جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 827

ایا د بنګالي محمد یونس غوندې سړی موږ لرو، اخیر دا ډاکټر یونس څوک دی؟

0

لیکوال: شفیع الله تاند

بنګالي ځوانانو چې د عبوري حکومت لپاره د کوم شخص غوښتنې شرط ایښی، له همدې نه یې له خپل وطن سره د مینې،راتلونکې جوړونې او هوښیارۍ هوډ او اهلیت انتخاب لیدل کېږي.
ډاکتر محمد یونس په بنګله دېش کې د اوسني ګرامین بانک بنیادګر دی چې په ۲۰۰۶ کې د مایکروفنانس بانک له لارې خلک له غربته په اېستو ورته نوبل جایزه ورکړ شوې وه..
اصل خبره د ۱۹۷۲ ـ ۷۳ ده چې د چټاګانګ پوهنتون د فنانس دیپارتمنت پروفیسور محمدیونس د غریب ولس په ځانګړې توګه ښځې د غربت له کرښې راپورته کولو لپاره د وړو پورونو (مایکرو فنانسنګ) یوه پاکه پروژه وړاندې کړه، نوم یې ګرامین بانک(کلیوال بانک) وه.
محمدیونس د خپلې پروژې بریالۍ کولو لپاره هر حکومتي ور وټکاوه،له هر بانک او بانک مشر یې مرسته وغوښته؛خو هیچا زړه ښه نه کړ.
اړ شو پرېکړه وکړي چې خپله له یوه کلي نه د دې پروژې پیل وکړي ـ
له خپل جیبه یې اتیا انې (ټکې)او د دوستانو په مرسته یې درې زره ټکې راټولې کړې، په ۱۹۷۴ کې یې د ګرامین بانک بنیاد کېښود چې نه یې کومه وداني درلوده،نه کارمندان بس یو قلم او راجستر او درې زره ټکې ـ
یونس د چټاګانګ له یوه نږدې کلي نه پیل وکړ ـ پنځه ښځو ته یې د داسې واړه کاروبار لپاره پور ورکړ چې په اړه یې ښځو پرېکړه وکړه چې ښه کولی یې شي مثلاً له بنګ بوټو نه رخت جوړونه ـ د ډوډۍ ایښودو ښایسته ټوکرۍ جوړول، د چرګانو او هګیو کاروبار ـ جامو ګنډنه او پرې د خامک غاړو جوړول …
په پور باندې سود هم وه چا چې به سل ټکې واخیستې هغه به لس د پاسه سل ټکې ورکوي؛ خو د کار په شرو کېدو او هغه هم هره ورځ لږ تر لږه یوه ټکه د ورځې یا چې څنګه یې په آسانۍ ورکوی شول ورکړي..
په سایکل به یو بانکي افسر هره ورځ د دې ښځو کور ته ورته او نه یوازې یوه ټکه یې ترې راوړله بلکې د مال په پلور کې به یې د هغو مرسته هم کوله ـ
په پور سود په اصل کې د همدې سایکل والا بانک افسر تنخوا وه ـ
چې دومره پیسې به بیرته راغلې چې بل کور ته پور ورکړی شي؛ نو شپږم کور به یې هم پکې راوست.
په دې توګه د پور په تمه کور به هم پام ساته چې د مخکینیو کاروبار بریالی شي، پخپل وخت پور بېرته ترلاسه شي چې هغه هم پکې راشي.
د پور شرایط هم ډېر ځانګړي او په زړه پورې وو.
ـ پور اخیستونکی به بچي په تېره بیا لوڼې خامخا ښوونځي ته لېږي.
ـ د کم عمر نجونو ودونه به نه کوي.
ـ په واده ولور اخیستونکیو یا ورکوونکیو پورونه به منسوخېږي.
ـ پور اخیستونکی به لس ونې کېنوي چې مېوه لرونکې به هم پکې وي.
ـ کور، خوراک، تشناب، او … به پاک ساتي، بې لاس مینځلو به ډوډۍ نه خوري، ښځې به د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال پاکوالي ته ځانګړی پام کوي.
ـ هغه سړي ته چې ښځه او بچي وهي پور نه ورکول کېږي …

یوازې له دوه کلونو وروسته په دې کلي کې د راغلې اقتصادي خوشحالۍ شهرت خور شو په راتلونکیو څو کلونو کې ګرامین بانک لسګونه کلیو ته رسېدلی و.

په رسنیو کې یو شور ګډ شو د حکومت پام هم وروګرځېد ـ
په ۱۹۸۴ کې حکومت ګرامین بانک ته رسمي حیثیت ورکړ چې نړیوال شهرت یې وموند؛ نو سترو ادارو یې لیدو ته ځان ورساوه ـ نړیوال بانک دا موډل په غېږ کې واخیست ویې پاله او په څلورشپېته هېوادونو کې یې د دې موډل د نافذولو په پلان عمل پیل کړ ـ
له دې ګرامین بانکه ګټه اخیستونکیو ښځو د بنګله دېش په صنعتي پرمختګ کې د اهم ځواک کردار تر سره کړ.
نن د نړۍ په نږدې هر پوهنتون کې ګرامین بانک د مضمون په توګه تدرسېږي.
په ۲۰۰۶ کې پروفیسور ډاکتر محمد یونس ته د مایکرو فنانسنګ په داسې شاندار موډل نوبل جایزه ورکړ شوه ـ
ډاکتر یونس یوازې تر ګرامین بانک ونه درېد، خواوشا پنځوس نورې صنعتي ادارې یې د بنګله دېش اقتصادي ستنې ودرولې ،ځکه چې ډاکتر محمد یونس د شیخ حسینه له پالیسیو سره اختلاف لاره؛ نو شیخ حسینې هم ډاکتر یونس ونه باښه، په خلاف یې دوسیه جوړه کړه، وګواښل شو او ډاکتر یونس د هېواد پرېښودو ته اړ شو او پس له کلونو جلا وطنۍ اوس بېرته راستون شوـ
نن په بنګله دېش کې د ګرامین بانک ۲۶۵۶ څانګې دي او همدا ډاکتر محمد یونس نننیو بنګالیو ځوانانو ته لومړیتوب دی.

د جماعت اسلامي ګوند سناتور؛مشتاق احمد له بند ازاد شو

0

د پاکستان حکومت د جماعت اسلامي سناتور مشتاق احمد بېرته خوشې کړ.

هغه اسلام اباد کې له خپلې مېرمنې سره یو ځای نیول شوی وو.

نوموړي اسلام اباد کې د غزې د ژغورلو غورځنګ ډله کې وو چې د پاکستان حکومت د یو شمېر سرغړونو په تور نیولی وو.

د یادونې ده چې مشتاق احمد له سقوط وروسته افغانستان ته هم راغلی و، چې دلته یې په اردو ژبه افغانستان او پاکستان یو هېواد بلل.

کیومرث:له افغانستان سره پر پوله دېوال جوړولو کې باید له پرمختللې ټکنالوجۍ کار واخیستل شي

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان امیر کیومرث وایي، له افغانستان سره پر پوله یوازې دېوال جوړول بسنه نه کوي.

کیومرث ویلي، پر دغه دېوال باید له پرمختللې ټکنالوجۍ کار واخیستل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې پر دغه دېوال باید له مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه اخیستنه هم په پام کې ونیول شي.

د یادونې ده چې ایران څه موده وړاندې ویلي و چې د امنیتي ګواښونو، نشه‌یي توکو او انساني قاچاق د مخنیوي لپاره له افغانستان سره پر پوله دېوال جوړوي.

د حماس زندان کې؛شپږ اسرائیلي بندیان وژل شوي

0

اسرائیل ادعا کړې چې له حماس سره یې شپږ زنداني سرتېري وژل شوي.

اسرائیلو ویلي چې په وژل شویو کسانو کې دوه یې ښځې دي.

د مالوماتو له مخې دغه بندیان په غزه کې وژل شوي او اسرائیلي پوځیانو پرون د دوی جسدونه اسرائیل ته انتقال کړي دي.

شریف جاسوس، که شریف شریک؟

لیکوال: محمد حلیم فدایي افغان سیاستوال او پخوانی والي.
د افغانستان د بې ثباتي علتونه ډېر دي. هم داخلي او هم بېروني. زه څو مشخصو علتونو ته اشاره کوم:

جغرافیه مهمه ده، نه انسانان:
نړۍ ته د افغانستان جغرافیه په کار ده، نه خلک. نن د بشري حقونو او له یوې داسې ډلې سره مشارکت او تعامل کول چې افغانستان یې په زندان او قبرستان بدل کړی دی، همدا مانا لري. په شل کلنه جګړه کې له کراچي تر تورخمه او بیا له بحر هند تر بولدکه هر ډول بهرنیو اکمالاتي قطارونو محفوظ رسېدل او د تروریزم د روزنې، تمویل او رهبریت مراکز ازاد پرېښودل د همدې په خاطر وو. دا چې د پرون قهرمان د نن تروریست او د نن تروریسټ د سبا قهرمان کونه لوبه روانه ده، کېسه ټوله جغرافیې ته جوړه ده.

غرب سره مشارکت او دوښمني:
افغانان ونتوانېدل له غرب سره خپلې مشترکې ګټې تعریف کړي. افغانستان ته که دجیوسټراتیژیک، جیو پولیټیک او جیو اکنامک له نظره وکتل شي، نو د افغانستان ښه شریک کېدلای شي. افغانستان داسې سټراتیژیک شرېک شي چې د ګډو ګټو پر بنسټ وي. ګډې ګټې د ملت ګټې دي. دما او ستا ګټې دي.

له نړۍ خصوصا امرېکا سره اړېکو ته دې دودیز مذهبي، دودیز کلتوري، دودیز تاریخي لینزونو پرځای د معاصرو واقعي فاکټونو، تحولاتو، نړېوالتوب او په هر ډګر کې د معاصرو پرمختګونو له عینکو څخه وکتل شي. دلته فاکټ دادی چې که که مجاهد دی، که ملا دی که طالب دی، که چپ دی او که راست، په جنګ کې د امرېکا ګډ شریک وو، نو په سیاست کې ولي ګډ سټراټیژیک شریک نشي کېدای؟ عجیبه ده چې د افغانستان په ورانولو کې ورسره ګډ کار کوي، اما په جوړولو کې ورسره دوښمني کوي. دا به ښه وي چې د یوه ګاونډي په درېیم او څلورم لاس قراردادي یې او که دا به د ملي ګټو غوښتنه وي چې د نړېوال ابرقدرت سره مستقیم او برابر شریک؟

شریف جاسوس:
استثناءات به وي اما اکثریت سیاسیون که په هره دوره کې ول هغوی شریف جاسوسان ول او دي. شریف جاسوسان په دې مانا چې هغوی ظاهرا د اسلامپال، ملتپال، دینپال، ملي ګرا، جمهوریتپال، متمدن شریفانه لباس اغوستی وي، اما په پټه د نېږدې او لیرې ګاونډیو جاسوس وي. په ښکاره له ایراني شعار څخه په تقلید د لاشرقیه او لاغربیه شعار ورکوي، او یا دایمان، تقوا او جهاد فی سبیل الله پاکستانی شعار ورکوي، بل. د کور، کالي او ډوډي تر شعار لاندې د اتحاد جماهیر جاسوسان ول. بل به د ولسواکۍ او جمهوریت تر شریفانه شعار لاندې خپله د جاسوسي دنده پرمخ بیایي. دا ډول شریف جاسوسان د ملک، خان، ملا، معلم، ژورنالیسټ، مدنې فعال او مرستندویه کارمند په عبا او قبا کې پټ وي.

د شریفانه سیاسي جاسوس ستونزه داده چې هغوی د ملت ګټې او ارزښتونه نه؛ د پردیو د ګټو لپاره کار کوي.

ګاونډیان هیڅکله دا نه غواړې او تل د شرېفو سیاسي جاسوسانو له لارې دا ډول اړېکو ته د اشغال نوم ورکوي او افغان ملت د یوه بې طرفه، ناپیلې او خپلواک شریفانه شعارونو لاندې، له نړۍ منزوي کوي. همدا تګلاره ګاونډیو ته فرصت ورکوي چې تل د لویو قدرتونو سره په تعامل د افغانستان په اړه دوی پرېکړې وکړي. همدې تګلارې دمذهبي افراطي نیابتې ډلو روزنې او پالنې ته زمینه برابرې کړې ده. همدا تګلار د انحصاري، استبدادي او جنګي ډلو د مطلق العنان قدرت سبب کېږې

نن بیا د اګسټ د۳۱مې په اړه به ډېری شریف جاسوسان له افغانستان څخه د امرېکایانو د وتلو شریفانه چیغې وکړي، د اخریني عسکر د وتلو عکسونه به نشروي او د ازادۍ ډول به یې غاړې ته اچولی وي، اما په پټه به یې معامله ډالري او جاسوسي وي. دوی په داسې حال کې د بهرنیانو د ماتې خبرې کوي چې هغوی ته یې د ګدایي لاس نېولی دی! دا څنګه د الله تعالی مرسته ده چې د افغانستان په جوړولو کې ورسره نه وي او په ورانولو کې ورسره وي!.

حل لارې:
د امرېکا او غرب سره د اړېکو په اړه ملي بحث پیلول: یوه لار یې داده چې افغانستان کې د یوې قانون مندې ټولمنلې پروسې له لارې قانونمند او مشروع نظام رامنځته شي او په افغانستان کې د امرېکا د قانونمند حضور لکه په نوره نړۍ کې چې ده، ملي بحث پیل شي چې دا د افغانستان د اوږدمهال په ګټه ده او که په تاوان؟

دداسې لوړ او سټراتیژیک بصیرت لپاره په کور د ننه د شریفانه سیاسي جاسوسانو پرځای د ملي سیاستوالو پېژندل او د یوې ولسي شفافې پروسې له لارې د واک شراکت او وېش ولس ته محول کول دي. د هر ډول تکفیري او ظاهرا شریفانه او مقدس اما غولوونکو شعارونو پرځای باید داسې نظام رامنځته کړو چې هر افغان خپل ځان، خپله ګټه او راتلونکې په خپل نظام کې وویني.

موږ نړۍ ته ضرورت لرو او نړۍ افغانستان ته. مشروع نظام دې دا معامله مستقیما د نړېوال کلي له خان/خانانو سره حل کړي. پټې معاملې، پټ قرلردادونه او پټې کڅوړې د افغانستان ثبات او پرمختګ د تل لپاره ناممکنه کوي.

شریف شریک رول لوبول نه د ذلیل شریک: د غرب او نړۍ سره د تصادم او ټکر پر ځای داسې شراکت رامنځته کړو ترڅو زموږ ملي ګټې تضمین کړي. د افغانستان ستونزه هغه وخت حلېږې چې د اسلامي امت پر ځای د افغان ملت د ستونزو پر حل خبرې وشي. د مسلمانانو د ستونزو پرځای د افغانانو ستونزو ته حل ولټوو.

د کنټرول او مسوولیت ساحه متمدنه، تعلیم یافته، نظام محوره، قانون محوره، سیاست محوره، ولس محوره او اقتصاد محوره کړو.
د تشویش ساحه زموږ د مسوولیت ساحه نه ده. افغانان د کنټرول او مسوولیت د ساحې نه زیات د تشوېش د ساحې په اړه پالیسي او سیاستونه نیسي، نه د مسوولیت د ساحې په اړه.

نه دوښمني، نه شریف جاسوس او نه ذلیل شریک نتیجه ورکوي، بلکې شریف شراکت چې د ګډ ګټو پر محور وي، افغانستان ثبات ته رسولای شي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

موږ او ژبه مو

لیکوال: ډاکټر احسان الله درمل

ژبه که د غوښې يوه ټوټه ده، نو د انسان د فزيکي جوړښت يوه مهم برخه ده او که د اظهار وسيله ده، نو د انسان د هويت لاينفک جز دی. ژبه که د غوښې يوه ټوټه شي او که د اظهار وسيله په دواړو صورتونو کې د يوه کُل جز دی. په اول صورت کې د يوه فزيکي کُل او په دوهم صورت کې د يوه معنوي هغه. د ماشوم فزيکي ژبه د سترو تر ژبې د جسامت په لحاظ وړه وي. د ماشوم بدن چې نمو کوي، په هماغه تناسب يې د ژبې وړه ټوټه هم لويېږي. داسې نه کېږي، چې ماشوم دې په فزيکي لحاظ دوه کلن وي او ژبه يې دې د يوه څلوېښت کلن په اندازه وي. په همدې ډول، څومره چې د انسان مغز پرمختگ کوي، د اظهار د وسيلې په عنوان يې ژبه هم تکامل مومي. تر خبرو وړاندې چې د ماشوم مغز يوازې د اټوماټيک ماشین په توگه کار کوي، د ماشوم د اظهار وسيله يوازې ژړا وي. د درد، لوږې او تندې د اظهار لپاره يوازې يو اپشن استعمالولای شي. ژړا. د ماشوم مغز چې وده کوي، په موازي ډول يې ژبه هم ورسره تکامل کوي. اول يوه کليمه، بیا دوې، بيا جملې او بالاخره روانې خبرې. د ماشومانو متخصص ډاکټران د ماشومانو د عمر په مختلفو مرحلو کې د ځينو معايناتو، پوښتنو او گروېږنو په مرسته دا معلومولای شي چې آيا د ماشوم دماغي وده نارمل روانه ده او که نه. که يو ماشوم د خپل عمر په تناسب د مختلفو حوادثو په وړاندې وړ غبرگونونه ښيي او د اظهار ظرفيت (ژبه) يې ستونزه نه لري، نو دا خبره په نامستقيم ډول راته وايي چې د ماشوم دماغي وده سمه روانه ده. داسې نه شي کېدای چې يو ماشوم دې مثلاً ذهني تأخر (mental retardation) ولري، خو خبرې يې دې سمې او د يوه نارمل ماشوم په سويه وي. دغسې کومه تجربه هم نشته چې دماغي وده دې ولاړه وي، خو ماشوم دې د ژبې او اظهار په محور کې تکامل وکړي. معنا دا چې د ژبې فزيکي نمو د انسان د وجود او د ژبې تکامل د انسان د مغز له پرمختگ سره مستقيم اړيکي لري. ژبه په تجريدي ډول او له خپل کُل څخه په مستقله توگه نه فزيکي وده کوي او نه د اظهار د وسيلې په توگه تکامل مومي.

ملتونه هوبهو د ماشومانو غوندې دي. که يې مغز او ذهن پراخېږي، ژبه يې هم پراخېږي او برعکس. د ژبې د پراختيا لپاره چې په تجريدي ډول کومې هڅې کېږي، تر هغه وخته بري ته نه رسېږي، چې د ملتونو د جمعي شعور او پوهې لپاره کار و نه شي. که يو ملت په ساينس پوی شي، ژبه يې بې له اضافي هڅو او کش و گيره د ساينس ژبه ده. که يو ملت تعليم او پوهې ته مخه کړي، ژبه يې خپله د تعليم او علم ژبه گرځي. که څوک فضا ته خېږي، ژبه به هم ورسره وي. هغه افغان چې په فضا کې يې پښتو وويله، خپله فضا ته ختلی و. ژبې نه و خېږولی، مغز خېږولی و. چې مغز يې فضا ته د ختلو وړتیا لرله، ژبه هم ورسره وخته.

دا پاراډاکسونه دي چې د علم او پوهې دښمني کوه، خو نور خلک دې ستا په ژبه علم زده کړي؛ ښوونځي بندوه، ژبه دې د تعلیم ژبه غواړه، سپوږمۍ ته ختل افسانې بوله خو ژبه دې بايد په فضا کې وويل شي؛ ملت دې په ذهني تأخر اخته وي، خو ژبه دې يې نړيواله وي او له خپل وطنه سور دوزخ جوړوه، خو چيغې وهه چې:

زه به جنت ته له پښتو سره ځم.

تخيل او تفکر | تحليل او شننه

لیکوال: مانو اورښت

يادونه: د دې ليکنې په پای کې به تاسو د تخيل او تفکر په تعريف، د تفکر په خلاقي ډول، د تخليقي ادبياتو او تفکر په اړيکه پوی شئ.
*
د ادبياتو او په عموم کې د هنرونو په اړه بحثونه له اپلاتونه راپيلېږي، د اپلاتون په نظر شاعران او هنرمندان د تقليد تقليد کوي. اپلاتون دا نړۍ د يوې بلې اصلي نړۍ سيوری بولي؛ دی په دې باور و، چې له دې نړۍ هاخوا يو بله نړۍ هم شته. دا شايد د سوکرات تاثر وي، چې د هغه وخت دينونه او خدايان يې وننگول او ويل به يې چې خدای شته، خو يو خدای! نو همدا وجه کېدی شي چې په اپلاتون د سوکرات د فکر سيوری وي، چې دا نړۍ يې د يوې بلې نړۍ سيوری باله. نو ويل به يې چې شاعران او هنرمندان د دې سيوري بل سيوری کاږي؛ يانې دوی چې د دې دنيا او چاپيريال توکي په شعر کې راوړي، دا د کاپي، کاپي ده؛ دليل يې همغه فکر دی، چې اپلاتون به ويل چې دا دنيا د يوې بلې دنيا سيوری دی. له دې سره _ سره اپلاتون له هنره منکر نه و؛ له شاعرانو يې غوښتل چې داسې شعرونه ووايي، چې د ښوونې روزنې او اخلاقياتو اړوند مسايل وي. لنډه دا چې اپلاتون له هنره د فلسفې تمه لرله. په دې لړ کې د اپلاتون تکړه او ځيرک زده کوونکی ارستو، د انساني فطرت د غوښتنو په اساس د خپل استاد خبره ردوي، ارستو وايي، چې ادبيات بايد جمالياتي ذوق هم خړوب کړي. د ادبياتو په اړه د ارستو نظرونه تر اوسه د منلو وړ دي، ارستو د ادبياتو په ساحه کې د يو اديب او کره کتونکي په توگه بحث کوي، نه د يو فلسفي په توگه. بوتيقا د ارستو هغه اثر دی، چې دوه زره کاله وروسته هم په ادبي بحثونو کې ورڅخه گټه اخېستل کېږي؛ تر دې چې د ارستو بوتيقا د کره کتنې لومړنی اثر بللی شو.
له دې بحثه دوه نظريې وزېږېدې، ادبپوهان او صاحب نظر په دوو ډلو وويشل شول. يوه ډله وايي چې ادب (هنر) د ادب (هنر) لپاره؛ مانا دا چې ادبيات يا هنرونه بايد د خوند او د جمالياتي ذوق خړوبولو لپاره ولوستل شي. د دې ډلې نامتو لیکوال ویکټور هوگو په يو ادبي مجلس کې ويلي ول چې سل ځله وايم چې ادب د ادب لپاره. د پښتو ژبې وتلی ليکوال گل پاچا الفت صاحب هم د هوگو سره موافق دی.
دويمه ډله وايي چې ادب (هنر) د ژوند لپاره؛ دا ډله له ادب او هنره د فلسفې غوندې د تمدن سازي لپاره استفاده غواړي. د دې ډلې وتلی فیلسوف هيگل وايي چې هنر بايد تمدن سازي وکړي، هيگل له هنره د فلسفې غوندې تمه لري. په دې سلسله کې دريمه ډله وايي، چې ادب هم د ادب لپاره او هم د ژوند لپاره. مانا دا چې ادبيات هم بايد جمالياني ذوق خړوب کړي او هم په ټولنه کې اصلاح راولي.

زموږ بحث د درېیمې ډلې د يو لاروي په توگه د دې مسلې واضح کول دي چې هنرونه له کومه زېږي، د انسان په وجود کې داسې څه کېدی شي چې د نورو مخلوقاتو په نسبت د هنر څښتن دی. د دې مسلې د حل و فصل لپاره پکار ده چې د تخيل او تفکر په ارتباط پوی شو، که تخيل او تفکر ارتباط لري، څنگه يې لري؟ ايا تخيل تفکر ته لاره جوړوي؟
د دې مسلې د حل لپاره تخيل او تفکر پېژنو او پايله اخلو چې ايا ادبيات يوازې د جمالياتي ذوق لپاره دي، که تفکر ته هم لاره خلاصوي. نو ښه ده چې تخيل او تفکر وپېژنو.
تفکر (Thinking) او تخیل (Imagination) د انسان د ذهني پروسو دوه مهم اړخونه دي، چې دواړه د انسان په فکري او تخلیقي فعالیتونو کې مهم رول لوبوي.

تخیل (Imagination):
تخیل د انسان هغه وړتیا ده چې د ذهن په دننه کې نوي یا غیر واقعي انځورونه، نظریات، او مفکورې جوړوي. تخیل د هغو شیانو یا حالاتو په اړه تصور کول دي چې ممکن په حقیقت کې شتون ونه لري. دا وړتیا انسان ته اجازه ورکوي چې د واقعي تجربو څخه بهر شیان تصور کړي، چې په خلاقيت، ادبیاتو، هنرونو، او حتی ساینس کې ډېر مهم رول لري. تخیل معمولاً د راتلونکي پیښو یا حالاتونو اټکل کول، داستان جوړول، یا نوي حل لارې پیدا کول رانغاړي.

تفکر (Thinking):
تفکر د هغو ذهني پروسو مجموعه ده چې له لارې یې انسان معلومات پروسس کوي، تحلیل کوي او پرېکړې کوي. دا پروسه د منطقي استدلال، تجزیې، ترکیب او په عمومي توگه د مسایلو د حل لپاره کارول کیږي. تفکر مختلف ډولونه لري، لکه انتقادي تفکر، خلاقي تفکر او متمرکز تفکر. دلته د تفکر په يو ډول بحث کوو، چې خلاقي تفکر دی. همدا خلاقي تفکر دی چې له تخيله نقل کوي.

خلاقي تفکر (Creative Thinking):
دا هغه تفکر دی چې له نوښتگرۍ او نوې لارې څخه د مسایلو حل یا د نویو نظرونو پیدا کولو لپاره کارول کیږي.

د تفکر او تخیل ترمنځ اړیکه:
تفکر او تخیل سره نږدې تړاو لري. تفکر ممکن د تخیل څخه الهام واخلي او تخیل د تفکر له لارې تنظیم شي. مثلاً، یو عالم کولای شي په تخیلي نظریه کې نوې مفکوره پیدا کړي او بیا د منطقي تفکر په مرسته د دې نظریې د اعتبار یا تطبیق په اړه فکر وکړي.
تفکر او تخیل دواړه د انسان د ذهني وړتیاوو مهم اړخونه دي چې د ورځني ژوند، نوښت، او علمي پرمختگ لپاره اړین دي. تخیل انسان ته د نويو شیانو د ایجاد او نوښت امکان ورکوي او تفکر دا شیان په منظمه او منطقي توگه منځته راوړي.
اوس نو په اسانۍ سره ويلای شو چې تخيل د تفکر لپاره لاره جوړوي. خو څنگه؟
د انسانانو او حیواناتو تر منځ يو لوی توپیر خيال او تصور دی. حيوانات تصور نشي کولای او د شيانو له مخامخ لېدو پرته د هغوی تصوير په ذهن کې نه شي راوړلی، د تېر او راتلونکي په اړه څه نه ورمالومېږي. خو انسان چې خيال او تصور لري، نو په دې اساس تفکر ته لاره هواروي، که يو څه په خيال کې راونه گرځي څنگه به يې په اړه فکر وکړای شو؟ هیڅکله نه!
د خيال او تصور په مرسته موږ د ژوند چارې هم اسانوو، د څو شېبو لپاره له اصلي ژونده بهر ځو، په خيال کې دنيا ابادوو، ژوند اسانو او راتلونکي ته هيلمن کېږو. دا هيلې او انگېرنې د خيال او تصور په مټ کوو، که چيرې خيال نه وای، د شيانو له مخامخېدو پرته به زموږ ذهن ته هيڅ شی نه راتلو. همدا ځای دی چې ادبيات ارزښت پيدا کوي، کله چې موږ غواړو له ژوند اوږې واچوو او دمه شو، نو ادبيات يې تر ټولو ښه ځای دی، دلته دې چې ادبيات موږ سره له ژونده په دمه اخېستلو کې مرسته کوي. دا نظريه د هغو ادبپوهانو نظر دی، چې دوی ادب د ادب لپاره بولي.

موږ د خیال په تعريف کې وويل چې خيال غير واقعي انځورونه هم جوړوي، يانې داسې انځورونه او منظرونه جوړولی شي چې په واقعي نړۍ کې شتون نه لري؛ اوسني هاليووډ او باليووډ فیلمونه، يا ځينې داستانونه يې ښې بيلگې دي.
د روباټ جوړولو الهام هم له خيال څخه اخېستل شوی دی. فيلمونه چې د خيال په مرسته جوړوېږي، ځينې وختونه پکې خارق العاده پېښې کېږي، چې حتی انسان يې تصور هم نشي کولای. روباټ اول خيالي وجود لرلی دی، وروسته د تخيل په مرسته تفکر هڅه کړې چې دا خيالي څيز په واقعي څيز بدل کړي. دا ځای دی چې دويمه ډله ادب د ژوند لپاره بولي.
يا ښه ده چې د گاسلايټينگ مثال ورکړو. د گاسلايټينگ مثال به له موږ سره د دې پوښتنې په ځواب کې مرسته وکړي، چې ايا تخليقي ادبيات چې د تخيل په مرسته زېږي، تفکر ته لاره هوارولی شي؟
گاسلايټينگ (gaslighting) ذهني تېری یا ذهني فرېب دی، دا هغه عمل دی چې فرد ته فريب پکې ورکول کیږي یا یې په ذهن کې لاسوهنه کیږي. د گاسلایټينگ کلمه د گاسلایټ په نوم له یوې تمثیلي ټوټې څخه اخیستل شوې ده، چې پاتریک هملتون په ۱۹۳۸م کې لیکلې او په بریتانیا کې یو فلم هم ورڅخه جوړ شو. بیا په ۱۹۴۴م کال کې د گاسلایټ په نوم یو امریکایي فلم هم وړاندې شو. په دې داستان کې يو سړی غواړي چې خپله روغه جوړه مېرمن لیونۍ ثابته کړي. هر وخت خپلې میرمنې ته د لیونۍ خطاب کوي، پخپله د کور د څراغ رڼا ډېره یا کمه کړي او پړه يې پر مېرمنې اچوي، بالاخره ښځه پر خپل اروایي حالت شکمنه شي، ځکه په درک او حافظه کې یې لاسوهنه وشي او د خپل مېړه تر کنټرول لاندې شي.
د‌ گاسلايټينگ له مخې نه يوازې د يو فرد په ذهن، بلکې د يوې ډلې په ذهنونو هم تېری کېدلی شي؛ په همدې ډول شايد يو کس يا يوه ډله نور خلک گاسلایټ کړي، چې په پايله کې د گاسلايټر لخوا اداره کېږي او هره ناروا يې ورته حق ښکاري. زموږ کار له گاسلايټينگ سره دا دی، چې څنگه تخيل تفکر ته لاره هواره کړه، نور په دې بحث نه کوو، چې گاسلايټينگ څومره زيانونه لري، يا ټولنه د گاسلايټ کېدو په صورت کې څومره لوېږي.
د گاسلايټينگ کلمه ورو، ورو علم، ادب، ژبپوهنې، فرهنگ او ارواپوهنې ته ورننوته، چې اوسنۍ ارواپوهنه هر ډول ذهني او عاطفي لاسوهنه گاسلایټينگ بولي.
اوس نو په اسانۍ سره دا پايله تر لاسه کولای شو چې تخليقي ادبيات چې د تخيل په مرسته زېږي، تفکر ته لاره جوړولی شي. که تخيل نه وي، تفکر اخېستنه نشي کولای.

دا چې پښتو تخليقي ادبياتو څومره تمدن سازي کړې يا يې څومره تفکر ته لاره هواره کړې ده، دا اوږد بحث دی، چې د دې ليکنې په لمنه کې نه راټولېږي، دلته يوازې د تخيل او تفکر په ارتباط غږېدلی يم. کاشکې څوک راپورته شي او پښتو ادبيات وتلي، چې د تفکر سازۍ او جمالياتي ذوق په خړوبولو کې يې څومره تله درنه کړې ده؟

د نجونو د زده کړو په اړه مبین ستانکزي ته:زړګو! تا دې الله جوړ لري؛ خو اوس څه غورې دي!؟

د طالبانو حکومت ستر مبلغ جنرال مبین د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هغې ویډیو سره، چې د نجونو زده کړې یې روا ګڼلي؛ لیکلي، چې” زړګو، څه غورې دي، تا دې الله جوړ لري”

مبین که څه هم نور وضاحت نه دی ورکړی، خو ظاهرا یې هدف د نجونو پر زده کړو بندیز دی چې د طالبانو حکومت یې لاهم روا نه ګڼي.

هغه دغه راز د نجونو د زده کړو مخالفو ته لیکلي، چې تاسې د قطر مذاکراتي ټیم د مشر له خبرو سره څومره موافق یئ؟.

دا په داسې حال کې ده چې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست ندامحمد ندیم وروستیو څرګندونو توند غبرګونونه راپارولي.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار “Battlegrounds” کتاب

لیکوال: حفیظ همیم

دا متن د ټرمپ د ملي امنيت سلاکار مک ماسټر د کتاب Battlegrounds د ۷۹ او ۸۰ مخ د دوو بېلابېلو پاراګرافونو ژباړه ده چې د امریکا او ولسمشر کرزي د اړيکو په خرابولو کې یې د ای ایس ای د رول په ګډون یو شمېر فکټورونه یاد کړي دي: ۱) ما د ۲۰۱۰ کال له جون څخه د ۲۰۱۲ کال  تر مارچ پورې څو ځله (ارګ) ماڼۍ او د ملي امنیت شورا ودانۍ ته تګ راتګ کړی و. ما اکثراً د متحده ایالاتو سفیران، کارل ایکینبري او وروسته ریان کراکر، او همدارنګه د ایساف قوماندانان، لومړی جنرال ډېوېډ پیټرییس او وروسته جنرال جان ایلن، له ولسمشر کرزي سره د لیدنو کتنو لپاره دې ماڼۍ ته بدرګه کول. دغه ملاقاتونه حساس ول. د ملاقاتونو موضوعات دا و چې څنګه د افغان ادارو او افغان اقتصاد د مهمو برخو پر وړاندې د فساد او منظم جرم خطر راکم کړي.
کرزی اکثره وخت په بد موډ/طبیعت کې و. تر ۲۰۱۰ کاله پورې د هغه او د امریکا د مشرانو تر منځ د دوستانه همکارۍ ورځې ختمې شوې وې. اړیکي د بې کفایته ډیپلوماسۍ، ګډې‌وډې ستراتیژۍ، د کرزي د ستړیا، او د ISI د بریاليو رواني عملیاتو قرباني شوي ول. ددغو رواني عملیاتو موخه دا وه چې پاکستان په جګړه ځپلي افغانستان کې پر داسې یوه ځواکمن منځګړي بدل کړي چې بدیل یې نه وي…
۲) د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ، ماته روښانه شوه چې د کرزي فشار، هغه د کانسپرسي تیوریو یا نظریو پر وړاندې زیان منونکی/اسیب پذیر کړی و. د پاکستان ISI له دې فرصته بشپړه ګټه واخیسته ترڅو د کرزي او د اوباما د نوي حکومت تر منځ واټن پیدا کړي. ماڼۍ ته د ورتګ پر مهال به، د کرزي د دفتر رئیس، عبدالکریم خرم، چې یو لنډ، ګرد، او بې خونده سړی و، د ولسمشر په دفتر کې په شاتنۍ څوکۍ کې موجود و. خرم د نجیب الله د واکمنۍ پر مهال زنداني شوی و او وروسته پاریس ته وتښتېد، هلته یې په نړیوال قانون او ډیپلوماسۍ کې ماسټري وکړه. هغه د ISI تر اغېز لاندې ښکاریده.

“پښتون محمود دروېش “

لیکوال: انور مزل

د ارواښاد الفت په اړه دا تصور کېږي چې دی لکه د لبناني جبران داسې هنري نثر لیکي؛ ما دا ګومان کړی چې د یو شاعر او بل شاعر پرتله ممکنه نه ده
خو همدا څو ورځې مخکې راته استاد اکبر کرګر وویل:
چې د غني په اړه یوه لویه مقاله لېکي او له بل انګریزي شاعر سره یې د پرتلې په تړاو او اړه لېکي.
ماته جالبه وه؛ چې د یو شاعر له بل داسې شاعر سره پرتله به څنګه وي چې د دوی تر منځ د زمان مکان او حالاتو بېخي ډیره فاصله وي؛ خو بیا مې په دې ځای کې د استاد خبره ومنله چې زه خپله چې کله کله ځینې شاعران لولم حتماً مې ذهن ته یو بل څوک هم راځي، دا احساس سره له دې چې د دوی ترمنځ ژور د زمان توپیر، بیخي زیات د حالاتو توپیر او داسې نور توپیرونه وینم مګر دواړه یو ډول محسوسوم.
یو له دغې ډلې چې د دوی په شعر کې یو ډول تراژېدي او یو ډول فریاد وینم هغه محمود دروېش  او اسحاق ننګیال دی.
د دوی تر منځ یو مشترک ټکی خو د دوی د هېواد نا امني پرله پسې جګړې او بد حالات دي؛ مګر تر ټولو مهم ټکی چې زما په ګومان د دوی ترمنځ  مشترک دی؛ هغه دا دی چې دواړه د خپلې زمانې او خپل وخت تر ټولو غوره انځورګران دي.
محمود دروېش سره له دې چې زموږ د هېواد او د دوی د هېواد جګړې توپیر هم کاوه؛ خو بیا هم د خپل وطن د حالاتو او د خلکو د حالاتو غوره عکاس وه.
د ده په شعرونو کې د خپلو خلګو سره خواخوږي د یرغلګرو د وحشتونو بیان بیخې ښکاره دی؛ خو د اسحاق ننګیال په شاعرۍ کې بیا د وطن حالت لوږې تندې بې وسي او بې کسي هم شته. خو د محمود دروېش ګیله له پردیو ده؛ د خپل هېواد وراني له پردېو ژاړي؛ مګر اسحاق ننګیال بیا له خپلې خیټې اور اخیستی ژاړي.
د ده ژړا بیا په دې ده چې خپلو اولادونو د خپلي مور په نیټه کې لاس اچولی؛ وېشي یې او مامله ورباندې کوي.
محمود دروېش له پردیو داسي ګيله کوي؛ هغه وایي
جنګ پای ته ورسید
مشران یو له بل سره کېناستل
پاته شوه
هغه مور چې سترګې یې د شهید زوی لارې ته دي
هغه انجلۍ چې دخپل میین راتګ ته انتظار ده
هغه زامن چې د خپل پلار راتګ ته
حېران ولاړ دي
نه پوهیږم وطن چا خرڅ کړ
خو دومره وپوهیدم چې قیمت یې چا پرې کړ
په پورتني شعر کې له  حالاتو سره او د جنګ له پیلوونکو نه یوه سمبولیکه ګیله پرته ده او تر څنګ یې د هغو خلکو یادونه شوې ده چې جګړې تر تولو ډېر ځپلي دي.
په پورتني شعر کې مجرم مالوم دی؛ یا به یو وي یا دوه یا نیمایي خو د اسحاق ننګیال وطن بیا ټول مجرم دی؛ د هغه د وطن ټولو اولادونو د وطن په وراني کې برخه لرلې ده دا ځکه خو یې په دې توګه د خپل وطن درد انځور کړی.
ـ مورې چېرته ځې؟
ــ د خدای کلي ته
ــ مګر دا لویه نړۍ؟
ــ  نړۍ خو د دیوانو ده
ــ مېړه دې شته؟
ـ رانه ورک شو
ــ او زامن؟
ــ لرم یې هابیل او قابیل
*******
وطنه! ته؟
ـ او دا دی زه هم ژاړم
ــ څوک دې ژړوي
ــ ملت مې؛ ملت مې دوه برخې شو
ــ قاتل او مقتل
دریمګړی نلري..

په پورتني شعر کې وینو چې د ننګیال د وطن په ورانۍ کې د هغه تقریباً ټول اولادونه لاس لري؛ په داسې حال کې سړی نه پوهیږي پړه په چا واچوي؛ څوک ملامت څوک سلامت وګڼي؟ خو د محمود دروېش او ننګیال ترمنځ یو رقم والی دا دی چې دواړو په هنري توګه په داسي توګه چې د هر چا زړه ته د هغه د وطن تراژیدي لویږي هغه دواړو انځور کړې ده.
د محمود دروېش او ننګیال ترمنځ یوه بله ځانګړنه داده چې؛ د دوی دواړو په شعرونو کې موږ له ذات سره جنګ وينو؛ له ناهیلۍ سره ګریوان دي.
دوی دواړه د  یوې نه جبرانیدونکې مینې قرباني دي؛ محمود دروېش د هغه هیواد د مینې قرباني شوه چې د دوی هیواد یې دربدر کړ؛ خو بیا هم محمود دروېش اقرار کوي چې “ریتا “له هر څه سره بیا هم مینه درسره لرم.
ننګیال هم همداسې دی؛ د ده په شعرونو کې له شیشې سره مینه او د هغې په کولو اقرار شوی دی.
همدا ټینګ اعتراف د دوی مشترک دی؛ دوی دواړه جګړې ځپلي دي. جګړې مینه امن او خوښۍ ترې وړي دي.
د ننګیال پلار د همدې نامشروع جګړې قرباني شو؛او محمود د دې لویې جګړې له لاسه معشوقه وبایلله؛ خو دواړو یو اقرار وکړ محمود بیا وویل چې “له دې هر څه سره هم مینه درسره لرم “مګر ننګیال بیا دا ستر اعتراف وکړ.
د پلار مړینه مې ولیده
ډیري لوږي تندې هم
مګر
یوه هم دومره دردونکې نه وه لکه
شیشه چې نه وي ختمه
او نشه پای ته ورسیږي.
د محمود او ننګیال بل ګډ انځور دا دی چې د خپل وطن هغه ارزښتمن څیزونه یې په ګوته کړي دي؛ په خپلو شعرونو کې یې د هغي زمانې ریښتنی انځور ښودلی چې دوی پکې ژوند کاوه لکه ننګیال څومره په هنري انداز د یوې پیغلې د غرور انځور تر جګړې مخکې او وروسته لیکلی.
هغه وایي
کلونه وړاندې مې ترې وپوښتل
ــ  دا ستا د شونډو څاڅکي په څو دي
وویل یې
ــ ستا د پلار او نیکه وینه
او نن مې بیا ترې وپوښتل
ـــ ټول پیغلتوب دې وایه په څو دی؟
ـــ ګرانه یواځې یوه ډوډۍ
په پورتني شعر کې پوره د یوې زمانې تصویر دی؛ د جګړې له لاسه د انسان د مخکې او اوس تصویر دی.
د  محمود او ننګیال کمال همدا دی چې لویې خبرې لوی پیغامونه یې په هنري ډول راوړي دي.
دوي دواړه د یو ډول جګړې، یو ډول بې وطنۍ احساس او یو ډول حالت سره مخ دي.
سره له دې چې د دوی تر منځ د زمان او مکان توپیر شته، د حالاتو توپیر شته، خو مګر د دواړو په شعرونو کې یو غم او یوه تراژیدي محسوسیږي.
د محمود دروېش کمه مطالعه زموږ د دې بحث مخه نیسې؛ ګني لا به بیخي زیات ورته والي پکې احساسیږي.