جهادي مشر شیخ القران والحدیث استاد عبدالرب رسول سیاف طالبانو ته په کنایې ډول لیکلي، د اسلام دین د سړیتوب دین دی، که سړیتوب ونه لرئ اسلام ته د خدمت لاپې مه وهئ.
دغه جهادي مشر وخت ناوخته د طالبانو په اسلام ضد پالیسو او انحصار نیوکې کړي دي.
جهادي مشر شیخ القران والحدیث استاد عبدالرب رسول سیاف طالبانو ته په کنایې ډول لیکلي، د اسلام دین د سړیتوب دین دی، که سړیتوب ونه لرئ اسلام ته د خدمت لاپې مه وهئ.
دغه جهادي مشر وخت ناوخته د طالبانو په اسلام ضد پالیسو او انحصار نیوکې کړي دي.
د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د حفیظ منصور د څرګندونو په اړه ویلي، چې دوی ته د هېواد ملي ګټې هسې خبرې ښکاري.
د هغه په خبره، دوی ته خپل غل د افغانستان له حقیقي اشخاصو غوره ښکاري.
نوموړی زیاتوي، د ډیورنډ فرضي کرښه دوی ته هیڅ فرضي کرښه نه ښکاري او دا دریځ د دوی د شخص نه؛ بلکې د ټولې ډلې نظر دی.
د اصولي په خبره، د دوی له جبهو سره همکاري کول له افغانانو سره خیانت دی.
د اسرائیل لوی درستیز هرتز هالوي خپل پوځ ته د تیارسئ امر کړی.
نوموړي ویلي، داسې ښکاري، چې ایران یو وار بیا پر اسرائیل برید وکړي.
ّدا خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې د سوریې نظام له سقوط، پر ایران د بندیزونو، د دغه هېواد د اسعارو ارزښت راټیټېدو او ګڼو نورو ستونزو له کبله ایران په یو سخت وضعیت کې دی.
اسرائیل ټایمز ویلي، چې دمګړی د اسرائیل پوځ بېلابېلو سناریوګانو ته چمتووالی نیسي.
د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې دوه جسدونه پیدا شوي دي.
سیمهییزې سرچینې وايي، دا جسدونه د خلکو له لوري پیدا شوي، چې وروسته ځایي طالبانو ته تسلیم شوي دي.
تر اوسه د دغو جسدونو هویت نه دی معلوم شوی.
د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکېن ویلي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړې په نړۍ کې د امریکا موقف نور هم پیاوړی کړی.
نوموړي نیویارک ټایمز سره خبرو کې ویلي، چې بایډن د امریکا د تاریخ اوږده جګړه پای ته ورسوله.
هغه د افغانستان په اړه د امریکا سیاستونو ته په اشارې ویلي، چې د افرادو په ادلون بدلون سره په دغو سیاستونو کې کوم تغییر نه راځي.
د یادونې ده، چې ټرمپ بیا تل له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د تللو پر څرنګوالي نیوکه کړې.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو دفاع ته د اسلام د چوکاټ په رڼا کې ژمنه پاتې کېږي.
نوموړې ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په حقونو محدودیتونه لا هم دوام لري.
هغې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه لا هم د دوامداره بریدونو سره مخ دي.
ایران وایي، په دغه هېواد کې نږدې ۷۰۰ افغان متخصص ډاکټران په کار بوخت دي.
د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د مرکز رییس ویلي، ځینې افغان کډوال چې ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري، خدماتي بنسټونو سره د همکارۍ له لارې یې د اړینو خدماتو کارتونه ترلاسه کړي.
دا خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې اوس مهال ایران کې د افغان کډوالو وضعیت تر ټولو سخت حالت ته رسېدلی دی.
غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوی دی.
رویټرز راپور ورکړی، چې د غزې په تړانګه کې اسراییلو په یو شمېر کورونو هوایي بریدونه کړي، چې ګڼ شمېر کسان یې وژلي.
بل لورته د فلسطین د بېړنیو خدماتو ډلې ویلي، چې دا بریدونه د خلکو په کورونو شوي او ښايي لس کسان نور تر خاورو لاندې وي.
اسراییلي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو اقداماتو کې پر اسراییلو د اته میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي وسلې پلوري.
د اکیوس خبري ویبپاڼې هم راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته په اسراییلو د اته ملیارد ډالرو وسلو د پلور خبر ورکړی.
راپورونه وایي، بایډن ویلي، اسراییل حق لري چې د ایران او نورو ډلو د بریدونو په وړاندې د خپلو خلکو دفاع وکړي.
د یادونې ده چې نږدې څلور میاشتې وړاندې د بایډن حکومت اسراییلو سره د جنګي الوتکو په ګډون د ۲۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي وسلې د پلور ژمنه کړې وه.
په امریکا او شمالي اروپا کې مېشتو افغان خبریالانو په یو راپور کې ویلي، چې طالبانو په تېرو شلو کالونو کې ۱۸۰ خبریالان وژلي دي.
دغه راپور کې د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته د افغان خبریالانو وضعیت ته کتنه شوې او ویل شوي، چې د طالبانو په بیا واکمنۍ کې ۱۷ خبریالان په کور دننه وژل شوي او یا یې د دوی د محدودیتونو له کبله ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز بیا ۲۸ نور خبریالان په هېواد کې دننه او بهر ټپیان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه راز بیا تر درې سوو زیات خبریالان د طالبانو له لوري نیول شوي دي.
د یادونې ده چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته په رسنیو ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي.