چهارشنبه, جون 24, 2026
Home Blog Page 793

فاطمه پیمان:ایران ښځو ته د غږ پورته کولو ازادي ورکړې

د استرالیا سنا کې افغان الاصله سناتوره فاطمه پیمان وایي، چې ایران خپل هېواد کې ښځو ته د خپل غږ پورته کولو او په دموکراسي کې د ګډون اجازه ورکړې.

هغې ویلي، په دې اړه د لویدیځ د تبلیغاتو له کبله دوی ته ناسم معلومات رسیږي.

پیمان وړمه ورځ پرخپلې ایکس پاڼه ایران کې د ښځو وضعیت ته په اشارې، د ” ښځه، ژوند ازادي” په نوم یو شعار هم خپور کړی و، چې بېرته یې ړنګ کړی.

حماس:له اسرائیل سره د اوربند نور پړاوونه یې د بندیانو تبادلې پورې مشروط دي

0

حماس غورځنګ وايي، له اسرائیل سره د اوربند نور پړاوونه یې د بندیانو تبادلې پورې مشروط دي.

د یاد غورځنګ یو مشر باسم نعیم ویلي، چې که اسرائیل اوربند غواړي؛ نو باید پر خپلې هوکړې ودریږي.

اسرائیل تېره ورځ ویلي وو، چې د پاتې فلسطینیانو د خوشې کولو لړۍ تر هغه وخته ودروي؛ ترڅو حماس د دوی غوښتنې ونه مني.

د مصر ولسمشر؛احمد الشرع د عرب لیک بېړنۍ ناستې ته وربللی

0

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع د عرب‌لیک هېوادونو بېړنۍ ناستې ته وربللی دی.

دا ناسته د مصر په پلازمېنه قاهره کې د مارچ په پنځمه جوړیږي.

په سوریه کې واک ته د شام التحریر له رسېدو وروسته، مصر ویلي، چې په دغه هېواد کې باید له بهرنۍ مداخلې پرته یو ټول شموله حکومت رامنځته شي.

د یادونې ده، چې د احمد الشرع دا سفر د اړیکو د پراختیا لپاره مهم بلل شوی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې د فبروري ۲۷مه به د غیر رسمي کارپوهانو ډلې (IEG) غونډه ترسره شي.

د امنیت شورا ویلي، چې غونډه به د اقلیمي بدلون، سولې او امنیت پر موضوع تمرکز وکړي.

امنیت شورا زیاته کړې، چې دغه غونډه به په ځانګړي ډول افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه بحث وکړي.

تر دې دمه امنیت شورا د غونډې د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

نتانیاهو:اسرائیل به د سوریې جنوب کې د سوریې د نوي حکومت ځواکونه پرېنږدي

0

د اسرائیل لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو ویلي، چې د سوریې جنوب باید “غیرنظامي” وي او اسرائیل به هلته د سوریې ځواکونو د حضور اجازه ورنه کړي.

هغه وایي، اسرائیل به د تحریر الشام ډلې یا د نوي سوریې حکومت پورې تړلو تحریر الشام وسله والو ته دې سیمې ته د داخلېدو اجازه ورنه کړي.

هغه زیاته کړې: «موږ به اجازه ورنه کړو چې د تحریر الشام جنګیالي یا د نوي سوریې پوځ د دمشق جنوبي سیمو ته ننوځي. موږ غواړو چې د سوریې جنوب، په قنیطره، درعا، او سویدا کې، بشپړ غیرنظامي شي.»

د یادونې ده چې واک ته د تحریر الشام له رسېدو وروسته، اسرائیل خپل سرتېري د سوریې په دننه کې، د ملګرو ملتونو تر څار لاندې غیرنظامي سیمه کې ځای پر ځای کړل.

د سوریې نوي حکومت د اسرائیلي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې.

ملګرو ملتونو هم د سوریې په خاوره کې د اسرائیلي پوځي حضور د نړيوالو توافقاتو نقض بللی او د اسرائیلي سرتېرو د شاتګ غوښتنه یې کړې.

زلمی خلیلزاد:د پاکستان د پوځ له کبله د دغه هېواد اقتصاد، امنیت او سیاست خراب شوي

0

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د پاکستان د پوځ له کبله د دغه هېواد اقتصاد، امنیت او سیاست خراب شوي دي.

نوموړی زیاتوي، پوځ باید اصلاحات راولي او یوازې پر خپلې اصلي دندې تمرکز وکړي.

د خلیلزاد په خبره، د پاکستان پوځ په هرڅه کې مداخله کوي؛ نو ځکه یې هر څه خراب کړي.

امرالله صالح:خراسان اوس د داعش لخوا یو تښتول شوی نوم دی

د تېر جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح لیکلي، چې خراسان اوس یو تښتول شوی نوم دی او له نږدې لس کالو راهیسې داعش غواړي چې خراسان د یو ولایت په توګه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

هغه د خراسان دعوه کوونکو ته ویلي، چې خراسان اوس یوازې یو خیال دی او که ریښتیا څوک خراسان غواړي؛ نو له دې نوم څخه اوه نور هېوادونه زېږیدلي او باید د ټولو د نیولو دعوه وکړي.

د صالح په خبره، خراسان لاتین ژبې ته ورته دی، چې وغوړېده؛ خو اوس نشته.

حماس:اسرائیل په لوی لاس غواړي د غزې اوربند مات کړي

0

حماس ویلي، چې اسرائیل په لوی لاس غواړي د غزې اوربند مات کړي.

د اسرائیل یو لوړ پوړي چارواکي ویلي، د شپږو اسرائیلي بندیانو له خلاصون وروسته، اسرائیلو د فلسطینیانو د ازادولو پروسه ودروله او دا کار په لوی لاس د اوربند ماتول دي.

د حماس یو چارواکي باسم نعیم ویلي، اسرائیل باید هوکړې ته غاړه کېږدي.

حامد کرزي؛د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره کتلي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره کتلي.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او جاپان ترمنځ د همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.

حامد کرزي په دې لیدنه کې جاپان د افغانستان تاریخي او ښه دوست بللی او د دغه هېواد له مرستو، په ځانګړي ډول د تعلیم، روغتیا، او بې‌ځایه شویو کډوالو ته د رسیدګي په برخو کې مننه کړې.

د ازادۍ جبهه:د بګرام هوایي ډګر مخې ته مو درې طالبان وژلي او دوه نور ټپیان دي

د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې د بګرام هوايي ډګر د څلورمې دروازې مخې ته یې په برید کې درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغې جبهې ویلي چې دا برید یې د شنبې په ماښام کړی.

دغې جبهې زیاته کړې، چې دا عملیات بریالي وو؛ خو نور جزئیات یې نه‌دي ورکړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.