سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 770

حامد کرزی:په سینما پامیر سیمه کې چاودنه یو تروریستي عمل دی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل په سینما پامیر سیمه کې چاودنه په کلکه غندلې ده.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا یو تروریستي عمل دی.

نوموړي د دغې پېښې قربانیانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کړې.

د یادونې ده چې تېره ورځ د کابل په سینما پامیر سیمه کې د یو چسپکي ماین د چاودنې له کبله یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت:له بازارونو مو ۴۰۰ عنوانه کتابونه راټول کړي

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت وایي، تراوسه یې له بازارونو ۴۰۰ عنوانه کتابونه راټول کړي.

یاد وزارت ویلي، چې دغه کتابونه د افغانستان له ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د طالبانو حکومت ویلي، چې له دوکانونو او خپرندویه ټولنو څخه د راغونډو شویو کتابونو په بدل کې هغوی ته نور کتابونه ورکوي.

د دوی په وینا، د راغونډو شویو کتابونو په بدل کې قرانکریمونه او تفسیرونه دوکاندارانو ته سپارل کېږي.

امریکایي چارواکي:شمالي کوریا خپل درې زره سرتېري روسیې ته لېږلي

0

امریکایي چارواکي وایي چې شمالي کوریا خپل درې زره سرتېري روسیې ته لېږلي.

اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، د شمالي کوریا دغه سرتېري په بېلابېلو مرکزونو کې د روزنې په حال کې دي.

یاد اژانس ته امریکایي چارواکو زیاته کړې چې له روسیې څخه د اوکراین جګړې ته ولاړ شي، عواقب به ولري.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین پرون له روم څخه د کتنې پر مهال ویلي، چې دا مسکو ته د وسلو له ورکړې وروسته د پيونګ یانګ بل ګام دی چې اخیستی یې دی.

ترکیه کې؛د هوایي چلند پر ادارې برید د بریدګرو په وژلو پای ته ورسېد

0

‏د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارلي‌کایا اعلان وکړ چې د ترکیې د هوايي چلند ادارې پر مرکزي دفتر د وسله والو برید کوونکو په برید کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي، چې جګړه د دوو وسله والو بريدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلې ده.

د خپرو شویو انځورونو له مخې، دوه بریدګر چې یو سړی او یوه ښځه ده، په سیمه ییز وخت ماسپښین شاوخوا درې بجې په یوه ټکسي کې د دې ادارې دروازې ته ورغلي، چې کارکوونکي یې کورونو ته د تللو په حال کې وو چې دوی په نښه کړل.

بل لورته یو شمېر راپورونه وایي، چې په دغه برید کې لس تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

ددغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د ترکیې؛د هوایي چلند ادارې کارکوونکي وسله والو برمته نېولي

0

وسله والو د ترکيې د فضايي صنايعو شرکت، چې بې پيلوټه الوتکې جوړوي، کارکوونکي برمته نېولي دي.

دغه جګړه چې مازدیګر پیل شوې ده، تر اوسه دوام لري.

د ترکيې حکومت څو شېبې وړاندې د برید ساحې ته ځانګړي ځواکونه استولي.

دغه برید کې تر اوسه د لس تنو د وژل کېدو او د ۱۳ تنو د ټپي کېدو معلومات خپاره شوي دي.

د ترکیې؛د هوایي چلند پر ادارې برید کې تر اوسه ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

‏د ترکیې پلازمینې انقره کې د هوایي چلند پر ادارې وسله وال برید شوی چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ترکيې حريت ټلويزيون ویلي، چې وسله والو کسانو چې يوه پکې ښځه هم ده، د ترکيې پر هوايي چلند شرکت بريد کړی او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

دغه ټلویزیون زیاته کړې چې تر اوسه ۱۰ کسه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

وسله وال په ځايي وخت مازيګر له يو ټکسي موټر د دې شرکت مخې ته کوز شوي او په لومړي قدم کې د ساتونکو په ويشتلو سره توانېدلي ودانۍ ته ننوځي.

د دغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د ایران د بشري حقونو سازمان:تېرو دوه اونیو کې ایران لس افغانان اعدام کړي

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې په تېرو دوه اوونیو کې ایران ۱۰ افغانان اعدام کړي دي.

د دې سازمان مشر محمود امیری مقدم ویلي چې د اکتوبر په میاشت کې لږ تر لږه لس افغانان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه په ایران کې ۴۵ افغانان اعدام شوي دي.

مقدم په ایران کې د افغانانو د اعدام شمېر زیاتېدو ته په کتو اندېښنه څرګنده کړې.

د پاکستان سترې محکمې؛د عمران‌ خان د مېرمنې په ضمانت د خوشې کېدو امر کړی

0

پاکستاني رسنۍ وایي، چې د اسلام‌اباد سترې محکمې ددغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د مېرمنې بشرا بي‌بي د ضمانت په بدل کې د خوشې کېدو امر کړی دی.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم ویلي چې محکمې د عمران خان د مېرمنې د خوشې کېدو حکم صادر کړی او پر ضد یې کومه دوسیه نشته.

د یادونې ده چې په عمران خان تور دی چې د خپلې دندې پرمهال یې د بهرنیو مشرانو له خوا ترلاسه شوي سوغاتونه د قانوني پړاوونو له تېرېدو پرته ضبط کړي او دا يې له قانونه سرغړونه بلل شوې ده.

هېره دې نه وي چې له دې مخکې عمران خان او مېرمن یې د فساد یوې دوسیه کې په ۱۴ کلن بند محکوم شوي وو.

نصیر احمد فایق:افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې له ژور بحران سره مخ دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د دغه سازمان د عمومي اسامبلې په غونډه کې د افغانستان د وضعیت د هواري لپاره د نړیوالې ټولنې د پرېکنده او متحد اقدام غوښتنه وکړه.

نصیر احمد فایق له هېوادونو هم وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان د جنسیتي توپیر پر وړاندې ودرېږي.

نوموړي دې غونډې ته په خپله وینا کې د افغانستان وضعیت خورا د اندېښنې وړ وباله.

ښاغلي فایق وویل چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د بشري حقونو او د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي وضعیت په برخو کې له ژور بحران سره مخ دی.

فایق همداراز ویلي، چې د طالبانو تعلیمي سیستم د ریښتینې روزنې پر ځای په افراطیت او د طالبانو لپاره د نویو ځواکونو په روزلو تمرکز کوي چې دا به په افغانستان او سیمه کې د لا زیاتې بې ثباتۍ لامل شي.

د امریکا استخبارات:چین، روسیه او ایران د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کوي

0

د امریکا استخبارات وایي، چې روسیه، چین او ایران د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د امریکایانو ترمنځ نقاق ته لمن وهي.

دې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د دې دریو هېوادونو اجنټانو د امریکا له تېرو انتخاباتو څخه زده‌کړه کړې ده.

دوی دغه راز ویلي چې دغه روزل شوي کسان ښه چمتووالی لري چې په را روانو انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي.

د دوی په وینا ښايي دا اجنټان د فزیکي ګواښونو او تشدد هڅه وکړي او ډېر امکان شته چې د انتخاباتو په بهیر کې د ناسمو معلوماتو د خپرولو عملیات ترسره کړي.

یادو هېوادونو د امریکا دغه تورونه رد کړي دي.