شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 814

دوستم:د مقاومت جبهې ټول ازبکان له پامه غورځولي

د جمهوري حکومت ستر جنرال عبدالرشید دوستم ویلي، چې د مقاومت جبهې او جمعیت ګوند ټول ازبکان له پامه غورځولي او ټول افغانستان ته د خپلې درې له سترګو ګوري.

نوموړي د مقاومت شورا په یوې انلاین غونډه کې ویلي، چې افغانستان کې د پنجشېر مشرانو ته دوه ځله واک سپارل شوی او ټول قدرت هم له دوی سره و؛ خو پرته له دې چې کابل کې ځمکې ونیسي؛ نور یې هیڅ نه دي کړي.

هغه ویلي، دی خپله اتل دی او احمد شاه مسعود ته کومه اړتیا نه لري.

هغه د امرالله صالح له لوري د طالبانو حکومت پر وړاندې هزاره ګانو ته د جګړې وړاندیز هم نقد کړی او ویلي یې دي، چې یوازې پردي زامن په کې وژل کېږي.

افغان خبریال؛عبدالعزیز سخي زاده په پاکستان کې ټپي شوی

افغان خبریال عبدالعزیز سخي‌زاده په پاکستان کې د نامعلومو کسانو له لوري ټپي شوی دی.

هغه پرخپله ایکس پاڼه لیکلي چې تېره شپه لس بجې خپل کورته نږدې پرې برید شوی.

نوموړي ویلي، د سر په برخه کې یې ټپ خوړلی دی.

هغه د وسله والو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم ګڼ افغان خبریالان په پاکستان کې له دا ډول بریدونو سره مخ شوي دي.

یوسفزۍ:د افغان ښځو مبارزه الهام بخښونکې ده او طالبان به د خپلو جنایتونو ځواب ووایي

د سولې نوبل جایزې ګټوونکې ملاله یوسفزۍ وایي، طالبان باید د هغو جنایتونو ځوابونه ووایي، چې دوی یې مرتکب دي.

نوموړې یو ویډیویي پیغام کې ویلي، چې مونږ او متحدان مو مسلسل کار کوو، ترڅو طالبان دغه ځواب ته قانع کړو.

د یوسفزۍ په خبره، نړۍ د افغان ښځو غږ اوري او پرې خاموش نه ده.

هغې د افغان ښځو مبارزه الهام منونکې یاده کړې او د ښځو پر وړاندې د طالبانو پالیسي یې له عام ژوند څخه د مېرمنو څنډې ته کول بللي.

د امریکا؛ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ ترڅنګ ډزې شوې دي

0

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند، ډونالډ ټرمپ په فلوریدا ایالت کې ګلف لوبه کوله چې څنګ ته یې ډزې شوې دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې بریدګر کلاشینکوف ( AK-47) ډوله وسله پر ځای پرېښې او تښتېدلی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې بریدګر وروسته بیا د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی؛ خو د هویت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

تر دې وړاندې پر ټرمپ په یوه غونډه کې هم برید شوی وو.

د ملا هبت‌الله؛د فرمان پر اساس یو لړ نوې ټاکنې ترسره شوې دي

د طالبانو حکومت د مشر په فرمان یو لړ ټاکنې ترسره شوې، چې له مخې یې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عبدالقاهر ادریس د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د رییس په توګه ټاکل شوی او د دغې ادارې رییس فقیر محمد زیار د طبي شورا د رییس په توګه ټاکل شوی.

د دغه فرمان پر اساس، د هلمند ولایت د اقتصاد رییس مولوي شریف د فراه ولایت امنیې قومندان په توګه ټاکل شوی.

دغه راز بیا د کندهار زون نظامي محکمې رییس مولوي غلام رسول احساني د فراه ولایت استنیاف محکمې د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

د الجزیرې مقاله؛ګڼو طالب چارواکو له افغانستان څخه خپل کورونه اېستلي دي

الجزیرې یوه مقاله کې لیکلي، چې ډیرو طالب چارواکو خپلې کورنۍ له افغانستان څخه ایستلي دي.

مقاله کې د دغه کار علت د طالبانو له مشر د طالب چارواکو نارضایتي ښودل شوې.

راپور کې دغه راز راغلي چې طالب چارواکو ویلي، بهر کې یې ژوند خوندي او اولادونه یې زده کړې کوي.

دغې مقالې کې د قطر پوهنتون د دوکتورا نوماندې لکشمي ونګوپال لیکلي چې یاده مقاله له ګڼو پخوانیو او اوسنیو چارواکو سره د مرکو پر اساس جوړه شوې ده.

مقاله کې ویل شوي چې کندهار ټول واک او پرېکړې انحصار کړي او ځینې محافظه کار طالبان هم غږ نشي پورته کولای.

د بلوچستان په هرنایي کې؛یو کان کې پنځه افغانان وژل شوي دي

د بلوچستان په هرنایي ولسوالۍ کې د دوو ورونو په ګډون، پنځه افغانان وژل شوي دي.

یاد کسان په شهرګ سیمه کې د ډبرو سکرو په کان کې د زهرجنو ګازو خپرېدو له کبله وژل شوي دي.

د پاکستان چارواکو ویلي، چې په کان کې میتان ګاز خپور شوی وو، چې له کبله یې کارکوونکو خپل هوش له لاس ورکړی وو.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د یادو کسانو جسدونه به افغانستان ته ولېږدوي.

د یادونې ده چې دغه کان ته شپږ کسان ور ننوتي وو، چې یو یې بې هوښه موندل شوی او پنځه نور مړه شوي دي.

مدودوف: که اوکراین پر دوی توغندي استعمال کړي، نو دوی به دغه هېواد له خاورو سره یو ډول کړي

0

د روسیې ملي امنیت شورا مرستیال دمیتري مدودوف خبرداری ورکړی، چې که اوکراین پر دوی د لویدیځ لرې واټن ویشتونکي توغندي استعمال کړي، نو دوی به دغه هېواد له خاورو سره یو ډول کړي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې اوکراین له لویدیځ غوښتنه کوي، چې د روسیې پر خاوره د غرب د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د کارونې اجازه ورکړي.

څو ورځې وړاندې امریکا او برېتانیا هم د اوکراین له لوري له دغو توغندیو څخه د ګټې اخیستنې په اړه خبرې کړې وې.

انصاري:د بلوچستان پولیس ټوپکې نه لري؛ خو مخالفین مو په هغو عصري وسلو سمبال دي چې له امریکا څخه په افغانستان کې پاتې شوي

د بلوچستان د پولیسو مشر یو وار بیا ادعا کړې چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې شوې وسلې هغو ډلو ته په لاس ورغلي، چې په بلوچستان او پښتونخوا کې جګړه کوي.

معظم جاه انصاري ویلي، د دوی پولیس عصري وسلو ته لاسرسی نه لري؛ خو مخالفین یې ان د شپې دوربینونه هم لري.

د هغه په خبره، د دوی پر وړاندې له هغو ټوپکو او عصري وسلو ګټه اخېستل کېږي، چې په افغانستان کې له امریکا پاتې شوې وې.

میدان وردګ کې؛د ټرافیکي پېښې له کبله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

میدان وردګ کې د ټرافیکي پېښې له امله ۶ کسانو مرګ‌ژوبله اوښتې.

د یاد ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي چې دا پېښه د یو بار وړونکي او فلډر موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې چې له امله یې د يوې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور ټپيان شوي دی.

پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې د کابل – کندهار پر لویه لار د مرکز ميدان ښار اړوند تورو تیږو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په مړو شویو کسانو کې پلار، مور او لور شامل دي.