دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 81

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت:تېره اونۍ ۲۴ کوډګر ونیول شول او ۱۱۲ قضیې د ښځو د حقونو په اړه حل شوې

د طالبانو حکومت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویلي چې د تېرې اونۍ په اوږدو کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۴ کوډګر نیولي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نیول شوي کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

دغه وزارت وړاندې هم په کابل او نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو راپورونه ورکړي دي، او تېره اونۍ یې د ۱۱ کوډګرو د نیولو خبر هم خپور کړی و.

همدارنګه، وزارت ویلي چې تېره اونۍ یې د ښځو د حقونو په برخه کې ۱۱۲ قضیې حل کړې، چې پکې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو ورکول، مهر، میراث او طلاق اړوند مسایل شامل وو.

د وزارت راپور زیاتوي چې په تېره اونۍ کې د سوداګرو د بیو د کنټرول، احتکار او د بې‌کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په برخه کې یې ۲۱۸ اصلاحي ناستې ترسره کړي دي.

ډونالډ ټرمپ:که ایران توافق عملي نه کړي؛ نو راتلونکې جګړه به ډېره پراخه او ځواکمنه وي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه پیغام کې ویلي، که د ایران سره شوی توافق په هر دلیل عملي نه شي؛ نو بیا به جګړه پیل شي، چې د مخکې لیدل شویو جګړو په پرتله به پراخه او ځواکمنه وي.

ټرمپ زیاته کړې چې په وروستیو وختونو کې یو توافق شوی و او د هغه په وینا، د جعلي تبلیغاتو پر خلاف به ایران هیڅ اټومي وسلې ونه لري او د هرمز تنګی به پرانیستی او خوندي پاتې شي.

هغه همدارنګه ویلي چې د امریکا ستر پوځ اوس په بشپړ ډول چمتو دی، ارام کوي او په واقعیت کې د خپلې راتلونکې بریا لپاره لیواله دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي:پر لبنان بریدونه د سیمې د سولې هڅې ګواښي

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د اسراییلو له لوري پر لبنان وروستي بریدونه غندلي او خبرداری یې ورکړی چې روانې نښتې په سیمه کې د سولې هڅې له جدي ګواښ سره مخ کوي.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د لبنان پر بېلابېلو سیمو پراخ بریدونه د سلګونو ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لامل شوي، چې پکې ماشومان هم شامل دي، او ملکي بنسټونو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، سره له دې چې د امریکا او ایران ترمنځ موقتي اوربند اعلان شوی، خو په لبنان کې د پوځي عملیاتو دوام کولای شي د اوربند فضا کمزورې کړي او د سیمې د دوامدارې او پراخې سولې هڅې زیانمنې کړي.

هغه پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې ژر تر ژره جګړې ودروي او شخړې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي، ځکه د منځني ختیځ د روان بحران لپاره پوځي حل لاره شتون نه لري.

لبنان؛په بیروت کې د اسراییلو خونړي بریدونو ۱۸۲ کسان وژلي او سلګونه ټپیان دي

0

لبنان ویلي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د اسراییلو د سختو هوايي بریدونو له امله په بیروت کې لږ تر لږه ۱۸۲ کسان وژل شوي او ۸۹۰ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، دا بریدونه د وروستیو ورځو له تر ټولو خونړیو حملو شمېرل کېږي، ځکه ګڼ میشتې سیمې، سوداګریز مرکزونه او د استوګنې محلونه پکې په نښه شوي دي.

دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند هوکړه اعلان شوه.

سره له دې چې ځینو منځګړو ویلي لبنان هم د دې تفاهم برخه ده، خو امریکا او اسراییل ټینګار کوي چې په لبنان کې د حزب‌الله پر ضد جګړه جلا روانه ده.

بل لور ته، ایران خبرداری ورکړی چې که پر لبنان بریدونه دوام وکړي، ښايي له اوربند څخه ووځي.

راپورونه زیاتوي چې د جګړې له پیل راهیسې په لبنان کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷۳۹ ته رسېدلی او ۵۸۷۳ نور کسان ژوبل شوي دي.

د یادونې ده چې نن ورځ په لبنان کې ملي ماتم اعلان شوی دی.

اردوغان:د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند هرکلی کوم؛ خو باید بشپړ عملي شي

0

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا او ایران ترمنځ اعلان شوي اوربند هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې دا موافقه باید په بشپړ ډول عملي شي.

هغه ویلي، اوربند باید داسې پلي شي چې هېڅ لوري ته د پارونې، ګډوډۍ او یا د تخریب فرصت ورنه کړل شي.

اردوغان همدارنګه د هغو هېوادونو مننه کړې چې د خبرو اترو په بهیر کې یې ونډه لرلې، او په ځانګړي ډول یې د پاکستان رول ستایلی دی.

د ترکیې ولسمشر زیاته کړې چې د انقرې اساسي موخه په سیمه کې د سولې، ارامۍ او ثبات ټینګښت دی، او هېواد به یې د سولې غږ هم په سیمه او هم په نړیواله کچه ژوندی وساتي.

جی‌ډي ونس:له ایران سره د اوربند توافق کې لبنان شامل نه دی، هلته به جګړه دوام ولري

0

د امریکا د ولسمشر مرستیال جې‌ډي ونس ویلي چې له ایران سره شوی اوربند یوازې د ایران او په سیمه کې د امریکا د متحدو هېوادونو اړوند دی، او په دې هوکړه کې د لبنان د جګړې درولو هېڅ شرط شامل نه دی.

نوموړي ویلي، واشنګټن له تهران سره یوازې د هغو موضوعاتو په اړه تفاهم کړی چې د ایران او د امریکا د شریکانو امنیت پورې تړاو لري، نو ځکه د لبنان روان وضعیت د دې اوربند برخه نه ګڼل کېږي.

دا څرګندونې په داسې مهال شوې دي چې اسراییلو پر لبنان تازه مرګوني بریدونه پیل کړي دي.

د دغو حملو له امله د تلفاتو شمېر لوړ شوی او نن، پنجشنبه، په لبنان کې د پراخې مرګ‌ژوبلې له کبله عمومي ماتم اعلان شوی دی.

عباس عراقچي، شهباز شریف ته:توپ د امریکا په میدان کې دی، یا اوربند، یا جګړه!

0

په داسې حال کې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان کړی چې، د ایران او امریکا ترمنځ، د متحدینو په ګډون، سمدستي اوربند ته هوکړه شوې او دا به په سیمه، په ځانګړي ډول لبنان کې هم عملي شي، تهران د دې اعلان په اړه غبرګون ښودلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په خپل ټویټ کې ویلي چې د اوربند شرایط «روښانه او صریح» دي، د اوربند د توافق برخه لبنان هم دی او واشنګټن باید انتخاب وکړي: «یا اوربند، یا د اسرائیل له لارې جګړه. دواړه یو ځای نه شي کېدای.»

هغه همداراز ویلي: «توپ د امریکا په میدان کې دی»، او زیاته کړې یې ده، چې نړیواله ټولنه په لبنان کې روان وضعیت ته ګوري او دا به څرګنده شي چې امریکا خپلې ژمنې عملي کوي که نه.

ایمل فیضي:د ارومچي خبرې بې‌پایلې وې؛ ځکه پاکستان دوه مخی او فریبکار دی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر ویاند ایمل فیضي ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ارومچي کې وروستۍ خبرو هېڅ واقعي پایلې نه دي لرلې.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د چین هڅې د دواړو خواوو د نږدې کولو لپاره ارزښتناکې دي، خو پاکستان په هر ځل خبرو کې د فریب او ناسم معلوماتو کارول دوامداره ساتلي دي.

نوموړي ویلي، دا هماغه کړنه ده چې د تېرو ولسمشرانو حامد کرزي او اشرف غني د وخت پر مهال څو ځله لیدل شوې ده، ځکه اصلي ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي.

فیضي ټینګار کړی چې د پاکستان ادعاوې چې افغانستان د وسله‌والو ډلو پر ملاتړ تورنوي، ناسمې دي.

د هغه په وینا، د سولې او ثبات لپاره اړینه ده چې پاکستان له دغو فریبونو لاس واخلي، ځکه اوږدمهاله سوله به د سیمه‌ییزو شخړو او د منځګړیتوب له لارې د نفوذ فرصتونه کم کړي.

ایمل فیضي همدارنګه ویلي چې سوله او ثبات په افغانستان کې د پاکستان د عامو خلکو لپاره ګواښ نه دی، بلکې د هغو سیاسي او پوځي جوړښتونو لپاره ګواښ دی چې د بې‌ثباتۍ څخه ګټه پورته کوي.

په پای کې یې د چین له هڅو مننه کړې چې بیا هم د خبرو لپاره یې یو ډګر برابر کړی دی.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال:د امریکا او ایران ترمنځ د وروستي اوربند راتلونکی لا روښانه نه دی

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودوف د ایران د اټومي پروګرام او د سیمې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د وروستي اوربند راتلونکی لا روښانه نه دی او وضعیت کولای شي هر وخت بدلون ومومي.

نوموړي همدارنګه د هرمز تنګي ستراتیژیک اهمیت ته اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې دا سیمه د نړیوالو انرژۍ لېږد لپاره حیاتي ارزښت لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ دوه اونیز موقتي اوربند اعلان شوی او تمه ده دواړه لوري د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په اسلام‌اباد کې خبرې وکړي.

بلخوا، د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس هم دغه اوربند نازک بللی او خبرداری یې ورکړی چې که دواړه لوري ژمنتیا و نه ښيي؛ نو وضعیت بېرته خرابېدلی شي.

چین:ارومچي کې افغانستان او پاکستان ژمنه وکړه چې له هغو اقداماتو به ډډه کوي چې وضعیت ترینګلی کوي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي چې د چین په کوربه‌توب د افغانستان او پاکستان ترمنځ درې اړخیزې خبرې په ارومچي ښار کې پای ته رسېدلې دي.

د نوموړي په وینا، په دې خبرو کې د درې واړو لورو د بهرنیو چارو، دفاع او امنیتي ادارو استازو ګډون کړی و.

د افغانستان او پاکستان استازو ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د منشور اصولو او د سوله‌ییز ګډ ژوند بنسټونو ته ژمن دي، او هڅه کوي چې خپل اختلافات ژر تر ژره حل کړي او دوه‌اړخیزې اړیکې بېرته عادي کړي.

دواړو لورو همدارنګه ژمنه کړې چې له هغو اقداماتو به ډډه کوي چې وضعیت ترینګلی یا لا پېچلی کوي.

چین د منځګړیتوب او کوربه‌توب له امله د دواړو هېوادونو له لوري وستایل شو، او د دغه هېواد له عادلانه دریځ او هڅو څخه مننه وشوه.

درې واړو لورو هوکړه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره به یو جامع پلان جوړ کړي او پر مهمو او لومړیتوب لرونکو موضوعاتو به کار وکړي.

ټولو خواوو دا بهیر مهم بللی او هوکړه یې کړې چې اړیکې او خبرې به دوامداره وساتي.