پنجشنبه, اپریل 9, 2026
Home Blog Page 83

د طالبانو حکومت:ننګرهار کې د پاکستان هوايي بریدونو د یوې کورنۍ ۱۷ ملکي وګړي وژلي

د طالبانو حکومت وايي، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د «ګردي کڅ» په سیمه کې د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ وباند سید طیب حماد ویلي، چې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي او په هغوی کې د ښځو په ګډون۱۲ ماشومان هم شامل دي.

ویل کېږي چې له یادې پېښې یوازې دوه کسان ژوندي پاتې شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې دغه کسان شامل دي: محمد (۱ کلن)، باسط (۵ کلن)، مروا (۶ کلنه)، میرعلم (۸ کلن)، نورعلم (۱۰ کلن)، افتاب (۱۰ کلن)، فخرعلم (۱۲ کلن)، شمس (۱۴ کلن)، شیر (۱۵ کلن)، خدیجه (۱۵ کلنه)، نازمه (۱۶ کلنه)، فریشه (۱۷ کلنه)، شراکت (۳۰ کلن)، بي‌بي روضه (۳۰ کلنه)، مهمنده د نزاکت مېرمن (۴۰ کلنه) او شهاب‌الدین (۸۰ کلن).

د معلوملتو له مخې، ۲۰ کلن ریاض الله په برید کې ټپي شوی او روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت:‏په مناسب وخت کې به مناسب او حساب شوی ځواب ورکړو

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت ویلي، د تېرو بریدونو په دوام یو ځل بیا پاکستاني پوځ د افغانستان د ختیځو ولایتونو ننګرهار او پکتیکا په څو ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد بریدونه پر ملکي هدفونو، د یوې دیني مدرسې او ګڼو کورونو ترسره شوي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بې‌ګناه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت دغه بریدونه د افغانستان د ملي حریم ښکاره نقض او «جنایت» بللی او ویلي یې دي چې دا عمل د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه ده.

وزارت ټینګار کړی چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ولس د امنیت ساتنه یې شرعي او ملي مسؤلیت دی او خبرداری یې ورکړی چې د دغو بریدونو پر وړاندې به په مناسب وخت کې مناسب او حساب شوی ځواب ورکړل شي.

د خبرپاڼې له مخې، پر ملکي هدفونو او دیني مراکزو بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ څرګند ثبوت دی او دا ډول تکراري بریدونه به د پاکستان کورنۍ ستونزې پټې نه کړي.

عبدالسلام ضعیف:د پاکستان لخوا افغانستان کې بریدونه پر حریم د تجاوز سربېره ناروا، کرغیړن او بزدلانه عمل دی

په پاکستان کې د طالبانو حکومت پخوانی سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف وایي، چې د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ او نورو سیمو کې پر ملکي خلکو د پاکستان بمبارۍ د افغانستان پر ملي حریم ښکاره تېری دی.

نوموړي ویلي چې په دغو بریدونو کې د ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو په ګډون ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

ضعیف دغه عمل ناروا، کرغېړن او بزدلانه بللی او ادعا یې کړې چې پاکستانی پوځ د خپلو داخلي امنیتي ستونزو د پټولو لپاره بېګناه خلک په نښه کوي.

هغه ټینګار کړی چې دا ډول بریدونه د اسلامي اصولو، ګاونډیتوب اړیکو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان ادعاوې بې‌اساسه دي ځکه چې په وینا یې تل ملکي وګړي هدف ګرځي.

ذبیح الله مجاهد:د پاکستان ځانګړې نظامي حلقې پر افغان خاوره تجاوز کړی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستاني ځانګړو نظامي حلقو یو ځل بیا پر افغان خاوره برید کړی او د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو ملکي وګړي یې په نښه کړي دي.

ښاغلي مجاهد ویلي چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستاني جنرالان په خپل هېواد کې امنیتي کمزوري په همداسې جنایاتو پټوي.

پاکستان:افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي او داعش پر پټنځایونو مو بریدونه کړي

پاکستاني پوځ منلې چې د افغانستان پر خاوره یې هوايي بریدونه کړي دي او ادعا یې کړې چې د ټي‌ټي‌پي او د داعش خراسان اړوند اووه پټنځایونه یې په نښه کړي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، دغه بریدونه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او هدف یې هغه ډلې وې چې په وینا یې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي.

دوی دغه عملیات «ټاکلي او دقیق» بللي دي.

د یادونې ده چې پاکستاني پوځ د پکتیکا برمل ولسوالۍ په یوه دیني مدرسه او د بهسود ولسوالۍ کې د یوه ملکي وګړي پر کور برید کړی دی.

بلخوا د طالبانو حکومت بیا بیا ټینګار کړی چې ټي‌ټي‌پي د افغانستان په خاوره کې شتون نه لري او داعش ډله هم په افغانستان کې ځپل شوې ده.

فضل محمود فضلي:پر افغان خاوره د پاکستان تازه بمبارۍ به دغه هېواد له زوال سره مخ او د ټوټې کېدو تر پولو ورسوي

د چارو ادارې پخوانی رییس فضل محمود فضلي وایي، د پاکستان پوځ د خپلو کورنیو سیاسي او امنیتي ستونزو د پټولو په موخه یو ځل بیا پر افغان خاوره بمبارۍ کړې دي.

فضلي ادعا کړې چې د «پنجاب پوځ» د اسراییل او امریکا سره د وروستیو پټو معاملو او همداراز په پاکستان کې د ژورو کړکېچونو د پټولو لپاره دغه ډول بریدونو ته مخه کړې ده.

د هغه په وینا، دغه پوځ افغان ولس که په کابل کې وي او که په پښتونخوا کې، په ښکاره ډول د دښمن په توګه یادوي.

نوموړي همداراز ویلي چې د پاکستان ملکي او پوځي مشرتابه له امریکایي چارواکو سره په عاجزانه ډول چلند کوي او آن د سولې د جایزې وړاندیزونه هم مطرح کوي؛ خو په عین وخت کې پر افغان خاوره پوځي اقدامات ترسره کوي.

فضلي خبرداری ورکړی چې پر افغانستان دا ډول بریدونه به په پایله کې خپله پاکستان له جدي بحرانونو سره مخ کړي او د ټوټې کېدو تر پولو یې ورسوي.

هغه دا هم ویلي چې پاکستان دا مهال د داسې زوال پر لور روان دی چې بېرته راګرځېدل به یې اسانه نه وي.

ننګرهار کې د پاکستاني پوځیانو برید؛بهسود ولسوالۍ کې پر ملکي کور برید کې ۲۳ تنه تر خاورو لاندې شوي

راپورونه وایي، چې پاکستاني پوځ د ننګرهار بهسود ولسوالۍ کې پر یوه ملکي کور برید کړی دی.

د راپورونو پر بنسټ، په دغه برید کې د یوې کورنۍ ۲۳ غړي تر خاورو لاندې شوي دي او تر اوسه یوازې څلور تنه ژغورل شوي دي.

د کور یو غړی وایي:«هر څه لاړل، بچي مې، ورور او ورېنداره مې تر خاورو لاندې شول، پیغلې لورګانې مې تر خاورو لاندې دي.»

د طالبانو حکومت ځایي چارواکي وايي چې د ژغورنې هڅې روانې دي او سیمې ته د مرستندویه ټیمونو رسېدنه دوام لري.

د یادونې ده چې تېره شپه ۱۲ بجې پاکستاني جیټ الوتکو د ننګرهار بهسود، خوږیاڼي، غني خیل او د پکتیکا برمل ولسوالۍ بمبار کړي دي.

بیړنی خبرپاکستاني الوتکو په پکتیکا او ننګرهار کې هوایي بریدونه کړي

تازه خبر
یوې امنیتي سرچینې حماسه میډیا ته ومنله چې پاکستاني ډرون الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالۍ اړوند مرغه بنډوري کلي کې د بنڅو په مدرسې د شپې په ۱۱:۲۰ دقیقو برید کړی.
تردې مهاله د پیښې په اړه د اوښتې زیان په اړه مالومات نشته

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج اوقافو وزارت:کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام دین قبول کړ

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» چې ۵۱ کاله عمر لري، په خپله خوښه د اسلام دین قبول کړی دی.

د وزارت په وینا، نوموړی چې له څه مودې راهیسې افغانستان کې اوسېده، د اسلام د حقانیت له درک او له مسلمانانو سره د تعامل وروسته د اسلام دین منلو پرېکړه وکړه او د همدې لپاره یې وزارت ته مراجعه وکړه.

د یاد وزارت په وینا، هغه وروسته د پل خشتي جامع جومات ته یوړل شو، د شهادت کلمه ورته تلقین شوه او د «محمد بلال» اسلامي نوم پرې کیښودل شو.

وزارت ویلي، نوموړي ته د اسلام بنسټیز اصول، عقیده او عبادات هم ور وښودل شول، څو خپل نوی اسلامي ژوند د سمو دیني لارښوونو پر بنسټ پیل کړي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:تورخم کې له پاکستان څخه افغانستان ته را لېږدول کېدونکې ۵۲۵ میله وسلې ونیول شوې

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي او کشفي ځواکونو یې د تورخم په دروازه کې له پاکستانه افغانستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو او مهماتو یوه ستره جوپه کشف او ضبط کړې ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وسلې او مهمات د افغان کډوالو په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو چې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ونیول شول.

چارواکي وايي، په نیول شویو توکو کې ۵۲۵ میله بېلابېل ډوله وسلې او مهمات شامل دي چې ۲۷ زره فایره مرمۍ، ۲۰۰ بنډله پرمیکاټ، لس میله ام‌فور ټوپکونه، لس لېزرونه، لس دوربینونه، ۱۷ میله ټي‌ټي‌کوف، یو میل کلاشینکوف او ۴۹۷ میله بېلابېل ډوله توفنګچې پکې شاملې دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، د دغو وسلو او مهماتو د لېږد په تړاو دوه تنه نیول شوي او دا مهال تر څېړنو لاندې دي.