دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 82

د امریکا د جګړې وزیر:ایران موږ ته د دوه اونیز اوربند لپاره زارۍ وکړې

0

د امریکا د جګړې وزیر پېټ هګېسټ په پنتاګون کې څرګنده کړې، چې ایرن له یوې پراخې پوځي ماتې وروسته د اوربند غوښتنه کړې، او امریکا د دې هېواد پر سمندري، هوايي او توغندیزو ځواکونو څرګند پوځي بری ترلاسه کړی دی.

هغه ویلي، چې ایران د دوه اونیز اوربند لپاره زارۍ وکړې ځکه چې د خپلو ځواکونو توان یې پای ته رسېدلی و.

نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا د بریدونو له امله د ایران دفاعي سیستمونه شل شوي، هوايي ځواک یې له منځه تللی او د توغندیو تولیدي زیرمې یې له منځه وړل شوي دي.

هګېسټ ټینګار کړی، چې امریکا یوازې د خپل جنګي ځواک لس سلنه استعمال کړی؛ خو په نتیجه کې یې د ایران نظامي ځواک سخت زیانمن شوی او بیا رغونه به یې کلونه وخت ونیسي.

د امریکا د جګړې وزیر دغه راز ویلي، چې د دوه اونیز اوربند تر لاسه کول د نړۍ د سولې لپاره لویه لاسته راوړنه ده او په دې بریدونو کې یې پر ایران څرګند پوځي بری ترلاسه کړی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:د چین په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان رسمي خبرې په ارومچي ښار کې پای ته ورسیدې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د چین په کوربه‌توب او منځګړیتوب پاکستاني پلاوي سره په ارومچي ښار کې ترسره شوې رسمي خبرې اترې پای ته رسېدلې دي.

د بلخي په وینا، یادې خبرې په رغنده فضا کې ترسره شوې او پکې د دوه‌ اړخیزو اړیکو، امنیتي موضوعاتو، او د سیمه‌ییز ثبات اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه شوي دي.

نوموړي د چین د ښه نیت او کوربه‌توب مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دغه بهیر به د باورجوړونې، دوامدارو اړیکو، تفاهم او مؤثرو همکاریو د لا پیاوړتیا سبب شي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره:په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله ۱۴۸ تنه وژل شوي

د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې اعلان کړی چې د وروستیو سختو بارانونو او سیلابونو له امله په ټول هېواد کې تر اوسه ۱۴۸ کسان مړه شوي، ۲۱۶ نور ټپیان دي او ۸ تنه لا هم نادرکه دي.

د یادې ادارې په وینا، دغو طبیعي افتونو ۱۱۴۹ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي او ۵۰۱۰ نور کورونه یې سطحي زیانمن کړي دي.

همدارنګه، د سیلابونو له امله ۳۶۶ کیلومتره سړکونه زیانمن شوي او شاوخوا ۱۶ زره او ۷۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه اوبو وړي ده.

اداره زیاتوي چې د ژغورنې او مرستو رسولو هڅې روانې دي او زیانمنو سیمو ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره لازم اقدامات دوام لري.

جی‌ډي ونس:ټرمپ له ایران سره د ښه نیت خبرې غواړي؛ خو د پرمختګ لپاره بې‌صبره دی

0

د امریکا مرستیال ولسمشر، جی‌ډي ونس ویلي چې ډونالډ ټرمپ د امریکا هغو استازو ته چې له ایران سره خبرو ته ځي، سپارښتنه کړې چې له ښه نیت سره مذاکراتو ته داخل شي؛ خو خبرداری یې ورکړی چې ټرمپ د پرمختګ لپاره بې‌صبري لري.

ونس زیاته کړې: «هغه موږ ته ویلي چې د خبرو مېز ته لاړ شو؛ خو که ایرانیان همدا کار ونه کړي، نو پوه به شي چې د امریکا ولسمشر داسې څوک نه دی چې ورسره ټوکې وشي.»

هغه د مذاکراتو د بهیر په اړه وویل: «که خبرې له ښه نیت سره ترسره شي، باور لرم چې هوکړې ته رسېدلی شو، خو دا یو لوی شرط دی او په پای کې دا د ایران چلند پورې اړه لري. هیله ده هغوی سمه پرېکړه وکړي.»

وال سټریټ ژورنال:امریکا غواړي په قطر کې بند پاتې افغانان افریقایي هېوادونو ته ولېږدوي

وال سټریټ ژورنال په یو ځانګړي راپور کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له یو شمېر افریقایي او اسیایي هېوادونو سره خبرې پیل کړې دي، څو هغه شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان ور انتقال کړي چې دا مهال په قطر کې د امریکا په یوې پخوانۍ پوځي اډه کې بې برخلیکه پاتې دي.

د راپور له مخې، دغه افغانان چې د جو بایډن د ادارې پر مهال له افغانستان څخه ایستل شوي وو، له یوه کال راهیسې په قطر کې بند پاتې دي او لا هم روښانه راتلونکی نه لري.

همدارنګه ویل شوي چې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر افغانانو د سفر محدودیتونه لګولي، چې له امله یې دغو کسانو ته امریکا ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

راپور زیاتوي چې د دې محدودیتونو د لرې کېدو کومه نښه نه ښکاري، نو ځکه د امریکا بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي دغه کډوال نورو هېوادونو ته انتقال کړي، څو په قطر کې خپله اډه وتړي.

چین:افغانستان او پاکستان د اکتوبر شخړو د حل لپاره پر هر اړخیزې لارې هوکړه کړې

د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې افغانستان او پاکستان هوکړه کړې چې د تېر اکتوبر د شخړو د حل لپاره به یوه هر اړخیزه لاره ولټوي.

د دې وزارت ویاندې ماو نینګ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دا پرېکړه په اورومچي کې د سولې خبرو پر مهال شوې ده.

هغې زیاته کړې چې دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې داسې اقدامات به نه کوي چې وضعیت نور هم خراب یا پېچلی کړي.

ماو نینګ همدارنګه ویلي چې چین به له دواړو هېوادونو سره اړیکې وساتي او د دوامداره خبرو اترو لپاره به یو چوکاټ برابر کړي.

اسرائیل؛د لبنان پر صور ښار تازه هوایي بریدونه کړي

0

سره له دې چې د امریکا او ایران ترمنځ اوربند وشو، د لبنان په جنوبي سیمو کې د اسرائیل پوځي عملیاتو نن سهار هم دوام درلود.

راپورونه ښيي چې د اسرائیل لخوا د لبنان د صور ښار په ګډون څو سیمې د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

همداراز اسرائیلي ځواکونو د یوه جنوبي ښار لپاره د نوې تخلیې امر صادر کړی، چې د احتمالي پراخو بریدونو نښه بلل کېږي.

بل لور ته، لبناني سرچینو ویلي چې تمه ده حزب‌الله به ژر خپل رسمي دریځ اعلان کړي او وښيي چې د اعلان شوي اوربند په اړه څه موقف لري.

هاخوا، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی چې د ایران سره د ټاکل شوي اوربند لپاره منندوی دی خو لبنان ترې مسثنا دی.

ډونالډ ټرمپ:امریکا به د هرمز تنګي له هرې تیریدونکي کښتۍ سره د مدیریت او ساتنې برخه کې مرسته کوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د جګړې تر اوربند وروسته اعلان کړی چې واشنګټن به هرمز تنګي کې د کښتیو د ترافیک د تنظیم لپاره مرسته وکړي او “مثبت اقدامات” به ترسره شي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشیال دا اوربند “د نړیوالې سولې لپاره لویه ورځ” وبلله او ویې ویل چې ایران د جګړې له دوام څخه ستړی شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې امریکا به په سیمه کې پاتې شي، لوژستیکي ملاتړ به برابر کړي او د دې ډاډ به ترلاسه کړي چې وضعیت په سمه توګه پر مخ ځي.

هغه همداراز وویل چې د هرمز تنګي د ترافیک د کنټرول تر څنګ به اقتصادي فرصتونه هم رامنځته شي او ایران کولی شي د بیا رغونې بهیر پیل کړي.

دغه اوربند د ټرمپ له خوا ټاکل شوي ضرب‌الاجل ته نږدې، یعنې د تنګي د نه پرانیستلو په صورت کې د احتمالي برید تر ګواښ مخکې، تر لاسه شوی دی.

بل لور ته، ایراني چارواکو اعلان کړی چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو خوندي تګ راتګ به بیا پیل شي، خو د عملي څرنګوالي په اړه یې لا جزئیات نه دي ورکړي.

د یادونې وړ ده چې دغه ستراتیژیکه سمندري لاره د جګړې پر مهال عملاً تړل شوې وه، چې له امله یې د نفتو نړیوال بازارونه اغېزمن شول او اوس، د اوربند او د تنګي له بیا پرانیستلو سره تمه ده چې د منځني ختیځ صادرونکي وکولای شي هغه میلیونونه بېرله نفت بازار ته وړاندې کړي چې په سیمه کې بند پاتې وو.

د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۱۳۰ میلیونه بېرله خام نفت او ۴۶ میلیونه بېرله نور نفتي توکي په نږدې ۲۰۰ نفت‌کښتیو کې د انتقال په تمه دي.

راپورونه:امریکا سره د ایران د مذاکراتو مشري محمد باقر قالیباف کوي

0

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ نوې ډیپلوماټیکې خبرې د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

د سرچینو په وینا، د ایران د پلاوي مشري به د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف کوي، او د امریکا استازیتوب به مرستیال ولسمشر جی‌ډي ونس له لوري کېږي.

راپورونه ښيي چې تهران د خبرو لپاره یو ۱۰ ماده‌ییز چوکاټ وړاندې کړی، چې پکې د اټومي پروګرام تر څنګ د سیمې امنیتي مسایل او د اوږدمهالو بندیزونو د ختمېدو غوښتنه هم شامله ده.

د ایراني سرچینو په وینا، دا وړاندیز د هغو بندیزونو پای ته رسولو ته هم اشاره کوي چې د څو لسیزو راهیسې پر ایران لګېدلي دي.

شاه محمود میاخېل:افغانان باید خپل ځان بسیاتوب ته لومړیتوب ورکړي او د بهرنیو لوبو قرباني نشي

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وایي چې افغانان په داخل او بهر کې باید په ځان تمرکز وکړي او فکر وکړي چې څنګه د سیمې او نړۍ د رقابتونو له لوبو ځانونه وساتي.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې یوازې په خپل اتحاد، د نظام ولسي ملاتړ او نړیوال مشروعیت کار کول د افغانستان د ملي ګټو خوندي کولو لاره ده.

نوموړي زیاته کړې چې کاذب غرور، ارماني شعارونه او احساساتي چلندونه هېڅ ګټه نه لري.

میاخېل دغه راز ویلي، چې ټولې خواوې باید د شعارونو پر ځای د تدبیر پر بنسټ عمل وکړي، یو بل ته سپکاوی او د انحصار سیاست هېڅ نتیجه نه ورکوي.

هغه افغانان دې ته هم هڅولي چې د امریکا، اسراییل او ایران تازه لوبه د درس په توګه وګڼي او په ملي او سیاسي مسایلو کې د نورو هېوادونو سره د ملګرتیا پر ځای خپل خلک، خپل ځواک او د ځان بسیاتوب ته لومړیتوب ورکړي.

شاه محمود میاخېل ټینګار کړی چې افغانستان باید په اقتصادي، امنیتي او سیاسي لحاظ د نورو هېوادونو له تکیه ځان خلاص کړي او د علمي موسسو د کمزورتیا پر ځای باید د علمي موسسو د ځواکمنتیا لپاره کار وکړي.