سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 776

د لبنان یوه ډرون الوتکه؛د بنیامین نتنیاهو له کور سره لګېدلې

0

اسرایيلي رسنۍ وایي، چې د لبنان یوه ډرون الوتکه د بنیامین نتنیاهو پر کور لګېدلې او چاودنه یې کړې ده.

دوی د بنیامین نتنیاهو د دفتر له قوله ویلي، چې دا ډرون الوتکه د تل ابيب په شمال قيصريه کې د نتنیاهو پر کور لګېدلې.

دوی ویلي چې نتنیاهو او د هغه مېرمن په کور کې نه وو؛ نو ځکه ورته کوم زيان نه دی اوښتی.

د لبنان حزب الله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بښنې نړیوال سازمان:د ټولې نړۍ حکومتونه دې له طالبانو سره حساب کتاب وکړي

د بښنې نړیوال سازمان د ټولې نړۍ له حکومتونو غوښتي، چې راوړاندې شي او له طالبانو سره حساب‌کتاب وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې لویې خبرې په افغانستان کې د طالبانو د ځپونکو اقداماتو مخه نه‌شي نیولای خو په پیاوړو اقداماتو دا کار ممکن دی.

د یادونې ده چې د بښنې د نړیوال سازمان په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو له طالبانو په ځلونو غوښتي چې د نجونو پر وړاندې شته بندیزونه له منځه یوسي.

دوی وایي چې طالبان بشري حقونه او د نجونو او مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کوي.

شهباز شریف؛د عافیه صدیقي د خوشې کېدو لپاره جوبایډن ته لیک استولی

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا ولسمشر جوبایډن ته یو لیک استولی او ترې غوښتي یې دي چې پاکستانۍ مېرمن عافیه صدیقي چې په ۸۶ کاله بند محکومه شوې، له زندان څخه خوشې کړي.

شهباز شریف ولسمشر بایډن ته په خپل لیک کې ویلي چې، مېرمن صدیقي ۱۶ کاله په حبس کې تېر کړې دي او د هغې وضعیت ته پاملرنه په کار ده.

نوموړي له بایډن غوښتي چې د عافیې د خور غوښتنلیک د عفوې د غوښتنې په توګه ومني او د بشري خواخوږۍ په اساس یې له بنده خوشې کړي.

نوموړی دغه راز لیک کې بایډن ته زیاته کړې چې، د دې زنداني مېرمنې کورنۍ او میلیونونه نور پاکستانیان د هغې غوښتنې ته د یوه مهربانه ځواب په هیله دي.

د عافیې صدیقي کورنۍ ادعا کوي چې نوموړې په ۲۰۰۳ کال کې په کراچۍ ښار کې ناڅاپه لادرکه شوه او دوی فکر کوي چې پخواني پوځي دکتاتور جنرال پرویز مشر په پټه امریکايي چارواکو ته سپارلې وه.

د پاکستان پنجاب کې؛په یوه زده کوونکي د جنسي تېري له کبله پراخې مظاهرې پیل شوي

0

د پاکستان د لوېدیځ پنجاب ایالت په یوه ښوونځي کې په یوه زده کوونکي جنسي تېری شوی چې په غبرګون کې یې نورو زده کوونکو پراخې مظاهرې پیل کړي دي.

پاکستاني چارواکو پرون اعلان کړی چې ټول ښوونځي او پوهنتونونه یې د دوو ورځو لپاره تړلي، څو د محصلانو د مظاهرو مخه ونیسي.

ددغه جنسي تېري د راپورونو له خپرېدو وروسته د لاهور ښار په ښوونځیو کې کړکېچ زور اخیستی او په څلورو ښارونو کې مظاهرې پیل شوې دي.

په‌‌ ورته مهال د پنجاب په ګجرات ښار کې هم د پولیسو او مظاهره‌چیانو ترمنځ په نښتو کې یو امنیتي ګارډ وژل شوی دی.

بل لورته د پاکستان حکومت او پولیسو په ښوونځي کې د جنسي تېري اړوند راپورونه رد کړي او وايي چې دا پېښه نه‌ده شوې.

اندونیزیا او قطر؛افغان محصلانو ته د بورسیو ورکولو موافقه لاسلیک کړه

اندونیزیا او قطر افغان محصلانو ته د بورسیو ورکولو موافقه لاسلیک کړه.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دا موافقه د پنج‌شنبې په ورځ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مرسودي او د نړیوالو اړیکو په چارو کې د قطر د دولت له وزیرې لولوُ الخاطر سره لاسلیک کړه.

دې موافقه کې ویل شوي، چې د اندونیزیا په پوهنتونونو کې د افغان محصلانو د بورسیو لګښت د قطر حکومت ورکوي.

د یادونې ده چې اوس‌‌مهال نژدې شل تنه افغان محصلان په اندونیزیا کې لوړې زده‌کړې کوي.

ریچارډ بینېټ؛د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه د خبرو لپاره کاناډا ته ځي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خبرو لپاره کاناډا ته ځي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویې کمېشنري په یو بیان کې ویلي، چې ښاغلی بېنیټ به د روانې اکتوبر میاشتې د ۲۰مې او ۲۶مې ترمنځ د کاناډایي چارواکو سره د افغانستان د بشري حقونو په اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

په بیان کې راغلي چې ریچارډ بینېټ به کاناډا کې د بشري حقونو په تېره د ښځو د حقونو له فعالانو، خبریالانو، کارپوهانو او مدني ټولنو سره هم وګوري.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د روان کال په اګست میاشت کې افغانستان ته د ریچارډ بېنیټ پر سفر بندیز ولګاوه.

د طالبانو حکومت؛د یحیی سنوار په مړینه خواشیني ښودلې

د طالبانو حکومت د حماس د سیاسي دفتر د مشر یحیی سنوار په مړینه خواشیني ښودلې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د یحیی سنوار مړینه به ددغې لارې د لارویانو مبارزه نوره هم قوي کړي.

په یاده اعلامیه کې د نړۍ له مسلمانانو غوښتل شوي، چې د فلسطین د خلکو ملاتړ او لاسنیوی وکړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د اسرائیل پوځ اعلان وکړ چې د حماس مشر یحیی سنوار یې په غزې تړانګه کې وواژه.

احمد مسعود:د جنرال عبدالرازق مړینه یوه شکمنه پېښه وه

د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود د جنرال عبدالرازق اڅکزي د مړینې د شپږم تلین په مناسبت ویلي، چې د جنرال رازق مړینه یوه شکمنه پېښه وه.

احمد مسعود په یوه انلاین غونډه کې ویلي، چې څنګه زموږ د وطن قهرمان بچی شهيد شو، خو د بل چا پر مخ داغ هم نه راځي.

نوموړي ویلي، د جنرال رازق په شتون کې دښمن یو ګام هم مخته کېښودلی نه شو.

د یادونې ده چې شپږ کاله وړاندې په همدې ورځ د کندهار په منډي‌ګک ماڼۍ کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق ترور شو.

پښتین:د یکشنبې ورځ د پاکستان د ظلمونو خلاف د پښتنو سیمو کې د پاڅون لپاره اعلانونه وکړئ

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، چې د اکټوبر ۲۰مه د یکشنبې ورځ د ټولو پښتنو په سیمو کې د پاڅون لپاره عملي کلي په کلي اعلانونه وکړئ او په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین وکړئ او چمتو شئ.

منظور پښتین په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:”د ډالري جنګونو ریاستي پالیسیو د ختمولو لپاره، د پښتون وطن د امن لپاره، د پښتون وطن د وسائلو د لوټلو پر ضد، خپلو کورونو ته د کډوالو د راستنیدو لپاره، د پښتنو په هره سیمه کې د پښتنو پر ځمکو د جبري قبضې پر ضد، د شهیدانو د عدالت غوښتنه، د له درکه خلکو د راپیدا کولو په حق کې او د قیدیانو د راخلاصولو د پاره، د بجلي د نرخونو، په ډیورنډ لائن ګیټونو مشکلات پر خلاف او نورو ټولو ستونزو په اړه به د په هره ضلع کې د ټولو پښتنو په یو ورځ پښتون امن پاڅون وي.“

د یادونې ده چې د اکتوبر یوولسمه په خیبر کې قامي لویه جرګه کې منظور پښتین یو شمېر شرطونه د پاکستان حکومت ته وړاندې کړل؛ خو د پاکستان حکومت تر اوسه پرې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

نبیل:جنرال عبدرازق د یو هېوادپاله مبارز ټولې ځانګړتیاوې لرلې

د جمهوري حکومت د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل د جنرال عبدالرازق د مړینې د شپږم تلین په مناسبت د هغه میړانه او زړورتیا ستایلې ده.

ښاغلي نبیل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: “نن موږ د شهید جنرال عبدالرازق اڅکزي د شهادت د شپږم تلین په پار د هغه یاد تازه کوو، هغه څوک چې خپل ټول ژوند یې د افغانستان د خاورې او خلکو لپاره وقف کړ. جنرال عبدالرازق د دی ټاټوبي یو ریښتینی بچی و، چې د وطن لپاره یې هره قرباني پر ځان ومنله. هغه د افغانانو د سوکالۍ او آرامۍ لپاره ډیر ټپونه وزغمل او په زړورتیا او میړانه د هر ګواښ په وړاندې ودرېد.“

رحمت الله نبیل زیاته کړې، چې جنرال رازق د یو هیوادپاله مبارز ټولې ځانګړتیاوې لرلې.

د یادونې ده چې شپږ کاله وړاندې، همدا نن ورځ د کندهار په منډي ګک ماڼۍ کې جنرال عبدالرازق ترور شو.