پنجشنبه, مې 21, 2026
Home Blog Page 822

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:بلوچستان کې چاودنه په کلکو ټکو غندي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان ایالت په کوېټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې چادونه غندلې.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددغې چاودنې د وژل شویو کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د بلوچستان په مرکز کوېټې کې د اورګاډي په یو تمځای کې ځانمرګی برید شوی، چې له کبله یې ۲۵ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

بلوڅ ازادي غوښتونکي وايي، برید د دوی له لوري پر هغو تازه فارغو شویو پاکستاني پوځیانو شوی، چې د روزنیزې دورې د بشپړولو لپاره پنجاب ته روان وو.

بل لورته د پاکستان حکومت ویلي، چې برید پر پوځیانو نه؛ بلکې پر عامو وګړو شوی دی.

اسرائیل ټایمز:قطر راتلونکو لسو ورځو کې د حماس سیاسي دفتر تړي

0

اسرائیل ټایمز خبر ورکړی، چې قطر په راتلونکو لسو ورځو کې په خپل کور کې د حماس دفتر تړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، قطر حماس ته ویلي، چې لس ورځې وخت لري، ترڅو خپل دفتر له قطر څخه وباسي.

بل لورته امریکايي رسنۍ سي ان ان هم ویلي، چې قطر د امریکايي چارواکو په خوښه دا کړنه ترسره کوي.

حماس تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کوېټه؛د ځانمرګي برید له کبله ۲۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي

0

د بلوچستان په مرکز کوېټې کې د اورګاډي په یو تمځای کې ځانمرګی برید شوی، چې له کبله یې ۲۵ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

بلوڅ ازادي غوښتونکي وايي، برید د دوی له لوري پر هغو تازه فارغو شویو پاکستاني پوځیانو شوی، چې د روزنیزې دورې د بشپړولو لپاره پنجاب ته روان وو.

بل لورته د پاکستان حکومت ویلي، چې برید پر پوځیانو نه؛ بلکې پر عامو وګړو شوی دی.

برېټانیې؛د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره له کوزو او مقدونیې سره تړون لاسلیک کړی

0

لندن د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره له صربستان، شمالي مقدونیې او کوزوو سره یو تړون امضا کړی دی.

د برېټانیا لومړي وزیر کي‌یر سټارمر ویلي، چې برېټانیا د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره هڅې کوي او دا تړون یې «د انساني قاچاق له جنایت کارې امپراتوري» سره مبارزه ګڼلې ده.

د یادونې ده، چې برېټانیا اوس مهال د غیر قانوني کډوالو له سختو جوپو سره مخ ده.

افغان کرکټ لوبډله؛نن له بنګله دېش سره د لوبې میدان ته ښکته کېږي

0

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن یو وار بیا له بنګله دېش سره سیالي لري.

دا سیالي د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

تر دې وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ افغان لوبډلې په لوی توپیر وګټله.

ټاکل شوې چې دا سیالۍ د افغانستان پر وخت دوه نیمې بجې پیل شي.

ویل کېږي، چې په دې سیالۍ کې رحمان الله ګربز د ټپونو له کبله نه شي لوبېدلای.

عباس عراقچي:اسرائیل ډېره هڅه وکړه چې ایران په سیمه کې لوی جنګ ته داخل کړي؛ خو دوی هوښیار دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، په تېر یوه کال کې اسرائیل ډېره هڅه وکړه، چې ایران په سیمه کې یو لوی جنګ ته ور داخل کړي؛ خو دا دوی و، چې په خپل تدبیر سره یې دا هرڅه مدیریت کړل.

عباس عراقچي له اشپیګل المانۍ رسنۍ سره خبرو کې ویلي، که اسرائیل جګړې ته دوام ورکړي؛ نو دوی به ورته حتما ځواب ووايي.

تر دې وړاندې هم ایراني چارواکو ویلي وو، چې که اسرائیل په سیمه کې جګړه بس کړي؛ نو دوی به ځواب ورنه کړي.

د امریکا عدلیې وزارت:د ټرمپ د ترور کېدو لپاره ګمارل شوی جاسوس افغان دی

د امریکا عدلیې وزارت ویلي، د ټرمپ د وژنې لپاره ایرانی جاسوس په خټه افغان دی، چې ډېر عمر یې په ایران کې تېر کړی.

یادې ادارې ویلي، فرهاد شاکري د ایران د سپاه پاسدارن له لوري د ټرمپ د وژنې ماموریت ته ګمارل شوی وو او په تېره سپټمبر میاشت کې یې له شاکري غوښتي و، چې په دې اړه یوه طرحه جوړه کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سپاه پاسداران ډلې شاکري ته ویلي، چې که له ټاکنو وړاندې ټرمپ ترور نه شي کړی؛ نو دا چاره دې له ټاکنو وروسته ترسره کړي.

رویټرز:امریکا اوس مهال په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د تړلو په اړه خبرې کوي

0

رویټرز خبر ورکړی، چې قطر او امریکا اوس مهال په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د تړلو په اړه خبرې کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، قطر د امریکا په غوښتنه د حماس له مشرانو غوښتي چې له دغه هېواد څخه ووځي.

راپور کې راغلي، دا غوښتنه وروسته تر هغې شوې، چې حماس غزه کې د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو وروستۍ طرحې ته د رد ځواب ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي، امریکا په قطر او ټولو متحدینو غږ کړی، چې تر دې وروسته د حماس مشرانو ته ځای ورنکړي.

خلیلزاد:پر ټرمپ د برید موضوع باید په جدي ډول وڅېړل شي

0

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټرمپ د شوي برید په اړه د امریکا د عدلیې وزارت د وروستي راپور په تړاو لیکلي، چې امریکا باید ایران ځواب ورکولو ته وهڅوي.

د خلیلزاد په خبره، که دا ریښتیا وي، چې د ایران سپاه پاسدارانو له لوري یو کس ته د ټرمپ د وژلو لارښوونه کېږي، نو امریکا ته په کار ده، چې دغې موضوع ته رسېدنه وکړي او ډاډ تر لاسه کړي چې بیا دا ډول هڅې نه کېږي.

د یادونې ده چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په کمپایني غونډو کې پر ټرمپ برید شوی و، چې وروسته امریکا دا پړه پر ایران ور واچوله.

ویکتور اوربان:د ټرمپ ولسمشري به اروپا له نوي وضعیت سره مخ کړي

0

د هنګرې لومړي وزیر ویکتور اوربان ویلي، د ټرمپ ولسمشري به اروپا له نوي وضعیت سره مخ کړي.

هغه ویلي، ټرمپ د اوکراین جګړه نه غواړي او اروپا بیا په یوازې ځان دا جګړه نه شي مدیریت کولای.

اوربان تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې که ټرمپ ولسمشر شو؛ نو اروپا به د اوکراین جګړې ته یوازې پاتې شي.

دا لا نه ده معلومه چې امریکا به د اوکراین جګړې په اړه څه پرېکړه وکړي؛ خو ټرمپ ویلي، جګړې نه غواړي.