شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 828

هاتف مختار:د اسلامي همکاریو سازمان ناستې لپاره د متقي سفر ناکام وو

د افغانستان د سټراټیژیکو څېړنو د نړیوال مرکز مشر ډاکتر هاتف مختار کامیرون ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي سفر ناکام بللی.

نوموړي ویلي، د یاد سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډ انځور کې امیرخان متقي ته اجازه ورنکړل شوه.

د مختار په خبره، امیرخان متقي غوښتل، افغانستان نړۍ ته ګل‌ګلذار معرفي کړي، خو دا هڅه یې ناکامه او تش لاس راستون شو.

نوموړي دغه راز ویلي، د اسلامي همکاریو سازمان غوښتنه د ټولو افغانانو غوښتنه ده او دغه سازمان د طالبانو حکومت ته وښوده چې چارې یې د اسلام سره په ټکر کې دي.

احمد مسعود:طالبانو ته د ماتې ورکولو هوډ مو پیاوړی دی

د مقاومت په نوم د جبهې مشر احمد مسعود وايي چې دمګړی یې پنځه زره جنګیالي تر قومندې لاندې دي.

احمد مسعود له سي‌ان‌ان سره په خبرو کې ټینګار کړی چې دوی د جګړې لار د ځان د بریا لار ګڼي.

مسعود ویلي، طالبان د جګړې له لارې بریالي نشول؛ بلکې د هغو خبرو له لارې راغلل چې ټرمپ پیل او بایډن عملي کړې.

دی زیاتوي، افغانستان اوس یوازینی هېواد دی چې په مکمل ډول د ترهګرو ډلو په واک کې دی.

مسعود زیاته کړې چې روان کال یې پر طالبانو ۲۰۷ بریدونه کړي.

د هغه په خبره، د طالبانو نوی قانون د جهل او تکبر ښکاره نښه ده او طالبان په دا ډول کړنو هیڅ رسمیت نه شي اخیستی.

نوموړی په داسې حال کې په جګړه ټینګار کوي چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په افغانستان کې د هیڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوي.

تېره اګست میاشت؛پاکستاني طالبانو ۴۴۷ پاکستاني پوځیانو او امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

0

ټي‌ټي‌پي ډلې په تېره اګست میاشت کې په بېلابېلو ځایونو کې پر پاکستاني پوځيانو، امنیتي کسانو او د پاکستان حکومت پورې تړلو کسانو باندې ۲۴۳ بریدونه کړي دي.

د دغو بریدونو له منځه ۷۴ په دېره اسماعیل خان، ۵۰ په جنوبي وزیرستان ، ۶۵ په بنو، ۵۵ په شمالي وزیرستان، ۵۴ پېښور ، ۴۳ په خیبر ایجنسي او یو شمېر نور بریدونه هم د یادې ډلې له لوري د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.

یادې ډلې ویلي چې په دې بریدونو کې ۴۴۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۲۰۲ یې وژل شوي او ۲۴۵ نور ټپیان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې یې له پاکستاني پوځيانو یو شمېر وسایط نیولي او ګڼ شمېر نور یې ویجاړ کړي دي.

د افغانستان ازادۍ ګوند:اړتیا ده چې دین او سیاست سره جلا شي

د افغانستان ازادۍ ګوند وايي، اوس مهال افغانستان په خورا تاریخي او حساس پړاو کې ځای لري.

یاد ګوند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اوسنی وضعیت کولای شي چې د افغانستان برخلیک په مکمل ډول بدل کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، دوی باور لري چې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره یو داسې نوي فصل ته اړتیا ده چې د ټولو لورویو حقونه په کې خوندي وي.

اعلامیه زیاتوي، د اسلام سپیڅلی دین په افغانانو کې لوړ ارزښت لري؛ خو تل د خپلو ګټو لپاره کارېدلی؛ نو اړتیا ده چې دین او سیاست سره جلا شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د یاد ګوند مشر رحمت الله نبیل له حماسه میډیا سره په خبرو کې د ټولو لورویو د حقونو په خوندي کیدو ټینګار کړی وو.

ارواپوهنه

0

لیکوال: طارق وزیر

ایا کله مو د یو نوي ځای د لیدو پر وخت داسې احساس کړی چې دې ځای ته مخکې هم راغلي وئ؟ یا یو نوی کس مو اشنا احساس کړی؟ په داسې حال کې چې باوري هم وئ چې دا تجربه نوي ده.
کله کله همداسې احساس انسان ته پیدا کیږي.
دا چې دا احساس څۀ دی؟ ولې پیدا کیږي؟ ګټه او زیان یې څۀ دي؟حللاره څۀ دی؟ د دې پوښتنو د ځواب سربېره یې درته په نورو اړخونو هم بحث لرو.
په دې اړه مې د هېواد وتلی ارواپوه استاد شرف الدین عظیمي پوښتلی.

طارق وزیر: دژاوو فرانسوي کلیمه ده چې په فارسي کې په (اشنا پنداری) ژباړل شوي، ستاسې په نظر پښتو کې یې بدیله کلیمه کومه ده؟
استاد عظیمي: دژاوو یوه فرانسوي کلیمه ده، دا به ډېره سخته وي چې زۀ په پښتو کې ورته یو ویی یا لغت وټاکم چې د دژاوو اصلي مانا وښیي. دژاوو اصلاً دا مانا ورکوي چې تاسو یو حالت داسې تصور کوئ چې له وړاندې مو لیدلی. خدای دې وکړي چې اشتباه نۀ وم، موږ یې په (اشنا ګومان، له مخکې لیدلی شوی حالت او اشنا انګېرنه) ژباړلی شو. دغه حالت چې موږ یې تشریح کوو، هیله ده ژبپوهان ورته یوه مناسبه کلیمه وټاکي یا که تیاره موجوده وي نو شریکه دې یې کړي. دا داسې یو حالت دی چې یو کس یو څۀ ویني او فکر کوي چې وړاندې یې هم دا حالت لیدلی.

طارق وزیر: چون یو انساني حس دی او ډېری انسانان یې لري،نو فکر کوم له لومړنیو تر ننه په ټولو انسانانو کې به موجود وي، خو لومړنی کس څوک ؤ چې په دژاوو یا اشناپنداری یې خبرې وکړې؟
استاد عظیمي: د ارواپوهنې،فلسفې او ادبیاتو تاریخ ته په کتو لومړنی شخص چې د دژاوو کلیمه یې وکاروله، هغه فرانسوي فیلسوف او ارواپوه( امېل بویراک) ؤ، چې په خپل کتاب کې یې راوړي ده. د نوولسمې پېړۍ په اواخرو کې دۀ د (رواني علومو اینده) کتاب کې استعمال او په علمي ډول مطرح کړه.

طارق وزیر: کوم حس ته دژاوو وایو یا څنګه یې پېژندلی شو؟
استاد عظیمي: دژاوو یو رواني حالت دی ،داسې حالت چې په دې کې فرد احساس کوي، چې د اوس یوه پېښه یا تجربه یې وړاندې هم لرلې ده،حتی که مطمین هم واوسي چې دغه تجربه نوې ده، خو په لنډ مهال کې یو عجیب او ګیچ کوونکی حس ورته پیدا کیږي.
ځینې نظریې دا وایي چې دا په مغز او حافظه کې له وړاندې نه یو ډول پوهه او اګاهي ده،مخکې له دې چې انسان یې تجربه او حس کړي.
نظریه دا مانا چې تر اوسه علم نۀ وي تایید کړي.

طارق وزیر: دژاوو څو ډولونه لري او کوم ډول یې خطرناک دی؟
استاد عظیمي: لکه ما چې یادونه وکړه چې د دژاوو په اړه مختلف نظریات موجود دي او بېلابېل ډولونه لري؛ خو مهم ډولونه یې چې ارواپوهان پرې سلا او هم نظره دي، ۲ دي.
یو بېګانه او بل حقیقي دژاوو دی.
په بېګانه دژاوو کې فرد داسې احساسوي، چې ددۀ ترسره کړې تجربه ماورایي ده، یعنې له ځمکې ورهاخوا ده او بل چېرته یې تجربه کړي ده، چې اوس یې دی دلته بیا تجربه کوي؛ مثلاً: هنداون باور لري چې موږ اول ځل دونیا ته راغلي وو او اوس یې بیا تکراوو. دغه دژاوو تر ډېره د فرهنګي اعتقاداتو او د رسنیو د تاثیر په وجه راپیدا کیږي، چې خطرناک نۀ دی.
دویم ډول حقیقي دژاوو دی چې فرد احساس کوي،پخوا یې یوه تجربه کړي ده او دغه تجربه اوس بیا تکراروي، چې دغه تجربه د حافظې او رواني ستونزو یو اړخ لري، چې خطرناکه دی.
حقیقي دژاوو د وسواس،د حافظې او رواني اختلالونو، اضطراب،ستړیا او ورته مسایلو په ترڅ کې رامنځته کیږي.
که په افراطي شکل وي نو باید له ارواپوه سره مشوره پرې وشي؛ خو که کله،کله پیدا کیږي نو دا حالت نورمال دی او د اندېښنې وړ نۀ دی.

طارق وزیر: په دې اړه د پخوانیو او اوسنیو پوهانو په نظریاتو کې څومره تغیر راغلی دی؟
استاد عظیمي: د علم په پرمختګ او د ارواپوهنیزو بحثونو په ډېرښت سره د دژاوو په اړه هم په نظریاتو کې تغیر راغلی دی او کلیدي مرحلې ته رسیدلي دي.
امېل بویراک د یوې اروایي پدیدې په حیث توصیف کړه او دۀ ضعیفه او هېرې شوي خاطرې ته ورته وبلله.
په شلمه پیړۍ کې زېګمونډ فرویډ د خاطرو او تجربو سرکوب وبالۀ،د هغو خاطرو او تجربو ډول یې یاد کړ، چې تپل شوي او ځپل شوي وي. فرویډ په دې عقیدې ؤ، چې کله بېرته د فرد هیلې او وېرې سر راپورته کړي، نو په دژاوو بدلیدلی شي.
یونګ هم متصل له فرویډ سره په دې باور ؤ چې دا یو لاشعوري او جمعي لاشعوري مفهوم دی، دۀ فکر کاوه چې ممکن دژاوو زموږ او زموږ د نیکونو مشترکه تجربه وي، چې دا تجربه له پخوانو موږ ته لېږدېدلي ده.
خو د فرویډ او یونګ له نظریو سره پیوست په شلمه پیړۍ کې چې کله د مغز اړوند عملي تجربې،نظریات او تحقیقات ترسره شول، نو اړونده نظریاتو کې هم نویوالی راغی او دژاوو یې د حافظې او مغز د جوړښت یوه برخه وبلله.
ځینو نورو ارواپوهانو دا د خاطرو او پخوانیو تجربو پردازش یا بیا پنځیدل یاد کړل.
د شلمې پیړۍ له اخرو نیولي تر اوسه پورې مدرنه علوم او frmi او aeg څیړنې چې په اعصابو ترسره شوي، وایي چې دژاوو ممکن د حافظې یو سیستم وي یا په مغز کې اشتباه پنځونې او سپړنې وي.
ځینې نوي تحقیقات یې حتی میرګیو (ایپلېپسي) ته ورته یو شی ګڼي.
خو که د دژاوو پسمنظر یا شالید وڅیړل شي نو په کلي ډول ویلی شم، چې دژاوو له ذهني تفسیرونو څخه ورو، ورو اعصابو او د حافظې علم ته ورننوتی بحث دی.
که څۀ هم یو پټه پدیده ده او په اړه یې پوښتنې هم ډېرې دي، خو زۀ په دې باور یم چې نوي تحقیقات به بلاخره وکولی شي، چې دقیق ووایي چې دژاوو څۀ دی.

طارق وزیر: پر الزایمر اخته کسانو ته هغه پېښې هم یاد ته نۀ ورځي، چې نږدې وخت کې رامنځته شوي، نو ایا دژاوو خو به د الزایمر نښه نۀ وي؟
استاد عظیمي: دژاوو او الزایمر نږدې اړیکه لري، چې دواړه د حافظې او مغز د کړنو څخه رامنځته شوي موارد دي؛ خو ترمنځ یې اړیکه پیچلي ده چې څو موارد یادوم:
لومړۍ د دوی شباهت او ورته والی دی، دواړه په حافظې پورې اړه لري. دژاوو یو احساس دی چې فرد یو شی اشنا احساسوي، خو الزایمر یو ناروغي ده چې په جدي ډول د ذهن او حافظې پروسې ګډوډوي، خو دژاوو داسې نۀ ده.
بل د علت مسئله ده، دژاوو معمولاً د ناهماهنګیو موقتي او په مغز کې د درک او حافظې مسئله ده،
لنډ مهاله دی او مغز ته یې هېڅ زیان نۀ رسیږي؛ خو الزایمر د تغیراتو یو فزیکي او د اعصابو نیورولیکي مسئله ده او داسې ناروغي ده چې د اعصابو سلولونه تخریبوي، د عصبي سېګنالونو په انتقال کې ګډوډي پیدا کوي.
دژاوو په الزایمر کې هم یوه مسئله ده او ځینې څیړنې ښیي چې هغه خلک چې په الزایمر اخته دي، رقم،رقم دژاوو تجربه کوي، یعنې په حافظه کې لنډ مهاله ګډوډي منځته راوړي. مثلاً کېدای شي پر الزیمر اخته کس پخوانۍ او نوي خاطرې سره ګډوډې کړي او ممکن د دژاوو حس رامنځته کړي.
ځینې نورې څیړنې دا وایي، چې دژاوو ممکن د عقل د زوال لومړنۍ تجربې وي، کله چې ډېرې زیاتې شي نو پر الزایمر بدلیدلی شي.
خو نور تحقیقات بیا وایي چې دژاوو پر الزایمر پورې هېڅ اړه نۀ لري، ځکه عادي او نورمال خلک هم ممکن دژاوو تجربه کړي.
نو ویلی شو چې دژاوو او الزیمر دواړه د حافظې مربوط مسایل دي، علتونه او شدت یې فرق لري او له یو فرد بل ته توپیر کوي.

طارق وزیر: الزایمر عموماً په لوی عمر کې پېښیږي؛ د څیړنو له مخې د دژاوو لپاره هم کوم عمر ذکر شوی چې په هغه کې یې د راپیدا کیدو امکان ډېر وي؟
استاد عظیمي: ډېره ښه او مهمه پوښتنه ده، دژاوو معمولاً په خاصو سنونو کې رامنځته کیږي؛ زۀ له تاسې سره موافق یم چې الزایمر په لوی عمر له ۶۰ کلنۍ وروسته پېښیږي، خو برعکس د څیړنو له مخې دژاوو په ځوانۍ کې پیدا کیږي، چې معمولاً ۷۰ سلنه خلک یې په نورمال او عادي شکل تجربه کوي. له ۱۵ کلنۍ تر ۲۵ کلنۍ پورې عمر کې دا حس ډېر وي،ځکه دا د تغیراتو دوره ده او د افرادو د سټرېس کچه زیاته وي چې دژاوو سره کومک کوي.
د سن له زیاتیدو سره دژاوو کمیږي نو ځکه یې عمر خوړلي کسان کم تجربه کوي، خو کاملاً له منځه نۀ ځي.

طارق وزیر: د دژاوو یا اشنا پنداری احساس د حافظې اختلال بللی شو؟
استاد عظیمي: نه دا سمه نۀ ده، د داژوو احساس په خپلواک ډول یوه ناروغي نۀ شو بللی؛ دا پدیده یوه معمول او لنډمهالي تجربه او احساس دی، یوه ناسمه اشنایي ده،د یوې پېښې اړوند موقتي توصیف دی، چې ډېر خلک یې تجربه کوي.
دژاوو خپله خطر نۀ لري او غیر طبیعي هم نۀ دی، ممکن چې له ځینو ناروغیو سره ارتباط ولري،مثلاً: له میرګي سره،د حافظې له اختلال سره،له سټرېس او ستړیا سره، له ورځنیو تجربو سره.
نو دژاوو بې ضرره تجربه ده خو که مکرر ډول دوام وکړي، د تشنج او حافظې ستونزه ورسره مل وي، یا بله ضمیمه یي ناروغي هم وي، نو بیا ممکن دژاوو یوه ناروغي وي، چې اخته کس باید د اعصابو ډاکټر ته مراجعه وکړي.

طارق وزیر: که دا حس ولرو نو ویلی شو چې ستونزه د انسان په مغز کې ده او بل له مغز سره څۀ اړیکه لري؟
استاد عظیمي: دژاوو یوه عصبي یا مغزي ستونزه هم نۀ ده، یوه ادراکي او ذهني تجربه او احساس یې بللی شو، چې د مغز او حافظې ځینې چارې پکې داخلې دي، خو ناروغي نۀ ده.
اخته کس ته ضرر نۀ لري لنډمهالی حس دی چې ژر ختمیږي، نو د مغز له اختلال سره اړیکه نۀ لري.

طارق وزیر: دژاوو میتافزیکي منشاء لري؟
استاد عظیمي: تر اوسه پورې خو د دژاوو د ماورایي او میتافزیکي منشاء په اړه کوم خاص علمي او قطعي مورد نۀ شته.
په علم کې د ماورا او د ماورا د جرړو په اړه څۀ نۀ دي راغلي او خاصتاً د دژاوو د ماروایي منشاء اړوند څۀ نۀ دي ویل شوي، خو که اړه ولري نو حد اقل په علم کې څۀ نۀ شته.
ځینې نظریات او فرضیې وجود لري چې وایي، دژاوو ماورایي منشاء لري.
خو له علمي اړخه دا یوه مغزي پروسه ده، په تجربو پورې تړلي، رواني عوامل لري، په فرهنګ او کلتور کې ریښه لري؛ په ټوله کې یوه پیچلي پدیده ده چې علم یې د ماورایي اړخ په اړه بحث نۀ دی کړی.

طارق وزیر: کوم مهم علتونه دي چې د دغه حس د راپیدا کیدو امکان ډېروي؟
استاد عظیمي: مشخص عامل یې نۀ دی موندل شوی، خو ویلی شو چې د واقعي حافظې یعنې څۀ چې مو ذهن کې له وړاندې شته، د داژوو لامل ګرځي.
مجازي واقعیتونه لکه:فلمونه، کتابونه،خواله رسنۍ، په غیر مستقیم ډول معلومات پیدا کول( حافظه کې یو څۀ ذخېره کوو او بیا یې بل چېرته تجربه کوو) ، فرهنګي پوهه او سواد هم د دژاوو سبب کیدلی شي.
بل یې رواني اړخ دی چې ستړیا، سټرېس، اضطراب او نورې اروایي ګډوډۍ هم ممکن د دژاوو احساس راپیدا کړي.
هغه خلک چې ډېر سفرونه کوي، له ستړیا ډک ژوند لري، په ژوند کې یې اساسي او لوی بدلونونه راځي، ممکن ډېر ځله دژاوو تجربه کړي.
څیړنې ښیي چې د مغز ناتواني یې بل لامل دی، چې کله حافظه ونۀ کړای شي، چې خاطرې په سم ډول رابرسېره کړي، نو دژاوو پېښیږي.

طارق وزیر: که په مسلسل او مکرر ډول یو فرد دژاوو ولري، نو کوم زیانونه ورته رسولی شي؟
استاد عظیمي: هغه افراد چې په متواتر ډول د دژاوو له احساس سره مخ کیږي، ممکن ځینې ستونزې پیدا کړي. لکه: د اضطراب ډېریدل،د انزایټي زیاتوالی،د سټرېس شدت، په ورځینو چارو کې تمرکز بایلل،د ذهني ستونزو پیدا کیدل،د ارادې کمزوري، د بېګانګۍ حس لرل.
طارق وزیر: یو اخته کس څنګه له دژاوو یا اشنا انګېرنې ځان خلاصولی شي یا حل لاره څۀ ده؟
استاد عظیمي: ډېره ښه پوښتنه مو مطرح کړه او فکر کوم دا به د ډېرو دوستانو پوښتنه وي، چې که په متواتر او مکرر ډول یو څوک دژاوو احساسوي، څۀ وکړي.
غواړم څو موارد پېشنهاد کړم:
اول: که احیاناً دغه احساس ډېر شو،نو بیا باید اخته کس له ارواپوه سره ستونزه شریکه او حل کړي، ځکه په شدید حالت کې مسلکي مدیریت ته اړتیا لري.
دوهم: باید ځینې تمرینونه ترسره کړي، چې دا کولی شي دژاوو کم کړي لکه: د تمرکز تمرین،د سټرېس او اضطراب د کمښت تمرین.
دریم: د سټرېس مدیریت دی، لکه ژوره ساه ویستل، میډېټیشن،یوګا،ورزش هم دژاوو کمولی شي.
څلورم: د ژوند د سټایل او موقعیت بدلون هم کولی شي، دژاوو لږ کړي.
پنځم: باید کوشش وکړي چې د دژاوو علت او لامل پیدا کړي او له منځه یې یوسي. مثلاً: د نشه توکو او الکولو پرېښودل، کافي خوب کول، ښۀ خواړۀ خوړل.
شپږم:موږ باید په واقعیتونو تمرکز وکړو، هغه تجربې چې نۀ شته باید جدي یې ونۀ ګڼو.
اووم: ورځنیو خوندورو پروګرامونه لکه: تفریح،بنډارونه، میلې هم مهمې دي.
اتم: د اروایي روغتیا اهمیت د یادولو دی، باید خپله مطالعه وکړو او د ارواپوهنې لارښوونې زده کړو، چې له ځان سره خپله کومک وکړو؛ نو منفي افکار ختمول، خپل اعتقادات باید علمي او جدي ونۀ ګڼو بلکې دا خپلې شخصي تجربې دي.
خو دا ستونزه بیا هم له یو فرد بل ته فرق کوي، نو ممکن ځینو ته نتیجه ورنۀ کړي، نو بیا باید ارواپوه ته مراجعه وکړي.

ایا د بنګالي محمد یونس غوندې سړی موږ لرو، اخیر دا ډاکټر یونس څوک دی؟

0

لیکوال: شفیع الله تاند

بنګالي ځوانانو چې د عبوري حکومت لپاره د کوم شخص غوښتنې شرط ایښی، له همدې نه یې له خپل وطن سره د مینې،راتلونکې جوړونې او هوښیارۍ هوډ او اهلیت انتخاب لیدل کېږي.
ډاکتر محمد یونس په بنګله دېش کې د اوسني ګرامین بانک بنیادګر دی چې په ۲۰۰۶ کې د مایکروفنانس بانک له لارې خلک له غربته په اېستو ورته نوبل جایزه ورکړ شوې وه..
اصل خبره د ۱۹۷۲ ـ ۷۳ ده چې د چټاګانګ پوهنتون د فنانس دیپارتمنت پروفیسور محمدیونس د غریب ولس په ځانګړې توګه ښځې د غربت له کرښې راپورته کولو لپاره د وړو پورونو (مایکرو فنانسنګ) یوه پاکه پروژه وړاندې کړه، نوم یې ګرامین بانک(کلیوال بانک) وه.
محمدیونس د خپلې پروژې بریالۍ کولو لپاره هر حکومتي ور وټکاوه،له هر بانک او بانک مشر یې مرسته وغوښته؛خو هیچا زړه ښه نه کړ.
اړ شو پرېکړه وکړي چې خپله له یوه کلي نه د دې پروژې پیل وکړي ـ
له خپل جیبه یې اتیا انې (ټکې)او د دوستانو په مرسته یې درې زره ټکې راټولې کړې، په ۱۹۷۴ کې یې د ګرامین بانک بنیاد کېښود چې نه یې کومه وداني درلوده،نه کارمندان بس یو قلم او راجستر او درې زره ټکې ـ
یونس د چټاګانګ له یوه نږدې کلي نه پیل وکړ ـ پنځه ښځو ته یې د داسې واړه کاروبار لپاره پور ورکړ چې په اړه یې ښځو پرېکړه وکړه چې ښه کولی یې شي مثلاً له بنګ بوټو نه رخت جوړونه ـ د ډوډۍ ایښودو ښایسته ټوکرۍ جوړول، د چرګانو او هګیو کاروبار ـ جامو ګنډنه او پرې د خامک غاړو جوړول …
په پور باندې سود هم وه چا چې به سل ټکې واخیستې هغه به لس د پاسه سل ټکې ورکوي؛ خو د کار په شرو کېدو او هغه هم هره ورځ لږ تر لږه یوه ټکه د ورځې یا چې څنګه یې په آسانۍ ورکوی شول ورکړي..
په سایکل به یو بانکي افسر هره ورځ د دې ښځو کور ته ورته او نه یوازې یوه ټکه یې ترې راوړله بلکې د مال په پلور کې به یې د هغو مرسته هم کوله ـ
په پور سود په اصل کې د همدې سایکل والا بانک افسر تنخوا وه ـ
چې دومره پیسې به بیرته راغلې چې بل کور ته پور ورکړی شي؛ نو شپږم کور به یې هم پکې راوست.
په دې توګه د پور په تمه کور به هم پام ساته چې د مخکینیو کاروبار بریالی شي، پخپل وخت پور بېرته ترلاسه شي چې هغه هم پکې راشي.
د پور شرایط هم ډېر ځانګړي او په زړه پورې وو.
ـ پور اخیستونکی به بچي په تېره بیا لوڼې خامخا ښوونځي ته لېږي.
ـ د کم عمر نجونو ودونه به نه کوي.
ـ په واده ولور اخیستونکیو یا ورکوونکیو پورونه به منسوخېږي.
ـ پور اخیستونکی به لس ونې کېنوي چې مېوه لرونکې به هم پکې وي.
ـ کور، خوراک، تشناب، او … به پاک ساتي، بې لاس مینځلو به ډوډۍ نه خوري، ښځې به د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال پاکوالي ته ځانګړی پام کوي.
ـ هغه سړي ته چې ښځه او بچي وهي پور نه ورکول کېږي …

یوازې له دوه کلونو وروسته په دې کلي کې د راغلې اقتصادي خوشحالۍ شهرت خور شو په راتلونکیو څو کلونو کې ګرامین بانک لسګونه کلیو ته رسېدلی و.

په رسنیو کې یو شور ګډ شو د حکومت پام هم وروګرځېد ـ
په ۱۹۸۴ کې حکومت ګرامین بانک ته رسمي حیثیت ورکړ چې نړیوال شهرت یې وموند؛ نو سترو ادارو یې لیدو ته ځان ورساوه ـ نړیوال بانک دا موډل په غېږ کې واخیست ویې پاله او په څلورشپېته هېوادونو کې یې د دې موډل د نافذولو په پلان عمل پیل کړ ـ
له دې ګرامین بانکه ګټه اخیستونکیو ښځو د بنګله دېش په صنعتي پرمختګ کې د اهم ځواک کردار تر سره کړ.
نن د نړۍ په نږدې هر پوهنتون کې ګرامین بانک د مضمون په توګه تدرسېږي.
په ۲۰۰۶ کې پروفیسور ډاکتر محمد یونس ته د مایکرو فنانسنګ په داسې شاندار موډل نوبل جایزه ورکړ شوه ـ
ډاکتر یونس یوازې تر ګرامین بانک ونه درېد، خواوشا پنځوس نورې صنعتي ادارې یې د بنګله دېش اقتصادي ستنې ودرولې ،ځکه چې ډاکتر محمد یونس د شیخ حسینه له پالیسیو سره اختلاف لاره؛ نو شیخ حسینې هم ډاکتر یونس ونه باښه، په خلاف یې دوسیه جوړه کړه، وګواښل شو او ډاکتر یونس د هېواد پرېښودو ته اړ شو او پس له کلونو جلا وطنۍ اوس بېرته راستون شوـ
نن په بنګله دېش کې د ګرامین بانک ۲۶۵۶ څانګې دي او همدا ډاکتر محمد یونس نننیو بنګالیو ځوانانو ته لومړیتوب دی.

د جماعت اسلامي ګوند سناتور؛مشتاق احمد له بند ازاد شو

0

د پاکستان حکومت د جماعت اسلامي سناتور مشتاق احمد بېرته خوشې کړ.

هغه اسلام اباد کې له خپلې مېرمنې سره یو ځای نیول شوی وو.

نوموړي اسلام اباد کې د غزې د ژغورلو غورځنګ ډله کې وو چې د پاکستان حکومت د یو شمېر سرغړونو په تور نیولی وو.

د یادونې ده چې مشتاق احمد له سقوط وروسته افغانستان ته هم راغلی و، چې دلته یې په اردو ژبه افغانستان او پاکستان یو هېواد بلل.

کیومرث:له افغانستان سره پر پوله دېوال جوړولو کې باید له پرمختللې ټکنالوجۍ کار واخیستل شي

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان امیر کیومرث وایي، له افغانستان سره پر پوله یوازې دېوال جوړول بسنه نه کوي.

کیومرث ویلي، پر دغه دېوال باید له پرمختللې ټکنالوجۍ کار واخیستل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې پر دغه دېوال باید له مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه اخیستنه هم په پام کې ونیول شي.

د یادونې ده چې ایران څه موده وړاندې ویلي و چې د امنیتي ګواښونو، نشه‌یي توکو او انساني قاچاق د مخنیوي لپاره له افغانستان سره پر پوله دېوال جوړوي.

د حماس زندان کې؛شپږ اسرائیلي بندیان وژل شوي

0

اسرائیل ادعا کړې چې له حماس سره یې شپږ زنداني سرتېري وژل شوي.

اسرائیلو ویلي چې په وژل شویو کسانو کې دوه یې ښځې دي.

د مالوماتو له مخې دغه بندیان په غزه کې وژل شوي او اسرائیلي پوځیانو پرون د دوی جسدونه اسرائیل ته انتقال کړي دي.

شریف جاسوس، که شریف شریک؟

لیکوال: محمد حلیم فدایي افغان سیاستوال او پخوانی والي.
د افغانستان د بې ثباتي علتونه ډېر دي. هم داخلي او هم بېروني. زه څو مشخصو علتونو ته اشاره کوم:

جغرافیه مهمه ده، نه انسانان:
نړۍ ته د افغانستان جغرافیه په کار ده، نه خلک. نن د بشري حقونو او له یوې داسې ډلې سره مشارکت او تعامل کول چې افغانستان یې په زندان او قبرستان بدل کړی دی، همدا مانا لري. په شل کلنه جګړه کې له کراچي تر تورخمه او بیا له بحر هند تر بولدکه هر ډول بهرنیو اکمالاتي قطارونو محفوظ رسېدل او د تروریزم د روزنې، تمویل او رهبریت مراکز ازاد پرېښودل د همدې په خاطر وو. دا چې د پرون قهرمان د نن تروریست او د نن تروریسټ د سبا قهرمان کونه لوبه روانه ده، کېسه ټوله جغرافیې ته جوړه ده.

غرب سره مشارکت او دوښمني:
افغانان ونتوانېدل له غرب سره خپلې مشترکې ګټې تعریف کړي. افغانستان ته که دجیوسټراتیژیک، جیو پولیټیک او جیو اکنامک له نظره وکتل شي، نو د افغانستان ښه شریک کېدلای شي. افغانستان داسې سټراتیژیک شرېک شي چې د ګډو ګټو پر بنسټ وي. ګډې ګټې د ملت ګټې دي. دما او ستا ګټې دي.

له نړۍ خصوصا امرېکا سره اړېکو ته دې دودیز مذهبي، دودیز کلتوري، دودیز تاریخي لینزونو پرځای د معاصرو واقعي فاکټونو، تحولاتو، نړېوالتوب او په هر ډګر کې د معاصرو پرمختګونو له عینکو څخه وکتل شي. دلته فاکټ دادی چې که که مجاهد دی، که ملا دی که طالب دی، که چپ دی او که راست، په جنګ کې د امرېکا ګډ شریک وو، نو په سیاست کې ولي ګډ سټراټیژیک شریک نشي کېدای؟ عجیبه ده چې د افغانستان په ورانولو کې ورسره ګډ کار کوي، اما په جوړولو کې ورسره دوښمني کوي. دا به ښه وي چې د یوه ګاونډي په درېیم او څلورم لاس قراردادي یې او که دا به د ملي ګټو غوښتنه وي چې د نړېوال ابرقدرت سره مستقیم او برابر شریک؟

شریف جاسوس:
استثناءات به وي اما اکثریت سیاسیون که په هره دوره کې ول هغوی شریف جاسوسان ول او دي. شریف جاسوسان په دې مانا چې هغوی ظاهرا د اسلامپال، ملتپال، دینپال، ملي ګرا، جمهوریتپال، متمدن شریفانه لباس اغوستی وي، اما په پټه د نېږدې او لیرې ګاونډیو جاسوس وي. په ښکاره له ایراني شعار څخه په تقلید د لاشرقیه او لاغربیه شعار ورکوي، او یا دایمان، تقوا او جهاد فی سبیل الله پاکستانی شعار ورکوي، بل. د کور، کالي او ډوډي تر شعار لاندې د اتحاد جماهیر جاسوسان ول. بل به د ولسواکۍ او جمهوریت تر شریفانه شعار لاندې خپله د جاسوسي دنده پرمخ بیایي. دا ډول شریف جاسوسان د ملک، خان، ملا، معلم، ژورنالیسټ، مدنې فعال او مرستندویه کارمند په عبا او قبا کې پټ وي.

د شریفانه سیاسي جاسوس ستونزه داده چې هغوی د ملت ګټې او ارزښتونه نه؛ د پردیو د ګټو لپاره کار کوي.

ګاونډیان هیڅکله دا نه غواړې او تل د شرېفو سیاسي جاسوسانو له لارې دا ډول اړېکو ته د اشغال نوم ورکوي او افغان ملت د یوه بې طرفه، ناپیلې او خپلواک شریفانه شعارونو لاندې، له نړۍ منزوي کوي. همدا تګلاره ګاونډیو ته فرصت ورکوي چې تل د لویو قدرتونو سره په تعامل د افغانستان په اړه دوی پرېکړې وکړي. همدې تګلارې دمذهبي افراطي نیابتې ډلو روزنې او پالنې ته زمینه برابرې کړې ده. همدا تګلار د انحصاري، استبدادي او جنګي ډلو د مطلق العنان قدرت سبب کېږې

نن بیا د اګسټ د۳۱مې په اړه به ډېری شریف جاسوسان له افغانستان څخه د امرېکایانو د وتلو شریفانه چیغې وکړي، د اخریني عسکر د وتلو عکسونه به نشروي او د ازادۍ ډول به یې غاړې ته اچولی وي، اما په پټه به یې معامله ډالري او جاسوسي وي. دوی په داسې حال کې د بهرنیانو د ماتې خبرې کوي چې هغوی ته یې د ګدایي لاس نېولی دی! دا څنګه د الله تعالی مرسته ده چې د افغانستان په جوړولو کې ورسره نه وي او په ورانولو کې ورسره وي!.

حل لارې:
د امرېکا او غرب سره د اړېکو په اړه ملي بحث پیلول: یوه لار یې داده چې افغانستان کې د یوې قانون مندې ټولمنلې پروسې له لارې قانونمند او مشروع نظام رامنځته شي او په افغانستان کې د امرېکا د قانونمند حضور لکه په نوره نړۍ کې چې ده، ملي بحث پیل شي چې دا د افغانستان د اوږدمهال په ګټه ده او که په تاوان؟

دداسې لوړ او سټراتیژیک بصیرت لپاره په کور د ننه د شریفانه سیاسي جاسوسانو پرځای د ملي سیاستوالو پېژندل او د یوې ولسي شفافې پروسې له لارې د واک شراکت او وېش ولس ته محول کول دي. د هر ډول تکفیري او ظاهرا شریفانه او مقدس اما غولوونکو شعارونو پرځای باید داسې نظام رامنځته کړو چې هر افغان خپل ځان، خپله ګټه او راتلونکې په خپل نظام کې وویني.

موږ نړۍ ته ضرورت لرو او نړۍ افغانستان ته. مشروع نظام دې دا معامله مستقیما د نړېوال کلي له خان/خانانو سره حل کړي. پټې معاملې، پټ قرلردادونه او پټې کڅوړې د افغانستان ثبات او پرمختګ د تل لپاره ناممکنه کوي.

شریف شریک رول لوبول نه د ذلیل شریک: د غرب او نړۍ سره د تصادم او ټکر پر ځای داسې شراکت رامنځته کړو ترڅو زموږ ملي ګټې تضمین کړي. د افغانستان ستونزه هغه وخت حلېږې چې د اسلامي امت پر ځای د افغان ملت د ستونزو پر حل خبرې وشي. د مسلمانانو د ستونزو پرځای د افغانانو ستونزو ته حل ولټوو.

د کنټرول او مسوولیت ساحه متمدنه، تعلیم یافته، نظام محوره، قانون محوره، سیاست محوره، ولس محوره او اقتصاد محوره کړو.
د تشویش ساحه زموږ د مسوولیت ساحه نه ده. افغانان د کنټرول او مسوولیت د ساحې نه زیات د تشوېش د ساحې په اړه پالیسي او سیاستونه نیسي، نه د مسوولیت د ساحې په اړه.

نه دوښمني، نه شریف جاسوس او نه ذلیل شریک نتیجه ورکوي، بلکې شریف شراکت چې د ګډ ګټو پر محور وي، افغانستان ثبات ته رسولای شي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.