چهارشنبه, اپریل 8, 2026
Home Blog Page 766

زلمی خلیلزاد:افغان ولس ته دې تاریخې بریا مبارک وي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان ابدالیانو له لوري د اسیا جام سیالیو د پای لوبې ګټلو مبارکي ورکړې.

هغه ویلي، دا بریا دې ټولو افغانانو ته مبارک وي.

د یادونې ده چې افغان ابدالیانو د اسیا د ایمرجینګ سیالیو اتلولي وګټله او د پخواني جمهوري حکومت د ګڼ شمېر چارواکو په ګډون یو شمېر طالب چارواکو د شیخ هبت الله اخوندزاده د مخالفت سره سره هېوادوالو ته ددغې بریا مبارکي ورکړې ده.

د شیخ هبت الله د خوښې خلاف؛یو شمیر طالب چارواکو د کرکټ د بریا مبارکې ویلې

له کرکټ سره د شیخ هبت‌الله اخندراده له مخالفت سره ـ سره یو شمېر طالب مشرانو هېوادوالو ته د کرکټ د بریا مبارکي ورکړې.

د طالبانو حکومت د قطر دفتر مشر سهیل شاهین پر خپله ایکس‌پاڼه د افغان ابدالیانو د بریا مبارکي ته لیکلي”د افغان ابدالیانو ستره او تاريخي بریا مو مبارک شه.
افغان ابدالیانو اتلانو د لومړي ځل لپاره د اسیا جام د سیالیو پایلوبه وګټله او دا تاریخي اتلولي یې پخپل نوم کړه. په نورو میدانونو کې هم د اتلولیو لپاره لاس په دعا یم.”

د یادونې ده چې افغان آبدالیانو د لومړي ځل لپاره د اسیا ایمرجینګ سیالیو اتلولي وګټله.

د جمهوري حکومت؛ګڼو چارواکو د کرکټ په بریا خوښي څرګنده کړې

‏د افغانستان د وروستي جمهوریت مشرانو د کرکټ پر بریا خوښي ښودلې او افغان ولس ته یې مبارکي ویلې.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلم یار، د ملي دفاع پخوانی سرپرست شاه محمود میاخیل، د ننګرهار پخواني والي ضیاء الحق امرخيل، د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف او ګڼو چارواکو د کریکټ پر بربا خوښې ښودلې.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په دري ژبه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«پیروزی شیرین و به‌یادماندنی تیم ملی الف کرکت ⁧‎#افغانستان⁩ در بازی فاینل ⁧‎#ایمرجینگکپآسیا⁩ در مقابل ⁧‎#سریلانکا⁩ و کسب قهرمانی این مسابقات را به همه هموطنان عزیز به‌ویژه بازیکنان کرکت کشور تبریک میگویم»

د ملاهبت الله د خوښې خلاف؛ملا عبدالسلام ضعیت د کرکټ د اتلولۍ مبارکي ورکړه

پداسې حال کې چې د طالبانو د حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د کرکټ لوبې له مخالفانو څخه دی، خو پخوانی طالب چارواکی او په اسلام آباد کې د طالبانو د تېرې دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هېوادوالو ته د افغان ابدالیانو له لورې د اسیا ایمرجینګ اتلولۍ مبارکي ورکړې.

ښاغلي ضعیف په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:” مبارک د سریلانکا په وړاندې د افغانستان بریا د اول ځل لپاره افغانستان د اسیا جام خپل کړ.”

د یادونې ده چې افغان آبدالیانو د لومړي ځل لپاره د اسیا ایمرجینګ سیالیو اتلولي وګټله.

منظور پښتین:افغانانو ته په هر ډګر کې د بریا غوښتونکی یم

‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین افغان ابدالیانو ته د مبارکۍ ترڅنګ افغان ولس ته په ټولو برخو کې د بریا هېله کړې.

ښاغلي پښتین چې په افغانستان کې د روان وضعیت څخه خوشاله نه برېښي او وخت ناوخته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د اصلاحاتو او بدلونونو غوښتنه کوي.

د یادونې وړ ده چې افغان ابدالیانو د لومړي ځل لپاره د اسیا اتلولي وګټله.

انتوني ګوترېش:غزه کې جګړه د ټولو بشر دوستانه اصولو خلاف روانه ده

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش یو وار بیا په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې.

ښاغلي ګوترېش ویلي، هلته جګړه د ټولو بشردوستانه اصولو خلاف روانه ده.

هغه زیاته کړې، ټول بندیان باید په غیر مشروط ډول ازاد شي.

د یادونې ده چې انتوني ګوترېش تر دې وړاندې هم څو ځله په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې، چې تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

نتنیاهو:ایران کې یې ټول اهدف په نښه کړي او برید یې بریالی وو

0

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، پر ایران یې هدفمند بریدونه ترسره کړي او ټول اهداف یې له منځه وړي دي.

هغه ویلي، ایران پر دوی برید کې ماتې وخوړه؛ خو دوی ځکه بریالی برید وکړ، چې ټول اهداف یې په نښه کړل.

اسرائیل وایي، ایران کې ۱۵ نظامي اهداف په نښه کړي؛ خو ایران وایي، چې زیان یې نه دی اړولی.

د ایران حکومت؛له امنیت شورا غوښتي چې پر دوی د وروستي برید په اړه فوق العاده غونډه را وبولي

0

د ایران حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې پر دوی د وروستي برید په اړه فوق العاده غونډه راوبولي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني امنیت شورا ته په یو لیک کې ادعا کړې چې اسرائیل غیر قانوني او تېري کوونکي اقدامات کړي.

لیک کې راغلي، چې دا چاره ځمکنۍ بشپړتیا نقض کوي او دا چاره د ملګرو ملتونو له منشور سرغړونه ده.

د یادونې ده چې اسرائیل تېره شپه د ایران مختلفې سیمې بمبار کړې.

ایران:افغانستان د ایران د زعفرانو په سیال بدل شوی

د ایران د نيشاپور د کرنې د ادارې رييس علي مبارکي وايي، چې افغانستان د ايران د زعفرانو پر اصلي سيال بدل شوی دی.

علي مبارکي ویلي، چې په ایران کې د زعفرانو کښت اوږد تاریخ لري، خو اوس افغانستان د ایران د زعفرانو په سیال بدل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان سږ کال تر ۷۰ ټنه زیات زعفران بهر ته صادر کړي دي.

د یادونې ده چې د بلجيم د “مزه” نړیوال انسټېټیوټ د جوزا په مياشت کې اعلان وکړ چې د لابراتوري څېړنو وروسته، د هرات زعفرانو د خوند له پلوه لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

د افغان کرکټ الف لوبډله؛نن ماښام په پای‌لوبه کې سریلانکا سره مخ کېږي

0

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان د کرکټ الف لوبډله او سریلانکا الف لوبډله د عمان په الامارت لوبغالي کې په پایلوبه کې مخامخ شي.

دغه لوبه به د دواړو لوبډلو ترمنځ د کابل په وخت د ماښام شپږ بجې پیل شي.

د افغانستان لوبډلې تېره ورځ د هند لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره ومونده.

د یادونې ده چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان لوبډله د اسیا د ایمرجېنګ جام پایلوبې ته وځي.