرزي او د اوباما د نوي حکومت تر منځ واټن پیدا کړي. ماڼۍ ته د ورتګ پر مهال به، د کرزي د دفتر رئیس، عبدالکریم خرم، چې یو لنډ، ګرد، او بې خونده سړی و، د ولسمشر په دفتر کې په شاتنۍ څوکۍ کې موجود و. خرم د نجیب الله د واکمنۍ پر مهال زنداني شوی و او وروسته پاریس ته وتښتېد، هلته یې په نړیوال قانون او ډیپلوماسۍ کې ماسټري وکړه. هغه د ISI تر اغېز لاندې ښکاریده.

“پښتون محمود دروېش “

لیکوال: انور مزل

د ارواښاد الفت په اړه دا تصور کېږي چې دی لکه د لبناني جبران داسې هنري نثر لیکي؛ ما دا ګومان کړی چې د یو شاعر او بل شاعر پرتله ممکنه نه ده
خو همدا څو ورځې مخکې راته استاد اکبر کرګر وویل:
چې د غني په اړه یوه لویه مقاله لېکي او له بل انګریزي شاعر سره یې د پرتلې په تړاو او اړه لېکي.
ماته جالبه وه؛ چې د یو شاعر له بل داسې شاعر سره پرتله به څنګه وي چې د دوی تر منځ د زمان مکان او حالاتو بېخي ډیره فاصله وي؛ خو بیا مې په دې ځای کې د استاد خبره ومنله چې زه خپله چې کله کله ځینې شاعران لولم حتماً مې ذهن ته یو بل څوک هم راځي، دا احساس سره له دې چې د دوی ترمنځ ژور د زمان توپیر، بیخي زیات د حالاتو توپیر او داسې نور توپیرونه وینم مګر دواړه یو ډول محسوسوم.
یو له دغې ډلې چې د دوی په شعر کې یو ډول تراژېدي او یو ډول فریاد وینم هغه محمود دروېش  او اسحاق ننګیال دی.
د دوی تر منځ یو مشترک ټکی خو د دوی د هېواد نا امني پرله پسې جګړې او بد حالات دي؛ مګر تر ټولو مهم ټکی چې زما په ګومان د دوی ترمنځ  مشترک دی؛ هغه دا دی چې دواړه د خپلې زمانې او خپل وخت تر ټولو غوره انځورګران دي.
محمود دروېش سره له دې چې زموږ د هېواد او د دوی د هېواد جګړې توپیر هم کاوه؛ خو بیا هم د خپل وطن د حالاتو او د خلکو د حالاتو غوره عکاس وه.
د ده په شعرونو کې د خپلو خلګو سره خواخوږي د یرغلګرو د وحشتونو بیان بیخې ښکاره دی؛ خو د اسحاق ننګیال په شاعرۍ کې بیا د وطن حالت لوږې تندې بې وسي او بې کسي هم شته. خو د محمود دروېش ګیله له پردیو ده؛ د خپل هېواد وراني له پردېو ژاړي؛ مګر اسحاق ننګیال بیا له خپلې خیټې اور اخیستی ژاړي.
د ده ژړا بیا په دې ده چې خپلو اولادونو د خپلي مور په نیټه کې لاس اچولی؛ وېشي یې او مامله ورباندې کوي.
محمود دروېش له پردیو داسي ګيله کوي؛ هغه وایي
جنګ پای ته ورسید
مشران یو له بل سره کېناستل
پاته شوه
هغه مور چې سترګې یې د شهید زوی لارې ته دي
هغه انجلۍ چې دخپل میین راتګ ته انتظار ده
هغه زامن چې د خپل پلار راتګ ته
حېران ولاړ دي
نه پوهیږم وطن چا خرڅ کړ
خو دومره وپوهیدم چې قیمت یې چا پرې کړ
په پورتني شعر کې له  حالاتو سره او د جنګ له پیلوونکو نه یوه سمبولیکه ګیله پرته ده او تر څنګ یې د هغو خلکو یادونه شوې ده چې جګړې تر تولو ډېر ځپلي دي.
په پورتني شعر کې مجرم مالوم دی؛ یا به یو وي یا دوه یا نیمایي خو د اسحاق ننګیال وطن بیا ټول مجرم دی؛ د هغه د وطن ټولو اولادونو د وطن په وراني کې برخه لرلې ده دا ځکه خو یې په دې توګه د خپل وطن درد انځور کړی.
ـ مورې چېرته ځې؟
ــ د خدای کلي ته
ــ مګر دا لویه نړۍ؟
ــ  نړۍ خو د دیوانو ده
ــ مېړه دې شته؟
ـ رانه ورک شو
ــ او زامن؟
ــ لرم یې هابیل او قابیل
*******
وطنه! ته؟
ـ او دا دی زه هم ژاړم
ــ څوک دې ژړوي
ــ ملت مې؛ ملت مې دوه برخې شو
ــ قاتل او مقتل
دریمګړی نلري..

په پورتني شعر کې وینو چې د ننګیال د وطن په ورانۍ کې د هغه تقریباً ټول اولادونه لاس لري؛ په داسې حال کې سړی نه پوهیږي پړه په چا واچوي؛ څوک ملامت څوک سلامت وګڼي؟ خو د محمود دروېش او ننګیال ترمنځ یو رقم والی دا دی چې دواړو په هنري توګه په داسي توګه چې د هر چا زړه ته د هغه د وطن تراژیدي لویږي هغه دواړو انځور کړې ده.
د محمود دروېش او ننګیال ترمنځ یوه بله ځانګړنه داده چې؛ د دوی دواړو په شعرونو کې موږ له ذات سره جنګ وينو؛ له ناهیلۍ سره ګریوان دي.
دوی دواړه د  یوې نه جبرانیدونکې مینې قرباني دي؛ محمود دروېش د هغه هیواد د مینې قرباني شوه چې د دوی هیواد یې دربدر کړ؛ خو بیا هم محمود دروېش اقرار کوي چې “ریتا “له هر څه سره بیا هم مینه درسره لرم.
ننګیال هم همداسې دی؛ د ده په شعرونو کې له شیشې سره مینه او د هغې په کولو اقرار شوی دی.
همدا ټینګ اعتراف د دوی مشترک دی؛ دوی دواړه جګړې ځپلي دي. جګړې مینه امن او خوښۍ ترې وړي دي.
د ننګیال پلار د همدې نامشروع جګړې قرباني شو؛او محمود د دې لویې جګړې له لاسه معشوقه وبایلله؛ خو دواړو یو اقرار وکړ محمود بیا وویل چې “له دې هر څه سره هم مینه درسره لرم “مګر ننګیال بیا دا ستر اعتراف وکړ.
د پلار مړینه مې ولیده
ډیري لوږي تندې هم
مګر
یوه هم دومره دردونکې نه وه لکه
شیشه چې نه وي ختمه
او نشه پای ته ورسیږي.
د محمود او ننګیال بل ګډ انځور دا دی چې د خپل وطن هغه ارزښتمن څیزونه یې په ګوته کړي دي؛ په خپلو شعرونو کې یې د هغي زمانې ریښتنی انځور ښودلی چې دوی پکې ژوند کاوه لکه ننګیال څومره په هنري انداز د یوې پیغلې د غرور انځور تر جګړې مخکې او وروسته لیکلی.
هغه وایي
کلونه وړاندې مې ترې وپوښتل
ــ  دا ستا د شونډو څاڅکي په څو دي
وویل یې
ــ ستا د پلار او نیکه وینه
او نن مې بیا ترې وپوښتل
ـــ ټول پیغلتوب دې وایه په څو دی؟
ـــ ګرانه یواځې یوه ډوډۍ
په پورتني شعر کې پوره د یوې زمانې تصویر دی؛ د جګړې له لاسه د انسان د مخکې او اوس تصویر دی.
د  محمود او ننګیال کمال همدا دی چې لویې خبرې لوی پیغامونه یې په هنري ډول راوړي دي.
دوي دواړه د یو ډول جګړې، یو ډول بې وطنۍ احساس او یو ډول حالت سره مخ دي.
سره له دې چې د دوی تر منځ د زمان او مکان توپیر شته، د حالاتو توپیر شته، خو مګر د دواړو په شعرونو کې یو غم او یوه تراژیدي محسوسیږي.
د محمود دروېش کمه مطالعه زموږ د دې بحث مخه نیسې؛ ګني لا به بیخي زیات ورته والي پکې احساسیږي.

« ستۍ شوې پېغلې»

لیکوال: انور مزل

زموږ ټولنه په واقعي مانا هم له ښځو سره تل په ظلم آو ناروا کې اوسيدلې،مګر خبره داده چې ولې ان خپله ښځينه قشر هم د دغه بد تعبير او رواج په وړاندې نه ليکل وکړل نه یې هغسې لکه څنګه چې په کار وه، ټولنې ته وړاندې کړل.
په دې پوښتنه کې خپله بیا يو سوال دا دی چې نارينه خو خېر، ولې آن خپله ښځينه قشر هم ددغه بد چلند تعبير لکه څنګه چې پکار وه هغسې ونکړل.
د دې دواړو پوښتنو ځواب يو کېدلی شي، او هغه دا چې موږ تل استعداد ته نه بلکې شناخت ته کتلي او کله چې خبره د ښځينه قشر شي نو بيا خو بيخي خپلي طبیعې ته ګورو.
دغسې حالت سره لدې چې سخت ځورونکي دي، يو بل ځورونکی کار يې دا هم دی چې تل پکې د استعداد وړ کسان ورکيږي، شناخت ته ارزښت ورکول کېږي او د هغه نجونو او ښځو بې مانا څيزونه هم د شهکارونو په نوم خپروو چې موږ ورسره يو ډول اړيکې لرو.
واقعيت دا دی چې که پښتو شاعري وکتل شي ځيني ښځينه شاعرانو بيخي په ښو موضوعاتو ليکل کړي خو داچې موږ ورته د لوستلو وخت ندی بېل کړی دا ځانته خبره ده.
میرمن پروین ملال همداسې يو څوک ده ما څه وخت وړاندې د هغي « کونډه » نظم لوستی وه بيخي راته عالي وه، او اوس مې چې تازه د هغې ستي نظم وليده نو په زړه کې مې د خوشحالۍ يوه څپه تېره شوه ويل مې پښتو څه يوه د ټولنې واقعي شاعره لري.
د مېرمن پروين ملال ښه والی دا دی چې ټولنه يې مطالعه کړې، د خپل ځان په وړاندې يې د ټولنې طلسم او ظلم مطالعه کړی او بيا یې ورته د شعر ژبه ورکړې ده.
ستي کېدل همداسې يو بد رواج دی. داسې مې د دې موضوع په اړه واورېدل چې دا د کندهار شا و خوا کې يو رواج دی د کومې نجلۍ چې ورور نه وي، نو د ميراث د خوندي کېدلو لپاره په کور ويښته سپينوي، او هلته عمر تېروي.
داسې به څومره ښځې ددغه بد رواج قرباني شوي وي، مګر د کومې انجلۍ احساس ته چې ميرمن ملال ژبه ورکړې هغه بيخي بيله ده.
ميرمن ملال د دې نظم لپاره د يوې داسې انجلۍ ژبه غوره کړي چې هغه خپله ستي شوې ده او د دې نظم په ښه والي کې لا زيات والی راولي. ددي نظم يوه برخه داسې پيليږي..
د کلي ټولې رمې لنګې شولې
سپينو شيدو يې د کوچۍ د انغري
څوکې ښکل کړې
د ځوانکي وراره وړوکی زوی مې اوس
په مسجد کې د الف د قد صراط لولي
لور يې ګاونډ ته ناوکۍ ودروي
دا تېره شپه يې د نکریزو شپه وه
زما همزولې غوټۍ سږ کال د مېړه
سره و حج ته درومي
….
د دې نظم لوی کمال دا هم دی چې لومړی يوې بېچاره شوې ستۍ پيغلې او يوې داسي پيغلې چې ټول ارمانونه يې رژيدلي د هغي له خولي د خپلو همزولو د ګډ ژوند ښه ژوند او اولاد د مينې کيسې کړې دي، د دې نظم غيرې ارادي پيغام دوه ګيلې هم دي يوه ګيله يې له خلکو ده چې ولې يې ستۍ کړي او بله ګيله يې له خپل خالقه ده چې ستۍ ژوند يې ور په برخه کړي دي.
خو د دې ستۍ شوې پيغلې انځور داسې وړاندې شوي چې دا د يو ملک يو خان يو بل چا لور وه خو بيا هم ددغه بد رواج په دايره کې راغله دا ځکه يو ځای ان د خپل بزګر د لور ښه ژوند بيانوي دا وايي
زموږ د بزګر دريمه لور تورپیکۍ
د خپل خاوند سره په سره بګۍ کې
ښار ته لاړه
خو د دې نظم په پای کې د خپلې هغې بې وسې کيسه کوي، چې د ستي توب له لاسه چې ورته رسېدلې دا وایي چې زما زلفې چا هم يادې نکړې. زما په بارخو هيچا هم ګوته را ونښکلې، ماته هیچا هم په مينه ونه کتل زما لپاره کله هم څوک رانغلل چې راشه زموږ خورلڼه يې نن مو ښادي ده.
دا ستۍ شوې پېغله خپل بد حالت داسې بيانوي
زما د بارخو په ګلابي پاڼه کې
يو چا د عشق کيسه ليکلې نه ده
زه يم ستۍ ستۍ
زه د بابا زه د نيکه
زه د غور نيکه او ستر نيکه ان له ادمه تر
دې دمه پورې د خپل نيکه د وينې پور وړمه، زه د بابا کلا کې خپل
سپين وربل تور وړمه
زه يم ستۍ د
ژوند په باب کې يوه سپينه پاڼه…
دا شعر د ټولنې له يو بد انځور وړاندې کولو سره يو د نړۍ شهکار هم دی، يو بغاوت هم دی، د يوي په زور بندي شوې پيغلې د احساساتو زور هم دی، او په ټوله کې يو لوی شهکار هم دی، چې په شهکاره بڼه پنځېدلی دی.
د دې نظم ثاني به کمه وموندل شي، خو عالي هم دی.
ملال تر دې هم عالي او شهکار شعرونه لري چې سپړل يې هيڅ بې ګټې نه دي.
په دې هيله چې ښځينه شاعرانې د اغلې ملال په قدم قدم کيږدي، او د خپلو ورسره شويو ظلمونو د اظهار ژبه ومومي.
ماخذونه
خان زمان کاکړ ؛؛ پښتني ليد لوري
د پروين ملال شاعري

د حماسه میډیا تر خبر وروسته؛د طالبانو حکومت مس‌عینک کې پر انجینرانو د هوايي برید خبر رد کړ

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت مس‌عینک کې پر چینايي او افغان انجینرانو هوايي برید رد کړ.

یاد وزارت پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د مس‌عینک پر انجینرانو شوی برید حقیقت نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د طالبانو حکومت کې یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته د یاد برید پخلی کړی وو.

خو دغه وزارت دا ډول اوازې له حقیقت لرې بللې دي.

عمران خان:پاکستان په سیمو د وېشل کېدو له ګواښ سره مخ دی

0

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، د دوی ګوند اوس هم کولای شي، چې پاکستان کې روان وضعیت کنټرول کړي.

ّهغه ویلي، پاکستان په سیمو د وېشل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

د خان په خبره، د دوی ګوند په ترهګري تورن و؛ خو وروسته معلومه شوه چې ترهګري له پولې هاخوا راځي.

نوموړي دغه راز تور پورې کړی، چې استخباراتي سازمانونو د ترهګري له منځه وړلو پرځای ګوندونه په نښه کول.

عمران خان د فبروري میاشتې ټاکنې د یاد هېواد د بې ثباتي سبب ګڼلی.

مقاومت په نوم جبهه:هرات کې مو طالب سرتېري وژلي

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړط چې په هرات کې یې دوه طالب سرتېري وژلي دي.

یادې جبهې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون د هرات ولایت په پل پشتون سیمه کې د دوی ډلې پر طالب سرتېرو برید وکړ او دوه تنه یې ووژل.

یادې جبهې دغه راز ویلي، چې د وژل شویو طالبانو وسلې هم د ملي مقاومت جبهې لاس ته ورغلي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان د ټرمپ لپاره يو دردېدونکی داغ و

لیکوال: حفیظ همیم

**پرون مې د انسان مجلې دفتر کې د امريکا د ملي امنيت د پخواني سلاکار جان بولټن پر نوي چاپ سوي کتاب خبرې لرلې. د افغانستان په اړه لاندې ټکې ددې کتاب مهمې برخې دي چې ما د غورچاڼ په توګه دلته را اخيستې دي. له اوومه فصله تر ۱۳مه پورې **
د راډيکالو اسلامي ترهګرو له لوري د امريکا پر ضد جګړه د سپټمبر له ۱۱ مخکې پيل سوې وه او لا به روانه وي. د ټرامپ دا نه خوښېږي او داسې اکټ کوي لکه دا چې رښتيا نه وي. هغه په منځني ختيځ کې د پای ته نه رسېدونکو يا endless جګړو پر ضد دی خو ددې لپاره يې هيڅ منسجم پلان نه لاره چې د هغه په پايله کې خپل سرتېري را وباسي.
په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان د ټرمپ لپاره يو دردېدونکی داغ و. د هغه يو لوی شکايت د سرتېرو د رايستلو مسله وه. هغه باور لاره چې متیس ته يې ټول هغه څه په اختيار کې ورکړي دي چې هغه ورته د ط. البانو د له منځه وړلو لپاره اړ و. هغسې چې د داعش خلافت يې ورختم کړ.
له متیس او پمپيو سره د يوې سهارنۍ پر سر مو بحث و. له ما سره درې پوښتنې وې: اول ایا زموږ له راوتلو وروسته به د افغانستان حکومت سقوط وکړي؟ که سقوط کوي نو څومره ژر به يې وکړي؟ دویم دا چې داعش، القاعده او نورې ترهګرې ډلې به زموږ له راوتلو وروسته څومره ژر او په کومو لارو زموږ راوتلو ته غبرګون وښيي او درېیمه پوښتنه دا چې ترهګرې ډلې به څومره ژر پر امريکا حملې وکړي؟ موږ له هغه وروسته په دوشنبه په سپينه ماڼۍ کې بله ناسته راوغوښته او ټرمپ وويل چې د ۲۰۲۰ تر جنوري مخکې غواړم له هغه ځایه راووځو. ټرمپ په دوو دليلونو په افغانستان کې د پوځي حضور له دوام سره مخالف و:
اول هغه کمپاين کاوه چې په يوه لري سيمه کې یوه پای ته نه رسېدونکې جګړه پای ته ورسوي. دویم په پرله پسې ډول د اقتصادي او امنيتي مرستو بد مديريت و.
ددغو پای ته نه رسېدونکو جګړو په اړه زما استدلال دا و چې دا جګړې نه موږ پيل کړې دي او نه په دې ډول پای ته رسېږي چې موږ ووايو دا جګړه پای ته رسوو.
په اسلامي نړۍ کې راډيکالې فلسفې چې د ډېرو وژنو او ويجاړو سبب شوې ايډيالوجکې، سياسي او مذهبي فلسفې وې. يوازې مذهبي غيرت پوره يوه زريزه بشري جګړې تودې وساتلې او دا کار کولای شي چې د امريکا او په لویه کې د غرب پر ضد هم جګړه روانه وساتي.
په افغانستان، سوريه او عراق یا بل هېواد کې جګړه ددې لپاره نه ده چې هغه هېوادونه د ژوند کولو په ښه او خوندي ځای بدل شي. دی وايي زه د مارکسيزم پر دې تحليل باور نه لرم چې د ژوند سمه اقتصادي لاره کولای شي چې خلک له ترهګرۍ څخه راوګرځوي. دی وايي دا ټول کارونه او جګړې ددې لپاره وې چې امريکا له بل ۹/۱۱ یا د سپټمبر له يولسمې او يا تر هغې له بدې پېښې خوندي شي. دی وايي تر هغه چې د ترهګرۍ ګواښ موجود وي نو هېڅ سيمه په جغرافيايي لحاظ له دې ګواښ لري نه ده او هر چېرته رسېدای شي. دی وايي د سپټمبر په يوولسمه کې لاسلرونکي ترهګر امريکا ته په لرګينو بېړيو کې نه و راغلي.
د افغانستان په مسله کې زما لومړۍ ښکېلتيا په د ۲۰۱۸ کال د مې پر لسمه پيل شوه. زلمی خليلزاد چې زما ملګری دی او د بوش (۴۱ ولسمشر) له ادارې يې پېژنم او په ۲۰۰۷ کې زما پر ځای ملګرو ملتونو کې د امريکا استازی شو، زما لیدنې ته راغی. خليلزاد راته وويل چې ځينو خلکو له ده سره اړيکي نيولي او ورته ويلي یې چې د ط. البانو د بېلابېلو هغو ډلو په استازيتوب يې دا اړيکي نيولې او له ده سره خبرې کوي چې غواړي پر سوله خبرې وکړي.
د نومبر پر اتمه په يوه غونډه کې ټرمپ وويل چې خلیلزاد یو چلباز سړی دی خو تاسې ددې کار لپاره داسې يوه سړي ته هم اړتيا لرئ. ټرمپ وويل چې زما ستراتيژي غلطه وه او هېڅ شی هم په هغه ځای کې نه دی چې ما غوښتل. موږ هر څه بايللي دي. دا یوه بشپړه ناکامي وه. دا د هر څه ضايع کېدل دي. دا شرم دی . زه په دې باره کې له خبرو کرکه لرم.
ټرمپ د MOAB Massive Ordnance Air Blast چې لوی غیرهستوي بم دی د کارونې مسله راپورته کړه ويې ويل چې دې بم مطلوبې اغېزې نه لرلې.
ټرمپ او متیس یو بل ته استدلال پيل کړ:
ټرمپ: موږ د ناټو لګښتونو پرې کوو.
متیس: داع.ش لا تر اوسه په افغانستان کې شته.
ټرمپ: دا کار روسيې ته پرېږدئ چې هغه يې سمبال کړي. موږ اووه زره مايله لري يو خو موږ تر اوسه هم هدف یو. هغه به زموږ ساحلونو ته راشي….
دا يوه وېروونکې ننداره ده يو ځای نه یو ځای بايد داسې پيدا شي چې موږ ترې راووځو.
کاټس وويل چې افغانستان د امريکا لپاره یوه سرحدي -امنيتي موضوع وه. خو ټرمپ يې خبره نه اورېده. ټرمپ وويل چې موږ به هېڅکله هم ترې راخلاص نه شو. دا کار يوه احمق سړي کړی چې جورج بوش نومېده.
زه په دې غونډه کې تر اخره خاموش ناست وم ځکه دا ټول ميټينګ يوه تېروتنه وه.
ټرمپ ته مې وويل چې که موږ راووځو نو څنګه کولای شو چې امريکا د ترهګرو له بريده خوندي کړو. ټرامپ راته وويل چې موږ به ورته ووايو چې که له افغانستان څخه بريد راباندې وشو نو دغه هېواد به له خاورو سره خاورې کړو. ما ورته وويل چې موږ وار له مخې يو ځل دا کار کړی دی اوس د لږ سم ځواب اړتيا ده.
زه او شینان چې د متیس پر ځای دفاع وزارت ته راغلی و په دې اړه اندېښمن و چې خليلزاد ته له حساب کتاب پرته ډېر واک ورکړل شوی و. زموږ اندېښنه يوازې دا نه وه چې خلیلزاد یو کمزوری مرکچي دی بلکې دا وه چې هر څه خلیلزاد کول د پمپيو په اشاره يې کول. ط. البانو د امريکا-طالبان پر اعلاميه ټينګار کاوه چې له مخې يې بايد ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي چې دې کار په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد فعاليتونو ته نور هېڅ ځای نه پرېښود. زما وېره دا وه چې بهرنيو چارو وزارت له ط. البانو سره جوړجاړي کې تلواره کوله .
په ډيپلوماتيکه ستراتيژي کې تر ټولو جدي ستونزه دا وه چې که چېرته ط. البان په رښتيا باور وکړي چې موږ له افغانستان څخه وځو، نو بيا به په جدي توګه د خبرو کولو لپاره هېڅ انګېزه و نه لري. په ساده توګه به دوی منتظر پاتې شي او دا کار دوی مخکې هم کړی دی.
د سولې له خبرو څخه د پمپيو هدف يوازې یوه تړون ته رسېدل و چې بيا بريالتيوب اعلان کړي.
په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې ما دوه هدفه لرل:
اول: په بالقوه ډول د داعش او القاعده دوباره راپورته کېدل او امريکا ته د ترهګريزو بريدونو ګواښ پېښولو مخنيوی
دویم: د پاکستان او د ايران د اټومي پروګرامونو په مقابل کې هوښيار اوسېدل او د هغوی څارل.
په عين حال کې له ط. البانو سره د زلمي خلیلزاد خبرې يوه بله ستونزه وه. پمپيو باور درلود چې دی د ټرمپ منډېټ پر مخ وړي چې پر يوه داسې تړون خبرې اترې وکړي چې په افغانستان کې د امريکايي پوځونو حضور صفر کړي. خو زما په باور دا ډېره بده پاليسي وه.
د امريکا حکومت د هر هغه استدلال مخالف و چې له قيد و شرط پرته پوځي حضور صفر ته راټيټ کړي. خو دا کار په هغه صورت کې د منلو وړ دی چې ۱) په افغانستان کې ترهګریز فعاليتونه نه وي ۲) داع. ش او ال. قاعده و نه شي کولای چې په افغانستان کې عملياتي بیسونه جوړ کړي ۳) موږ د دې ټکو د تاييد لپاره کافي وسايل او لارې چارې ولرو.
پمپيو ويل چې پنټګان له ط. البانو سره تړون ته لېواله دی. کله چې موږ خپل حضور راکموو نو زموږ ځواکونو ته متوجه ګواښونه له منځه ولاړ سي. له دغسې تړون پرته امريکايي ځواکونو ته متوجه ګواښونه لوی و. دا يو ماشومانه نظر و. دا زما لپاره د حيرانتيا وړ وه چې دغه ډول يو تړون به موږ ته له هغې ترهګرې ډلې څخه څنګه واقعي خونديتوب راکړي چې موږ پرې هېڅکله باور نه و کړی.
ټرمپ وويل په افغانستان کې تر جګړې کولو دا ډېره ارزانه تمامېږي چې نړيوال سوداګريز مرکز بېرته دوباره اباد کړای شي.
خلیلزاد راته وويل چې پمپيو ورته ويلي چې له بولټن سره مه ګوره ځکه هغه ما د ټرمپ په مخکې تعضیفوي. دا د تعجب وړ نه ده چې زموږ ادارې په داخل کې د افغانستان په اړه ستونزې لرلې.
موږ د ايتوپيا له لومړي وزير ابي احمد سره ټليفوني خبرې کولې. ټرمپ غوښتل چې د بويينګ ۷۳۷ ماکس الوتکې د لوېدلو له کبله له هغه سره غمرازي وکړي. تر هغه چې ټليفوني کرښه جوړېده موږ منتظر و چې ټرامپ ناڅاپه وويل موږ بايد له هغه ځایه راووځو.
ډانفورډ ټرمپ ته وويل چې زموږ له راوتلو وروسته که افغان حکومت کمروزی شي موږ به يې مرستې ته ورسېږو ، او ټول تمرکز به پر ال. قاعده او داع. ش وکړو چې امريکا ته واقعي خطر دی. په دې غونډه کې ما ورته وويل چې کمزوری مرکزي حکومت د افغانستان همېشنی تاريخي واقعیت دی او دا د افغانانو لپاره کومه نوې خبره نه ده.
د مارچ پر يوویشتمه موږ ميټينګ لاره . شنهان او ډانفورډ داسې چارټ راوړی و چې ښودل يې د بهرنيو چارو وزارت له ط. البانو سره په خبرو کې له هغه څه لاره چپه کړې وه چې پنټنګان له ط. البانو سره د خبرو لارښود اصول بلل. زما لپاره تر ټولو د حيرانتياوړ دا وه چې د بهرنيو چارو وزارت له لوري له ط. البانو سره د خبرو اترو اهداف له هغو سره توپير درلود چې ما ورته د امريکا د اصلي اهدافو په سترګه کتل. مثلا د اورپکۍ د بيا راپورته کېدو د ځپلو لپاره بشپړه وړتيا او د ايران او پاکستان د اټومي پروګرامونو د خطرونو په مقابل کې هوښيار اوسېدل او د هغوی څارل.
پمپيو له نورو چارواکو شکایت کاوه او ويل يې چې دوی باید خليلزاد له ط. البانو سره د مذاکراتو مسلې ته يوازې پرېږدي او مداخله و نه کړي.
زه په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د جرمونو په اړه د هاګ د نړيوالې محکمې له لوري له پلټنو سره مخالف وم او په دې باره کې مې څو ځله ويناوې هم کړې وې.
د جولای په لومړۍ ورځ نزدې وه چې خليلزاد له ط. البانو سره تړون اعلان کړي پرته له دې چې په واشينګټن کې دا خبره له چا سره شريکه کړي له همدې کبله دفاع وزیر اسپر له پمپيو څخه وغوښتل چې د تړون متن د کتنې لپاره واشينګټن ته راوړي.
پمپيو هڅه کوله چې له ط. البانو سره کېدونکی تړون دده، ټرمپ او خليلزاد په منځ کې پاتې وي او نور ورته لاسرسی و نه لري. د اګست پر پنځلسمه مې د خلیلزاد په غوښتنه له هغه سره ولیدل. په لومړيو کې هغه غوښتل چې زه له ط. البانو سره د تړون متن ولولم خو ویل يې نه شي کولای چې د متن کاپي راته پرېږدي. ما هم و نه لوست.
ټرمپ له ما وپوښتل چې له ط. البانو سره تړون لاسليک کوې؟ ما ورته خپل دلایل وويل او زياته مې کړه چې نه. بيا ټرمپ وپوښتل چې ايا دغه تړون به ثابت وي؟ ما ويل نه. ځکه چې زما په نظر ط. البان به دغه تړون ته پابند پاتې نه سي او پر دې هر څوک پوهېږي. وروسته ټرمپ ټوله غونډه په دې خبره راوپاروله چې ويل يې زه غواړم له ط. البانو سره خبرې وکړم، هغه واشینګټڼ ته راوغواړئ. وروسته ټرامپ وويل چې غني او ط. البان دواړه د تړون تر لاسليک مخکې دلته راوغواړئ. خلیلزاد وويل چې هغوی له دې سره لېواله دي چې دلته راشي.
د سپټمبر پر پنځمه ماته وويل شول چې ټرمپ ط. البان او غني کمپ ډيويډ ته راغواړي او زه هم بايد هلته واوسم. خو وايي ددې بحثونو په منځ کې خبر شوم چې په کابل کې ځانمرګي لس تنه وژلي يو تن امريکایی او يو رومانيايي هم پکې دی. دا له شکه پرته د ط. البانو برید و او ښايي له ايران سره يې په شريکه ترسره کړی وي. له همدې کبله د کمپ ډيويډ غونډه کنسل شوه. ددې ناستې يوه بدي دا هم وه چې د سپټمبر پر اتمه کېده، یعني د سپمټبر له ۱۱ یوازې درې ورځي مخکې هغه ورځ چې القاعده پر امريکا بريدونه وکړل او ط. البانو همدغې ډلې ته پناه ورکړې وه. ټرمپ وويل چې ناسته کنسل کړئ، موږ له دوی سره ګورو او دوی زموږ سرتېری مړ او څو نور ټپيان کړل.

نبیل؛د افغانستان اوسنی وضعیت له ایرو څخه د راوتلي تازه توکي په څېر دی

د جمهوري حکومت د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل ویلي، د افغانستان اوسنی وضعیت له ایرو څخه د راوتلي توکي په څېر دی، چې په ظاهر ارام؛ خو په اصل کې هره صحنه د لویو بدلونونو پېښدو ګواښ وي.

هغه په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت د نوي قانون په اړه توند غبرګونونه راپورته شول.