جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 775

احمد پوپل؛د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو د اتحادیې رئیس ټاکل شوی

د بُست تعليمي او تحصيلي کمپلیکس مشر احمد پوپل د ټاکنو له لارې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو مؤسسو د اتحادیې رئيس شوی دی.


د دې اتحادیې موخه د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د کیفیت تضمین، پرمختیا، پراختیا، همغږۍ، علمي څېړنو کې هر اړخیز ګډون، د مناسبو شرایطو برابرول، د لوړو زده وزارت سره د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستونزو شریکول، د اکاډمیکو فرصتونو ایجادول او تحصیلي خصوصي سکتور ته وده ورکول یي له اساسي اهدافو څخه دي.

د یادونې وړ ده چې یاده اتحادیه په هرو دوه کالو کې د ریاست لپاره ټاکنې ترسره کوي.

د موسی حکیمي کورنۍ حماسه میډیا ته:د کابل د دریم زون محکمې ازبک مشر په قصدي ډول محکمه ځنډوي

طالب استخباراتو له تېرې یوې نېمې میاشتې راهیسې د جمهوري حکومت د اطلاعاتو او کلتور د مرستیال وزیر هارون حکیمي ورور موسی حکیمي نیولی.

د ښاغلي حکیمي کورنۍ حماسه میډیا ته وویل، موسی حکیمي د سپټمبر میاشتې پر ۲۳مه د دفتر څخه بهر ته د درملنې په موخه تر رخصتۍ غوښتلو وروسته نادرکه شوی دی.

د موسی حکیمي کورنۍ وایي، پداسې حال کې چې نوموړي سپوږمۍ راډیو سره کار کاوه؛ خو له امتیاز پرته په جبري ډول بیرته مجبور شوی وو چې پخوانۍ دندې ”د چاپیریال ساتنې ادارې“ ته ستون شي.

د موسی حکیمي دوسیه د کابل د ملکي محکمې د عامه امنیت درېیم زون ته تللې چې د زون ازبک رئیس مولوي سخي داد یې په قصدي ډول څېړل ځنډوي او غواړي د څېړنو پرته یې په زندان کي وساتي.

ویل کیږي چې د طالبانو ۴۰م ریاست موسی حکیمي ددې لپاره نېولی چې د هغه ورور هارون حکیمي چې د جمهوري حکومت چارواکی وو او د طالبانو له منتقدانو څخه دی، پر دوی له نېوکو څخه لاس په سر شي.

خامنه‌یي:د اسرائیل بریدونو ته به هرو مرو ځواب ورکوي

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي ویلي، چې د اسرائیل بریدونو ته به خامخا ځواب ورکوي.

هغه نن د زده کوونکو یوې غونډې ته ویلي، هغه څه چې اسرائیل او امریکا یې د دوی پر وړاندې کوي؛ باید په دې وپوهېږي، چې غاښ ماتوونکی ځواب لري.

خامنه يي د دغه ځواب د کره وخت په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د ایران د سپاه پاسداران مشر حسین سلامي هم ویلي وو، چې اسرائیل ته به داسې ځواب ورکړي؛ چې هغوی یې تصور هم نه وي کړی.

د تېر کال له حوت میاشتې راهیسې؛طالبانو د پنجشېر د ولایتي شورا پخوانی رییس عبدالکبیر عباسي نیولی

د طالبانو حکومت د تېر کال د حوت له میاشتې راهیسې د پنجشېر د ولایتي شورا پخوانی رییس عبدالکبیر عباسي نیولی دی.

یوې باوري سرچینې حماسه ته ویلي، چې نوموړی د کابل په شهرنو کې نیول شوی او پنځه میاشتې وړاندې په ۱۲ کاله بند محکوم شو.

ویل کېږي، چې هغه درې میاشتې په ریاست چهل، یوه میاشت په پلچرخي کې تېره او اوس مهال په بګرام کې بندي دی.

د هغه خپلوان هم مني چې نوموړی طالبانو نیولی او زیاتوي چې پر ده یوازې د وسلو د لرلو تور و.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا دفاع وزارت؛منځني ختیځ ته B52 بم غورځونکې او جنګي جټ الوتکې استوي

0

منځني ختیځ کې د وضعیت له ترینګلتیا سره په یو وخت د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وایي منځني ختیځ ته د الوتکو لېږدونکې ابراهم بېړۍ پر ځای بي – ۵۲ بم غورځونکې، د تېلو لېږدونکې، جېټ الوتکې او ځینې نورې جنګي بېړۍ استوي.

رویټرز د پنټاګون یو چارواکي له قوله لیکلي، که ایران او یا یې متحدین د امریکا اوسېدونکو او یا ګټو ته زیان ورسوي نو امریکا به یې دفاع وکړي.

تر دې وړاندې امریکا ایران ته خبرداری ورکړی و، چې منځني ختیځ کې به د دوی وګړو او اسرائیل ته د بیا ځلي زیان په صورت کې له ناوړه پایلو سره مخ شي.

د پوهنتون استاد؛جاوېد مومند لاهم د طالبانو بند کې بې برخلیکه پروت دی

د پوهنتون استاد جاوېد مومند لاهم د طالبانو په بند کې بې برخلیکه پروت دی.

یو شمېر باوري سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې د نوموړي قضیه د طالبانو محکمې ته تللې ده.

استاد جاوېد مومند د طالبانو پر حکومت د نیوکو له کبله نیول شوی وو.

هغه په وروستیو کې رسنیو بحثونو ته له ورتګ هم منع شوی وو.

پر تصویر او ویډیو د بندیز له کبله؛خوست کې د غرغښت تلویزیون خپرونې بندې شوې

خوست کې د غرغښت په نوم د یو محلي ټلویزون خپرونې وتړل شوې.

سیمه‌ییزو سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې په خوست کې د تصویر او ویډیو له بندیز سره د دغه ټلویزون نشرات له ننګونو سره مخ و او د همدې بندیزونو له کبله اداره د خپرونو بندولو ته مجبوره شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د ساه لرونکو پر تصویرونو د بندیزونو له کبله ولایتونو کې یو شمېر محلي تلویزونونه تړل شوي.

که څه هم په مرکز کابل کې تصویري رسنۍ لاهم فعاله دي؛ خو طالبان وایي، د امربالمعروف په نوي قانون کې د ساه لرونکو پر تصویر د بندیز ماده به په تدریج سره عملي شي.

د جرمني حکومت؛ایران کې خپلو وګړیو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي

0

جرمني حکومت د یوې تازه پرېکړې له مخې، ایران ته د خپلو وګړو پر سفر د ورتګ بندیز وځنډوه.

دغه هېواد یو وار بیا ایران کې له خپلو وګړو وغوښتل چې ژر تر ژره یاد هېواد پرېږدي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ایران کې شته جرمنیان په لوی لاس ځان په دغه هېواد کې د برمته کېدو له ګواښ سره مخ کوي.

د یادونې ده چې ایران کې څو ورځې وړاندې د جرمني الاصله جمشید شارمهد اعدامېدو د جرمني غصه را وپاروله او په خپل هېواد کې یې د ایران درې واړه قونسلګرۍ وتړلې.

په واشنګټن کې؛په ټاکنو کې د احتمالي تاوتریخوالي لپاره د ملي ساتونکو یوه قطعه ګومارل شوې

0

د امریکا په واشنګټن کې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د احتمالي تاوتریخوالي لپاره د ملي ساتونکو یو قطعه ګومارل شوې.

دا چاره د واشنګټن د والي له لوري ترسره شوې ده.

د یادونې ده چې واشنګټن کې د رایې اچونې مرکزونه وار دمخه د خلکو پر مخ پرانیستي.

ویل کیږي چې تر دې مهاله دغه ښار کې تر دوه میلیونه زیاتو کسانو خپلې رایې کارولې دي.

د امریکا انتخابات؛ ولسمشر څنګه ټاکل کیږي؟ الیکټورل کالج څه دی؟ ولې اکثریت عمومي رایې کاندید نه شي بریالی کولای؟ ولې کاندیدان تمرکز په مشخصو ایالتونو کوي؟

0

لیکوال: جعفر هاند
د راروانې سه شنبې په ورځ د امریکا انتخابات دي. دا لیکنه مې د هغو لپاره ده چې د امریکا له ټاکنو او سیاست سره دلچسپي لري.
د متحدو ایالتونو د استازو خونه ٤٣٨ او سنا یې  ١٠٠ څوکۍ لري. د استازو خونه او سنا کانګرس بلل کېږي. د استازو خونې څوکۍ د هر ایالت د نفوسو په تناسب ټاکل شوې او سنا کې د هر ایالت دوې څوکۍ دي.
په دې اساس، ٤٣٨+١٠٠ څوکۍ= ٥٣٨ څوکۍ کېږي. همدا شمېره مو په ذهن کې وساتئ او همدا شمېره د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو بهیر او پروسه ده چې الیکټورل کالج (Electoral Colleague) یې بولي.
الیکټورل کالج څه دی؟
الیکټورل کالج، شخص او څوکۍ نه ده. دا په اصل کې د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې انتخاباتي سیمې او حوزې دې. ټولې ۵۳۸ انتخاباتي حوزي دي چې د هر ایالت د نفوسو په تناسب ټاکل شوې. دا یوه پیچلې او د نورو هېوادونو برعکس جالبه انتخاباتي‌پروسه ده چې ولسمشر یې په اساس ټاکل کېږي.
امریکان خپل ولسمشر څنګه ټاکي؟
افغانستان کې کېسه ساده وه، خلکو به مستقیمآ کاندید ته رایې ورکړې او هر کاندید به چې ډېرې رایې (۵۰+۱) وګټلې، ولسمشر به شو، په بله وینا کوم کاندید چې به عمومي اکثریت رایې وګټلې، کامیاب به و.
مګر، په امریکا کې عمومي او اکثریت رایې خپلول کاندید نه شي بریالی کولای، خو اکثریت انتخاباتي‌ حوزې (الیکټوریل کالج) یې بریالی کولای شي.
څنګه؟
د کانګرس د ۵۳۸ څوکیو شمېر او پروسه (الیکټورل کالج) مو ذهن کې وساتئ. زه یې په مثال کې نور هم واضح کوم: زه د ویرجینیا په ایالت کې اوسېږم، دا ایالت دوې څوکۍ په سنا او ١١ د استازو په خونې کې لري چې ټولې ١٣ څوکۍ کیږي. زموږ د ایالت همدا ۱۳ څوکۍ ۱۳ الیکټورل کالج یا انتخاباتي‌ حوزې ګڼل کېږي. د امریکا نور ایالتونه هم همداسې انتخابتي حوزې Electoral Colleague) دي.
یو کاندید باید د ۵۳۸ الیکټورل کالج، چې اکثریت یې ۲۷۰ کېږي، وګټي چې ولسمشر شي.  خلک دلته هم په انتخاباتو کې خپل د خوښې کاندیانو ته په مستقیم ډول په خپلو حوزو او مرکزونو کې رایې ورکوي او  هر کاندید چې هر ایالت کې ډېرې انتخاباتي حوزي وګټلې، په هغه ایالت کې ګټونکی دی. په بله وینا، هر ایالت یو مستقل هېواد فکر کړئ چې اکثریت رایه ګټونکی کاندید په کې بریالی وي، خو دې کې هم یوه وړه باریکي شته.
باریکي:
دا ده چې په امریکا کې په ټاکنو کې اکثریت ایالتونه داسې دي چې هر کاندید په کې اکثریت الیکټوریل کالج (انتخاباتي حوزې) وګټل، د ټول ایالت الیکټوریل کالج د هغه کېږي. مثال به یې بیا ویرجینا ورکړم: ویرجینیا ۱۳ انتخاباتي‌ حوزې لري، چې د ۱۳ اکثریت ۷ کېږي. که هر کاندید په ویرجینیا کې ۷ انتخاباتي‌ حوزې وګټلې، د ټولې ویرجینا انتخاباتي حوزې (۱۳) د هماغه کاندېد کېږي.
څو محدود ایالتونه شته دي،‌ چې داسې نه دي او هلته چې هر کاندید  هر څومره انتخاباتي‌ حوزې (الیکټورل کالج) وګټلې، هماغومره یې حق کېږي، خو اکثریت ایالتونو کې اکثریت ګټونګی د ټول ایالت د الیکټورل کالج ګټونګی دی.
ولې شاید امریکا کې اکثریت رایه ګټونکی انتخابات نه شي ګټلای؟
مثلن، یو ایالت یو میلیون نفوس لري، ۵۰زره رایه ورکوونکي دي او ۱۳ انتخاباتي حوزې، خو دوه نور کوچني ایالتونه چې ۱.۱ میلیون نفوس لري، خو ۶۰زره رایه ورکوونکي او ۱۲ انتخاباتي حوزې لري. دلته د رایو ورکوونکو شمېر په دوو ایالتونو کې زیات دی خو انتخاباتي حوزې په یو ایالت کې زیاتې دي، بنآ، اکثریت انتخاباتي حوزې والا ګټونکی دی. د ۲۰۱۶ کال انتخاباتو کې هیلرې کلنټن تر دونالډ ټرمپ عمومي رایې ډېرې وړې خو الیکټوریل کالج یې کم، ځکه ناکامه شوه.
مهم ایالتونه او پرېکړه کوونکي ایالتونه؟
د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې یې اکثریت معلوم دي چې په کوم یو کې یې د دیموکرات او په کوم یو کې یې د جمهوریت غوښتونکو ګوند اکثریت او ګټونکي دي.
دا ایالتونه سره او آبي ایالتونه بلل کېږي، دموکرات پلوه ایالت ته بلو یا آبی ایالت ویل کیږي او جمهوري غوښتونکو پلوي ایالت ته ریډ یا سور ایالت ویل کیږي. دا ایالتونه معلوم دي چې کوم ګوند ته رایې ورکوي. له همدې کبله، کاندیدان ډېر تمرکز په دغو ایالتونو باندې نه کوي او ډېرې غونډې هم په کې نه کوي.
د کاندیدانو اصلي تمرکز په ځينو هغو ایالتونو باندې وي چې سوینګ بلل کیږي. په دې مانا چې دا ایالتونه نه دموکرات پلوه دي او نه هم جمهوریت پلوه، خو هر لوري ته ښوییدلای شي. داسې ایالتونو کې کله دموکرات او کله هم جمهوریت غوښتونکي بریالي وي. په روانو انتخاباتو کې هم همدا کوچني ایالتونه د ټاکنو لوری ټاکي.
د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې پنسلوانیا، مېشېګڼ، ویسکانسن، شمالي کارولینا، جورجیا، نویدا او اریزونا ایالتونه د کاندیدانو برخلیک ټاکونکي ایالتونه بلل کېږي، دا ټول ۷ ایالتونه ۹۶ انتخاباتي حوزې یا الیکټوریل کالج لري. نویدا تر ټولو کم چې پنځه الیکټورل کالج لري، خو په انتخاباتو کې همدا کوچنی ایالت هم د یو کاندید برخلیک ټاکلای شي.
په دې اساس، امریکا کې خلک خپلو کاندیدانو ته مستقیمآ رایه ورکوي، خو هغه کاندید ولسمشر کېږي چې اکثریت الکټورل کالج وګټي، الکټورل کالج همدا انتخاباتي‌ حوزې او سیمې دي چې خلک په کې رایې ورکوي.
الیکټورل ووټر
په امریکا کې، تقریبا د ټاکنو په شپه معلومېږي چې کوم کاندید ډېر الکټورل کالج ګټلی او بریالی شوی دی. له عمومي‌ انتخاباتو او نتایجو څو ورځې وروسته بیا د کانګرس غړي، چې ټول یې ۵۳۸ تنه دي، په سمبولیک ډول کامیاب ولسمشر تائیدوي او دې بهیر ته  الیکټورل رایه ورکوونکي وايي، خو د دوی په تائید او رد سره د ټاکنو نتایج نه بدلېږي.