جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 822

لکي مروت کې؛د پي ټي ایم غړی نویدالله له خپل ورور سره یو ځای وژل شوی

0

نامعلومو وسله والو په لکي مروت کې د پي ټي ایم غړی نویدالله او د هغه ورور وژلی.

تر اوسه چا د دغې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

نویدالله په دغه سیمه کې د پي ټي ایم د همغږي کوونکي په توګه کار کوو.

د پاکستان حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت؛نړۍ باید مونږ د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې ته یوازې پرېنږدي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، د نشه‌يي توکو د هغو قاچاقبرو مخه باید ونیول شي، چې د ښار په منځ کې دا توکي نورو ته رسوي.

هغه نن د نشه‌يي توکو د مخنیوي په اړه جوړې شوې غونډه کې ویلي، چې د دغو توکو مخنیوي لپاره باید قوي مبارزه وشي.

متقي سپارښتنه کړې چې په دې برخه کې باید په هر اړخیزه توکه کار وشي.

بل لورته په دې ناسته کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر او سیاسي مرستیال سراج الدین حقاني له نړۍ غوښتي چې دوی د نشه‌يي تکو پر وړاندې مبارزې ته یوازې پرېنږدي.

سرچینې؛د پاکستاني پوځیانو او طالب سرتېرو ترمنځ نښته کې څلور طالب سرتېري ټپیان شوي

باوري سرچینې وايي، چې د طالب سرتېرو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې دواړو لوريو ته زیان اوښتی دی.

د معلوماتو له مخې، په دغه نښته کې څلور طالب سرتېري ټپیان شوي دي.

سرچینه د پاکستان لوري ته هم د یو شمېر پوځیانو ټپي کېدل مني؛ خو د کره شمېر په اړه څه نه وايي.

دا نښته نن ماښام مهال د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

ځاځي میدان؛یو وار بیا د طالب سرتېرو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښټه شوې

باوري سرچینې وايي چې نن یو وار بیا د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.

تر اوسه په دغه نښته کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوی؛ خو ویل کېږي چې نښته د افغانستان په خاوره کې د طالب سرتېرو له لوري د پوستې جوړولو پر سر رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ هم په دغه سیمه کې د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه.

له څه باندې ۳۶ میاشتو وروسته؛لاهم افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي

له شپږ دېرش میاشتو زیاته موده وشوه چې د له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت وایي، ښوونځي یې تر امر ثاني پورې تړلي؛ خو ۱۰۸۵ ورځې وشوې، چې په دې اړه دویم امر نه دی شوی.

څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ویلي وو چې په دې اړه د علماوو تحقیق روان دی، که روا وې دوی به هم اجازه ورکړي او که روا نه وې؛ نو همداسې به تړلي وي.

د ندیم دغو څرګندونو په کور دننه او بهر د ګڼو علماوو او خلکو غبرګونونه را وپارول.

کرزي؛افغانستان کې د پولیو زیاتوالي په اړه د روغتیا نړیوال سازمان راپور د اندېښنې وړ بللی

پخواني ولسمشر حامد کرزي د روغتیا نړیوال سازمان پر هغه راپور اندېښنه ښودلې چې ویلي وو، افغانستان کې د پولیو ناروغي زیاته شوې.

هغه د طالبانو له حکومت غوښتي چې په دې اړه جدي هڅې وکړي.

هغه د دغو ناروغیو اصلي علت د ناروغیو زیاتوالی بللی او د طالبانو په حکومت یې غږ کړی چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

بل لورته کرزي د رسنیو د راپورونو پر اساس لیکلي چې د هېواد په ځینو سیمو کې کور په کور واکسین هم منعه شوي.

د المپیک اداره؛تېر کال کې مو ورزشکارانو ۹۲ مډاله ګټلي

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د المپیک د بدني روزنې او ورزش کمېټې مسوولینو نن د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي چې په تېر یو کال کې یې د افغان ورزشکارانو پر مټ ۹۲ بېلابېل مډالونه ګټلي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې، په دغو مډالونو کې ۲۲ د سرو زرو، ۳۰ د سپینو زرو او ۴۰ د برونزو مډالونه شامل ‏دي.‏

د معلوماتو له مخې، په تېر یو کال کې یادې کمېټې د لوبغاړو ترمنځ څلور زره هڅوونکې ځانګړې او رسمي سیالۍ جوړې کړې دي.

دوی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې څه موده وړاندې یې د افغانستان پر فري فایټ لوبو هم بندیز ولګوو.

میدان وردګ او بامیان کې؛د طالبانو لخوا څلور تنه په عام محضر کې په دُرو وهل شوي

د طالبانو حکومت سترې محکمې ویلي چې په میدان وردګو کې یې دوه اوسېدونکو ته په عام محضر کې تعذیري سزا ورکړې ده.

له یادې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان د چک ولسوالي اړوند وو.

د معلوماتو له مخې، دغه کسان ۳۹- ۳۹ درې وهل شوي او همدا شان د دوو کالو په بند هم محکوم شوي دي.

بل لورته بامیانو کې هم دوه تنه له کوره د تېښتې په جرم ۳۹-۳۹ درې وهل شوي او د یو کال بند حکم هم پرې شوی دی.

چین کې؛د سخت توپان له کبله دوه تنه مړه او ۹۲ نور ټپیان شوي

0

د چین شینهوا خبري اژانس خبر ورکړی چې په دد غه هېواد په هاینان کې د طوفان له کبله ۲ تنه وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان دي.

د سرچینې د راپور پر بنسټ، د سختو ورښتونو او تېز باد له کبله خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د یادونې ده چې چین کې وخت ناوخت د سختو توپانونو له کبله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوړي.

ټرمپ:د بریا په صورت کې به امریکا ته د کډوالو د راتګ مخه په ټپه ودروي

0

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډنالډ ټرمپ یو وار بیا د کډوالو په اړه د بایډن پر پالیسي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د بریا په صورت کې به امریکا ته د کډوالو راتګ په ټپه ودروي.

هغه ویلي، د امریکا په تاریخ کې به د کډوالو د تبعید لوی بهیر پیل کړي.

د ټرمپ په خبره، دی به د امریکا پولې خوندي او له دې لارې به خپل هېواد کې د نشه‌یي توکو زیاتېدو مخنیوی وکړي.

د یادونې ده چې ټرمپ تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د بریا په صورت کې به امریکا ته د کډوالو د راتګ مخه ونیسي.