جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 828

عمران خان:پاکستان په سیمو د وېشل کېدو له ګواښ سره مخ دی

0

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، د دوی ګوند اوس هم کولای شي، چې پاکستان کې روان وضعیت کنټرول کړي.

ّهغه ویلي، پاکستان په سیمو د وېشل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

د خان په خبره، د دوی ګوند په ترهګري تورن و؛ خو وروسته معلومه شوه چې ترهګري له پولې هاخوا راځي.

نوموړي دغه راز تور پورې کړی، چې استخباراتي سازمانونو د ترهګري له منځه وړلو پرځای ګوندونه په نښه کول.

عمران خان د فبروري میاشتې ټاکنې د یاد هېواد د بې ثباتي سبب ګڼلی.

مقاومت په نوم جبهه:هرات کې مو طالب سرتېري وژلي

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړط چې په هرات کې یې دوه طالب سرتېري وژلي دي.

یادې جبهې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون د هرات ولایت په پل پشتون سیمه کې د دوی ډلې پر طالب سرتېرو برید وکړ او دوه تنه یې ووژل.

یادې جبهې دغه راز ویلي، چې د وژل شویو طالبانو وسلې هم د ملي مقاومت جبهې لاس ته ورغلي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان د ټرمپ لپاره يو دردېدونکی داغ و

لیکوال: حفیظ همیم

**پرون مې د انسان مجلې دفتر کې د امريکا د ملي امنيت د پخواني سلاکار جان بولټن پر نوي چاپ سوي کتاب خبرې لرلې. د افغانستان په اړه لاندې ټکې ددې کتاب مهمې برخې دي چې ما د غورچاڼ په توګه دلته را اخيستې دي. له اوومه فصله تر ۱۳مه پورې **
د راډيکالو اسلامي ترهګرو له لوري د امريکا پر ضد جګړه د سپټمبر له ۱۱ مخکې پيل سوې وه او لا به روانه وي. د ټرامپ دا نه خوښېږي او داسې اکټ کوي لکه دا چې رښتيا نه وي. هغه په منځني ختيځ کې د پای ته نه رسېدونکو يا endless جګړو پر ضد دی خو ددې لپاره يې هيڅ منسجم پلان نه لاره چې د هغه په پايله کې خپل سرتېري را وباسي.
په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان د ټرمپ لپاره يو دردېدونکی داغ و. د هغه يو لوی شکايت د سرتېرو د رايستلو مسله وه. هغه باور لاره چې متیس ته يې ټول هغه څه په اختيار کې ورکړي دي چې هغه ورته د ط. البانو د له منځه وړلو لپاره اړ و. هغسې چې د داعش خلافت يې ورختم کړ.
له متیس او پمپيو سره د يوې سهارنۍ پر سر مو بحث و. له ما سره درې پوښتنې وې: اول ایا زموږ له راوتلو وروسته به د افغانستان حکومت سقوط وکړي؟ که سقوط کوي نو څومره ژر به يې وکړي؟ دویم دا چې داعش، القاعده او نورې ترهګرې ډلې به زموږ له راوتلو وروسته څومره ژر او په کومو لارو زموږ راوتلو ته غبرګون وښيي او درېیمه پوښتنه دا چې ترهګرې ډلې به څومره ژر پر امريکا حملې وکړي؟ موږ له هغه وروسته په دوشنبه په سپينه ماڼۍ کې بله ناسته راوغوښته او ټرمپ وويل چې د ۲۰۲۰ تر جنوري مخکې غواړم له هغه ځایه راووځو. ټرمپ په دوو دليلونو په افغانستان کې د پوځي حضور له دوام سره مخالف و:
اول هغه کمپاين کاوه چې په يوه لري سيمه کې یوه پای ته نه رسېدونکې جګړه پای ته ورسوي. دویم په پرله پسې ډول د اقتصادي او امنيتي مرستو بد مديريت و.
ددغو پای ته نه رسېدونکو جګړو په اړه زما استدلال دا و چې دا جګړې نه موږ پيل کړې دي او نه په دې ډول پای ته رسېږي چې موږ ووايو دا جګړه پای ته رسوو.
په اسلامي نړۍ کې راډيکالې فلسفې چې د ډېرو وژنو او ويجاړو سبب شوې ايډيالوجکې، سياسي او مذهبي فلسفې وې. يوازې مذهبي غيرت پوره يوه زريزه بشري جګړې تودې وساتلې او دا کار کولای شي چې د امريکا او په لویه کې د غرب پر ضد هم جګړه روانه وساتي.
په افغانستان، سوريه او عراق یا بل هېواد کې جګړه ددې لپاره نه ده چې هغه هېوادونه د ژوند کولو په ښه او خوندي ځای بدل شي. دی وايي زه د مارکسيزم پر دې تحليل باور نه لرم چې د ژوند سمه اقتصادي لاره کولای شي چې خلک له ترهګرۍ څخه راوګرځوي. دی وايي دا ټول کارونه او جګړې ددې لپاره وې چې امريکا له بل ۹/۱۱ یا د سپټمبر له يولسمې او يا تر هغې له بدې پېښې خوندي شي. دی وايي تر هغه چې د ترهګرۍ ګواښ موجود وي نو هېڅ سيمه په جغرافيايي لحاظ له دې ګواښ لري نه ده او هر چېرته رسېدای شي. دی وايي د سپټمبر په يوولسمه کې لاسلرونکي ترهګر امريکا ته په لرګينو بېړيو کې نه و راغلي.
د افغانستان په مسله کې زما لومړۍ ښکېلتيا په د ۲۰۱۸ کال د مې پر لسمه پيل شوه. زلمی خليلزاد چې زما ملګری دی او د بوش (۴۱ ولسمشر) له ادارې يې پېژنم او په ۲۰۰۷ کې زما پر ځای ملګرو ملتونو کې د امريکا استازی شو، زما لیدنې ته راغی. خليلزاد راته وويل چې ځينو خلکو له ده سره اړيکي نيولي او ورته ويلي یې چې د ط. البانو د بېلابېلو هغو ډلو په استازيتوب يې دا اړيکي نيولې او له ده سره خبرې کوي چې غواړي پر سوله خبرې وکړي.
د نومبر پر اتمه په يوه غونډه کې ټرمپ وويل چې خلیلزاد یو چلباز سړی دی خو تاسې ددې کار لپاره داسې يوه سړي ته هم اړتيا لرئ. ټرمپ وويل چې زما ستراتيژي غلطه وه او هېڅ شی هم په هغه ځای کې نه دی چې ما غوښتل. موږ هر څه بايللي دي. دا یوه بشپړه ناکامي وه. دا د هر څه ضايع کېدل دي. دا شرم دی . زه په دې باره کې له خبرو کرکه لرم.
ټرمپ د MOAB Massive Ordnance Air Blast چې لوی غیرهستوي بم دی د کارونې مسله راپورته کړه ويې ويل چې دې بم مطلوبې اغېزې نه لرلې.
ټرمپ او متیس یو بل ته استدلال پيل کړ:
ټرمپ: موږ د ناټو لګښتونو پرې کوو.
متیس: داع.ش لا تر اوسه په افغانستان کې شته.
ټرمپ: دا کار روسيې ته پرېږدئ چې هغه يې سمبال کړي. موږ اووه زره مايله لري يو خو موږ تر اوسه هم هدف یو. هغه به زموږ ساحلونو ته راشي….
دا يوه وېروونکې ننداره ده يو ځای نه یو ځای بايد داسې پيدا شي چې موږ ترې راووځو.
کاټس وويل چې افغانستان د امريکا لپاره یوه سرحدي -امنيتي موضوع وه. خو ټرمپ يې خبره نه اورېده. ټرمپ وويل چې موږ به هېڅکله هم ترې راخلاص نه شو. دا کار يوه احمق سړي کړی چې جورج بوش نومېده.
زه په دې غونډه کې تر اخره خاموش ناست وم ځکه دا ټول ميټينګ يوه تېروتنه وه.
ټرمپ ته مې وويل چې که موږ راووځو نو څنګه کولای شو چې امريکا د ترهګرو له بريده خوندي کړو. ټرامپ راته وويل چې موږ به ورته ووايو چې که له افغانستان څخه بريد راباندې وشو نو دغه هېواد به له خاورو سره خاورې کړو. ما ورته وويل چې موږ وار له مخې يو ځل دا کار کړی دی اوس د لږ سم ځواب اړتيا ده.
زه او شینان چې د متیس پر ځای دفاع وزارت ته راغلی و په دې اړه اندېښمن و چې خليلزاد ته له حساب کتاب پرته ډېر واک ورکړل شوی و. زموږ اندېښنه يوازې دا نه وه چې خلیلزاد یو کمزوری مرکچي دی بلکې دا وه چې هر څه خلیلزاد کول د پمپيو په اشاره يې کول. ط. البانو د امريکا-طالبان پر اعلاميه ټينګار کاوه چې له مخې يې بايد ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي چې دې کار په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد فعاليتونو ته نور هېڅ ځای نه پرېښود. زما وېره دا وه چې بهرنيو چارو وزارت له ط. البانو سره جوړجاړي کې تلواره کوله .
په ډيپلوماتيکه ستراتيژي کې تر ټولو جدي ستونزه دا وه چې که چېرته ط. البان په رښتيا باور وکړي چې موږ له افغانستان څخه وځو، نو بيا به په جدي توګه د خبرو کولو لپاره هېڅ انګېزه و نه لري. په ساده توګه به دوی منتظر پاتې شي او دا کار دوی مخکې هم کړی دی.
د سولې له خبرو څخه د پمپيو هدف يوازې یوه تړون ته رسېدل و چې بيا بريالتيوب اعلان کړي.
په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې ما دوه هدفه لرل:
اول: په بالقوه ډول د داعش او القاعده دوباره راپورته کېدل او امريکا ته د ترهګريزو بريدونو ګواښ پېښولو مخنيوی
دویم: د پاکستان او د ايران د اټومي پروګرامونو په مقابل کې هوښيار اوسېدل او د هغوی څارل.
په عين حال کې له ط. البانو سره د زلمي خلیلزاد خبرې يوه بله ستونزه وه. پمپيو باور درلود چې دی د ټرمپ منډېټ پر مخ وړي چې پر يوه داسې تړون خبرې اترې وکړي چې په افغانستان کې د امريکايي پوځونو حضور صفر کړي. خو زما په باور دا ډېره بده پاليسي وه.
د امريکا حکومت د هر هغه استدلال مخالف و چې له قيد و شرط پرته پوځي حضور صفر ته راټيټ کړي. خو دا کار په هغه صورت کې د منلو وړ دی چې ۱) په افغانستان کې ترهګریز فعاليتونه نه وي ۲) داع. ش او ال. قاعده و نه شي کولای چې په افغانستان کې عملياتي بیسونه جوړ کړي ۳) موږ د دې ټکو د تاييد لپاره کافي وسايل او لارې چارې ولرو.
پمپيو ويل چې پنټګان له ط. البانو سره تړون ته لېواله دی. کله چې موږ خپل حضور راکموو نو زموږ ځواکونو ته متوجه ګواښونه له منځه ولاړ سي. له دغسې تړون پرته امريکايي ځواکونو ته متوجه ګواښونه لوی و. دا يو ماشومانه نظر و. دا زما لپاره د حيرانتيا وړ وه چې دغه ډول يو تړون به موږ ته له هغې ترهګرې ډلې څخه څنګه واقعي خونديتوب راکړي چې موږ پرې هېڅکله باور نه و کړی.
ټرمپ وويل په افغانستان کې تر جګړې کولو دا ډېره ارزانه تمامېږي چې نړيوال سوداګريز مرکز بېرته دوباره اباد کړای شي.
خلیلزاد راته وويل چې پمپيو ورته ويلي چې له بولټن سره مه ګوره ځکه هغه ما د ټرمپ په مخکې تعضیفوي. دا د تعجب وړ نه ده چې زموږ ادارې په داخل کې د افغانستان په اړه ستونزې لرلې.
موږ د ايتوپيا له لومړي وزير ابي احمد سره ټليفوني خبرې کولې. ټرمپ غوښتل چې د بويينګ ۷۳۷ ماکس الوتکې د لوېدلو له کبله له هغه سره غمرازي وکړي. تر هغه چې ټليفوني کرښه جوړېده موږ منتظر و چې ټرامپ ناڅاپه وويل موږ بايد له هغه ځایه راووځو.
ډانفورډ ټرمپ ته وويل چې زموږ له راوتلو وروسته که افغان حکومت کمروزی شي موږ به يې مرستې ته ورسېږو ، او ټول تمرکز به پر ال. قاعده او داع. ش وکړو چې امريکا ته واقعي خطر دی. په دې غونډه کې ما ورته وويل چې کمزوری مرکزي حکومت د افغانستان همېشنی تاريخي واقعیت دی او دا د افغانانو لپاره کومه نوې خبره نه ده.
د مارچ پر يوویشتمه موږ ميټينګ لاره . شنهان او ډانفورډ داسې چارټ راوړی و چې ښودل يې د بهرنيو چارو وزارت له ط. البانو سره په خبرو کې له هغه څه لاره چپه کړې وه چې پنټنګان له ط. البانو سره د خبرو لارښود اصول بلل. زما لپاره تر ټولو د حيرانتياوړ دا وه چې د بهرنيو چارو وزارت له لوري له ط. البانو سره د خبرو اترو اهداف له هغو سره توپير درلود چې ما ورته د امريکا د اصلي اهدافو په سترګه کتل. مثلا د اورپکۍ د بيا راپورته کېدو د ځپلو لپاره بشپړه وړتيا او د ايران او پاکستان د اټومي پروګرامونو د خطرونو په مقابل کې هوښيار اوسېدل او د هغوی څارل.
پمپيو له نورو چارواکو شکایت کاوه او ويل يې چې دوی باید خليلزاد له ط. البانو سره د مذاکراتو مسلې ته يوازې پرېږدي او مداخله و نه کړي.
زه په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د جرمونو په اړه د هاګ د نړيوالې محکمې له لوري له پلټنو سره مخالف وم او په دې باره کې مې څو ځله ويناوې هم کړې وې.
د جولای په لومړۍ ورځ نزدې وه چې خليلزاد له ط. البانو سره تړون اعلان کړي پرته له دې چې په واشينګټن کې دا خبره له چا سره شريکه کړي له همدې کبله دفاع وزیر اسپر له پمپيو څخه وغوښتل چې د تړون متن د کتنې لپاره واشينګټن ته راوړي.
پمپيو هڅه کوله چې له ط. البانو سره کېدونکی تړون دده، ټرمپ او خليلزاد په منځ کې پاتې وي او نور ورته لاسرسی و نه لري. د اګست پر پنځلسمه مې د خلیلزاد په غوښتنه له هغه سره ولیدل. په لومړيو کې هغه غوښتل چې زه له ط. البانو سره د تړون متن ولولم خو ویل يې نه شي کولای چې د متن کاپي راته پرېږدي. ما هم و نه لوست.
ټرمپ له ما وپوښتل چې له ط. البانو سره تړون لاسليک کوې؟ ما ورته خپل دلایل وويل او زياته مې کړه چې نه. بيا ټرمپ وپوښتل چې ايا دغه تړون به ثابت وي؟ ما ويل نه. ځکه چې زما په نظر ط. البان به دغه تړون ته پابند پاتې نه سي او پر دې هر څوک پوهېږي. وروسته ټرمپ ټوله غونډه په دې خبره راوپاروله چې ويل يې زه غواړم له ط. البانو سره خبرې وکړم، هغه واشینګټڼ ته راوغواړئ. وروسته ټرامپ وويل چې غني او ط. البان دواړه د تړون تر لاسليک مخکې دلته راوغواړئ. خلیلزاد وويل چې هغوی له دې سره لېواله دي چې دلته راشي.
د سپټمبر پر پنځمه ماته وويل شول چې ټرمپ ط. البان او غني کمپ ډيويډ ته راغواړي او زه هم بايد هلته واوسم. خو وايي ددې بحثونو په منځ کې خبر شوم چې په کابل کې ځانمرګي لس تنه وژلي يو تن امريکایی او يو رومانيايي هم پکې دی. دا له شکه پرته د ط. البانو برید و او ښايي له ايران سره يې په شريکه ترسره کړی وي. له همدې کبله د کمپ ډيويډ غونډه کنسل شوه. ددې ناستې يوه بدي دا هم وه چې د سپټمبر پر اتمه کېده، یعني د سپمټبر له ۱۱ یوازې درې ورځي مخکې هغه ورځ چې القاعده پر امريکا بريدونه وکړل او ط. البانو همدغې ډلې ته پناه ورکړې وه. ټرمپ وويل چې ناسته کنسل کړئ، موږ له دوی سره ګورو او دوی زموږ سرتېری مړ او څو نور ټپيان کړل.

نبیل؛د افغانستان اوسنی وضعیت له ایرو څخه د راوتلي تازه توکي په څېر دی

د جمهوري حکومت د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل ویلي، د افغانستان اوسنی وضعیت له ایرو څخه د راوتلي توکي په څېر دی، چې په ظاهر ارام؛ خو په اصل کې هره صحنه د لویو بدلونونو پېښدو ګواښ وي.

هغه په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت د نوي قانون په اړه توند غبرګونونه راپورته شول.

۱۰۵ کاله مخښکې

لیکوال: حفیظ همیم

د یوه زړور پاچا په غږ ولس راټول او افغانستان یې ل استعماره خپلواک کړ. پاچا محسوسوله چې نړۍ له افغانستان څخه ډېره مخکې تللې، ځکه یې ګړندي ګامونه ورپسې اخيستل. اصلاحات یې پيل کړل. پوهنې ته یې پراختیا ورکړه. صنعت ته یې وده ورکړه. نړيوال اړيکي یې پراخ کړل. په لږ وخت کې افغانستان د سیمې لپاره د الهام اخیستلو سرچینه شوه. افغانستان په منځنۍ اسیا کې د مسلمانو پټ او ښکاره ملاتړ پيل کړ. افغانستان د نړۍ د ډېرو ملتونو سترګې وې. د بخارا امیر له ماتې وروسته افغانستان ته پنا راوړه. پاچا یې سرکاري هرکلی وکړ او له بیت الماله یې ورته د ژوند خرچ خراج برابر کړل. افغانستان د هند د تبعیدي حکومت پر کوربه توب سربېره د هغوی سياسي او بوځي ملاتړ کاوه. نړۍ ورته د سيال او شريک په سترګه کتل. د سيمې په کچه یې تر ټولو مخکې د بانکنوټ چاپولو نوښت وکړ. ريل پټلۍ جوړ شوه. الوتکې واخيستل شوې. بهرنۍ نړۍ ته نجونې او هلکان د زده کړو لپاره ولېږل شول. اساسي قانون تصويب او ښځو ته پکې د رایې ورکولو حق ورکړل شو. دا هغه وخت و چې په غرب کې هم ښځو دا حق نه لاره. خو یو سلو پنځه کاله وروسته، افغان ښځه له کوره یا وتلای نه شي یا باید په چادري کې راووځي. د درس دروازې پرې بندې او د دنیا په زرګونه دندو کې دوی یوازې او یوازې سوال او ګدایګري ته پرېښودلې کېږي. افغانستان له نړۍ څخه د نور په سرعت شاته پاتې کېږي. تر شمالي کوریا هم ډېر منزوي دی. د نړۍ یوازېنی هېواد دی چې اساسي قانون نه لري. له خوارځواکۍ څخه د ماشومانو او د زېږون پر مهال د مېندو مړينه د فاجعې تر کچې لوړه ده. فقر او بېوزلې پکې تر افریقا ډېره ده او پاسپورټ یې دومره بې ارزښته شوی چې یوازې سومالیا او ورته څو نورو هېوادونو ته پرې سفر ممکن دی هغه هم چې نور هېوادونو مو په ټرانیزیټ کې ستونزه جوړه نه کړي.
۱۰۵ کاله وروسته د خپلواکي ورځ په داسې وخت کې را رسېږي چې د پاچا نوم اخيستل که جرم نه دی ترې کم هم نه دی، عکس ته یې رنګ ورپاشل کېږي او پر اصلاحاتو یې د بېدنۍ د ترویج تور پورې کېږي. هغه بیرغ چې تر سیوري لاندې یې خپلواکي واخيستل شوه، پر خاور پروت دی او رپول یې جرم دي. ۱۰۵ کاله ورسته استعمار د همدغه ذهنیت په بڼه د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې بېرته د یوه دنګ دېوال په څېر ولاړ دی. بویه چې بل پاچا پیدا شي او په جومات کې توره له تېکې راوکاږي ووايي، ((‌من خود و مملکتم را از نگاه داخلی و خارجی کاملا آزاد و مستقل و خودمختار اعلام نموده‌ام . مملکت من بعد از این مانند ممالک و قدرت های دیگر جهان مستقل خواهد بود‌.))

(کُردۍ انجلینا جولي)اسیه رمضان

لیکوال: سمسور ودان
اسیه رمضان انتار چې په ویان انتار هم مشهوره وه، کردۍ انجلینا جولي به یې ورته ویل. هغه د (ypj) یا د ښځو د تحفظ ډلې مبارزه وه، چې له زرګونو نورو پیغلو انجونو او میرمنو سره د ټولنیزو او نړیوالو رسنیو، خبري سرچینو او سنګر له لارې یوځای د القاعده او داعش وسله والې ډلې خلاف جنګېدله. همدغې مبارزې هغه د ښځو د حقونو له پاره د جاري جګړې یو سمبول وګرځوله.
اسیه په ۱۹۹۷ میلادي کال د شام (سوریې) په قمیشلي کې پیدا شوه. لومړنۍ زده کړې او جګړه ییز مهارتونه یې د وخت د غوښتنې په اساس په کم عمر کې پوره کړل.
دا چې کردي وګړي د ایران، عراق، سوریې او ترکیې په څلورو سرحدي سیمو کې میشت دي او یو هېواد هم د هغوی حق ورکولو ته نه دي قایل؛ نو کردانو هم وسله واله مبارزه پیل کړې او د پېشمرګه ځواک په نوم میرمنو او انجونو ته ځانګړې شوې وسله واله ډله لري؛ چې لسګونه زره وسله والې مبارزې پکې دي.
اسیه په ۱۶ کلنۍ کې د ۲۰۱۴ کال پر مهال له داعش (خلاف اسلامي فی العراق و شام) ډلې سره د جګړې ډګر ته ښکته شوه او ترڅنګ یې د کردي ښخو د ساتنې او هغوی ته د حق اخیستنې بې وسلې مبارزه هم پیل کړه او د (وايي پي جې) غړې شوه.
اسیې په ډیرې کم عمرۍ (۱۵ کلنۍ) کې واده وکړ؛ خو له واده ۳ میاشتې وروسته چې په کردۍ ټولنه کې نوي قوانین رامنځ ته شول؛ نو هغې له خپل خاوند او خسرګنۍ سره د ورځنیو جګړه له امله طلاق واخیسته او د کردۍ ښځو د ساتنې کمیټې سره یوځای شوه. په یاده ډله کې له ګډون وروسته هغه په ټولنیزو او سیمه ییزو رسنیو کې خورا فعاله شوه او هڅه یې وکړه، چې په شام او نورو هېوادونو کې د کردانو د ښځو له پاره حقونه واخلي، د هغوی پر خلاف د روانې نسل کشۍ خبره نړیواله کړي او لوټل شوې ازادي یژ بیرته ورته واخلي.
که څه هم د هغې د عمر په باره کې مغربي رسنۍ بیلابیلې نظریې لري؛ خو د (واي پي جې) یو تن جنرال عبدالله شیرین دا خبره منلې چې هغه په ۱۹۹۷ کې پیدا او د مړینې پر وخت ۱۸ کلنه وه.
بهر حال کله چې په ۲۰۱۵ کال د هغې یو انځور د بهرنۍ ژورنالیستې له لوري واخیستل شو او نوموړې ته یې د بدني ورته والي له امله د کردۍ انجلینا جولي نوم ورکړ؛ نو هغې په انټرنېټ کې نړیوال شهرت ترلاسه کړ؛ خو خپله اسیې او نورو کرديانو دغه لقب و نه مانه او انجلینا جولي یې یوه بېخونده ښځه وګڼله چې په وینا یې له اسیه رمضان سره یې مشابهت ناسم دی؛ ځکه جولي د هالي ووډ د نیمه لوڅو فلمونو لوبغاړې او اسیه د ترهګرو پر خلاف جنګېدونکې اصلي مبارزه ده؛ خو له دې سره سره په لومړیو کې هغه د یو شمېر نورو نړیوالو رسنیو د خبرونو سرټکی وګرځېده، ډیرو ویبسایټونو، ټلویزونونو او رسنیزو سرچینو د انجلینا جولي سربیره له هسپانوۍ ممثلې پینلوپ کروز سره هم ورته وبلله.
له دې وروسته اسیه د یو څه وخت له پاره له رسنیو ورکه وه او په خپلو جګړو او مبارزو مصروفه وه؛ خو کله یې چې د مړینې خبر خپور شو یو ځل بیا د رسنیو بیا ور پام شو.
که څه هم د ژوند او مبارزې پر مهال مغربیانو هغه له داعشیانو سره د جنګېدونکې وسله والې په نوم مشهوره کړه؛ خو کردان په دې اند دي، چې اسیه له ښځو څخه یوازې د شهوت پوره کولو او خوند اخیستلو پر ضد مبارزه کوله. هغې غوښتل چې ښځې د خپلې خوښې څښتنې کړي. اسیه د نسل پرستۍ هم سخته مخالفه وه. د چومان کیاني په نوم یو تن کرد جنګیالي بي بي سي ته ویلي و، چې: د اسیه رمضان د مبارزې فلسه ټوله د سیکس ازم پر خلاف وه او هغې غوښتل چې ټولنه کې ښځه باید د یو شي په څیر متعارفه نشي؛ بلکې د یو عزتمند مخلوق په څیر وزته وکتل شي؛ خو غرب والو د اسیې دغه مبارزه د تل له پاره پټه ساتله او یوازې د داعش پر خلاف جګړه کې یې د هغې ملاتړ او نوم خپراوی کاوه.
اسیه رمضان په خپله مبارزه کې تر ډیره بریالۍ شوه او په کردستان (په کرد میشتو سیمو) کې یې هڅو رنګ راوړ؛ خو بالاخره د منبیج په سیمې چې کله داعشیانو برید وکړ؛ نو هغه هم د یوې حملې پر مهال د میزایل یا راکټ ښکار شوه او د تل له پاره یې سترګې پټې شوې.
په لومړیو کې ویل کیدل چې هغه د ترکیې یا سوریې د فوځ له لوري د لیبیا په طرابلس کې د پټو عملیاتو پر مهال وژل شوې؛ خو وروسته د (واي پي جې) ډلې ویاند دغه خبر رد کړ او ویې ویل، چې: نوموړې د داعشیانو برید کې وژل شوې.
باید وویل شي، چې د اسیه رمضان د مړینې پر مهال د کردي ښځو د ساتنې ډلې ۷۰۰۰ غړې لرلې، چې عمرونه یې له ۱۸ نه تر ۴۰ کلنو پورې ول.
هېره دې نه وي، چې اسیه له اصله د روجوا سیمې وه او د ۲۰۱۶ کال د اګست په ۳۰ ووژل شوه، خو د مړینې خبر یې یوه ورځ وروسته یعنې په ۳۱م اګست خپور شو.

انجونې او احساس

لیکوال: سمسور ودان

نجونې هیڅ تر هلکانو کمې نه دي؛ بلکې یوه ځانګړنه یې ترې غښتلې ده، چې احساس او درک نومیږي. زما زیاتره رازونه له دوو ښځینه ملګرو سره دي. په کور کې هم له وروڼو زیات خویندو سره ټوکې کوم.
د ښوونځي کیسه به درته وکړم: د ښوونکو د کمښت له امله مې په یو وخت دوو ټولګیو ته درس وایه. سخت به ستړی شوم؛ خو د زیاترو زده کوونکو مینې او خندانو څېرو لټۍ ته نه پرېښودم.
سیلۍ مې د ټولګي تر ټولو شوخه زده کوونکې وه. یوه ورځ یې د تېر په څير شوخي وکړه. ورته غوسه شوم. خواره د ساعت تر وروستیو غلې ناسته وه او تر خولې یې خبره نه راوتله. بیا مې ترې بښنه وغوښته، ما ویل: خفه شوې نه یې؟!
په خندا یې وویل: ځااا… معلم صیب! معلمانو کله له شاګردانو بښنه غوښتې؟!
په دې ورځ یې هم زما قلم پټ کړی و. نه پوهېږم چې د کال تر پای به یې څومره قلمونه را نه غلا کړي وي. زه هم پرې پوهېدم. خو همداسې مې پرېښوده، زړه کې مې ویل: بده غلا نه ده.
یوه ورځ یې قصداً خپلې ترلې (تره لور) ته زما د کوژدنې په نوم غږ ورکاوه. وروسته پوه شوم چې د ځورولو په خاطر یې زما له کشرۍ خور زده کړی. ما هم په دې ځوروله چې ته سیلۍ یې که نسیم بي بي؟ کورنی نوم یې هم را ته یاد و؛ کله به مې چې ورته ووایه: تروشه به شوه. زه یې رسمي ښوونکی نه وم؛ خو د څو ورځو تدریس کې یې راسره لګېدلې وه. خپله ډله به یې شوخه شنګه ساتله او کومه ورځ به چې راغلې نه وه، ټول صنف به بدخوندې خاموشۍ پسې اخیستی و. د کال پیل کې یې سرښوونکي ته ویلي و، چې: سمسور زموږ استاذ کړه؛ که نه! له هغه بل قاري صیب سره مو هسې هم نه لګیږي.
کابل ته د راتلو پر مهال مې ورته وویل: ستا نوم مې ناول کې په خپلې لور ایښی. ښه ډیر یې وخندل، خپلو سهیلیو ته یې ور غږ کړل: اې کمبختو! دلته راشئ! استاذ واده کړی. بیا یې په شنه زور شیریني را نه غوښتله. په دې غرمه زما موبایل په لاس ورغلی و، څو انځورونه یې پکې کتلي و، ویلې: شرم نه درځي؟ ښځه دې کړې او د پردیو انجونو عکسونه ساتې.
ومې خندل: مالې بیا خو باید له تا سره هم و نه غږېږم، ځکه ښځه مې کړې.
ویلې: زه خو دې زده کوونکې یم.
کړه مې: هو، هغه هم تر نورو خوږه او مکاره زده کوونکې.
قهرجنه روانه شوه، ویلې: خور دې درباندې خبروم.
پلار یې غوسه ناک و او زه به یې چې له خپلو خویندو، وروڼو او یا زده کوونکو سره په ټوکو ولیدلم، اوښلن او حیران به یې را وکتل. یو سهار یې راته وویل: زموږ پلار او وروڼه خو ستاسې په څير نه دي؛ دا ولې؟ ځواب ته یې بې خبرو شوم. ټوله ورځ مې ورته خوا بده وه، تر نیمې شپې مې خوب ورک و.
هره زده کوونکې او زده کوونکی راباندې ګران و، کله ناکله به مې ان په تفریح کې لوبې ورسره کولې، چې دې چارې د ښوونځي سرمعلم ته خوند هم نه ورکاوه او څو ځله یې زما تر پلاره ګیله ورسوله؛ خو ما خپله کوله.
که رښتیا ووایم: اوس مې هم کله ناکله زړه وشي، چې د ټولو خنډونو او چیلنجونو باوجود بیرته ښوونځي ته لاړ شم او د سیلۍ استاذ شم. په هماغو خړو دیوالونو کې شګلنې ځمکې باندې ورسره کېنم، درس ورته ووایم او کړسنده تېزه خندا یې واورم.
های سیلۍ! چې ته به اوس ښوونځي ته ځې که…؟
مرے قبیلے میں تعلیم کا رواج نہ تھا
مرے بزرگ مگر تختیاں بناتے تھ

زما قبیلې کې د تعلیم رواج نه و
خو زما مشرانو به تختې جوړوې

د محمود درویش لازواله مینه

ژباړه: سمسور ودان

د فلسطین قومي شاعر (محمود دروېش) چې کله په اسرائیلۍ (ريټا) مئین شو؛ نو د غزل نیمايي روح یې د هغې شاعرانه مینې په نوم کړ او ورته ویې لیکل: زه د خپل قوم د عزت او اصولو، د همدې اصولو د سترتوب او خپل ښار د دود، دستور او رواجونو د زولنو باوجود درسره مینه لرم.
خو ډارېږم که ستا لپاره دا هر څه پرېږدم/ وپلورم، نو ته به مې پرېږدې او ما ته به له تاوان پرته نور هیڅ شی را پاتې نشي.
کله چې د عربو او اسرائیلو جګړه پیل شوه، نو د اسرائیلو ټول بالغ هلکان او نجونې پوځ کې شامل شول. په همدې وخت کې دروېش د شعر یوه لویه برخه د وطن مینې ته وقف کړه او فلسطینۍ خاورې سره یې انسیت اعلان کړ.
د وخت په تېرېدو د دروېش او ریټا مینې زور واخیسته، خو په دې منځ کې دروېش پوه شو چې هغه اصلاً یوه اسرائیلۍ جاسوسه ده؛ نو له ډېر درده یې ولیکل: شعرت بأن وطني احتل مرة أخرى
«نن را ته بیا داسې ښکاره شوه لکه وطن مې چې د دښمن لاس ته لوېدلی وي.»
بیا یې خپله محبوبه مخاطبه کړه: ریټا! ښايي ستا لپاره د اهمیت وړ نه و؛ خو دا زما زړه و.
د درویش وروستۍ جمله دا وه: زموږ ترمنځ کومه لویه حادثه پېښه نشوه، یو له بل سره مو جنګ هم و نه کړ، نه مو پر یو بل چیغې ووهلې.
په ډیرې خاموشۍ مو هر څه ختم کړل او د یو او بل له زندګیو داسې ووتو؛ لکه هیڅ چې نه وو.
زما او د ریټا د سترګو ترمنځ توپک حایل شو!
یو بل ځای د خپلې مینې په اړه لیکي: له هغې سره مې داسې مینه وکړه، څنګه چې ما غوښتل چې یو څوک یې له ما سره وکړي. ما له ریټا سره د یو انسان په توګه نه بلکې د یو وطن په څیر مینه وکړه، چې هیڅکله ورسره اړیکه نه پرې کیږي.
د ژوند په وروستیو کې دروېش یو تلویزیون سره په مرکه کې وویل: ما سوچ کاوو چې موږ یوازې په مرګ بېلېدلی شو؛ خو مرګ لا لرې دی او موږ…
مګر څنګه مې له هغې نجلۍ سره مینه جاري ساتلی شوه، چې په نابلس او القدس کې زما د قوم لوڼې نیسی!
دې عظیم شاعر د وطن له مینې خپله مینه قربانه کړه؛ ځکه خو یې ولیکل چې: شاید ما خپل زړه په نامناسبه ځمکه کې وکره، ځکه وچ شو.

له مړینې وروسته مور ته د یو نرښځي لیک

ژباړه: سمسور ودان

زما عمر ۹ یا لس کاله و چې ابا له کوره په څښولو څښولو کور څخه کوره کړم. ما په چیغو چیغو تا ته نارې در وهلې، مګر تا په بې حسي او ډار سره را کتل. یوازینی شی چې حرکت یې درلود ستا اوښکې وې چې د ابا د غوسې پر وړاندې هم نه درېدلې. ستا هره اوښکه د دې ثبوت و چې د ابا له دې کاره ناخوښه یې؛ خو ته د ابا هرې خبرې منلو او تسلیمولو باندې مجبوره وې.
د کلیوالو پېغورونو، د خپلوانو طنزیه خبرو او د خلکو وږیو نظرونو څخه به چې ابا بې قابو شو نو د خپلې تورې څرمنې په څپلکو یې زما څرمن وېستله.
په خپل جسم له څپلکو راپیدا شویو نښانونو سره به مې هغې تورې جونګړې ته منډه کړه چې په ټول کور کې زما یوازینی پټنځای و.
چې د وهلو ورځ به ختمه شوه او شپه به را ورسېده نو ته به له ابا پټه راغلې، زه به دې سینې ته در نیږدې کړم، په ټیکري به دې زما ټپونه ټکور کړل، زما سر به دې په غېږې کې نیولی و او ساعتونه ساعتونه به راسره ناسته وې، زما په غلي کولو کولو به دې خپلې سلګۍ غلې شوې. د اهونو او سلګیو له انګازو پرته په دې توره جونګړه کې بل هیڅ نه اورېدل کېدل. موږ دواړو د اوښکو په ژبه خبرې کولې. زما په اوښکو کې بې شمېره پوښتنې وې، چې اخیر ولې ابا یوازې له ما څخه نفرت کوي؟ ولې کور ته د میلمنو له راتلو سره ما هم د کور په تیاره ګودام کې بېکاره سامانونو سره بند کړي؟ او تر څو چې د خدای رحمت (مېلمانه) زموږ له کوره تللي نه وي، ما ته د ازادۍ اجازه نه راکول کیږي. دا د خدای رحمت هر ځل ولې ما ته زحمت شي؟
بس کله ناکله به دې په تندي یا لاسونو تر ښکلولو وروسته ثابته کړه چې خپل شهزاده زوی سره مینه لرې.
د یوې پوښتنې په بار بار کولو به ستړی او بالاخره ویده شوم، چې اخیر له ما کومه داسې خطا شوې چې د خپلو نورو وروڼو او خویندو په څېر د ابا د مینې حقدار نه یم؟!
هاو… ستا په غېږ کې له ویده کېدو وړاندې مې دا دعا کوله چې خدای شپه هیڅ ختمه نه کړې؛ خو سهار به شو او تا به بیا د هغې روایتي ښځې جامه واغوسته، چې د ابا او ټولنې له ویرې به یې ما سره ښکاره مینه نشوای کولی.
کومه ورځ چې ابا له کوره ووېستم؛ په هغه ورځ زما ګناه صرف دومره وه چې ستا په سینګار مېز ایښې سرخي باندې مې خپلې شونډې سرې کړې، ستا سور ټيکری مې پر سر کړ، ستا د لاسونو بنګړي مې په خپلې مټې کې واچول او ستا (ټک ټک کوونکې سنډلې) مې په موسکا موسکا پښو کړې. لا به مې ځان ته کتلي نه و، چې ابا راغی او په ما یې د ګوزارونو باران پیل کړ. ډېره بښنه مې ترې وغوښته؛ خو زما یوه خبره یې هم نه اورېده. بېا یې په ښکنځلو پيل وکړ، زه یې په ځمکه وڅښولم. د نرښځيه! نرښځیه! تر ویلو وروسته یې کور څخه وشړلم او د تل له پاره یې خپلوانو نه لیرې کړم.
زما له پاره د ابا وروستي الفاظ دا و چې: سر له ننه ته زموږ له پاره مړ شوې.
چې دا خبره مې واورېده؛ هغه لاسونه مې سست شول چې د ابا پښې مې ټینګې پرې نیولې وې. زما د عذرونو ژبه غلې شوه او اوښکې مې ودرېدې؛ ځکه زه پوهېدم چې ابا له خپلې کړې خبرې کله هم نه اوړي. او ته مورې… تا خو تر اوسه د ابا د یوې ناروا پرېکړې خلاف هم د (نه) ویلو همت نه و کړی.
بېا نو ابا دلته پرېښودم، چېرې چې یو (ګرو) اوسیږي. هغه له امجده زما نوم علیشاه ته بدل کړ او نڅېدل یې را وښودل. هر وخت به یې څارلم، خو ما ته به چې هر وخت موقع پیدا شوه نو کور سره د لېونۍ مینې له امله به مې رامنډې کړې، خو د ابا وروستۍ خبرې به په دروازه کې ایسار کړم. د دروازې له چولې به مې چې ته د تنور په غاړه له ګرمې ډوډۍ سره ولیدلې نو لوږه به مې را وپارېده او بیا به چې تا په خپلو لاسونو زما د کشرانو وروڼو او خویندو خولو ته نواله ور پورته کړه، نو زما به هم له حسرته خوله خلاصه پاتې شوه. د دې حسرت پوره کولو لپاره به مې ډېر کله کور څخه بهر ایښې وچه ډوډۍ په خپلو اوښکو لمده خوړله.
وروستي اخترونه خو تنها وو، مګر کله چې کور نه لا شړل شوی نه وم، ابا به د اختر په ورځ د هر یو لاس باندې اختری کېښود خو زما لاس به همداسې خلاص پاتې شو. چې د هر ماشوم لمن به له مینې ډکه شوه زما به خالي پاتې کېده. چې ابا به له شفقته د هر یو په سر لاس کش کاوه زما سر به همداسې ځوړند پاتې شو.
په انګړ کې ولاړ د ابا سایکل به مې چې کوڅو څخه تېرېدونکی ولیده نو زړه کې به مې وګرځېدل چې کاش ابا فقط یو ځل سایکل ودروي او ما له سینې سره ولګوي! خو زما دا هیله به هیله پاتې شوه.
د کور پرېښودو له عذاب وروسته په ما یو بل عذاب نازل شو، چې درد یې ان زما روح زخمي کړ. څو شریفان (ګرو) ته راغلل او زه یې ترې بوتلم، په زور یې جامې را څخه ووېستلې او د خپل هوس ښکار یې کړم.
مورې! زه دومره کوچنی او کمزوری وم چې د تکلیف له امله بې هوښه شوی وم. په همدې بې هوښۍ کې یې بېرته (ګرو) ته ور حواله کړی وم.
بیا دا لړۍ دومره دوامداره شوه چې زه هره ورځ په خپلو نظرونو کې غورځېدم او مړ کېدم. څه مې کړي وای؟ اوس مې بل پټنځای هم نه درلود.
بیا همدې کار ته ګرو زما د پېشې نوم ورکړ. له هغه څو وارې وتښتېدم، دروازې په دروازې مې د وظیفې لټه پیل کړه، خو له مایوسي پرته مې هیڅ څه لاس ته رانغلل. هر ځل مې د ګرو په در کې پناه ترلاسه کړه.
زموږ وجود په ټولنه کې لکه ښکنځله، که چا ته ښېرا هم کوو نو ورته وایو: ځه خدای دې ستا په کور کې هم زموږ په څیر یو شی پیدا کړي. حال دا چې زموږ په وینو کې هم سره وینه بهیږي، زموږ پیدا کوونکی هم هغه ذات دی چې دوی یې پیدا کړي، زموږ سینو کې هم د دوی په څېر زړه دربیږي. نو بیا د کومې ګناه سزا راکول کیږي؟ زموږ جرم څه وي؟ ممکن قصور مو همدا وي چې زموږ وینه سره او د ټولنې سپینه ده.
مورې! زه ټول ژوند د ژوند تېرولو په امید وژل کېدلم، د سپینې وینې خلک مو کله د مذهب او کله بیا له جسم فروشۍ د انکار په تور وجودونو باندې ګولۍ وچلوي.
ما سره هم داسې وشول، په دزو وویشتل شوم، چې په هوښ راغلم نو ډاکټر د هیلو دریڅه راښکارول وغوښتل، په غوږ کې یې ورو راته وویل: که ته همت وکړې بېرته ژوند ته راګرځېدلی شې!
ما په ډېر تکلیف شونډې وښورولې او ډاکټر صاحب ته مې وویل: که زه همت وکړم او ژوند ته هم را وګرځم نو څوک به مې ژوند تېرولو ته پریږدي؟
چې د مرګ پريښته زما خوا ته راغله نو د ژوند څو شېبې مې ترې وغوښتې، نه پوهېږم ولې مې دا ځله هیله وه چې ته به په منډو راشې، (زما زویه) له ویلو سره به مې سینې ته در نیږدې کړې، سر به مې په غېږ کې کېږدې، ټپونه به مې ټکور او بیا به مې له دنیا رخصت کړې. خو د ملک الموت دا څو شېبې مهلت هم رانکړ.
اوریدلي مې دي چې د قیامت په ورځ اولادونو ته د مور په نوم غږ کیږي! بس له تا مې همدومره هیله ده چې هغه ورځ مخ راڅخه مه اړوه.
ستا د مینې لېوال
ستا زوی

زما وروستی لیک

لیکواله: میرین بلوچ
ژباړن: سمسور ودان

دا زما وروستی لیک دی. چې ته یې لولې دا به د مودو زوړ لیک وي. هیله لرم چې تاسې ټول به ښه یئ! رب مو تل خوشحاله او روغ لره.
کله چې زما لیک ستاسې په لاسونو کې وي؛ زه به په خپل مقصد کې کامیاب شوی یم. زه دا نشم ویلی چې زما له مړینې وروسته به ستاسې په انګړ کې د خوښۍ او خوشحالۍ جشن پيدا شي؛ خو هو… ستاسې هرې اوښکې او د زړه د زخم په هر څاڅکي وینې کې به شریک یم.
زما باور دی چې که ژوندی یم یا نه؛ ستاسې په خیالونو کې به هره ورځ موجود یم. که ممکنه وي وروستی لیک مې ضرور ولولئ! شاید د نیکمرغۍ کوم شی به پکې نه وي؛ خو دا زما وروستۍ کرښې دي.
زموږ د ځمکې د ساتونکي په نوم!
زه ستا د افسانو هغه کرکټر یم چې هر وخت به سرکشۍ کې و. همدا ستا وجود زما بغاوت دی؛ خو د کوم فرض اداء کولو پسې چې زه راوتلی یم، پوهېږم هغه ستا د افسانو پور پرې کولی نشي.
ساتونکیه! زه پوهېږم چې ته له زرګونو غمونو، تکلیفونو، کړاونو او د دښمن د ظلمونو او بې عدالتیو باوجود له خپل ټول قد و قامت سره دنګ ولاړ یې. زه بې وسه دې تل په همدې شکل کې وینم.
ساتونکیه! ته زما په دې هم خوښېږې چې لومړۍ او وروستۍ مینه مې یې. ستا مینې زه له ادب سره یوځای کړم. ما ته یې د عبادت کولو سلیقه را وښودله.
ساتونکیه! اوس خو مې بیخي په عشق بدل شوی یې او ستا ښکلا زما عبادت ګرځېدلی. له تا پرته هر شی راته بې معنا شوی؛ ځکه خو وایم: ته کله هم وژل کېدلی نشې، ته په هر شي کې یې!
ته او ستا د کیسې هر کږلیچ په ما کې ځای پر ځای شوي. زه څه؛ بلکې د ځمکې هر اوسېدونکی تا په خپلو خیالونو کې ساتي او د سترګو په پردو کې د سنګلاخ هغه غرونه انځوروي چې تا پکې قدم واهه. دوی هم ستا په مینه کې بغاوت کوي.
زه ډاډه یم چې هیڅوک به هم ستا په مینه کې فناه کېدو کې ځنډني نشي؛ ځکه چې کله اراده کلکه وي د انسان په ذهن کې هیڅ د ناممکن فکر نه وي او زه باوري یم چې باطل همېشه ماتې خوري.
ته زما وجود یې بولانه!، تقدیر مې یې، ستا د زړه ټکان زما په ساه کې او ساګانې دې زما په روح کې دي.
بولانه! زه شرمینده یم چې ستا لپاره مې څه ونشو کړای او ته مې سینې پورې و نه نیولې.
بولانه! زه دې هغه مرید نشوم، چې ۱۵ مخونو کې یې ستا لپاره یو اوږد خط لیکلی وای. د کوم لیک ټوله شاعري چې د هانل او ستا په اړه وه. خو ته دا ګیله مه کوه چې ما هیڅکله یاد کړی نه یې. ته زما د زړه ضربان یې، چې همېشه درزېږې. که دې باور نه راځي؛ نو زما له نیږدې ملګرو یې پوښتنه وکړه، ما هر وخت او هرې خبرې کې ستا ذکر کاوه. زه یقیني یم چې له مرګ وروسته به مې هم زړه ټکان کوي؛ ځکه په دې کې ته یې.
د والدینو به نوم!
له ژونده را ګرانې مور او مینه ناک پلار جانه!
هیله لرم چې د خدای په امان کې به یئ، دعاګو یم چې خدای مو خوښ او خوشحال وساتي.
ابا جانه! څو کاله وشول چې لیدلی مې نه یې او نه مو په موبایل خبرې شوې. خبر یم چې را نه خفه یې او پوهېږم چې دا سفر زړه تنګی دی، خو حوصله غرونه هم لړزولی شي. زه یقین لرم چې که خپل هدف کې بریالی شوم ته به زړه زړه کې راباندې ویاړ کوې. ته به فکر کوې چې زوی دې سر ښکته نه کړ، بلکې اوچت سر لاړ او ستا سر یې هم اوچت کړ.
هو! ستا خفګان حق دی؛ ځکه زه په داسې لارې راغلی یم چې د بېرته ګرځېدو لوری نه لري. زه په خپل دې عشق کې دومره غرق لاړم چې هیڅ مې پام نشو چې یو بوډا پلار او یوه زړه مور مې د کورنۍ له نورو غړو سره انتظار کوي.
زه د زړه له تله ستاسې منندوی یم، تاسې تل په خیالونو کې یاد ساتلم؛ خو ما وبښئ چې ستاسې په هیلو پوره و نه ختم. تاسې غوښتل چې واده وکړم، کور اباد او پرسکونه ژوند پيل کړم.
پلار جانه! نن په شدت سره د خپلې کم علمۍ احساس راته کیږي. ما د یوې علمي او ادبي مقالې لپاره چې د خپلو عزیز ترینو هستیو لپاره یې لیکم، هغه لازم الفاظ راټول نه کړل چې دوی یې حقدار وو.
پلار جانه او مور جانې! زه په هر څه خبر یم، خبر یم چې تاسې د ژوند ګوزاره څنګه کوئ؟! خو مور جانې او ګران ابا جانه! موږ چې څنګه فکر کوو، ژوند هغه نه دی؛ هغه څه چې موږ سره پېښيږي، همدا ژوند دی.
ابا جانه! مور په کایناتو کې هغه ستره هستي ده چې تل یې په تندي نور ځلیږي، په سترګو کې یې ما تل خپل ځان لیدلی، د هغې له خولې راوتونکو الفاظو کې مې د ټولې دنیا سکون، لاسونو کې شفقت او تر پښو لاندې د جنت او ځمکې خوشبو موندلي دي. چې هر چیرته ځم؛ د هغې خوشبويي زما په جسم کې څو ډوله ځای پر ځای کیږي او په دې هم پوهېږم چې که دواړه شونډې سره یوځای نه کړم د (مور) لفظ نه اداء کیږي.
اې مورې!
که زه خپل ټول ژوند ستا په نوم کړم، بیا دې هم حق نه پوره کیږي، حق څه چې د یوې شپې د فرضو بدله دې هم نه اداء کیږي. پوهان رښتیا وايي، چې: د مور مینه هغه ژور سمندر دی چې ژورتیا یې تر ننه چا اندازه کړې نه ده او نه به یې اندازه کړي. د مور مینه هغه پسرلنی ګل دی چې کله هم پرې خزان نه راځي.
مورکۍ!
ته زما لپاره جنت یې، خو زموږ ساتونکی سرتیری، پر هغه خپور اسمان، د ګوادر ساحل زرخېزه ځمکه، چې څپې یې تر ننه د غیرت ګواهي ورکوي، د چاغي سیمې سوځېدلې سینه، د شوال بې مثاله موسم، د کیږدۍ یادونه، زما د خاورې هره تیږه، دا درې، غرونه، چمن، سهارنۍ لړه، بلوچی کلتور او د وطن هر شی له ټولې نړۍ راته ډير ګران دي.
مورې! کله هم چې ته زما مخې ته راځې، ما ته د نامتو جنګسالار ناپیلیون بناپارت تاریخي جمله را په یادیږي، چې وایي: «ما ته سترې میندې راکړئ، زه به یو لوی ملت درکړم.»
مورې! نن داسې یو عمل ترسره کوم چې د بېرته درګرځېدو لاره نه لري. ته، پلار، وروڼه او خویندې ښايي زما په دې فیصلې خوشحاله نشي؛ خو ما دا پریکړه په خپله خوښه او اراده کړې. کله چې زه په خپل مقصد کې بریالی وم، تاسې باید فخر وکړئ؛ خفګان او ماتم ته هیڅ اړتیا نشته.
ستاسې کوچنی زوی
د مینې په نوم!
ګلانې! ستا (هلک) ویل به راته له ټولو کایناتو کم نه و. کله کله به مې داسې احساس کاوه چې زه یوازې ستا لپاره پیدا شوی یم او ته یوازې زما لپاره جوړه یې. ما چې له تا څومره ژوند زده کړ شاید له بل چا مې نه وي زده کړی.
ګلانې! غوښتل مې ستا په تورو زلفو خپله څېره پټه کړم او د یو نوم ورکي سرتیري په څير ژوند وکړم. ستا په رخسار کې مې داسې غرقېدل غوښتل چې له تا پرته هیڅ شی نه وای راپاتې شوي. ستا بادامي سترګو ته کتل مې غوښتل او غوښتل مې چې زما سترګې نشه شي.
ګلانې! کله به چې موسکۍ شوې، نو داسې مې محسوسوله؛ لکه ټول کاینات چې ستا له ښکلي مخ څخه رخه وړي. داسې به راته ښکارېده چې ته هم راسره مینه کوې؛ شاید مینه ستا نصیب کې وه او زما په برخه صرف ستا نوم.
ګلانې! زما په یاد دي؛ کله مې چې د لومړي ځل لپاره ولیدلې؛ ته د آواران په بېګانه درو کې وې، ما فکر کاوه چې دا درې پردۍ او لارې اجنبي دي؛ خو ته ولې پردۍ نه را لګېدې. نن زما د یو اړخیزې مینې څو کلونه تېر شول؛ خو لا مې هم په زړه کې یې او په هر حالت کې به تا یادوم؛ ځکه ستا په هغو سوځېدلو، ځلېدونکو او بېرته مړو کېدونکو سترګو کې خدای خبر د طبیعت څومره رنګونه لیدل کیږي، ما په همدې سترګو د ټول بلوچستان سفر کاوه. زما یقین و چې ته زما مینه یې؛ خو زما مینه خو بل څوک و. زما له وطن سره کله هم مینه یو اړخیزه نه وه او وطن مې یوازینی عشق و! په پای کې د خپلې ګوډې ماتې شاعري یو بیت سره خدای پاماني در نه اخلم:
د جدايي اور دې په عشق کې زما بدن وسیزي
چې ټپ مې پریږدي نښان، ستا دې خوښي ووژني
د ملګرو په نوم!
زما همفکره ملګرو! له تاسې ډیرې هیلې لرم، د کوم لوی مقصد لپاره چې قربانۍ ورکوئ او جګړه کوئ! زه پرې ویاړم. خو نن د یو زده کوونکي، یو ملګري او یو همفکر په توګه درته وایم، چې څنګه استاذ اسلم او ملګرو یې د خپلو ګران بیه قربانیو په مرسته مبارزه یو نوي لور ته بوتله؛ تاسې دا مبارزه جاري وساتئ! زه مو له دې خبرې سره هم موافق یم چې د منظمېدو لپاره باید له ډيرو ستونزو تېر شو او زیات وخت ته هم اړتیا وي؛ خو زه باوري یم ملګرو! چې تاسې به د بلوچو قومي ځواک سره یوځای کړئ او نړۍ ته به دا وښایئ چې بلوچ قوم یو دی، هدف یې یو دی او ټول په ګډه د خپل سنګر سمبالولو ته هر وخت تیار دي.
زما د قوم ځوانانو!
له کومې ورځې مې چې د شعور په دهلیز قدم ایښی، وینم چې زما له قوم سره ډیره ناروا کیږي. هره ورځ په لوی لاس ځينې ناترسه او بوږنونکې پېښې رامنځته کیږي. زه چې د وخت او حالاتو ترڅنګ د ژوند په لوړو ژورو پوی شوم؛ نو فکر مې وکړ چې نور باید د ظلم خلاف له هرې لارې تیار شم.
موږ باید د خپلې ژبې، ننګ، ناموس، عزت او د وطن د هر شي ساتنې لپاره په ذهني توګه تیار شو او هر ناممکن ممکن کړو؛ ځکه چې ارادې پخې وي؛ نو د ناممکن کېدو هیڅ چانس نشته.
زما ځوانانو! په غورځنګ کې چې هر کار کولی شئ، ویې کړئ! دا لازمي نه ده چې ټوپک را واخلئ او غرونو ته لاړ شئ، موږ سره د دښمن مقابلې ته زرګونه طریقې شته. شاعر د خپلې شاعرۍ، هنرمند د خپل هنر او بل هر تن د خپلې مناسبې لارې له مخې دا حق اداء کولی شي. اوس له عمل پرته نور هیڅ راپاتې نه دي.
موږ باید په هر شي کې ژوندي پاتې شو، په اسمان کې، اب و هوا کې، د منهاج، میر احمد او میرل په سندرو کې، د برز کوهي، سفر خان، بابل او ډاکټر جلال په لیکنو کې، د ماه رنګ، سمی او مهلب په راتلونکي کې، د قاضي په شاعري کې او د تیارې ماتونکې روښنايي په وړانګو کې، زما په روح، د یاسمین مورجانې په څيرې ګریوان او ټولو شیانو کې باید ژوندي پاتې شو.
زما د قوم ځوانه!
ته زما پسرلی وې او یې! ځکه چې پسرلی له ټولو موسمونو خوندور وي. په غرونو، دښتو، چینو او درو کې ډيرې زړه راښکونکې منظرې پیدا کیږي. ګلان غوړیږي او ونې شنې کیږي؛ په همدې سبب مې ګل او پسرلی خوښ دي. له دوی پرته ټول کاینات راته نیمګړي دي.
وروستۍ خبره به دا درته وکړم چې دا مبارزه خپله وګڼئ! هر څه ستاسې تر مخ لکه رڼې اوبه داسې شفاف دي. پوهېږئ چې موږ په کوم جنګي حالت کې یو، پر موږ د ظلم قیامت را تپل شوی، چې مقابله یې یوازې په مزاحمت کولی شو.
زموږ جګړه د دغه تش په نوم الحاق پر ضد ده، له غلامۍ او استبداد څخه د ازادۍ لپاره ده او زموږ جد و جهد د بلوچ قام د بشپړې ازادۍ، خپلواکۍ، قانوني حقونو، انسان و انسانیت، لیک و لوست، شاعرۍ، فن و فنکاري، رنګ، نسل او برابري په اړه ده.
په پای کې د سنګت بشیر زیب د خبرو په استناد وایم: نن ورځ چې بلوڅ قوم له کومو ناخوالو تیریږي، هیڅکله به بې نتیجې نه وي، یوازې ستاسې ګډون لازمي دی. ستاسې ګډون به یوه ستره جذبه، سوچ او د دې مبارزې عظیمه کارنامه وي. د شیردل غیب په وینا: «زه تاسې ته الوداع نه وایم، ځکه تاسې زما د وجود برخه یئ!»