جمعه, جون 5, 2026
Home Blog Page 803

پښتونخوا؛په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند د ۸۲ کالو په عمر ومړ

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند د ورپیښې ناروغۍ له امله د ۸۲ کالو په عمر ومړ.

د خيبر پښتونخوا والي فيصل کريم کنډي رستم شاه مومند د مړينې خبر تاييد کړ.

نوموړي لیکلي ټاکل شوې د ښاغلي مومند جنازه نن په پېښور کې ادا شي.

رستم شاه مومند د پاکستان پیژندل شوی دیپلومات او کارپوه و چې په افغانستان کې یې د پاکستان د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

نوموړی د دوه زره لسم کال په لومړیو کې او د حامد کرزي د حکومت په پیل کې په کابل کې د پاکستان د لومړي سفیر په توګه دنده ترسره کړې.

نوموړي په بېلابېلو مرکو او مقالو کې د سیمه ییزو سیاستونو په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي دي.

روان کال؛پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان یو شمېر سیمو کې۳۸۳ افسران او سرتېري وژل شوي

0

روان کال له امنیتي پلوه د پاکستان لپاره بد کال ګڼل شوی، چې پکې یوازې د وسله والو ضد جګړه کې ۳۸۳ افسران او سرتېري وژل شوي.

د پاکستان د پوځ ویاند یو خبري کنفرانس ته ویلي، چې دوی هره ورځ د ترهګري د مخنیوي لپاره ۱۶۰ څخه زیات عملیات ترسره کوي.

نوموړي ویلي، روان کال یې بیا د ټي‌ټي‌پي په ګډون ۹۲۵ وسله وال وژلي چې د تېرو پنځو کلونو په پرتله لوړه شمېره ده.

نوموړي دغه راز بیا له طالبانو غوښتي چې افغانستان کې د پاکستان ضد وسله والو ډلو له ملاتړ لاس واخلي.

ارشد شریف پر پکتیکا د پاکستان بریدونو په اړه ویلي، چې دغلته ټي‌ټي‌پي خپل ځایونه لري.

خیبر پښتونخوا؛د وسله والو سره په نښته کې څلور پاکستاني پوځیان ټپیان شوي

0

خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې څلور پاکستاني پوځیان ټپیان شوي.

سرچینې وایي چې دغه نښته د خيبرپښتونخوا د باجوړ ضلعې په ملاسيد بانډې په سالارزو کې رامنځته شوه.

سرچینې زیاتوي، چې په ټپیانو کې یو لوړ رتبه افسر هم شامل دی.

د ملا امیرخان متقي څخه د مولوي رحمت الله اندړ پوښتنه:تاسې په تیرامارت کې د الوتکو د خوندیتوب خبره کړې وه، هغه الوتکې چیرې دي؟

جمهوري حکومت کې د ملي امنیت شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ ویلي، له طالبانو باید د هغو الوتکو پوښتنه وشي، چې خپله تېره واکمني کې یې له سقوط وړاندې ویلي وو، چې خوندي ځای ته یې استولي.

نوموړي ویلي، تېر ځل له سقوط وړاندې امیرخان متقي بي‌بي‌سي ته ویلي وو، چې دا الوتکې یې خوندي ځای ته استولي.

د اندړ په وینا، دا خوندي ځای د دوی لپاره پاکستان وو او اوس باید دغه هېواد ته د انتقال شویو الوتکو پوښتنه وشي.

احمدالله علیزی:پاکستان سره ګڼ مشترکات لرو، طالبان دې د وسله والو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي

د کابل پخوانی والي احمدالله علیزی وایي،افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هیوادونه او د ګڼو مشترکاتو لرونکي دي.

نوموړي غوښتنه کړې چې طالبان او پاکستان باید خپلې ټولې ستونزې او ګیلې د خبرو له لارې حل کړي.

‏علیزي په خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي چې د ټي‌ټي‌پي په ګډون هیڅ وسله وال د افغانستان په ګټه نه دي او طالبان یې باید پر وړاندې اقدام وکړي.

د ملي پراختیا شرکت؛افغانستان کې بار وړونکی اورګاډی جوړ کړی

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت د لومړي ځل لپاره یو باروړونکی اورګاډۍ جوړ کړی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس‌پاڼه د یاد اورګاډي یوه ویډیو خپره کړې.

تر دې وړاندې یاد شرکت ډمټرک موټر او ښاري ملي بسونه هم جوړ کړي.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان کې اورګاډی جوړیږي.

اوکرایني پوځیانو؛کورسک کې د شمالي کوریا سرتېری ژوندی نیولی

0

د جنوبي کوریا رسنیو ویلي چې اوکراین د لومړي ځل لپاره د شمالي کوریا یو سرتېری ژوندی نیولی.

یاد سرتېری د اوکراین له پوځ سره جګړه کې ټپی شوی وو.

دا سرتېری په کورسک سیمه کې نیول شوی دی.

د یادونې ده چې اوس مهال د شمالي کوریا نږدې لس زره سرتېري د روسیې په ملاتړ د اوکراین پر وړاندې جنګیږي.

برېټانیا کې؛هندي کورنۍ د افغانانو په نوم ځان معرفي کړی

برېټانیا کې یوې هندي کورنۍ ځان افغان کډوال معرفي کړی او اوس مهال د برېټانیا حکومت هغوی مجرمین پېژندلي دي.

ډیلي میل لیکلي، دغې کورنۍ غوښتل چې د افغان کډوالو لپاره له ورکړل شویو اسانتیاو ګټه واخلي.

دغې څلور کسیزې کورنۍ، چې پخوا یې ځانونه د هند استوګن معرفي کړی وو، په ۲۰۲۲ کال کې یې د برېټانیا حکومت ته ویلي چې دوی افغانان دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم ګڼو پاکستانیانو په بېلابېلو هېوادونو کې د پناه اخیستو لپاره ځانونه افغانان معرفي کړي.

پر اسرائیل د یمن بریدونه؛۱۶ اسرائیلیان یې وژلي او دوه میلیونه نور پناه ځایونو ته تښتېدلي

0

پر یمن د اسرائیلي ځواکونو تر برید وروسته د دغه هېواد پوځ د اسرائیل یو شمېر سیمې په نښه کړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغو بریدونو له کبله په تل ابیب کې د خطر زنګ وهل شوی او تر دوو میلیونو زیات اسرائیلیان پټنځایونو ته تښتېدو ته اړ شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د یمن ځواکونو د بریدونو له کبله ۱۶ اسرائیلیان وژل شوي.

امیرخان متقي:د پاکستان احسان هم نه هېروو او تېری یې هم

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په پکتيکا کې د طالبانو بريد له انصاف څخه لیرې وبلله او ويې ويل چې افغانان ښه او بد نه هېروي.

ښاغلي متقي وویل:«موږ به د جهاد پر مهال د پاکستان احسان او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ بریدونه هېر نه کرو.»

امیرخان متقي پرون پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۵مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې پاکستان د پکتیکا په برید کې د وزیرستاني کډوالو په ګډون ماشومان، ښځې او سپین ږیري وژلي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د وزیرستان کډوالو لس کاله وړاندې د پاکستان د حکومت له خوا د خپلو کورونو له ویجاړولو وروسته افغانستان ته پناه راوړې وه او اوس په سختو شرایطو کې ژوند کوي.