شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 811

بیروت کې؛د ایران سفیر او د حزب الله سلګونه جنګیالي په سایبري برید کې ټپیان شوي

0

د لبنان بیروت کې د ایران سفیر مجتبی اماني او د حزب الله سلګونه غړي د یو سایبري برید په پایله کې ټپیان شوي دي.

د حزب الله غړي د یادې ډلې پیاوړي جنګیالي بلل کېږي، چې د اسرائیلو پر وړاندې ښه جنګي مخینه لري.

رویټرز د حزب الله ډلې د یو غړي له قوله ویلي، چې د دوی دا غلطي نه جبرانېدونکې ده.

د لبنان روغتیا وزارت همدا راز له ټولو روغتونونو هم غوښتي چې بیړنی وضیعت اعلان کړي او اماده اوسي.

خالد مشعل؛د اوربند لپاره بېړه نه لرو او له خپلو غوښتنو نه په شا کېږو

0

د حماس د سیاسی دفتر پخوانی مشر خالد مشعل وايي، دوی له اسرائیل سره د اوربند لپاره هیڅ بېړه نه لري.

نوموړي ویلي، په هیڅ قیمت به د اوربند ترسره کېدو لپاره له خپلو غوښتنو په شاه نه شي.

مشعل زیاته کړې، سره له دې چې دغې جګړې فلسطین زیات ویجاړ کړی؛ خو دا هغه بیه ده، چې دوی یې د ازادۍ لپاره پرې کوي.

هغه ویلي، هغه فلسطینیان چې پر حماس نیوکه کوي؛ په اقلیتونو کې راځي.

د یادونې ده چې په روانه جګړه کې تر اوسه څه د پاسه ۴۱ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

افغان فوټسال لوبډله؛سبا له ارجنټاین سره سیالي لري

0

ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې سبا له ارجنټاین سره مخ شي.

دا سیالۍ د کابل په وخت ۷:۳ پیلیږي.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې په خپلې لومړۍ لوبه کې انګولا ته شپږ د څلورو پر وړاندې ماتې ورکړې وه.

بل لورته بیا ارجنټاین اوکراین ته اووه د یو پر وړاندې ماتې ورکړې.

تر دې وروسته به افغان لوبډله په خپل سي ګروپ کې له اوکراین سره سیالي وکړي.

ملا هبت‌الله:مه ناهیلي کېږئ؛ زمونږ نظام ورځ نه بلې ته ښه کېږي

د طالبانو حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده وايي، د دوی حکومت ورځ تر بلې د ښه کېدو پر لور روان دی.

هغه په کندهار کې د ۴۸۰ پولیسو فراغت غونډې ته ویلي، چې خلک دې نه ناهیلي کېږي.

نوموړي دغه راز له طالب سرتېرو غوښتي چې د ده پیروي ته لومړیتوب ورکړي.

د یادونې ده چې په دغو مراسمو کې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او یو شمېر نورو چارواکو هم برخه لرله.

صالح:دوستم زمونږ د هېواد پیاوړی ساستمدار دی

تېر جمهوري نظام کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي، دوستم زمونو یو قومي مشر، پیاوړی نظاني او مطرح سیاستمدار دی.

هغه ویلي، د افغانستان په تاریخ کې د دوستم رول معلوم دی.

نوموړي پر اوسني وضعیت نیوکه د هرچا حق بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان پرمختګونو کې له دوستم څخه انکار د وخت ضایع کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ جنرال دوستم د شهید اونۍ په غونډه کې د صالح له لوري جګړې ته د هزاره ګانو هڅول غندلي وو.

ایران:له افغانستان څخه قاچاق کېدونکي سره زر مو نېولي

د ایران سرحدي چارواکو ویلي، چې له افغانستان څخه یې قاچاق کېدوونکي ۱۲ کیلو او ۷۲۰ کیلوګرامه سره زره نیولي دي.

دا سره زره د خراسان رضوي ولایت په تایباد سیمه کې نیول شوي دي.

د یاد ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان مجید شجاع ویلي، چې له چټک مزلي موټر څخه یې د سرو زرو ۳۴ خښتې ترلاسه کړې دي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د ایران پولیسو په یاده سیمه کې له افغانستانه قاچاق شوي ۱۵۱ کیلو او ۴۵۰ ګرامه «شیشه» نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه کړي وو.

روزا اتونبایووا؛ملګرو ملتونو کې د قطر له استازې سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې روزا اتونبایووا په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازي علیاء احمد بن سیف سره کتلي.

دواړو لوریو په دې لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې.

د قطر خبري اژانس ویلي چې د خبرو ډېره برخه د ثبات تامینېدو او اوسني وضعیت څخه د افغانستان په راوتلو کې د نړۍ پر هڅو ورټوله وه.

دا لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه ناسته ترسره کړي.

د عمان پلازمېنه کې؛افغان سفارت کې د طالبانو دیپلوماتانو خپل فعالیت پیل کړ

اوراسیا خبري‌ـ‌تحلیلي شبکې ویلي، چې طالبان له درېیو لوریو سره په جګړه بوخت دي.

داعش خراسان څانګه، مقاومت جبهه او پر ډېورنډ فرضي کرښه پاکستاني پوځیان هغه لوري یاد شوي چې طالبان ورسره په جګړه بوخت دي.

راپور کې د مقاومت په نوم جبهه د طالبانو پر وړاندې د پرتلې وړ نه ده بلل شوې.

دوی دا راپور داسې مهال خپروي چې طالبان وایي، په کور دننه یې ټولې وسله والې ډلې له منځه وړي دي.

اوراسیا شبکه:طالبان په درې مختلفو برخو کې په جګړه بوخت دي

اوراسیا خبري‌ـ‌تحلیلي شبکې ویلي، چې طالبان له درېیو لوریو سره په جګړه بوخت دي.

داعش خراسان څانګه، مقاومت جبهه او پر ډېورنډ فرضي کرښه پاکستاني پوځیان هغه لوري یاد شوي چې طالبان ورسره په جګړه بوخت دي.

راپور کې د مقاومت په نوم جبهه د طالبانو پر وړاندې د پرتلې وړ نه ده بلل شوې.

دوی دا راپور داسې مهال خپروي چې طالبان وایي، په کور دننه یې ټولې وسله والې ډلې له منځه وړي دي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو فرهنګ وزارت:تېر کال مو د ګڼو رسنیو سرغړونې ور اصلاح کړې

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وایي، چې تېر کال یې د ګڼو رسنیو سرغړونې اصلاح کړې.

د یاد وزارت چارواکو نن د خپلو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي چې په تېر کال کې د تلویزیوني، راډیویي او یوټیوب چینلونو او چاپي رسنیو ارزونه شوې، چې په پایله کې یې د تلویزیونو ۵۵، د راډیو ګانو ۶۹ او د یوټیوب چینلونو۳۲۰ سرغړونې تر پېژندنې وروسته، د دوی له پالیسي سر سم اصلاح شوي دي.

دوی دغه راز ویلي چې تر اوسه افغانستان خپل چاپ قرانکریم نه درلود؛ خو د دوی له راتګ سره سم په دولس بېلابېلو بڼوچاپ شو.