یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 809

ملا هبت الله:پخوا د منبر او نظام ژبه په تضاد کې وه او اوس باید دا ژبه یوه وي

د طالبانو حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده یو وار بیا د امربالمعروف وزارت د وروستي قانون پر اجرا ټینګار کړی.

هغه دیني عالمانو سره کتنه کې ویلي، چې عالمان هم باید په دې برخه کې کار وکړي.

نوموړي دیني عالمان د ټولنیز ثبات لپاره مهم بللي دي.

د هبت الله په خبره، پخوا د منبر او نظام ژبه په تضاد کې وه او اوس باید دا ژبه یوه وي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت مشر د امربالمعروف قانون پر پلي کېدو ټینګار کړی و.

سرچینې:حمید خراساني د صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د تشبثاتو رییس ټاکل شوی

یو شمېر سرچینو ویلي، چې پخوانی طالب قومندان عبدالمجید خراساني د صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د تشبثاتو د رییس په توګه ټاکل شوی.

نوموړی د سنبلې میاشتې پر اتمه نېټه د طالبانو حکومت له لوري نیول شوی وو.

څه موده وړاندې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي وو چې نوموړی په کور کینول شوی.

د یادونې ده چې عبدالحمید خراساني د طالبانو حکومت په منځ کې جنجالي څېره پېژندل کېږي.

ترکیې؛د استوګنې د دایمي کارتونو ورکولو په پلمه، پنځه سوه افغان کډوال نیولي

ویل کېږي، چې ترکیې هېواد پنځه سوه افغان کډوال نېولي او بیرته یې افغانستان ته را لېږي.

یو شمېر افغان کډوال وايي، د ترکیې هېواد چارواکو ورته ویلي، چې د دایمي استوګنې کارتونه ورکوي او په دې اړه یې ورته ټاکلی ځای هم ښودلی؛ خو کله چې دوی هلته ورغلي، نو پولیسو نیولي او اوس بندیان دي.

په رسمي ډول د ترکیې دولت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو له یوې مودې راهیسې یې د افغان کډوالو په جبري ډول را شړل پیل کړي دي.

د افغانستان د ملي ازادۍ ګوند:د جلا وطنه حکومت جوړېدو له طرحې په هغه شرط ملاتړ کوو، چې ټولنیز عدالت په کې په پام کې نیول شوی وي

د افغانستان د ملي ازادۍ ګوند ویلي، د جلا وطنه حکومت له جوړېدو هغه وخت ملاتړ کوي، چې د ولسواکۍ اصول، د وګړو بنسټيز حقونه او ټولنیز عدالت پکې په پام کې نیول شوی وي.

د رحمت الله نبیل په مشرۍ یاد ګوند دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې څو ورځې وړاندې دوستم په یوه انلاین غونډه کې د جلا وطنه حکومت د جوړېدو طرحه ورړاندې کړه.

د ګوند په اعلامیه کې راغلي، چې هر مشروع او قانوني – سیاسي بدیل دې د ملي اجماع، ټولنیز عدالت او د وګړو اساسي حقونو د تضمین پر بنسټ رامنځته شي.

اعلامیه کې ټینګار شوی، چې که دا حکومت په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان استازولي کوي؛ نو دوی یې ملاتړي دي.

حسن نصرالله:له اسرائیل به ډېر ژر د وروستیو بریدونو غچ واخلو

0

د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله ویلي، چې د اسرائیلو د وروستیو بریدونو ځواب به ورکړي.

هغه ویلي، په دې اړه کره وخت ځانګړی شوی او ژر به پرېکړه هم وکړي.

نوموړي اسرائیلو ته خبرداردی ورکړی، چې دوی هره ورځ په لبنان کې د اسرائیلو په لټه دي او که اسرائیل د دوی خاورې ته ننوځي؛ نو د وژلو لپاره به یې ډېر خوښ شي.

نصر الله یو وار بیا ټینګار کړی، چې پر اسرائیل به د دوی بریدونه تر هغې دوام ولري، ترڅو په غزه کې جګړه پای ته نه وي رسېدلي.

د یادونې ده، چې اسرائیل په وروستیو بریدونو کې د حزب الله ډلې تر دېرشو زیات کسان وژلي او تر درې زرو زیات ټپیان دي.

سیاف:برهان الدین رباني د افغانستان د جهاد دوره کې ډېر تکلېفونه وګالل

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف د اسلامي نهضت بنسټګر برهان الدین رباني په اړه ویلي، چې یو مهربان شخصیت وو او دی به یې مینه د تل لپاره له یاده ونه باسي.

هغه ویلي، چې نوموړي په دې لاره کې ډېر زحمتونه ګاللي او له ده سره یې د مرستیال په توګه له دندې خوښي څرګنده کړې.

د سیاف په خبره، رباني د ستونزو پر وړاندې لکه غر ولاړ وو او د افغانستان جهاد دوره کې یې بې شمېره تکلیفونه وګالل.

شمالي وزیرستان کې؛د یو ځایي بانک مدیر ووژل شو

0

شمالي وزیرستان کې د یو بانک مدیر ووژل شو.

یاد کس د ځایي “نشنل بانک” مدیر و چې نن په میرعلي بازار کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

د نوموړي سره دغه برید کې دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه ددغه برید مسولیت کوم چا نه دی منلی.

هاکان فیدان:اندېښنې شته چې د لبنان جګړه به ټولې سیمې ته ورسېږي

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان اسرائیل په سیمه کې د کړکېچ په زیاتولو تورن کړي.

هغه د لبنان پر حزب الله وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې حزب الله له ځواب پرته بله لاره نه لري.

نوموړي د ترکیې ټي ار ټي رسنۍ سره خبرو کې ویلي، چې لبنان کې وروستيو بریدونو دا اندېښنه راپورته کړې چې جګړه به مصر، اردن او ټولې سیمې ته ورسیږي.

د یادونې ده چې لبنان کې د تېرې ورځې د بریدونو پایله کې لسګونه کسان مړه او زرګونه ټپیان شوي دي.

لبنان کې؛د تېرې ورځې چاودنو له کبله ۲۰ تنه وژل شوي

0

د لبنان روغتیا وزارت ویلي، چې پر دوی د تېرې ورځې شوي برید کې شل تنه وژل شوي او ۴۵۰ نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې تېره ورځ د لبنان په بیروت، او بقاع کې د مخابرو چاودنې شوې وې.

دا چاودنې د حزب الله ډلې د درې غړو په جنازه کې شوې وې.

بل لورته د اسرائیل دفاع وزیر ویلي، چې دوی د جنګ په نوي پړاو کې دي او زړورتیا، هوډ او صبر ته اړتیا لري.

د امریکا استازو جرګې؛یو وار بیا بلنیکن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه ور غوښتی

د امریکا د استازو جرګې یو وار بیا له بلنکین غوښتي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه دوی ته معلومات ورکړي.

رویټرز اژانس خبر ورکړی، چې بلنکین باید د روانې میاشتې په ۲۴مه نېټه دغې کمېټې ته حاضر شي.

بل لورته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د دغه وزارت ویاند ویلي وو چې نه پوهیږي د امریکا کانګرس له دوی څه غواړي.