سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 785

«جنرال» مبین: د کرغېړنې کرښې ختمولو لپاره د ګوتو په شمېر ورځې پاتې

د طالبانو حکومت د کابل د امنیه قومنداني پخوانی ویاند «جنرال» مبین د قامي لویې جرګې په اړه لیکلي، چې ‏د کرغېړنې کرښې ختمولو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.

مبین لیکلي، چې د پښتنو پر سینه تېر شوی تار به له منځه ځي او ویشل شوي قومونه به یو بل ته د مینې غیږه ورکوي.

نوموړی زیاتوي، نه به ویزه وي، نه پاسپورټ نه به کرښه وي، نه کنډه تار.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هیڅ طالب چارواکي د قامي جرګې په اړه کومه تبصره نه ده کړې او نه کوم طالب چارواکي له دغې جرګې ملاتړ کړی.

باوري سرچینه:طالب استخباراتو د کانونو وزارت د عوایدو رئیس عقاب حنفي د غلا او اداري فساد په تور نیولی

‏یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د کانونو وزارت د عوایدو رئیس محمد رسول عقاب حنفي د اداري فساد په تور نیولی دی.

سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وایي، چې نوموړی د سرې میاشتې د اوسني رئیس او د کانونو وزارت پخواني وزیر شیخ شهاب الدین دلاور ته نږدې وو، او ښایي د دسیسې ښکار شوی وي.

که څه هم تردې وړاندې عقاب حنفي د کانونو وزارت څخه یو ځل له دندې ګوښه شوی وو او د سرې میاشتې د مطبوعاتو د مشر په توګه یې دنده پیل کړې وه، خو د ناڅرګند دلیل له امله له اونۍ کار وروسته بیرته کانونو وزارت کې خپلې دندې ته ستون شوی وو.

دیني عالم قاري عیسی محمدي په خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي چې طالب استخباراتو عقاب حنفي د غلا په تور نیولی.

عقاب حنفي په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو سخت ملاتړی وو او وخت ناوخته یې خپلو مخالفینو ته په پیغوریزه ژبه د «کمپ میشتو» او په ګڼو نورو توهین امیزه نومونو یادونه کوله.

کمال ناصر اصولي:قامي لویه جرګه کې باید اول د ډیورنډ فرضي کرښې د نه منلو مسئله یاده شي

د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي ویلي، قامي لویه جرګه باید پرېکړه لیک ته زیاته متوجه وي.

د هغه په خبره، دغې جرګې کې باید اول د ډیورنډ کرښې د نه منلو خبره وشي.

اصولي زیاتوي، که جرګې کې د پاکستان له حکومت د حقونو د غوښتنې خبره وشي؛ نو د پاکستان حکومت یې د سند په توګه استفاده کوی شي، چې د کوزې پښتونخوا خلک ډېورنډ کرښه مني.

نوموړي زیاته کړې، که د ډیورنډ د نه منلو مسئله یاده نشي؛ نو دا به یوه لویه تېروتنه وي.

ضیاءالحق امرخېل:که کرغېړنه کرښه ترمنځ نه وی، زه به هم د دغې جرګې برخه وم

تېر جمهوري حکومت کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ویلي، که ترمنځ کرغېړنه کرښه نه وی، نو دی به هم قامي لویې جرګې ته ورغلی و.

هغه ویلي، پښتنو هر ډول خطر ته سینه سپر کړه او د جرګې میدان ته حاضر شول چې دا تر هر څه ستره بریا ده.

د امرخېل په خبره، دا ګام ښیي، چې پښتانه د قصابانو چړې ماتولی او د راتلونکي نسل لپاره امن راوستی شي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې سبا د اکتوبر یوولسمه خیبر کې قامي لویه جرګه پیلېږي او د جرګې میدان ته نن منظور پښتین هم رسېدلی دی.

احدي:د خیبر جرګې غوښتني قانوني دي؛ پر دوی بندیز بې عدالتي ده

0

افغان سیاستوال انورالحق احدي د پښتون ژغورنې غورځنګ د ظلم خلاف یوه چیغه ګڼلې.

هغه ویلي، دا غورځنګ د پښتنو لپاره حق غواړي او د یو سوله‌ییز لاریون په شکل راټوليږي، چې غوښتنې یې قانوني دي.

نوموړي خیبر کې پر قامي لویه جرګه بندیزونه غندلي دي.

هغه د غونډې مخالفت غیر قانوني، بې عدالتي او سیاسي اختناق بللی.

ملګرو ملتونو؛د دوهم ځل لپاره د افغانستان د رایې ورکولو حق غوښتنه رد کړه

ملګرو ملتونو د دویم ځل لپاره په دغه سازمان کې د افغانستان د رایې ورکولو حق غوښتنه رد کړه.

دا پرېکړه تېره ورځ د ملګرو ملتونو په ۸۴یمه ناسته کې شوې ده.

بل لورته په دغه سازمان کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق دا پرېکړه اندېښمنونکې بللې او ټینګار یې کړی، چې له سره غور پرې وشي.

فایق زیاته کړې، چې دغه پرېکړه د سیاسي ملحوظاتو تر اغېز لاندې شوې.

پښتین:که څومره بندیزونه راباندې ولګوئ، جرګه کوو

0

منظور پښتین وایي، که قام هره فیصله وکړه، نو دوی به یې عملي کوي.

هغه د خیبر جلسې ته ویلي، پنجاب ورباندې بندیزونه ولګول؛ خو دوی ته د هیڅ شي پروا نه ورځي.

د پښتین په خبره، پاکستاني پوځیان دومره ډار شوي، چې که لاس ورته جګ کړې، د کراچۍ په سمندر ورګډېږي.

نوموړي دغه راز پر ولس غږ کړی چې په شاه نشئ کنه ګټلې لوبه به وبایلو.

څو شېبو کې؛د منظور پشتین په شتون کې د خیبر شهیدانو د جنازې لمونځ ادا کېږي

0

ټاکل شوې چې څو شېبو کې به د خیبر د شهیدانو جنازې لمونځ ادا شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتون هم په همدې مراسمو کې د ګډون لپاره د خیبر میدان ته څو شېبې وړاندې ورسېد.

تر دې وړاندې هغه د امنیتي ګواښونو له کبله له څو ورځو راهیسې هلته نه اوسېده.

اوس مهال هلته لسګونه زره پښتانه راټول شوي، تر څو د شهیدانو د جنازې مراسم ترسره کړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ پاکستاني پولیسو د قامي جرګې پر غړیو ډزې وکړې او درې تنه یې ووژل.

د غزې روغتیا وزارت:روانه اونۍ د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې ۵۴ کسان وژل شوي

0

د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې له ورځې راهیسي د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې ۵۴ کسان وژل شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ۴۰ مړي له جبلیه سیمې او ۱۴ نور د غزې له شمالي سیمو ورلېږدول شوي دي.

په ورته مهال د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هګاري ویلي، چې جلیله کې یې د حماس په بیا تنظیم شویو ګروپونو عملیات کړي.

د یادونې ده چې پر غزې د اسرائیل د بریدونو د پیل راهیسې تر۴۲ زرو ډېر کسان وژل شوي.

ملیټین سمندري توپان؛له مکسیکو څخه د فلوریدا تر ساحله ور ورسېد

0

امریکا کې د”میلټن” په نوم سمندري توپان تېره شپه د دغه هېواد د مکسیکو ایالت له خلیچ څخه د فلوریډا ایالت ساحل خواته ورسېد.

په همدې حال کې ولسمشر جوبایډن د فلوریډا له اوسېدونکو غوښتي چې د دغه توپان له وررسېدو مخکې د تخلیې سپارښتنې عملي کړي.

د سرچینو د معلوماتو پر اساس، شاوخوا درې میلیونه خلک د دغه توپان له ګواښ سره مخ دي.

بل لورته فلوریدا کې هم ګڼو خلکو خپلې سیمې تخلیه کړې دي.