سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 783

د خیبر ریګي للمه سیمه کې؛نن به د پښتنو قامي جرګې اتیا کمېټې خپله پرېکړه اعلان کړي

0

ټاکل شوې چې د خیبر په ریګي للمه سیمه کې د پښتنو قومې جرګې ۸۰ کمېټې د نن ورځې تر پایه خپلې پرېکړې اعلان کړي.

په دغو کمېټو کې ۶۰ یې د ولسوالیو او پاتې نور یې د ټولنو استازولي کوي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې دا جرګه د نن ورځې تر پایه په رسمي ډول پای ته ورسېږي؛ خو د تخنیکي ستونزو له کبله یوه ورځ په ځنډ پیل شوه.

تېره ورځ په دغه جرګه کې له پښتنو سره د پاکستان شوي ظلمونه په لوی سکرین وښودل شول.

د شانګهای همکاریو ناسته؛طالبانو ته په کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې

په داسې حال کې چې روانه اوونۍ پاکستان کې د شانګهای همکاریو سازمان ناسته کېږي؛ خو لاهم طالبان نه دي وربلل شوي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو افغانستان د دغې سازمان څارونکی غړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغه سازمان بل څارونکي غړي منګولیا ته په یاده ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو حکومت تر رسېدو وروسته، افغانستان په یو شمېر مهمو ناستو کې له ګډون بې برخې شوی دی.

خلیلزاد:د دوحې تړون پټې برخې د افغانستان په اړه نه دي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د دوحې تړون پټې برخې د ترهګرۍ او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه دي.

نوموړي په یو پودکاست کې ویلي، چې دا برخې د افغانستان د دوحې تر تړون مخکې د سولې د خبرو پر مهال واشنګټن هغه وخت دا نظر درلود چې د ځواکونو ایستل باید د طالبانو او افغان حکومت تر منځ له موافقې سره مشروط نه شي، ځکه چې افغانان په خپلو کې توافق ته نه رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ویل کېدل چې د دوحې تړون پټې برخې شته، چې لاهم نه دي روښانه شوي.

د پښتونستان او لوی افغانستان لپاره یو نوی سهار

لیکوال: حامد جان کاکړ
له لویدیځ سره د سولې او ملګرتیا ژمنه،
کله چې پاکستان د داخلي سقوط پر لور نږدې کیږي، د یو خپلواک پښتونستان یا لوی افغانستان احتمال نور د خوب په څیر نه دی، بلکې یو څرګند واقعیت دی.
د کلونو لپاره، سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو پښتانه او افغانان د پاکستان لخوا په ناسمو معلوماتو لیدلي، چې دا خلک یې لویدیځ ته د دښمن په توګه انځور کړي. خو حقیقت برعکس دی. پښتانه او افغانان هیڅ ډول دښمني له لویدیځ سره نه لري، او نه هم د لویدیځ د ارزښتونو خلاف دي. په حقیقت کې، دوی هغه خلک دي چې له لویدیځ سره یې خپله مینه ښودلې او په تیرو شلو کلونو کې یې د ترهګرۍ پر وړاندې نړیوالې مبارزې کې د باوري ملګرو په توګه ولاړ دي.

یوه ناسمه کیسه:
پاکستان د پښتنو او افغانانو په اړه ناسم معلومات خپروي
پاکستان له کلونو راهیسې هڅه کړې چې پښتانه او افغانان د لویدیځ دښمنان وښيي. دا ناسم معلومات یې نړیوالو، په ځانګړې توګه امریکا او د هغې ناټو متحدینو ته وړاندې کړي، تر څو په افغانستان او د پښتنو سیمو کنټرول وساتي. د پښتنو په اړه د دښمنۍ دا کیسه یوازې د پاکستان لپاره یو پلمه ده، چې د خپلې ستراتیژیکې ژورتیا تګلاره تعقیب کړي. دا تګلاره په دې تمرکز کوي چې د افغانستان سیاسي وضعیت کنټرول کړي، په داسې حال کې چې د سیمې دننه تندلاریتوب ته وده ورکوي ترڅو اسلام آباد خپل جیوپولیټیک اهداف ترلاسه کړي.
برعکس، افغانان، په ځانګړې توګه پښتانه، له لویدیځو ارزښتونو سره کوم مخالفت نه لري. په حقیقت کې، د ۲۰۲۱ کال د اګست تر سقوط پورې په ۲۰ کلن جمهوریت کې، افغانانو د امریکا او ناټو تر څنګ د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وکړه.
هغوی نه یوازې د سیمه ایزو افراطیانو پر وړاندې مقاومت وکړ، بلکې د القاعده په څیر نړیوالو ترهګرو ډلو سره یې هم مقابله وکړه. دا مبارزه د یوې دموکراتیکې ټولنې جوړولو لپاره وه، چې د سولې، سوکالۍ، او د بشري حقونو د درناوي اصولو سره همغږې وه. دا هر څه د لویدیځو ارزښتونو پر وړاندې د ژورې ستاینې ښکارندويي کوي.

خیانت:
افغانستان په سخت وخت کې یواځې پریښودل شو
افغانستان ته د طالبانو له سقوط وروسته په ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه، افغانان د خپلو پخوانیو ملګرو لخوا یوازې پریښودل شول. دا ورته حالت څو لسیزې مخښکې هم تکرار شو، کله چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، امریکا خپل ملاتړ بیرته واخیست.
د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته، افغانستان د پاکستان په واک کې پریښودل شو، چې د دې فرصت څخه په ګټه اخیستنې سره یې د ستراتیژیکې ژورتیا پالیسي پلې کړه. دې پالیسۍ افغانستان د خپلو سیمه ییزو لوبو په لومه کې راګیر کړ.

لویدیځ، په ځانګړې توګه امریکا، باید دا ومني چې دا پرېکړې څومره زیانونه رامنځته کړل. د افغانستان ملاتړ پریښودل، پاکستان او د هغې د نیابتي ځواکونو لپاره لار خلاصه کړه، چې په پایله کې یې افغانستان د تاوتریخوالي او افراطیت په یوه ناوړه دوره کې ډوب کړ.
د طالبانو راختل او د دې سره اړوند بې ثباتي د دې خیانت مستقیمې پایلې دي.

یو نوی فرصت:
د پښتونستان یا لوی افغانستان راڅرګندیدل
اوس، چې پاکستان د قومي بنسټونو پر اساس د کورنۍ جګړې پر پوله ولاړ دی، د نړۍ لپاره یو نوی فرصت رامنځته شوی دی. که یو خپلواک پښتونستان یا لوی افغانستان رامنځته شي، نو دا به هیڅ تهدید نه وي. افغانان او پښتانه د افراطي نظریاتو سره علاقه نه لري، او نه هم دوی غواړي د لویدیځ په وړاندې جهادي کمپاینونه پیل کړي. د دوی اصلي هدف په خپلو پولو کې سوله، ثبات او سوکالي ده، چې د ډیموکراتیکو لارو چارو څخه ترلاسه کیږي.
نړیواله ټولنه باید دا د یوې نوې ملګرتیا په توګه وګوري. لکه څنګه چې امریکا د بنګله دېش د آزادۍ په جګړه کې ملاتړ وکړ او د دې پایله یې په یوه باثباته، سوکاله او د لویدیځ نږدې ملګري په توګه څرګنده شوه، لویدیځ باید د پښتنو او افغانانو د ځان ټاکلو او د پاکستان له زیانمن نفوذ څخه د خلاصون د ارمانونو ملاتړ وکړي.
نن ورځ، موږ په پښتون او بلوڅ سیمو کې هغه ظلمونه ګورو چې پاکستاني ځواکونو په بنګله دېش کې ترسره کړل.

یو نوی ستراتیژیک ملګری:
د افغانستان د لویدیځ لپاره احتمالي ارزښت
لکه څنګه چې بنګله دېش د لویدیځ لپاره یو مهم ملګری او د نړیوالې سوداګرۍ مرکز شو، یو لوی افغانستان یا خپلواک پښتونستان هم ورته نقش لوبولی شي. د ۱۰۰ میلیونو څخه زیات نفوس، چې په لویه کچه پښتانه او افغانان دي، دا سیمه د اقتصادي او جیوپولیټیکي ملګرتیا لپاره یو لوی پټانسیل لري.

پایله:
د عمل وخت
نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه امریکا او د هغې ناټو متحدین، باید د پښتنو او بلوڅانو د ځان ټاکنې حق په رسمیت وپیژني. د پښتونستان یا لوی افغانستان رامنځته کیدل نه یوازې یو اخلاقي مسولیت دی، بلکې دا یوه ستراتیژیکه موقع ده چې د سیمې او نړۍ لپاره به ګټه ولري.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

څو شېبې وړاندې؛د کابل په دارالامان سیمه کې چاودنه شوې

څو شېبې وړاندې کابل ښار کې چاودنه شوې.

یو شمېر سرچينو ویلي، چې دا چاودنه د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د دارالامان سيمې په علاوالدين څلور لارې کې شوې ده.

ددغې چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پښتین:پاکستاني ریاست د پښتنو وژلو او تري‌تم کولو ته کار ویلی

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي چې د پاکستان ریاست تر دې دمه د پښتنو وژلو او تری تم کولو ته خپل کار ویلی.

ښاغلي پشتین قامي لویې جرګه کې ویلي چې زموږ لاس ته د رسېدليو راپورنو له مخې د ۷۶۵۸۴ پښتنو مرموزه وژنه، د ۷۵۳۸ معذوره کېدل او ۶۷۰۰ پښتانه تري تم دي.

منظور پشتین د دې ټولو ظلمونو پړه د پاکستاني ریاست په غاړه اچولې او زیاته کړې یې ده چې په تاریخ کې د پنجابي ریاست لخوا ډېر ظلم په پښتنو شوی او روان دی.

عبدالسلام ضعیف:د خیبر لویه جرګه د ظلم په وړاندې د مظلومانو د هیلو راټوکیدلو نوی پړاو دی

پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي چې د خیبر لویه جرګه د ظلم په وړاندې د مظلومانو د فریاد او د هیلو راټوکیدلو نوې پړاو دی.

ّهغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د مظلومو ګډونوالو د خبرو څخه معلومیږي چې هلته د فریاد مرجع عادلانه نه وه او د ظلم په وړاندې تر تحمل پرته بله چاره نه لیدل کیده.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې دا جرګه خپلو موخو ته ورسېږي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت تر اوسه د دغې جرګې په اړه هیڅ نظر نه دی څرګند کړی.

آرین یون:پي‌ټي‌ایم باید طالبان غېږې ته نږدې کړي

د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړې ارین یون ویلي، چې پي ټي ایم ته له هر چا ډېره بهتره ده چې طالبان غېږې ته نږدې کړي او بد ورپسې ونه وایي.

ارین یون پر خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي، چې طالبان که دوی ته هره لاره ښایي پي ټي ایم یې باید ومني او له مشورو یې سرغړونه ونکړي.

نوموړې دغه راز ویلي چې پي ټي ایم غیر د طالبانو له ملاتړ هیڅ مخته نشي تللی او که طالبان هر څه کوي دوی یې باید ورسره ومني.

خیبر کې؛د پښتنو قومي لویه جرګه پیل شوه

0

خیبر کې د پښتنو لویه قامي جرګه پیل شوه.

که څه هم ټاکل شوې وه چې دا جرګه د اکتوبر پر یوولسمه پیل شوې وی؛ خو د پاکستاني پولیسو له لوري د خیمو سوځولو او ځینو وسایلو د خرابوالي له کبله دا جرګه د اکتوبر ۱۲ مې ته وځنډېده.

د دې جرګې په لومړۍ ورځ لوی سکرین کې پر پښتنو د پاکستان شوي ظلمونه ښودل کېږي، دویمه ورځ نظریات او پر درېیمه ورځ پرېکړه کېږي.

د یادونې ده چې له یادې جرګې ګڼو افغان سیاسونو هم ملاتړ اعلان کړی.

کورمه کې؛د یو برید له کبله ۱۱ تنه ولسي خلک وژل شوي

0

کورمې کې د پولیسو یو مشر جاوېدالله محسود رسنیو ته ویلي چې نن په دغه ولسوالۍ کې د یو برید له کبله ۱۱ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

یاده پېښه ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د کنج علیزو غرونو کې رامنځته شوې.

د هغه په خبره، وژل شوي کسان له توري قوم پورې تړاو لري.

تر اوسه چا د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

بل لورته سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې د پېښې ځای ته پولیس رسېدلي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د یادونې ده چې وړاندې تر دې هم په دغه سیمه مې د شیعه مذهبو او سوني مذهبو ترمنځ جګړې شوي او ګڼو خلکو ته پکې مرګ ژوبلې اوښتي.