جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 826

ریچارډ بنټ؛افغانستان کې د بشري حقونو د څېړلو په موخه د سیمې هېوادونو ته په سفر وتلی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی ریپورټر ریچارډ بنټ د سیمې هېوادونو په سفر وتلی.

ریچارډ بنټ پرخپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د ترکیې له چارواکو سره یې لیدلي او اوس مهال په قطر کې دی.

هغه د دغه سفر موخه په افغانستان کې د بشري حقونو څېړل ښودلي دي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې ملګري ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ناسته وکړي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت افغانستان ته د بنټ پر سفر بندیز هم لګولی دی.

المرصاد د پاکستان حکومت ته:ټي‌ټي‌پي په دېره اسماعیل خان کې ولټوئ

د طالبانو حکومت اړوند المرصاد پاکستاني چارواکو ته ویلي چې ټي‌ټي‌پي ډله باید په دېره اسماعیل خان کې ولټول شي.

یاد ویب‌پاڼې لیکلي، پاکستان ملامتي په افغانستان اچوي، خو دې ته به څه ځواب ولري چې په رڼا ورځ یې افسران له کوڅو تښتول کېږي.

ویب‌پاڼې لیکلي، دغه افسران په دېره اسماعیل خان کې د قومي سپینږیرو له منځګړیتوب وروسته راخلاص شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت تل تور پوري کوې چې ټي‌ټي‌پي ډله په افغانستان کې ده.

هېوادوال:د برېښنایي پېژند پاڼې د وېش بهیر پڅ او مرکزونه یې کم دي

یو شمېر هېوادوال د طالبانو حکومت پر احصایې او معلوماتو ملي ادارې نیوکه کوي چې خدمات یې پڅ او برېښنایي تذکرې په سم ډول نشي ویشلي.

دوی وایي، د یادې ادارې کارمندان غلطي خپله کوي، خو د نوم یا عمر له اصلاح وروسته زر افغانۍ اخلي.

یاد خلک وایي، چې هر کار کې په لوی لاس طالب مسولین یوه ستونزه ورته پیدا کوي او له ستونزې وروسته هم ترې پیسې اخلي او هم ورته سرګرداني پیدا کوي.

دوی دغه راز د برېښنایي پېژند پاڼو د څانګو زیاتېدو غوښتنه کوي.

د ترکیې او سعودي مشرانو؛غزه کې د روان ناورین د مخنیوي په اړه خبرې کړې

0

د ترکیې او سعودي مشرانو غزه کې د روان ناورین د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.

د ترکیې ولسمشرۍ دفتر وایي، په دې خبرو کې رجب طیب اردغان ټینګار کړی، چې د دغه وضعیت د مخنیوي لپاره باید اسلامي هېوادونه ګډې هڅې وکړي.

بل لورته د سعودي ولیعهد هم د غزې وضعیت د اندېښنې وړ بللی.

ترکیې تر دې وړاندې هم غره کې روان ناورین غندلی دی.

بل لورته د سعودي ولعهد محمد بن سلمان د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په دې اړه خبرې کړې دي.

د هنري ـ ادبي هستونو زېږنځای اثر ته کتنه

0

لیکوال: رحمت پټان
ښاغلی محمد اکبر کرګر د خلقت په پيچلتیاو باور دی او په هغه څه چې په اسانې پرې څوک پوهېدای او رسېدای شي دده ذوق نه خړوبوي او خپل اثار یې هم په همدې ډول لیکلي دي ځکه خو د جیم جویس په څېر له خپلو اثارو د شننې تېرېږي او د لوستونګو رنګا رنګ غبرګونونو ته سترګې په لاره دی. کرګر یو هڅاند او نوښتګر پنځونکی او څېړونکی دی، په دې هم د خپلو همزولو لیکوالانو ډېر د مخه دی، چې هېڅوک یې د نوښتي څېړنو او هستونو جوګه او سیال نه دی، ګرده ورځ او شپه په نویو څېړنو او هستونو ځان بوخت ساتي، هغه په یو وخت کې هم تخلیق او هم تحقیق کوي؛ نو د کرګر په اثارو خبرې کول او پرې پوهېدل عادي خبره نه ده، دده څېړنې ځکه هم د اهميت وړ دي چې جستجو ارکي ټایپ یې غني دی.
د هنري ـ ادبي هستونو زېږنځای اثر په مطالعه شروع کوو، ذهن کې دا ساتل په کار دی چې د دې کتاب نړۍ جدا نړۍ ده، دا ځکه چې دا یو عادي کتاب او څېړنه نه ده، نه داسې کتاب دی چې په منډه دې مطالعه شي، لکه څنګه چې د کتاب دسر خبرو کې ښاغلي کرګر یادونه کړې ده چې: «ډېر لږ د تخليقي ادبياتو په ايجاد او رامنځ ته كيدو كې د انسان د دروني مكنوناتو، تمايلاتو، غوښتنو، هيلو او ارزگانو منبع اوسرچينو ته اشاره شوي ده او يا هېڅ نه ده شوې». د کرګر دا خبره بیخي واقعیت دی، ما چې څومره هڅه کړې ده چې د دروني موضوعاتو اړوند څه په پښتو کتابونو کې پیدا کړم، هېڅ په لاس نه راځي بغیر د ښاغلي کرګر له اثارو څخه یا ممکن نور ځينې استثنا اثار وي خو زموږ تر ګوتو نه دي راغلي.
دا چې هنري ـ ادبي هستونو زېږنځای کتاب شروع کوو، لومړی عنوان یې (په هنري ادبې هستونو كې د انسان د دروني جوړښت اغيزې) دی. د همدې عنوان بحث مطالعه کوونکی کتاب ته په داسې ډول داخلوي، چې تر اخیره مطالعه کوونکی سر له له کتابه نشي پورته کولای که څه هم دا څېړنیز اثار بللی شو. دا رښتیا ده چې د انسان په فزيكي او جسمي جوړښت برسيره چې يو مجسم د سترگو په وړاندي يو واقعيت دى، يوه بله ستره دنیا هم لري. دا دنیا د انسان رواني او معنوي دنیا ده، په همدې دلته خبرې کېږي چې څنگه وكړاى شو د انسان د دنني مكنوناتو او باطني تمايلاتو او د هغو رول او په تېره د ناخبري شعور رول د هستونو او یا خلاقه كارونو په را سپړلو كې وڅېړو.
هنر، ادب او ارواپوهنه باندې په دې کتاب کې نوی بحث کړی دی، چې د کارل ګوستاویونګ، فروید او یو شمېر نورو د نړۍ عالمانو د نظریو او تیوریو په واسطه یې دا بحث خوندور کړی دی، چې یونګ او فروید د ادبیاتو او ارواپوهنیزه نړۍ کې ځانګړی ځای او مقام لري، چې د دوی تیوریو څخه زموږ ادبیات ډېر لرې پاتې شوي دي؛ مګر کرګر صاحب زموږ ادبي څېړنې پرې رنګېنې او علمي ځای ورکړی دی. ارواپوهنه د بلې هرې پوهنې په پرتله له ادبیاتو سره ډېرې نږدې او ان نښتې اړيکې لري. دا ځکه چې تخليقي ادبیات د انسان او د شاعر او ليکوال رواني دنیا پورې اړه لري، د هغه د عواطفو او احساس سره سر او کار لري او ارواپوهنه هم د انساني فرديت او د هغه د خلاقه دنیا تفسير وړاندې کولى شي. یو ځای لیکي؛ « شاعر څه کوي؟ د يونگ له نظره د شاعر ازادانه او گټور روح پنځېږي او بری تر لاسه کوي او د شاعر د روح داسې ژورو ته ورښکته کېږي چې د هغه د يوازيتوب په خبرتیا قابو پيدا کوي». ارواپوهنې لومړنۍ ريښې د لرغوني يونان له فلسفي ليكنو ترلاسه شوې دي، چې د ژوندانه د طبعيت په اړه و.
اجتماعي علوم یو له بل څخه بېلول مشکله ده، تر ټول مشکله بیا دا ده چې ادبیات او ارواپوهنه سره څوک بېلوي، ځکه دوی په یو بل کې ننوتي دي. همدې کتاب یو ځای کې راځي، د فرويد په وينا: «هنرمند له خپلې ځانگړې ډالۍ سره خپله خیالي كيسه په نوي ډول د واقعيت په قالب كې اچوي او شخص هغه د حقيقي ژوند د يو باارزښته انعكاس په توگه توجيه كوي. په دې بنسټ د تخليق په لار كې هغه يو قهرمان گرځي. يونگ په يوه عالي څېړنه كې چې ادبیات او ارواپوهنه یې نوم دى، وايي: «دا پوره روښانه خبره ده، چې ارواپوهنه د اروايي جریانونو او بهيرونو مطالعه ده، كولى شو چې د ادبیاتو په مطالعه كې یې روښانه كړو، چې بشري روان د ټول علم او هنر زيږنځاى (زهدان) دى». يونگ د هنرمند هنري كار د داسې پايلې په توگه تشريح كوي چې د اروايي پروسو د تخليق اصلي شرط دى». خلك تل غواړي پوه شي او د نورو د خصوصیاتو او عاداتو وړاندوينه وكړي.
ښاغلی کرګر همدې اثار کې لیکلي دي چې: «د انسان وجود خپله يو فلتر ته ورته دى چې بيروني او دروني غبرگونونه را منځته کوي او په هنري اثر کې یې وړاندې کوي». بل لورته ارواپوهنه بیا داسې ستره او اغېزناکه څانګه ده چې د هسوونکي له دروني نړۍ سره تړاو لري. یونګ انسانان په دوه برخو ویشلي دي، درون ګرایان او بیرون ګریان. ارواپوهنه او ادبیات بیا دغه دواړه برخې په خپل ځان کې رانغاړي، چې تر ډېره یې کار له درون سره وي، خو په پښتو ادبیاتو کې تر ډېره د دروني او رواني موضوعاتو ته توجو نه ده شوې. مګر کرګر دې اثار کې په دروني مسایلو ښه بحث کړي دی، ادبیاتو او ارواپوهنه ته یې له همدې نظره کتلي دي.
د رښتينى هنر او ادبیات له شخصي انگېزو ډېر لوړ دي د دې عنوان لاندې یې یو ځای د گويته دا خبره راخیستې ده او روښانه کړې ده چې ویلي و«تاسو یوازې د ژوند له يو اړخ نه خبر يئ؛ خوشاله اوسئ چې پر بلې‌خوا یې هېڅ نه پوهېږئ». رښتیا هم عام خلک او زموږ د ټولنې اکثره لوستي هم په دې نظر لاندې راتللی شي، دا ځکه دوی ډېر کم د انسان د دورني او ناخوداګاه ذهن څخه خبر دي.
ښاغلي کرګر لیکلي دي، رښتينى هنر او ادبیات له شخصي انگېزو ډېر لوړ دي. دا رښتیا ده ځکه رښتینی هنر او ادبیات یوازې له انفرادي ناوخودآګاه ذهن څخه نه، بلکې د ټولنیز ناوخودآګاه ذهن څخه هم سرچینه اخلي. د سیوري په اړه وایي، سيوری(Shadow) د اړتیا له مخې، د ماشوم خصلت لري. دا ځکه چې د بلوغ له پړاوه ډېر لرې او د زده کړې او یادونې نه لرې پړاو دی همدغه شان د سیوري بحث مخته وړي بیا وایي، له هنرمن سره د هنري اثار نسبت لکه د مور و زوى اړيکې ته ورته دي.
همدارنګه د الهام په اړه وایي، چې الهام د ليکوال او شاعر په دنننۍ نړۍ کې راټوکېږي. د دې دوران ليکوال او شاعر الهام د انسان د فردي فعاليتونو او نبوغ ته نسبت ورکولو. د ارواپوهنې د څېړنو له مخې ناخبري ‌شعور او نيمه‌خبر د اصلي هنري‌ خلاقيت او الهام سرچېنه ده. د همدې نظریې له ‌مخې سور ریاليست ليکوالان باوري دي چې د هنرمن خلاق روح بايد د عقل له دخالت او کنټرول پرته ځان بیان کړي. د همدې ليکوالانو په نظر، د هنر نوې الهه هماغه د انسان د ناخبري ‌شعور ځواک دی.
د هنر رازونه تر عنوان لاندې یې د هنرمند په اړه ښه بحث کړی بیا پوښتنه کوي، پوښتنه دا ده چې اروا څېړنه ولې او په کوم بنسټ ځانته حق ورکوي چې ادبي اثار وڅېړي؟ ایا په بشپړه اندازه د دې دواړو خواوو یانې (شخصي او ټولنيزې ناخبرۍ) ترمنځ او هغه عواملو ترمنځ ـ چې يو د بل پر ځاى کارېدلی شي ـ همغږي رامنځته کولی شي؟ فرويد په يوه جمله کې يو مهم عامل ته گوته نيسي او توضيح کوي یې: «ناخبري‌شعور له يوې ژبې نه په زیاتو ژبو خبرې کوي». د فرويد له نظره، ناخبري شعور په پټه توگه په هنري او ادبي هستونو کې دخالت لري؛ خو څرنگه چې اروا څېړنه ناخبري شعور د علمي پوهې او مطالعې په توگه معرفي کوي؛ نو ځانته اجازه ورکوي چې په هغو ټولو شرايطو کې ـ چې لرې او یا نږدې وي ـ له ناخبري ميکانيزمونو او هستونو سره اړيکه پيداکوي او څېړنه یې کوي.» د کارل گوستاو يونگ په نظر، هنري اثر د ټولنيز ناخبري‌‌شعور پيغام دى.
ښاغلی کرګر مونږ د هنر، ادبیاتو او ارواپوهنې په ژور رازونو او په اصلي مفهوم مو پوه کوي، په ټوله کې دی د ادبیاتو درون ته داخل شوی دی. په همدې کتاب کې یې د هنر اړوند ډېرې مهمې نظرې راخیستې او تشریح او تفسیر کړې دي، یو ځای پکې راځي، روسی پوه اوزنیاكف په‌دې عقيده دى چې يوه علمي نظريه به زړه شي او له كاره به ولوېږي؛ خو يو هنري تصوير زړښت نه لري او له موده نه‌شي لوېدلی. یانې كه پرمختللی او علمي مفهوم له لاسه وركړي نو يو بل علمي مفهوم یې ځاې ونيسي. د دې او یا هغه علمي اصل ماهيت څرگند دى؛ خو هنري تصوير په‌دې ډول يو د بل ځای نه‌شي نېولی.
کرګر صاحب د ارکې ټاپیونو ارزښت په اړه دې اثار کې ډېر مهم بحث کړی دی، دا هغه څه دي چې ډېر وخت په ارکي ټایپونو په واسطه د یو اثار په ژورو باندې پوهېدای شو او د همدې په واسطه یې زړبېلګې پیدا کولای شو او ورسره اشنا کېدای شو. ارکي ټاپیونه په ارواپوهنیز تحلیل کې تحلیل کوونکي سره زیاته مرسته کوي.
هنري ـ ادبي هستونو زېږنځای کتاب یوازې یوازې د سیوري په اړه چې کرګر صاحب کوم بحث او تشریح کړی ده، په پښتو ژبه کې به دومره ارزښتمن کار ډېر کم یا د دروني موضوع اړوند په ادبیاتو کې هېڅ کار شوی نه دی. سيوری زموږ د وجود نيمه تورتم برخه او زموږ د هر نامنلي اړخ خواوې دي. هر هغه څه چې زموږ د شرم سبب وي او داسې ښايو چې گویا نه يو‎، یا هغه څېره چې موږ یې لرو؛ خو نه غواړو، ځان او نورو ته یې وښايو هم د سيوري په قطار کې راتلای شي.
دی لیکي: «په دې اساس کله چې د خپل وجود نيمه تورتم حالت وينو نو لومړۍ ليوالتیا چې موږ ورسره مخامخ کېږو، دا ده چې مخ را ستون کړو او هڅه وکړو له هماغه ځانگړنو سره معامله وکړو، تر هغه چې موږ پرېږدي موږ زیاتره زیات لگښت کوو چې له ځانه سره مخامخ شو؛ خو له دې دواړو پړاوونو مخ ته نه شو تللي. په داسې حال کې چې پټ او غندل شوي اړخونه زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري. هغه اړخونه چې زموږ خوښ نه دي، نو خپلې ډېرې با ارزښته ډالۍ او لاسته راوړنې پټوو، دا موهبتونه یا بخششونه په ډېرو لرې ځايونو کې پټ دي». ديونگ په نظر ناروغه انسان نه شي کولای له خپل «سيوري» سره خبرې اترې وکړي. «دا چې سيوری زموږ دوست شي یا دښمن، په بشپړه توگه په موږ پوري اړه لري. دا هم بايد ووايو چې سيوری زموږ رقيب او دښمن نه دی. په واقعيت کې سيوری هماغه بشري موجود دی، چې موږ ورسره گډ ژوند کوو، نو بايد ملگری یې وبولو؛ خو دا هم د شرايطو سره تړاو لري. چې کله ورسره جوړ جاړی کوو او کله ورسره مخالفت کوو، يوازې هغه مهال په دښمن بدلېږي چې یا په پام کې ونه ليدل شي او یا په ښه توگه درک نه شي».
په ټوله کې په ژوره توګه هنري ـ ادبي هستونو زېږنځای اثار کې د انسان پټو رازونو ته چې د معاصري ارواپوهني او انسان د تحت الشعور هم فردي اوهم ټولنيز يا قومي تحت الشعور سره تړا ولري پلټنه شوي ده. زيات اتكا د كارل گوستاويونگ پر اثارو چې د هغه په ډېرو اثارو كې يادوني شوي دي او همدارنگه د زيگمون فرويد په ځينو اثارو چې په ادبي شاهكارونو يې نقدونه اوشنني كړي، ترې گټه اخيستې ده. ارواپوهني په مدرنيستي او پس مدرنيستي ادب باندې ځانگړې اغيز ښندلي دي. موږ گورو چې دلته د داستايفسكي، نيچه، كافكا او سورياليستو ليكوالو كومې يادوني شوي دي، يادو ليكوالو په خپل وخت كې دې مسايلوته پام شوي دى.
په پښتو ژبه کې په څېړنیزو اثارو کې به ددې کتاب په شان په همدې موضوع او دې ته ورته موضوع یوازنی کتاب دی چې نمونه او بېلګه نه لري.

ټي‌ټي‌پي؛د پاکستان له خاورې د پاکستان خلاف جهاد ته دوام ورکوو

0

ټي‌ټي‌پي ډلې هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې دوی له افغانستان څخه خپل بریدونه پلانوي.

یادې ډلې په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی په خیبرپښتونخوا کې فعالیت لري او که نړۍوالې رسنۍ یې تضمین ورکوی شي؛ نو دوی چمتو دي چې ان له خپلو مشرانو سره ورته د مرکې زمینه هم برابره کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، هغه ویډیو چې په رسنیو کې د دوی د مشرانو نشره شوې، چې ګواکې په افغانستان کې دي، هغه د چترال د جنګ ویډیو ده.

دوی یو وار بیا پاکستان کې په جګړې ټینګار کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ګڼو پاکستاني سیاستوالو هم په وار وار د طالبانو په حکومت تور ولګوه چې دوی افغانستان کې ټي‌ټي‌پي ډلې ته ځای ورکړی.

هاتف مختار:د اسلامي همکاریو سازمان ناستې لپاره د متقي سفر ناکام وو

د افغانستان د سټراټیژیکو څېړنو د نړیوال مرکز مشر ډاکتر هاتف مختار کامیرون ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي سفر ناکام بللی.

نوموړي ویلي، د یاد سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډ انځور کې امیرخان متقي ته اجازه ورنکړل شوه.

د مختار په خبره، امیرخان متقي غوښتل، افغانستان نړۍ ته ګل‌ګلذار معرفي کړي، خو دا هڅه یې ناکامه او تش لاس راستون شو.

نوموړي دغه راز ویلي، د اسلامي همکاریو سازمان غوښتنه د ټولو افغانانو غوښتنه ده او دغه سازمان د طالبانو حکومت ته وښوده چې چارې یې د اسلام سره په ټکر کې دي.

احمد مسعود:طالبانو ته د ماتې ورکولو هوډ مو پیاوړی دی

د مقاومت په نوم د جبهې مشر احمد مسعود وايي چې دمګړی یې پنځه زره جنګیالي تر قومندې لاندې دي.

احمد مسعود له سي‌ان‌ان سره په خبرو کې ټینګار کړی چې دوی د جګړې لار د ځان د بریا لار ګڼي.

مسعود ویلي، طالبان د جګړې له لارې بریالي نشول؛ بلکې د هغو خبرو له لارې راغلل چې ټرمپ پیل او بایډن عملي کړې.

دی زیاتوي، افغانستان اوس یوازینی هېواد دی چې په مکمل ډول د ترهګرو ډلو په واک کې دی.

مسعود زیاته کړې چې روان کال یې پر طالبانو ۲۰۷ بریدونه کړي.

د هغه په خبره، د طالبانو نوی قانون د جهل او تکبر ښکاره نښه ده او طالبان په دا ډول کړنو هیڅ رسمیت نه شي اخیستی.

نوموړی په داسې حال کې په جګړه ټینګار کوي چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په افغانستان کې د هیڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوي.

تېره اګست میاشت؛پاکستاني طالبانو ۴۴۷ پاکستاني پوځیانو او امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

0

ټي‌ټي‌پي ډلې په تېره اګست میاشت کې په بېلابېلو ځایونو کې پر پاکستاني پوځيانو، امنیتي کسانو او د پاکستان حکومت پورې تړلو کسانو باندې ۲۴۳ بریدونه کړي دي.

د دغو بریدونو له منځه ۷۴ په دېره اسماعیل خان، ۵۰ په جنوبي وزیرستان ، ۶۵ په بنو، ۵۵ په شمالي وزیرستان، ۵۴ پېښور ، ۴۳ په خیبر ایجنسي او یو شمېر نور بریدونه هم د یادې ډلې له لوري د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.

یادې ډلې ویلي چې په دې بریدونو کې ۴۴۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۲۰۲ یې وژل شوي او ۲۴۵ نور ټپیان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې یې له پاکستاني پوځيانو یو شمېر وسایط نیولي او ګڼ شمېر نور یې ویجاړ کړي دي.

د افغانستان ازادۍ ګوند:اړتیا ده چې دین او سیاست سره جلا شي

د افغانستان ازادۍ ګوند وايي، اوس مهال افغانستان په خورا تاریخي او حساس پړاو کې ځای لري.

یاد ګوند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اوسنی وضعیت کولای شي چې د افغانستان برخلیک په مکمل ډول بدل کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، دوی باور لري چې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره یو داسې نوي فصل ته اړتیا ده چې د ټولو لورویو حقونه په کې خوندي وي.

اعلامیه زیاتوي، د اسلام سپیڅلی دین په افغانانو کې لوړ ارزښت لري؛ خو تل د خپلو ګټو لپاره کارېدلی؛ نو اړتیا ده چې دین او سیاست سره جلا شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د یاد ګوند مشر رحمت الله نبیل له حماسه میډیا سره په خبرو کې د ټولو لورویو د حقونو په خوندي کیدو ټینګار کړی وو.