جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 820

قمي:له افغانستان او پاکستان سره د ایران پر پوله د دېوال پلان عملي شوی

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي ايي، د پولې امنیت، د ترهګرۍ مخنیوي او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې یې له طالبانو سره خبرې کړي دي.

د ایراني رسنیو د خبر له مخې، نوموړي ویلي، چې له پاکستان او ایران سره یې پر پوله د دېوال پلان د عملي کېدو په حال کې دی.

نوموړی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د طالبانو حکومت وايي، اوس مهال نشه‌يي توکي له ایران څخه افغانستان ته قاچاق کېږي.

د طالبانو حکومت؛یونسکو دې د غور منار جام په ساتلو کې راسره مرسته وکړي

د طالبانو حکومت له یونسکو غوښتي چې د غور منارجام په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال عیتق الله عزیزي غور ته په خپله سفر کې له دغه جام لیدنه کې ویلي، د تېر کال سیلابونو د غور منارجام ته زیات زیان نه دی اړولی؛ خو په راتلونکي کې دا وېره زیاته ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستیال له قوله ویلي، چې دوی د دغه جام د استحکام لپاره د څو وزارتونو یو پلاوی هم ټاکلی دی.

د یادونې ده چې د غور منارجام په ۲۰۲۲ کال کې د یونسکو په تاریخي میراثونو کې ثبت شو، خو په تېرو دوو لسیزو کې ورته زیات پام نه دی شوی.

د مقاومت په نوم جبهې؛کابل کې دوه طالب سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې کابل کې یې دوه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې.

دوی ویلي، د کابل ښار په اوومه امنیتي حوزه کې یې په طالب سرتېرو برید کړی، چې یو تن یې وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه برید کې د دوی لاس ته یو میل وسله هم په لاس ورغلې ده.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران:طالبانو لاهم زمونږ حقابه نه ده راکړې

د ایران د اسلامي شورا استازي فداحسین مالکي ویلي، طالبانو لاهم د دوی حقابه نه ده ورکړې.

د ایراني رسنیو د راپوورنو له مخې، هغه څه چې د حقابې په نوم دوی ته ورکړل شوي؛ په حقیقي معنی سیلاب وو، نه حقابه.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي وو، چې د ایران حقابې ته ژمن دي.

د یادونې ده چې د هلمند په سیند کې د ایران حقابه یوه جنجالي موضوع ده، چې ایران پرې هر وخت توند غبرګون ښيي.

خلیلزاد:له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بهرنیو اړیکو کمېټې راپور غلط دی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنۍ اړیکو کمېټې پر راپور نیوکه کړې.

که څه هم ټاکل شوې چې یاد راپور به نن خپور شي؛ خو خلیلزاد ویلي چې د دغه راپور ځینې برخې یې له سي بي ایس رسنۍ خپرې شوې دي.

خلیلزاد ویلي، په راپور کې راغلي چې د امریکا پوځ د خبرو په وخت کې له طالبانو سره ښکېل نه وو او که حقیقت همدا ډول وي؛ نو دا راپور غلط دی.

د یادونې ده چې دا راپور د درې کالونو څېړنه ده، چې د مک‌مکال او د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له لوري رهبري شوی.

مک‌مکال؛له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله به له ټاکنو وروسته هم ګرمه وي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کېټې مشر مک‌مکال وايي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله، به د امریکا له ټاکنو وروسته هم دوام وکړي.

نوموړي له سي بي اس سره په مرکه کې ویلي، په دې اړه لاهم څېړنې روانې دي او د کابل پر هوايي میدان د داعش ډلې د برید ترڅنګ ګڼې نورې بې ځوابه پوښتنې شته، چې باید دفاع وزارت او اړوند بنسټونه یې ځواب کړي.

د هغه په خبره، که بهرنیو چارو وزارت په قانوني ډول دا پروسه مخته وړې وی؛ نو ښايي، د دغو پېښو مخنیوی شوی وی.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې یادې کمېټې په دې اړه د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین هم احضار کړی وو.

حال‌وش:ایران نن سهار د یو افغان په ګډون شپږ تنه اعدام کړي دي

حال‌وش اژانس خبر ورکړی، چې ایران نن سهار د یو افغان په شمول شپږ تنه اعدام کړي دي.

یاد کسان د ایران په زاهدان ښار کې اعدام شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د نشه‌يي توکو پر قاچاق تورن وو.

حا‌ل‌وش لیکلی، په اعدام شویو کسانو کې څلور نفره بلوڅان او یو د نور محمد نورزي په نوم افغان دی، چې د نیمروز ولایت اوسېدونکی دی.

دوی د شپږم کس په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې ایران په تېرو اتو میاشتو کې تر سلو ډېر کسان د نشه‌يي توکو او بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي.

داودزی:طالبان په یو جیب کې د امارت؛ خو بل کې د جمهوریت ټاپې ګرځوي

متحده عربي اماراتو کې د افغانستان شارژدافیر احمد سیر داودزی وايي، په تېرو دوه نیمو کالو کې یې افغانانو ته په سخت ډول قونسلي خدمات وړاندې کول؛ خو دا چاره د یو مشروع حکومت له ملاتړ پرته ناشونې وه.

نوموړی وايي، ځینې عربي هېوادونو د ملګرو ملتونو د قانون پر اساس اړ وو، چې د کډوالو د ستونزو حل کولو لپاره قونسلۍ طالبانو ته وسپاري؛ خو په اروپايي هېوادونه بیا د کډوالو ستونزه نشته او اروپايي هېوادونه غواړي چې د جمهوریت تر چتر لاندې په خپلو هېوادونو کې شته قونسلۍ له طالبانو سره وصل کړي.

ښاغلی داودزی نیوکه کوي چې طالبان په یو جیب کې د امارت او په بل جیب کې د جمهوریت ټاپه ګرځوي او هر یو کې چې ګټه وه هماغه استعمالوي.

اسحاق ډار:پاکستان لاهم په کابل کې د فیض حمید د یوې پیالي چای بیه پرې کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، پاکستان په کابل کې یې له یوې پیالي چای ښه ورځ نه ده لېدلې.

هغه دا خبرې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د فیض حمید له لوري په کابل کې د قهوې څکلو ته په کنایې کړې دي.

فیض حمید تر سقوط وروسته کابل کې د قهوې ګیلاس په لاس او د پاکستان خبریال ته یې صفت کوي.

د ډار په خبره، پاکستان لاهم د هغه یو ګیلاس چایو بیه پرې کوي.

هغه دغه راز د طالبانو حکومت پر وړاندې د عمران خان پر سیاست هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستان ډېرې ستونزې د عمران خان له واکمنۍ سرچینه اخلي.

نبیل:احمدشاه مسعود د افغانستان په تاریخ کې ځانګړی ځای لري

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ویلي، مسعود نه یوازې یو نظامي قومندان وو، بلکې هغه د افغانستان د ازادۍ په تاریخ کې د یو ځانګړي ځای څښتن دی.

نوموړي ویلي، د شهید له اوونۍ باید دا درس واخیستل شي، چې نور د یو بل له تخریب پرځای د یو بل نظر ته احترام وشي.

د نبیل په خبره، له دې ورځې باید د یو داسې افغانستان جوړېدو درس واخیستل شي چې د ټولو حقونه پکې خوندي وي.

د یادونې ده چې د سنبلې اتلسمه د احمدشاه مسعود له ۲۳م تلین سره برابره ده.