یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 810

د حزب‌الله المنار ټلویزیون:د لبنان په څو سیمو کې د خلکو لاسونو کې ګرځنده ټلیفونونو چاودنه کړې

0

د حزب الله المنار ټلویزیون راپور ورکړی چې د لبنان په څو سیمو کې د هغو کسانو په لاس ګرځنده ټیلفونونو چاودنه کړې.

یاد ټلویزیون ویلي، چې ددغو چاودنو له کبله درې تنه وژل شوي.

دا چاودنې وروسته تر هغې کېږي چې وړمه ورځ لبنان کې د مخابراتي سیستم د چاودنې له کبله ۹ تنه ووژل شول او تر ۲ زره او ۷۰۰ ډېر کسان ټپیان شول.

فراه کې؛طالبانو د پوهنې ریاست پر کارکوونکو او زده کوونکو د ځیرکو ټیلفونونو استعمال بند کړی

دطالبانو حکومت تر واک لاندې د فراه د پوهنې ریاست د خپلو کارکوونکو او زده کوونکو له لوري د ځیرکو ټیلفونونو پر استعمال بندیز ولګوو.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست یو مکتوب چې رسنیو ته په لاس ورغلی، د دوی د مشر له قوله پکې راغلي، چې له مسؤلینو پرته، نور ټول باید د ځیرکو ټیلفونونو له کارونې ډډه وکړي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په ښکاره ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

اصف درانی:شل کاله بعد که د طالبانو ښځې ناروغه شي؛ نو دوی به یې چیرته وړي؟

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف علي درانی وایي، تر څو چې نړۍ د طالبانو ملاتړ کوي، د طالبانو واکمني به روانه وي.

ښاغلی دراني له یوې رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، چې په راتلونکي کې به پر طالبانو داخلي فشارونه زیات شي.

دراني د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان به د نجونو ښوونځي پرانېزي، ویلي چې د نجونو د زده کړو لپاره به د ولس لخوا پر طالبانو فشارونه زیات شي او طالبان به د نجونو ښوونځي پرانېزي.

دراني ویلي، که طالبان د نجونو زده کړو ته اجازه نه ورکوي؛ نو شل کاله بعد که د دوی ښځې ناروغه شي؛ نو دوی به خپلې ښځې چیرته وړي.

حزب‌الله:اسرائیل ته هیڅ وخت خپل غچ نه پرېږدو

0

د حزب‌الله پر سرتېرو د “پیجر” ارتباطي دستګاوو له چاودونو وروسته، یادې ډلې خبرداری ورکړی چې د دغه کار غچ به له اسرائیلو واخلي.

رویټرز د لبنان حزب الله ډلې د یو چارواکي له قوله لیکلي چې دا د اسرائیلو پر وړاندې په تېر یو کال کې تر ټولو لوی امنیتي نقض وو.

د لبنان اطلاع رسونې وزیر هم دا برید غندلی او دا یې پر خپل هېواد یو تېری بللی.

اسرائیل په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت ستره محکمه:تېر یو کال کې مو د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۱۳۷۳ قضیې حل او فصل کړي

د طالبانو حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې په تېر یو کال کې یې د ښځو یو زر او ۳۷۳ د شرعي حقونو قضیو ته رسېدنه کړې.

دوی نن د خپلو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي چې په همدې موده کې یې د نشه‌یي توکو اته زره او پنځه سوه قضیو ته رسېدنه کړې.

دوی دغه راز ویلي چې په تېر یو کال کې یې دوه زره او ۳۰۴ تنه له زندان ازاد او د ۱ زر او ۹۲۰ زندانیانو د بند موده یې کمه کړې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛نن د افغانستان په اړه ناسته کوي

په پام کې ده چې نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته وکړي.

په دغه ناسته کې به د یوناما مشره روزا اتونبایوا د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې وکړي.

ناسته د کابل پر وخت ۶:۳۰ پیلیږي.

بل لورته تېره ورځ د طالبانو حکومت غوښتنه کړې چې په دغه ناسته کې باید د افغانستان واقعیتونه منعکس شي.

ننګرهار کې؛یو تن خپله خور په ډزو وژلې

جلال اباد کې یوه خور د خپل ورور له لوري وژل شوې ده.

یاده پېښه د جلال اباد ښار اولې ناحیې اړوند سیدآغا کوڅې سیمه کې رامنځته شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کس خپله خور د تومانچې په ډزو وژلې ده.

د قاتل د هویت په اړه زیات څه نه دي ویل شوي؛ خو ویل شوي چې نوموړی د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د یاد قتل انګېزه کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی.

مسؤلو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټرمپ:که ټاکنو کې بریالی شوم، د درېیمې نړۍوالې جګړې مخه نېولی شم

0

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ وايي، چې یوازې دی د درېیمې نړیوالې جګړې مخه نېولی شي.

الجزیرې په یو راپور کې د ډونالډ ټرمپ له قوله ویلي، چې نړۍ اوس د درېیمې جګړې په څنډه کې ده.

ټرمپ دغه راز زیاته کړې، چې یو وار بیا د برید هڅه پرې وشوه؛ خو وژغورل شو.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ډونالډټرمپ، ولسمشر جوبایډن تورن کړی و چې نړۍ یې د درېیمې نړۍوالې جګړې خواته روانه کړې ده.

نیکولسن:افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت خورا سخت دی

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن ویلي، چې افغان نجونې او ښځې د جنسیتي تبیعض له کبله سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه د اروپا پارلمان کې ویلي، چې افغانستان کې وضعیت خورا سخت شوی.

نیکولسن ویلي، دوی له دغه وضعیت څخه د افغانانو د راوتلو لپاره هڅه کوي او پرته له دې چې طالبان په رسمیت وپېژني؛ افغانانو سره به بشري مرستو ته لومړیتوب ورکړي.

د نیکولسن په خبره، له افغانو نجونو او ښځو سره مرستې د دوی لومړیتوب دی.

سي‌ان‌ان:پر حزب الله ډلې برید د موساد او اسرائیلي ځواکونو له لوري ترسره شوی

0

سي ان ان د لبنان پر حزب الله ډلې شوي برید په اړه لیکلي، چې دغه برید د موساد او اسرائیلي ځواکونو له لوري شوی.

اسرائیلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لورته د ګلډ اپولو په نوم یو شرکت خبر ورکړی چې پر حزب الله ډلې چاودلې مخابرې د اروپا د BAC شرکت لوري تولید شوې وې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا مخابرې AR-924 ماډل وې.

د یادونې ده چې دغه برید کې تر ۲۷۰۰ ډېر کسان ټپیان او تر لسو نور وژل شوي دي.