پنجشنبه, مې 21, 2026
Home Blog Page 810

د افغانستان؛له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن پاکستان سره لوبه کوي

0

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله په درې اړخیزو سیالیو کې نن له پاکستان سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې دغه سیالۍ به د کابل پر مهال د سهار لس بجې پیل شي.

د یادونې ده، چې افغان لوبډلې تېرې دوه لوبې له متحده عربي اماراتو او پاکستانه ګټلې دي.

خیبر پښتونخوا کې؛ځانمرګي برید ۱۱ پاکستاني پوځیان وژلي

0

خیبر پښتونخوا کې د تالاشۍ په یوې امنیتي پوستې د ځانمرګي برید په نتیجه کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې پرون ماښام اووه بجې یوه ځانمرګي پر چاودېدونکو موادو بار خپل موټر افغانستان پولې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا ایالت په جاني خېلو کې له پوستې سره ټکر کړ چې د چادونې په نتیجه کې ۱۱ پاکستاني پوځیان ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول.

تراوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه‌ دی اخیستی.

حلیم فدایي:د دوحې تړون عملي کول یوازینۍ لار ده چې نړیوال پرې طالبان خپلو مکلفیتونو ته رابللی شي

د پکتیا پخواني والي حلیم فدایي ویلي چې د ټرمپ په بیا واکمني کې د دوحې تړون د بشپړ تطبیق په اړه د خلیلزاد څرګندونې د پام وړ دي.

هغه ویلي د دوحې لومړی تړون د افغان حکومت د څنډې ته کولو له کبله له ګڼو نیوکو سره مخ وو او اوس همدا تړون یوازینی رسمي چوکاټ پاتې، چې طالبان خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ باسي.

د فدایي په خبره، دغو ژمنو کې د افغانانو ترمنځ خبرې او یو ټول شموله حکومت جوړول هغه څه دي چې د افغانستان د ثبات لپاره خورا مهم ګڼل کېږي، چې لاهم د طالبانو واکمني کې نه دي عملي شوي.

د نوموړي په باور، د دغه تړون عملي کولو سره ښکېل اړخونه کولای شي چې طالبان د خپلو مکلفیتونو په اړه اقدام ته اړ کړي.

قطر:هېواد کې مو د حماس د مذاکرې غړي نشته؛ خو دفتر یې د تل لپاره نه دی تړل شوی

0

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد کې د حماس د مذاکرې غړي نشته؛ خو دفتر یې د تل لپاره نه دی تړل شوی.

د یاد وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، چې په دوحه کې د حماس دفتر پرېکړه په مستقیم ډول د قطر له لوري اورېدل شوې.

د ماجد په خبره، غزه کې د سولې او اوربند لپاره له بې پایله خبرو څخه منځګړي هېوادونه هم ستړي شوي دي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تازه امریکا ترکیې ته هم ویلي، چې د حماس مشرانو ته ځای ورنکړي.

اوکراین؛په لومړي ځل د امریکا د اوږد واټن ویشتونکي توغندي پر روسیه ور توغولي

0

په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې، کییف د لومړي ځل لپاره د روسیې پر ځینو برخو د امریکا له خوا جوړ شوي اوږد واټن ویشتونکي توغندي ور توغولي دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د روسیې په براینسک سیمه کې د توغول شویو شپږو توغندیو له ډلې څخه پنځه یې له منځه تللي او شپږم توغندي چا ته ځاني او مالي زیان نه دی اړولی.

په ورته وخت کې اوکراین ویلي، چې په روسیه کې یې د وسلو یوه ډیپو د امریکا په توغندیو په نښه کړې ده.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ اوکراین ته اجازه ورکړه چې دا توغندي د روسیې په خاوره کې دننه د بریدونو لپاره وکاروي.

مولوي کبیر:له ټولو سره ښې اړیکې غواړو او چاته اجازه نه ورکوو چې زمونږ خاوره د نورو پر ضد وکاروي

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره کتنه کې ویلي، چې دوی له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

هغه یو وار بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره د هیچا په ضد نه کارول کېږي.

مولوي عبدالکبیر د ایران له حکومت مننه کړې، چې زر افغان بندیان یې دوی ته سپارلي؛ خو د دغې پروسې د دوام غوښتنه یې هم کړې.

په همدې حال کې حسن قاضمي قمي په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې ایران له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

محسن داوړ:پښتونخوا یې طالبانو ته سپارلې او زمونږ مشران پرې وژني

0

د پاکستان ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، پښتونخوا طالبانو ته سپارل شوې.

هغه په بنو کې پر قومي مشر وروستي برید ته په غبرګون کې لیکلي، چې هدفي بریدونه او د خلکو وژنې دوام لري.

د داوړ په خبره، د وینو تویولو هیڅ پای نشته.

د یادونې ده، چې د بنو په جاني خېلو سیمه کې پر ملک شودي خېل ډزې شوې چې په پایله کې یې هغه او درې نور کسان وژل شوي او دغه راز بیا د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې هم د محمد نور په نوم قومي مشر وژل شوی دی.

تر اوسه د دغو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.

د انصارالله ډلې؛د تاجکستان حکومت ته د بریدونو ګواښ کړی

د انصارالله په نوم وسله والې ډلې د تاجکستان حکومت ته د یوه ویډیویي پیغام له لارې د بریدونو ګواښ کړی.

د انصارالله وسله والې ډلې د تاجکستان حکومت ته په دغه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې په دې وروستیو کې د «حجاب» په ګډون پر یو شمېر «شرعي مسلو بندیز به درته ګران تمام شي.

د تاجکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د تاجکستان او افغانستان پر پوله وسله والو پر چینایي کارګرو برید کړی و، چې یو چینایي وګړی یې وژلی و.

د هېواد؛د تیاتر او راډیو تکړه ممثل عبدالله صاحبزاده ومړ

د افغانستان د تیاتر او راډیو تکړه ممثل او د افغانستان د تعلیمي موسسې د پښتو او دري ژبو د یوې ماڼۍ او زرو دريڅو د خپرونې لالو ماما (عبدالله صاحبزاده) د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ.

د افغانستان تعلیمي موسسې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې «عبدالله صاحب‌زاده» د سرطان ناروغي له امله د امریکا په یو روغتون کې ومړ.

یادې موسسې د نوموړي مړینه یوه ستره او نه جبران کېدونکې ضایعه بللې.

د یادونې ده، چې «عبدالله صاحب‌زاده» له کلونو راهیسې د بي‌بي‌سی راډیو د تعليمي خپرونو لالو ماما او نورو ګڼو تمثیلي او تعلیمې پارچو کې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون سره کار کړی دی.

طالب سرتېری خپلو مشرانو ته:ستاسو د بې غورۍ له کبله ټرمپ یو ځل بیا د باګرام د نېولو خبره کوي

د طالبانو حکومت د ټیټې طبقې سرتېري له خپلو مشرانو سخت خفه شوي او وايي، چې مشران له دوی داسې هیله لري، چې د هغوی پر هرڅه سترګې پټې کړي.

په یو غږیز کلیپ کې، چې ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، یو طالب له ډېرې غوسې څخه په ژړغوني غږ وايي، چې مشران په زرو موټرو کې خپل خپلوان ګرځوي او د هغو کونډو او یتیمو حال نه اخلي چې د دوی له‎پاره یې قرباني ورکړې.

نوموړی وايي، د طالبانو د بې غورۍ له کبله ټرمپ یو وار بیا دومره جرئت وکړ؛ چې د باګرام د نیولو خبره په پوره زور کوي.

د هغه په خبره، د ټرمپ دا جرئت د طالبانو شهوت پرستۍ، غلا او بېغیرتۍ له کبله پیدا شوی.

دی زیاتوي، کشران طالبان نورو هېوادونو ته د جهاد لپاره ځي؛ خو د دوی د بې‌غیرتي له کبله اوس ټرمپ د دې جرئت پیدا کړی، چې د باګرام د نیولو خبره کوي.