سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 784

عبدالکریم خرم:قامي لویه جرګه یوه تاریخي جرګه ده

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم د خیبر جرګه تاریخي بللې.

هغه ویلي، اړتیا ده چې د بلوچستان او پښتونخوا حالت د نړۍ له بدلونونو سره سم مطالعه شي.

خرم د پي ټي ایم داعیه یوه برحقه داعیه بللې ده.

نوموړي نړۍ کې وروستیو بدلونونو ته په کتو ویلي، د دې پر ځای چې د پي ټي ایم رد او یا مبالغې په اړه وضاحت ورکړو، اړتیا ده چې له دغې زاویې فکر وکړو، چې څه روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په خیبر کې د پښتنو قامي لویه جرګه پیل شوه.

امرالله صالح:پي ټي ایم د پښتنو یو بدیل تصویر نړۍ ته وړاندې کړ

د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، پي ټي ایم د پښتنو یو بدیل تصویر وړاندې کړ.

د صالح په خبره، له ډېر پخوا راهیسې د طالبانو پروژه نړۍ ته وړاندې شوې، خو پي ټي ایم کې د ښځو شتون وښوده، چې د پښتنو اصلي تصویر بدل دی، چېرې چې یو مشهور مفتي له ښځو سره په یو ځای لویه جرګه کې ناست دی.

نوموړي ویلي، دا جرګه ټولو افغانانو ته دا پیغام ورکوي، چې پورته شي او د خپلو ښځو د حقونو لپاره له طالبانو سره مبارزه وکړي.

خلیلزاد:د پاکستان د پوځ مشر په خپل هېواد کې په لوی لاس ستونزې جوړوي

0

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم په پاکستان کې د ستونزو د پراخولو هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړې، عاصم منیر په لوی لاس په یو شمېر سیاستوالو تورونه لګولي او ځینې یې بندي کړي دي.

د خلیلزاد په خبره، منیر له هند سره دوښمني نوره هم پراخه کړې او له افغانستان سره یې هم اړیکې کړکېچن حالت ته رسولي.

منظور پښتین:جرګه به سبا سهار لس بجې پیلیږي

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، سبا لس بجې به د خیبر لویه جرګه پیلیږي.

نوموړي زیاته کړې، په انتظامي برخه د پاکستاني پولیسو د بریدونو له کبله دوی ونه توانېدل چې په ټاکلي وخت جرګه پیل کړي.

پښتین وایي، تر اوسه پورې څلوېښت سلنه خلک جرګې ته را رسېدلې او ماښام د خلکو تر را رسېدو وروسته ۸۰۰ جریبه ځمکه هم کمه شوه.

د منظور په خبره، ډېری خلک هیله لري چې د جرګې وروستۍ ورځ ته هم ځان را ورسوي.

هغه له خلکو هیله څرګنده کړې چې خپلو خپلو ځایونو کې پاتې شي او له ځوانانو یې هیله کړې چې له مشرانو سره له عکسونو اخیستو ډډه وکړي.

خیبر کې؛د پښتنو قامي لویه جرګه ځنډېدلې

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ قامي لویه جرګه چې ټاکل شوې وه، نن تر ماسپښین وروسته پیل شي، ځنډېدلې ده.

د دغې ناستې د ځنډ په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، چې دوه سکرینونه یې په لاره کې ځنډېدلي وو او اوس هڅه کوي چې په جرګه کې د سکرینونونو انتظام وکړي، ترڅو پښتنو ته پرې د پنجاب ظلمونه وښيي.

پښتین ویلي، لاهم ځینې لارې بندې دي او خلک په راتګ کې له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي له خلکو غوښتي چې بیرته ستانه نشي او جرګه به ژر تر ژره شروع کېږي.

عاطف مشعل:پي‌ټي‌ایم په پښتنو کې له پېړۍ وروسته د حق غوښتنې احساس را ژوندی کړ

پاکستان کې پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، پي ټي ایم وکړای شول چې له پېړۍ وروسته پښتون قام کې د حق غوښتنې او ازادۍ احساس بیا راژوندی کړي.

نوموړي زیاته کړې، بری د پښتنو دی.

مشعل وايي، پښتانه یوازې خپل حق نه غواړي؛ بلکې د ترلاسه کولو لپاره یې مبارزه کوي.

څو شېبو کې؛قامي لویه جرګه به پیل شي

0

راپورونه وایي، چې به څو شېبو کې به قامي لویه جرګه پیل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر فعالانو ویلي، چې د دوی زرګونه پلویان لا هم په لارو کې بند پاتې دي او د پاکستاني پولیسو له لوري جرګې ته نه را پرېښودل کېږي.

دوی دغه راز ویلي چې پاکستاني پولیسو شاخوا خلکو ته امر کړی چې د جرګې لپاره لویې خیمې په کرایه ورنکړي.

ددغه غورځنګ غړیو زیاته کړې چې موږ ټوله اماده ګي مخکې نېولې وه؛ خو د پاکستاني پولیسو له څو ځل بریدونو سره هغه خیمې هم ویجاړې شوې او د دوی ټوله اماده ګي یې خرابه کړه.

د یادې جرګې ځینو مشرانو ګډونوالو ویلي، چې دغه جرګه کې د ګډون لپاره یې په ورځو ورځو مزل کړی او نن به هرو مرو پښتانه د خپل برخلیک په اړه پرېکړه کوي.

اتمر:هغه کسان به تل شرمنده وي چې د زور له لارې زمونږ خلک له خپلو حقونو منع کوي

د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، پښتانه د خیبر مبارزه کې یوازې نه دي؛ بلکې ټوله هغه نړۍ له دوی سره ده چې پر انساني او مدني ارزښتونو باور لري.

اتمر زیاتوي، هغه کسان چې د زور له لارې زمونږ کسان له دغو حقونو محروموي، د تل لپاره به شرمنده وي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې د دغې جرګې مشران به د دغه ستر هدف لپاره زیاتې هڅې وکړي.

هغه دغه راز پر یادې جرګې د پاکستاني پولیسو بریدونه غندلي دي.

فضل هادي مسلمیار:هیله لرم، چې جابر ریاست د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي

تېر جمهوري نظام کې د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار وایي، د پاکستان جابر نظام د جرګې د مخنیوي لپاره ټولې هڅې وکړې؛ خو ونه توانېدل.

مسلمیار ویلي، ټول پښتانه له جابر ریاست څخه د خپلو وینو د حساب اخیستلو لپاره راټول شوي.

د هغه په خبره، پښتانه د دغې جرګې له لارې د دا ډول ګام پورته کولو هڅه کوي، چې ټول عمر به د ریاست له ظلمونو په امن وي.

نوموړي له یادې جرګې ملاتړ اعلان کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې د دغې جرګې له لارې جابر ریاست د خپلو اعمالو په سزا ورسیږي.

‏“خیبر جرګه: د توقعاتو مدیریت او د لنډمهاله او اوږدمهاله هدفونو ترمنځ توپیر”

0

لیکوال: محمد حلیم فدایي د پکتیا پخوانی والي
د توقعاتو مدیریت د هر ډول ستراتیژیکو جرګو او غونډو په بریالیتوب کې مهم رول لري. مناسب او معقول توقعات نه یوازې د ګډونوالو لپاره د هدفونو روښانتیا راولي، بلکې د بریالیتوب لپاره د یوې واقعي لارې جوړولو کې هم مرسته کوي. په دې برخه کې، د خیبر له جرګې څخه د خلکو توقعات باید په دقت او واقعیت باندې ولاړ وي، څو د جرګې موخې او هدفونه په سمه توګه په ګوته کړي.

خیبر جرګه چې د پښتنو د یووالي او د دوی د حقوقو د خوندیتوب لپاره جوړه شوې، په طبیعي ډول د خلکو بېلابېلې تمې راپارولې دي. ځینې افغانان له دې جرګې څخه د ډیورنډ د کرښې د ختمولو، ځینې د افغانستان سره د پښتونخوا د یوځای کېدو، او ځینې یې د یو مستقل پښتونستان هېواد د جوړولو تمه لري. دا ډول لوړ  توقعات ممکن د جرګې له اصلي اوږدمهاله هدفونو څخه وي اما دا د جرګې لنډمهالې هدف نه دی او ممکنه نه ده چې په یوه غونډه کې حل شي.

له همدې کبله، د توقعاتو مدیریت اړین دی، څو هغه لنډمهالې او اوږدمهالې موخې چې د جرګې له لارې ترلاسه کېدی شي، په واضح ډول تعریف او روښانه شي. د خیبر جرګې لنډمهالې توقعات باید په داسې مسایلو متمرکز وي چې په اوسني شرایطو کې ترلاسه کېدونکي وي، لکه:

د پښتنو ترمنځ اتحاد راوستل
-پښتنو ته د دوی اصلي دوښمن پېژندل
-د پښتنو پر وړاندې د ظلم او بې‌عدالتۍ ثبوتونه وړاندې کول
-د ورکو پښتنو او افغانانو قاتلین معلومول
-په پښتونخوا کې په خپلو منابعو باندې کنټرول ترلاسه کول
-د سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو له‌خوا د ډالري جګړې درول
-د پښتنو په منځ کې د سیاسي شعور بیدارول
-د ملتپالنې روحیه لا غښتلې کول
-د پښتنو حقوق ورکول
-پښتون ترهګر نه بلکې جرګه مار دی او عدم تشدد، خشونت، افراطیت د افغانانو د کلتور برخه نه ده.
-نړۍ ته د افغانانو اصلي مظلومیت او واقعي څېره ښودل
-افغانان په ملي فکري محور راټولول او واضح ملي روایت رامنځته کول

دا لنډمهالې موخې هغه واقعي او پراګماتیک هدفونه دي چې د خیبر جرګه یې په نږدې راتلونکي کې ترلاسه کولی شي او د پښتنو د وضعیت په ښه والي کې به عملي ګامونه پورته کړي.

بل‌خوا، اوږدمهالې موخې لکه د “لر او بر” یووالی یا د پښتونخوا او افغانستان ترمنځ سیاسي یوځای کېدل، ډېر ژور او ستراتیژیکي اهداف دي. د دې موخو لپاره اوږدمهاله پلانونه، د مختلفو مرحلو لارښود، او د سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره هڅې اړینې دي. دا یو داسې ستراتیژیک هدف دی چې یوازې د یوې جرګې له لارې نه ترلاسه کېږي، بلکې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړخونو په همغږۍ سره ترلاسه کېدلی شي.

په پایله کې، معقول او مناسب توقعات د خیبر جرګې د بریالیتوب لپاره اړین دي. د توقعاتو غیر واقعي او لوړ تعین د خلکو د ناهیلۍ او د جرګې د ناکامۍ لامل ګرځي. د همدې لپاره، مهمه ده چې د خیبر جرګې موخې په روښانه ډول تعریف شي او د لنډمهاله او اوږدمهاله هدفونو ترمنځ توپیر وشي، څو د پښتنو لپاره یو واقعي او عملي بدلون رامنځته شي.

ددې جرګې مهم هدف چې له جرګې دمخه یې ترلاسه کړی دی هغه دا چې ملي روایت یې د ټولنې منځ، کلي، منبر او حجرې ته انتقال کړ او د پنجاب په لاس جوړ شویو سیاستوالو او ملکانو له لاسه ووېستله او ملکیت یې د لر او بر ولسونو ته حواله کړ. بل داچې د پاکستان د فوځ اصلي څېره یې رسوا او تقدس یې د تل لپاره ختم کړ.