دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 803

د اسرائیل دفاع وزارت:د حزب‌الله د استخباراتي شبکې ۶۰ مرکزونه یې ویجاړ کړي

0

د اسرائیلو دفاع وزارت ویلي چې د حزب الله د استخباراتي شبکې ۶۰ مرکزونه یې بمبار کړي دي.

د اسرائیلو د دفاع وزارت په وینا، دا کار په سمدستي او مستقیم ډول د حزب الله په وړتیا اغیزه کوي چې استخباراتي معلومات راټول، استخباراتي اقدامات همغږي او د جګړې ارزونه وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا ځایونه تر ډېره د لبنان په مرکزي سیمه کې وو.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه اوونۍ کې پر لبنان د حزب الله بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي.

علي خامنه یي: د حزب‌الله او حماس ملاتړ “واجب شرعي” دی

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي وايي، له حماس او حزب الله څخه ملاتړ واجب دی.

نوموړي نن له یو شمېر چارواکو سر ناسته کې ویلي، چې نړۍ غواړي د ایران پر وړاندې پلمې پیدا کړي او په خبره، یې چې بشري حقونه، اټومي انرژي او نورې ټولې بهانې یوازې غربي نړۍ د دوی د اسلامي نظام پر وړاندې کوي.

هغه ویلي، تر هغې به دا پلمې نه لرې کېږي، ترڅو دوی د هغوی خبرې ومني؛ خو زیاته کړې یې ده، چې ایران به هیڅ وخت چاته تسلیم نه شي.

اکسیوس:لبنان له ایران غوښتي چې پر اسرائیل برید وکړي

0

پر لبنان د اسرائیل له بریدونو ډېرېدو سره پر یو وخت، حزب الله له ایران غوښتي چې پر اسراییل برید وکړي.

اکسیوس نشریې د دوو اسرائیلي چارواکو له قوله ویلي، چې ایران حزب الله ته ویلي چې اوس مهال پر اسرائیل د برید وخت نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران د اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته د غچ اخیستې خبره کړې، خو تر اوسه یې پر اسرائیل کوم برید نه دی کړی.

د یادونې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې په لبنان کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.

خوست کې؛د الخلیج سیاحتي شرکت رییس او دوه کارکوونکي د جعل کاري په تور نیول شوي

د خوست د طالبانو حکومت د امنیه قومنداني ویاند مستغفر ګربز وایي، خوست کې د الخلیج سیاحتي شرکت رییس او دوه کارکونکي د جعل کارۍ په تور نیول شوي او اوس تر څار لاندې دي.

ګربز ویلي، چې دا کار وروسته تر هغه کېږي چې د کام ایر شرکت ته د اماراتو د حکومت له لوري د جعلي وېزې لرونکي شخص د لېږد په تړاو اخطاریه ورکړل شوه.

ګربز زیاته کړې، چې دوی په خپلو څېړنو کې له دغه شرکت او د شرکت د رییس له کور څخه ګڼ جعلي پاسپورټونه، د پاکستان وېزې او پاسپورټونه، پاکستان ته د تګ راتګ جعلي ټاپې او اروپا ته د قاچاق په موخه خلکو ته جوړ کړي جعلي پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې هم د دې شرکت دوه نور کارکونکي د جعلي پاسپورتونو پو تور نیول شوي وو.

نړۍوالو یو ورځنیو لوبو کې؛راشد خان په تازه درجه بندۍ کې دریم مقام خپل کړ

0

‏افغان لوبغاړي راشد کرکټ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو په تازه درجه بندۍ کې دریم مقام خپل کړ.

نوموړي د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه بندۍ کې د سویلي افریقا له کیشاف مهاراجا او د اسټرالیا د ادم زامپا څخه وروسته په دریم مقام کې راغلی دی.

راشد خان اوس مهال د افغان ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډل مشري هم په غاړه لري.

ټرمپ:ایران بیا هم زما د ترور هڅه کوي

0

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ وایي، چې زما ژوند د ایران له خوا ګواښل شوی دی.

ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران څو ځل زما د وژلو هڅه وکړه؛ خو بریالي نه شول.

ټرمپ زیاته کړې چې ایران به بیا هم زما د ترور او ویرولو هڅه وکړي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې د امریکا په پنسلوانیا کې پر ډونالډ ټرمپ برید شوی و، چې له امله یې نوموړی ټپي شوی هم و او ددغې برید تور په ایران ولګېد.

بل لورته څو ورځې تر مخه پر ټرمپ د ترور ناکامه هڅه شوې وه.

په دې وار کې د امریکا په فلوریډا ایالت کې د هغه ګولف کلب ته څېرمه ډزې شوې، چې نوموړي لوبه پکې کوله.

د افغانستان فوټسال لوبډله؛د نړۍ وال جام سیالیو کې له پارګوای سره لوبه کوي

0

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د روان نړۍوال جام په سیالیو کې له پارګوای سره لوبه کوي.

دا سیالۍ د افغانستان پر وخت ماښام اوه بجې پیلیږي.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې له ارجنټاین او اوکراین څخه ماتې خوړلې وې؛ خو انګولا ته یې ماتې ورکړې وه.

یادې سیالۍ د ازبکستان په کوربه توب روانې دي.

د یادونې ده، چې افغانستان په دغه نړۍوال جام کې د لومړي ځل لپاره لوبه کوي.

د حماسه میډیا تر خبر وروسته؛یو شمېر طالب پلوو د شیخ عبدالسمیع غزنوي زنداني کېدل منلي

وروسته تر هغې، چې حماسه میډیا د شیخ عبدالسمیع غزنوي د زنداني کېدو خبر ورکړ؛ تازه یو شمېر طالب پلوو هم د هغه نیول کېدل منلي.

دوی ویلي، په دې اړه معلومات نه لري، چې نوموړی چېرته بندي دی؛ خو معلومات به په خپل وخت شریک کړي.

هغوی دغه راز د شیخ غزنوي لپاره د دعاګانو غوښتنه هم کړې ده.

حماسه میډیا ته رسېدلي معلومات ښيي، چې شیخ عبدالسمیع غزنوي د طالبانو پر حکومت د نیوکو له کبله نیول شوی دی.

د طالبانو حکومت؛د جمهوریت د مهال د احمدشاه مسعود څلورلارې د عامې روغتیا په څلور لارې بدل کړ

د طالبانو تر کنترول لاندې د کابل ښاروالۍ د جمهوریت پرمهال د احمدشاه مسعود په نوم نومول شوې څلور لارې بیرته په عامې روغتیا څلورلارې بدله کړه.

د جمهوریت پرمهال د دې څلورلارې په منار کې د مقاومت څلور لارې او د پخواني قومندان احمدشاه مسعود نوم لیکل شوی وو.

د طالبانو تر کنترول لاندې د کابل ښاروالۍ اوس د منار په پورتنۍ برخه کې په پښتو او دري د عامې روغتیا څلور لارې لیکلي او په دوهمه برخه کې د قرانکریم دا آیات لیکلی چې:«وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ۚ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا»

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې د عبدالعلي مزاري څلور لارې هم بیرته په خپل پخواني نوم دشت برچي څلور لارې اړولی دی.

جوبایډن:ملګري ملتونه دې د اوکراین ملاتړ وکړي

0

د امریکا ولسمشر جوبایډن له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د اوکراین ملاتړ وکړي.

نوموړي ویلي، روسیه د اوکراین په نیولو کې پاتې راغلې او اوس یې د دغه هېواد ویجاړي ته مخه کړې.

بایډن دغه راز له حماس او اسرائیل هم غوښتي، ترڅو په هغې طرحې هوکړې ته ورسیږي، چې د دوی له لوري ورکړل شوې ده.

د امریکا ولسمشر په منځني ختیځ کې د لبنان جګړې ته په اشارې ویلي، چې جګړه د هیڅ لوري په ګټه نه ده.

د یادونې ده، چې بایډن تر دې وړاندې ویلي، چې خپل ملګری اسرائیل هیچاته نه پریدي.