پنجشنبه, مې 21, 2026
Homeافغانستانملګرو ملتونو کې پر افغانستان د هند د استازي ننګ؛پاکستان یې د...

ملګرو ملتونو کې پر افغانستان د هند د استازي ننګ؛پاکستان یې د وروستیو کړنو له امله سخت وغانده

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي هرېش پارواتانېني پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ او په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنو له امله سخت وغانده.

هندي استازي پارواتانېني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د «وسله والو شخړو پر مهال د ملکي وګړو ساتنې» کلنۍ پرانیست غونډې ته وویل چې د یوناما اسنادو ښودلې، په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې له ۹۵ پېښو ۹۴ یې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا رامنځته شوې دي او په پایله کې یې د ۷۵۰ ملکي کسانو د مرګ او ټپي کېدو پېښې ثبت شوې دي.

ښاغلي پارواتانېني د روژې میاشتې په وروستیو کې په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو پر روغتون د پاکستان هوایي برید ته په اشارې وویل: «نړۍ نه ده هېره کړې چې د روان کال په مارچ او د روژې مبارکې میاشتې پر مهال چې د سولې، تفکر او رحم وخت و، پاکستان په کابل کې د امید د روږدو کسانو پر روغتون وحشیانه هوايي برید وکړ. د پاکستان هوايي بریدونه د تراویحو د لمانځه تر پای وروسته ترسره شول، هغه مهال چې ګڼ ناروغان له جوماته وتل، دغه برید کې ۲۶۹ ملکي کسان ووژل شول او ۱۲۲ نور ټپیان شول»

نوموړي په ټینګار سره ویلي، دا منافقت دی چې یو هېواد د نړیوال قانون د لوړو اصولو خبره کوي خو په تیاره شپه کې بې ګناه ملکي وګړي په نښه کوي.

خو په وینا یې د پاکستان دغه ډول وحشیانه کړنې باید د حیرانتیا وړ نه وي، پاکستان د ملکي وګړو پر ضد د نسل وژنې په څېر کړنو اوږده مخینه لري او هغه هېواد دی چې خپل خلک هم بمباروي او منظمې نسل وژنې ترسره کوي.

نوموړي همداراز پاکستان د ملکي وګړو د ساتنې په اړه له نړیوالو مسوولیتونو په سرغړونې تورن کړ او ویې ویل :«باید یادونه وشي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له غړو هېوادونو غوښتي وو، د ملکي وګړو د ساتنې په اړه خپل نړیوال مسؤلیتونه عملي کړي، په ځانګړي ډول د افغانستان په تړاو. خو ښکاري چې پاکستان دا غوښتنه په بشپړ ډول له پامه غورځولې ده.»

هند د ملګرو ملتونو امنیت شورا د «وسله والو شخړو پر مهال د ملکي وګړو ساتنې» کلنۍ پرانیست غونډې کې د پولې پورې غاړې ترهګرۍ موضوع هم راپورته کړه او ویې ویل هغه هېوادونه چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي باید حساب ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here