شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 813

پاکستاني پولیس:له ټي‌ټي‌پي سره مو د اړیکو په تور داسې کسان ونیول چې د پابجي له لارې به یې یو بل سره پټې اړیکې ټینګولې

0

پاکستاني پولیس وایي، چې خیبر پښتونخوا کې له ټي ټي پي سره د اړیکو په تور یې پنځه کسه نیولي دي.

د پولیسو مشر زاهدالله رسنیو ته ویلي، چې دوی د پابجي اپلیکشن له لارې له یو بل سره په اړیکه کې وو.

نوموړي ویلي، تر دې وړاندې وسله والو ډلو د وټساپ له لارې یو بل سره اړیکه ټینګوله؛ خو دا لومړی ځل دی، چې دوی له داسې پېښې سره مخ کېږي.

د یادونې ده چې پولیسو د یادو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

حبیب الرحمن سیاف:د افغانستان څخه د طالبانو د شړولو یوازینۍ لاره د ټولو سیاسي خوځښتونو یوالی دی

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا غړی او د پوهنتون استاد حبیب الرحمن سیاف د شهید اونۍ او د استاد برهان الدین رباني او د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود په تلینغونډه کې د طالبانو پر وړاندې د ټولو سیاسي لوریو او جریانونو څخه وغوښتل چې خپل یووالی وساتي او د یو چتر لاندې سره راټول شي.

ښاغلي سیاف زیاته کړې، که چیرې نن او سبا د افغانستان د راتلونکې لپاره یوې موافقې ونه رسېږي؛ نو د دوی مبارزه به هیڅ ډول پایله ونه لري.

حبیب الرحمن سیاف یو ځل بیا په طالبانو غږ کړی، چې د کبر او غرور څخه ښکته شي او له خپلو خلکو سره دې خبرو ته کیني او بین الافغاني مذاکراتو ته دې چمتو شي.

نوموړي دغه راز ویلي، افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په یو زندان بدل شوی او هره ورځ زرګونه افغانان د یوې ښې راتلونکې لپاره وطن پریږدي او نامعلوم سفر پیلوي.

جنرال مبین:له خپلو غواګانو سره بوخت یم، د ټلویزیون کارکوونکي دې ما بحثونو ته نه ور غواړي

د طالبانو حکومت مبلغ جنرال مبین له رسنیو هیله څرګنده کړې چې دی نور بحثونو ته ور ونه غواړي.

نوموړي لیکلي، له ده نه ضمانت اخیستل شوی او رسنۍ یې باید عذر ومني.

مبین ویلي، تر دې وروسته هم نه غواړي خپل وخت په داسې خبرو ضایع کړي چې د ده په باور ګټه نه لري.

نوموړي دغه راز ویلي، چې اوس له خپلو غواګانو سره بوخت دی او هیڅ وخت هم نه لري.

پاکستان کې،د یوه خره بیه زر ډالرو ته لوړه شوې

0

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوه خره بیه زر ډالرو ته لوړه شوې.

د رپوټونو له مخې د خرو د بیو لوړوالی چین ته د دغو حیواناتو صادرېدل یاد شوي دي.

پاکستان د خرو له پلوه تر چین او ایتوپیا وروسته تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی.

څه موده وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې دوی به د اقتصادي ستونزو د حل په موخه پاکستان ته د خرو صادرات پیل کړي.

د پخواني حکومت یو شمېر چارواکو؛د شهید اوونۍ په مناسبت د افغانستان پر وضعیت او له اوسني حالت څخه د راوتلو پر لارو چارو خبرې کړې

د شهید اوونۍ په مناسبت په یوې انلاین غونډه کې د جمهوري حکومت بېلابېلو چارواکو، د یو شمېر ګوندونو استازو د برهان الدین رباني مبارزه ستایلې.

په دغه ناسته کې عطامحمدنور، محمد محقق، صلاح الدین رباني، محمد اسماعیل، عبدالبصیر انور، حبیب الرحمن سیاف، جنرال دوستم، یونس قانوني او ګڼو نورو چارواکو برخه اخیستې وه.

دوی د صلاح الدین رباني د شخصیت او مبارزې ترڅنګ په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه هم خبرې کړي دي.

ویناوالو ویلي، افغانستان کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او په خلکو ظلمونه روان دي.

په دغه غونډه کې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور طالبان په افغانستان کې په تفرقې اچوولو تورن کړي دي.

بل لورته په غونډه کې جنرال دوستم د مقاومت جبهه تورنه کړې چې ټول افغانستان ته د یوې درې«پنجشېر» له سترګو ګوري.

یونس قانوني بیا ویلي، دوی اوس په یوې نوې تجربې کې دي او ټول باید په یو لوی او نوي فکر د یو روښانه افغانستان جوړلو لپاره کار وکړي.

هغه طالبان یوه وسله واله ډله بللې او زیاته کړې یې ده، چې دوی بېرته د ټولو لپاره ګواښ دی.

قانوني ویلي، افغانستان د دوی ټولو پر وړاندې پرانېستی دی او کولای شي، چې یوه جغرافیه یې ونیسي؛ خو ټینګار یې کړی، چې په راتلونکي باید فکر وشي.

اسوشټیډ پریس:طالبانو افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین د نامعلوم وخت لپاره ځنډولی

اسوشټیډ پریس د خپلو باوري سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې طالبانو نن په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین ځنډولی.

سرچینې تر اوسه د دغه کار علت نه دی په ډاګه کړی.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې سږکال په افغانستان کې د پولیو تر لسو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

متقي:مونږ د وسله والې مبارزې جریان کې هم له ټاپي پروژې ملاتړ کاوه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وایي، د ټاپي له پروژې بشپړ ملاتړ کوي او هیله لري، چې دخیل هېوادونه هم ورنه په اساسي ډول ملاتړ وکړي.

امیرخان متقي کابل کې یوې غونډې ته ویلي، هیله لري چې دا پروژه په ټاکلي وخت سرته ورسیږي.

د متقي په خبره، دوی د وسله والې مبارزې وخت کې هم د دغې پروژې ملاتړ کړی او اوس یې هم ترکمن لوري ته بشپړ ډاډ ورکړی.

هغه دغه راز زیاته کړې چې افغانستان دغې نل لیکې ته تر ټولو زیاته خاوره ورکړې؛ خو کم ټرانزیټ یې اخلي.

نوموړي همدارنګه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو د متقابل احترام په چوکاټ کې اړیکې غواړي او د عربي نړۍ سره اړیکو ته زیاته ترجیح ورکوي.

د کابل‌-‌جلال اباد پر لار؛ د ټرافیکي پېښې له کبله پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي

‏د کابل – ننګرهار پر لویه لار د سروبي ولسوالۍ په نغلو سیمه کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پېښه د یو مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې چې په پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

د یادونې ده، چې په ټپیانو کې هم د یو شمېر کسانو وضیعت نازک ښودل شوی.

د افغانستان فوټسال لوبډلې بریا؛د پخوانیو چارواکو په ګډون، د ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان کاروونکو ستایلې ده

د انګولا پر وړاندې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې بریا ګڼو افغانانو ستایلې ده.

په کور دننه او بهر د ټولنیزو رسنیو کاروونکو، پخواني ولسمشر حامد کرزي، یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو او د کرکټ یو شمېر لوبغاړو د دغې سیالۍ له کبله مبارکي ویلي او د افغان لوبډلې هڅه یې ستایلې ده.

افغان لوبډلې د فوټسال په نړۍوال جام کې تېره ورځ ناوخته انګولا ته شپږ پر څلور ماتې ورکړه او خپله لومړۍ لوبه یې وګټله.

د یادونې ده چې افغان لوبډله به راتلونکې چهارشنبه له ارجنټاین سره سیالي ولري.

افغانستان د فوټسال نړیوال جام په سي ګروپ کې دی، چې ارجنټاین او اوکراین لوبډلې هم ورسره دي.

سږنی نړیوال جام د تاشکند په کوربه توب د ۲۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوی دی.

اسماعیل خان:د طالبانو د مشر فرمانونه د امین او ترکي په څېر دي

جهادي قومندان اسماعیل خان وايي، د طالبانو د مشر فرمانونه هم تر امین او ترکي کم نه دي.

هغه ویلي، دوی افغانستان په یو زندان بدل کړی او مونږ باید خپل خلک له دغه زندان څخه وباسو.

اسماعیل خان په دایکندي کې وروستۍ پېښې ته په اشارې ویلي، چې دوښمن په هیچا رحم نه کوي او اړتیا ده، چې اوس مونږ باید یو بل ومنو.

هغه پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د یوې نوې طرحې پر اساس باید افغانستان له دغه حالت څخه را و وېستل شي.