چهارشنبه, اپریل 8, 2026
Home Blog Page 765

شیخ هبت‌الله:د طالبانو دولتي ادارې دې د امکان تر حده له کورنیو تولیداتو کار واخلي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده په يوه فرمان کې خپل حکومت ته امر کړی، چې د افغانستان په لويو لارو کې د سوداګرو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

په دغه فرمان کې راغلي، چې د طالبانو دولتي ادارې د کورنیو صنایعو د ودې او د هېواد د خودکفايۍ په موخه د امکان تر حده له کورنیو تولیداتو کار اخلي.

همدارنګه په دغه فرمان کې ویل شوي، چې په مرکز او ولایتونو کې د طالبانو د وزارتونو او دولتي ادارو مسوولین او کارکوونکي باید له خصوصي سکتور سره ښه چلند وکړي او د چارو په تطبیق کې له ځنډ څخه ډډه وکړي.

ریچارډ بینېټ:د طالبانو په زندانونو کې په ښځو جنسي تېری کېږي

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په خپل نوي راپور کې ویلي، چې ځینو باوري سرچینو د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د جنسي تیري شاهدي ورکړې ده.

ښاغلي بینېټ ویلي، چې هغه د طالبانو په زندانونو کې د ښځو په وړاندې د جنسي تیري د ډیری راپورونو په اړه ژوره اندیښنه لري.

نوموړي زیاته کړې، طالب چارواکو د بشري حقونو څخه بې شمېره سرغړونې کړي دي او د نړیوالو قوانینو ته یې هېڅ درناوی نه دی کړی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د بینېټ د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو مخکې یې هغه تورن کړی چې پروپاګند کوي او له همدې امله یې افغانستان ته له سفر منع کړی.

ناټو:د شمالي کوریا ځواکونه د روسیې کورسک سیمې ته انتقال شوي

0

ناټو وایي، چې د شمالي کوریا ځواکونه د روسیې کورسک سیمې ته انتقال شوي دي.

د ناټو سرمنشي مارک روتې په بروکسل کې ویلي، چې دا اقدام د روسیې په پراخ یرغل کې د پام وړ شدت دی.

نوموړي ویلي، چې په جګړه کې تر ۶۰۰ زرو زیات روسي سرتېرو وژل او ټپي کېدو ولادیمیر پوتین مایوسه کړی دی.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر راپورونو کې ویل کېدل چې د شمالي کوریا له مسکو سره د نژدې اړیکو په نښه روسیې ته ځواکونه، تجهیزات او مهمات لېږي، څو د اوکراین پر ضد په جګړه کې وکارول شي.

حامد کرزی:په هیواد د دایمي سولې او ثبات د ټینگښت لپاره ملي تفاهم ضروري دی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د ‎روسیې_فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلي.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دې کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د لا ښو اړیکو پر ټینگښت خبرې وشوې.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې لېدنه کې ‎افغان ځوانانو ته د روسیې د تحصیلي بورسونو له ورکړې مننه شوې او پدې برخه کې د لاډیرو همکاریو هیله څرگنده شوې.

کرزي په دې لېدنه کې د افغانستان په هکله د روسیې فدراسیون له دریځ څخه چې په ‎#مسکو_فارمټ او ‎بریکس(BRICS) کې یې غوره کړی خوښي څرگنده کړې.

حامدکرزي د بریکس اعلامیه چې د افغانستانه ملاتړ پکې شوی او د ‎افغانانو د اساسي حقوقو پر اعادې پکې ټینګار شوی د ستایلو وړ وبلله.

نوموړي په هیواد کې د دایمي سولې او ثبات د ټینگښت لپاره ملي تفاهم ضروري وگاڼه.

جوزجان کې؛یوې مور شپږ ماشومان زېږولي

د جوزجان په مرکز شبرغان کې یوې مور شپږ ماشومان زېږولي.

راپورونو کې ویل کېږي، چې دغه ماشومان په شبرغان کې په یوه خصوصي روغتون کې زیږېدلي چې څلور یې نجونې او دوه یې هلکان دي.

د یاد روغتون ډاکټرانو ویلي، چې مور او ماشومان ټول سالم دي.

د طالبانو حکومت:قزاقستان ته مو ۲۳ ټنه کندهاري انار صادر کړل

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د کندهار ۲۳ ټنه انار یې قزاقستان ته صادر کړي دي.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه اندازه انار د تورغونډۍ له بندر څخه د قزاقستان الماتې ښار ته صادر شول.

د طالبانو حکومت ویلي، چې دا د انارو لومړۍ جوپه ده چې له افغانستان څخه قزاقستان ته استول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې قزاقستان په دې وروستیو کې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه ایستلي دي.

پاکستان؛ټاکل شوې لومړی وزیر شهباز شریف د سوداګرۍ په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره سعودي ته سفر وکړي

ټاکل شوې چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف به د روانې اکتوبر میاشتې په وروستیو کې په یو ورځني سفر د سعودي عربستان ریاض ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړی وزیر شهباز شریف به په ریاض کې په نړیواله پانګه اچونه تمرکز وکړي او موخه یې د لویو پروژو مصنوعي استخباراتو، روبوټکس، تعلیم، انرژي، فضا، مالي، روغتیا پاملرنې، او پایښت حل کول دي.

اعلامیه کې وویل شوي چې لومړی وزیر به په دې یو ورځني سفر چې د اکتوبر په ۲۹ ترسره کیږي د FII 8th Edition کنفرانس په څنډه کې د یو شمیر هیوادونو له مشرانو او سوداګرو سره هم وګوري.

په غیر کندهاري طالبانو د هبت الله اخوندزاده بې اعتمادي؛خالد حنفي له دندې ګوښه او شیخ ندیم د امر بالمعروف وزیر ټاکل شوی

‏حماسه میډیا ته یو شمېر باوري سرچینو تایید کړې چې د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخوندزاده د امر باالمعروف وزیر خالد حنفي له دندې ګوښه کړی او پرځای یې د لوړو زده کړو اوسنی وزیر شیخ ندا محمد ندیم د امر باالمعروف وزیر ټاکل شوی.

سرچینې دغه راز ویلي چې شیخ هبت‌الله اخوندزاده دا کار د خپلو فرمانونو د ښه تطبیق په موخه ترسره کړی دی.

یادې سرچینې ویلي، چې ندا محمد ندیم شیخ هبت‌الله ته نږدې کس دی او د هغه هر امر پر ځای کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت ترمنځ د ګڼو اختلافاتو د رامنځته کېدو خبره کېږي.

ازبکستان:د قوش تېپې کانال اوبو کې افغانان هم حق لري

ازبکستان وایي، چې له افغانستان سره د قوش تېپې کانال د جوړېدو او د آمودریا له سیند څخه د اوبو د حق په اړه خبرې کوي.

ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرگاشف وايي، چې دوی یو ګډ کمیسیون جوړ کړی چې په دې اړه دواړه لوري خبرې سره وکړي.

ایرگاشف ویلي، چې د آمودریا د اوبو د حق په اړه د طالبانو له حکومت سره هېڅ مخالفت نه لري.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان خلک هم دغې اوبو کې حق لري او موږ یې مخنیوی نه کوو.

د یادونې ده چې د قوش تېپې کانال د افغانستان د اوبو تر ټولو ستره مصنوعي اوب‌لاره ده او ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۸ متره سور، او ۸.۵ متره ژوروالی لري، چې پیل یې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه کېږي او د فاریاب ولایت تر اندخوۍ ولسوالۍ پورې اوبه رسوي.

د افغانستان لپاره؛د ازبکستان نوی ټاکل شوی سفیر کابل ته رسېدلی

د افغانستان لپاره د ازبکستان نوی ټاکل شوی سفير اويبک عثمانوف کابل ته رسېدلی دی.

عثمانوف له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې په پاکستان کې د ازبکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

عثمانوف په افغانستان کې د یادګار شادمانوف ځای ناستی شوی.

عثمانوف له ۱۹۹۸ ز کال راپدېخوا د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت په ګډون په مرکزي دفتر او نړیوالو ماموریتونو کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.