شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 815

سرچینې:قلات او کچلاک کې ۱۵ پاکستاني پوځیان وژل شوي

0

په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکي کچلاک کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د دوو پوځیانو له وژلو خبر ورکوي؛ یو شمېر باوري سرچینو حماسه میډیا ته ویلي چې دغه برید کې پنځه پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

بل لورته قلات کې هم پر پوځیانو برید شوی چې لس تنه پکې وژل شوي.

په ورته مهال بلوڅ ازادي غوښتونکو د پاکستاني پوځیانو پر بېلابېلو پوستو د بریدونو خبر ورکړی.

د یادونې ده چې اوس مهال په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي.

د فوټسال سیالیو په لړ کې؛افغانستان نن د انګولا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي

0

ټاکل شوې چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د انګولا پر وړاندې سیالي وکړي.

یاده سیالي نن د ازبېکستان پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي.

دا د سي ګروپ لوبډلو ترمنځ سیالۍ دي، چې افغانستان، ارجنټاین، انګولا او اوکراین په کې شامل دي.

د یادونې ده چې دا سیالۍ تېره ورځ د ۲۴ هېوادونو ترمنځ پیل شوې دي.

د سپټمبر پنځسلمه؛د دیموکراسي نړيواله ورځ؛ خو افغانان په کوم وضعیت کې دي؟

د سپټمبر ۱۵مه د دیموکراسي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ افغانستان کې په داسې حال کې راځي، چې افغانان له تېرو درې کالو راهیسې له خپلو حقونو بې برخې دي او په کور دننه د بیان ازادي هم له منځه تللې ده.

دا ورځ د ملګرو ملتونو له لوري په دې موخه نومول شوې، چې غړي هېوادونه یې دیموکراسي ترویج کړي؛ خو افغانستان چې د ملګرو ملتونو غړی هېواد دی، له تېرو درې کالو راهیسې په کې دیموکراسي زندۍ ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه لسیزې په افغانستان کې د جمهوریت تر چتر لاندې افغانانو په دیموکراسي کې ژوند وکړ او نږدې یو نسل یې په دغه موده کې راستر شو؛ خو اوس ورنه د هر څه حق اخیستل شوی دی.

د سند ایالت له زندانونو؛۴۴ افغان کډوال ازاد او خپل هېواد ته لېږل شوي

د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۴۴ افغان کډوال ازاد شوي دي.

د پاکستان په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګري وایي، د ۲۱ زده کوونکو په ګډون یې ۴۴ افغان کډوال د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو راخوشې کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا کډوال د تورخم له لارې خپل هېواد ته لېږل شوي.

د یادونې ده، چې له تېرو دوو کالو راهیسې پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او ځورول په بې ساري ډول زیات شوي دي.

سمیع سادات:طالبان مونږ غولوي که ځان؛ همدوی به د لویو پروژو کارکوونکي په ډزو وېشتل

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات ویلي، طالبانو تر دې وړاندې د لویو پروژو مخه نیوله او کار کوونکي یې په ډزو وېشتل؛ خو اوس خپله د دغو پروژو د پرانېستو او تطبیق دعوې کوي.

هغه ویلي، دوی په خپل منافقت ولس نه شي غولولی او داسې وخت به راځي، چې دوی به هم لکه د بچه سقاو په څېر د عامو خلکو له لوري د خپلو اعمالو په سزا رسیږي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېره اوونۍ د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي چارو له پیل خبر ورکړ.

د یادونې ده، چې د ټاپي پروژه د جمهوریت پر مهال د ناامني له کبله ځنډېدلې وه.

ستانکزی:ټول افغانان باید د یو بیرغ لاندې راټول شي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وايي، په هېواد کې د پخواني شوروي او امریکا د څلورو لسیزو جګړو له امله د افغانستان ټول تأسیسات لمنځه تللي او اوس دې ته اړتیا ده چې، دغه تأسیسات بیا له سره جوړ شي.

شېر محمد عباس ستانکزی زده کړې او تحصیلات د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره یوازنۍ لاره ګڼي او په وینا یې د دوی حکومت دغې برخې ته هم په جدي توګه پام لري.

ستانکزي همداراز په کور دننه او بهر له ټولو افغانانو وغوښتل چې، تر یوه بیرغ لاندې د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.

حقاني:پخوانيو پیلوټانو ته مو غېږه خلاصه ده؛ بېرته دې هېواد ته را وګرځي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ویلي، هغه پیلوټان چې له افغانستان څخه بهر وتلي؛ بېرته دې خپل هېواد ته را وګرځي.

نوموړي نن د هوايي مدافعې پوهنتون د درې تنو پیلوټانو فراغت غونډې ته ویلي، له هېواده تللي پیلوټانو ته د دوی غېږ خلاصه ده او کولای شي، چې د ولس د خدمت لپاره بېرته خپل هېواد ته راوګرځي.

دغې غونډې د طالبانو حکومت لوی درستیز ویلي، چې د دوی اردود په واقعي معنی د هېواد ساتونکې ده او د هېوادوالو د ارام ژوند لپاره هر ډول ستړیا منلو ته چمتو دي.

ندیم:له هېواده تلل، له ځان، مور، پلار او هېواد سره خیانت دی

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وایي، هغه څوک چې له خپل هېواد څخه وځي؛ نو له خپل هېواد، ځان او کورنیو سره خیانت کوي.

هغه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څخه د محصلینو فراغت غونډې ته ویلي، چې پر محصلینو لګښت شوی او دا لګښت، د وزیر، رییس، او بل هیڅ چارواکي نه دي، بلکې دا لګښتونه د بې‌وسو افغانانو دي.

ندا محمد ندیم ویلي، ځوانان باید دا فکر ونه کړي، چې په بل هېواد کې ورته ټولې زمینې برابرې دي؛ بلکې هلته به هم په هوټل کې په کار اخته وي او یا به بل ځای کار ته اوږه ورکوي.

کرزی:د کابل او اسلام اباد ترمنځ تاوتریخوالی د دواړو لوریو په زیان دی

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د متقابل احترام پر اساس، د ښو اړیکو هیله څرګنده کړې.

نوموړي د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتنه کې ټینګار کړې، چې د دواړو هېوادونو خلکو ته باید د تګ راتک او سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.

حامد کرزي تاوتریخوالی د داړو هېوادونو په زیان بللی.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي.

د میانمار ولسمشر؛دغه هېواد ته د یاګي توپان رسېدو سره سم؛ د مرستې غوښتنه کړې

0

د میانمار ولسمشر مېن‌انګ هلېنګ په دغه هېواد کې یاګي توپان له را رسېدو سره سم له هېوادونو غوښتي چې مرسته ورسره وکړي.

نوموړي ویلي، چې له ځپل شویو سیمو یې لیدنه کړې او هلته یې مسوولینو ته ویلي چې د خلکو خوندیتوب لپاره هڅې زیاتې کړي.

دغه توپان په یاد هېواد کې له ۲۳۵ زرو زیات کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه کړي.

د رویټرز د خبر له مخې، یاګي توپان د چین، ویتنام، لاووس او ټایلېنډ په ګډون اسیا کې تېره اوونۍ نږدې درې سوه کسان وژلي دي.