چهارشنبه, اپریل 8, 2026
Home Blog Page 767

شمالي وزیرستان کې؛په یوه برید کې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي

0

پنځه پاکستاني پوځیان په شمالي وزیرستان کې د یو برید پر مهال وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ شمالي وزیرستان کې پر یوه پوسته برید شوی، چې له کبله یې پنځه تنه پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې، پېښه په میرعلي سیمه کې شوې، چې د یو شمېر ټپیانو وضعیت هم نازک ښودل شوی.

لاهم د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

کندهار ته د رسنیو تلوونکي استازي:شیخ هبت الله اخندزاده راسره ملاقات ونه کړ

ورورسته له هغه چې په ټولنیزو رسنیو کې د ټلویزیون د مشرانو سره د شیخ هبت الله اخوندزاده د لیدنې او د نوموړي له لورې د ټلویزیوني نشراتو د بندیدو خبرونه خپاره شول، حماسه میډیا په جنوب او جنوب لویدیځ کې د یوشمیر رسنیو له خاوندانو سره خبرې وکړې.

د یوه راډیو ټلویزیون یوه مسول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي حماسه میډیا ته وویل چې دوی کندهار ته غوښتل شوي وو؛ خو د طالبانو مشر شیخ هبت الله ورسره ونه لیدل.

هغه وویل:” موږ کندهار ته وغوښتل شو؛ خو کله چې هلته ورسېدو، طالب چارواکو زموږ لېدنه بیرته لغوه کړه او راته یې وویل چې شیخ هبت الله اخندزاده اوس وخت نه لري.“

نوموړي زیاته کړه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي معلومات ناسم دي او د ملا هبت الله سره د دوی د لېدنې اوازې سمې نه دي.

جیش العدل: سیستان کې ایراني پوځیان مونږ وژلي

جیش العدل ډلې په سیستان کې پر ایراني پوځیانو د برید پړه پر غاړه واخیسته.

په دغه برید کې د ایران په تفتان ښار کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ایراني پوځیان ووژل شول.

د ایران ایرنا خبري اژانس د سیستان او بلوچستان د پولیسو د اطلاعاتي مرکز په حواله خبر ورکړی چې وسله والو کسانو د تفتان ښار په ګوهرکوه کې د پولیسو له ګزمې سره نښته وکړه.

د حال وش ویب پاڼې چې د سیستان او بلوچستان خبرونه خپروي خبر ورکوي چې د ګوهرکوه په سیمه کې د وسله والو له خوا دوه پوځي موټرونه په نښه شوي او په موټرو کې سپاره لس پوله ساتي کسان مړه او نور ژوبل شوي دي.

عباس ستانکزی:په کومه ټولنه کې چې عدالت تامین نه وي، وګړي یې له هېواد تښتي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د ستراتیژیکو مطالعاتو په انستیتوت کې ویلي، چې د طالبانو د نظام دوام په ټولنه کې د عدالت په تامین پورې اړه لري.

عباس ستانکزي ویلي، په کومه ټولنه کې چې عدالت تامين نه وي او فساد او ګډوډي پکې وي، خلک پر داسې نظام باور نه کوي او له هېواده تښتي.

نوموړي زیاته کړې، په کومه ټولنه کې چې عدالت نه وي پلی شوی او خلکو ته د انسان او مسلمان په شان مساوي حقوق نه وي ورکړل شوي، خلک نظام خپل نه ګڼي.

ښاغلي ستانکزي دا هم ویلي، چې افغانانو تل د جګړې په ډګر کې بریاوې ترلاسه کړي، خو په سیاست کې ناکام شوي دي.

هغه دغه راز ویلي، که دوی خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره نه کړي او نظام باثباته او تلپاتې نکړي، نو دوی به خدای او د تیرو شلو کلونو شهیدانو ته حساب ورکړي.

نامعلومه وسله‌والو؛لس ایراني پوله ساتي ځواکونه وژلي

نامعلومو وسله والو د ایران په تقتان سیمه کې پر ایراني پوله ساتو برید کړی.

تسنیم خبري اژانس لیکلي، چې په دې برید کې لس تنه ایراني پوله ساتي وژل شوي دي.

سرچینې ویلي، ایراني چارواکو د دغې پېښې په اړه جدي پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه چا د یادې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

کریم خرم:امریکا ته د انسان تر ژوند د نفتو او تیلو قیمت اهمیت لري

‏د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخوانی مشر عبدالکریم خرم د اسرائیلو له لورې پر ایران برید ته په اشارې په امریکا نیوکه کړې، چې د غزې په تړانګه د اوربند مخنیوی نه غواړي.

ښاغلي خرم په ایکس پاڼې لیکلي، چې امریکا نه غوښتل چې اسرائیل د ایران په اټومي او نفتي تاسیساتو بریدونه وکړي او لامل یې د نفتي موادو د بیو لوړوالی وو چې د امریکا په ټاکنو یې اغیز کاوه.

خرم لیکلي:« امریکا ته د انسان تر ژوند د نفتو او تیلو بیې ارزښت لري»

د پخواني جمهوریت دغه چارواکي لیکلي چې هرهغه څه چې د امریکا په ټاکنو اغیز کوي، امریکا ته ارزښت لري کنه څنګه غزه کې د امریکا خبره نه منل کیږي

ملا عبدالغني برادر؛د کابل ـ جلال اباد دویم لاین سړک د لومړي فاز د چارو د پیل پرانیسته وکړه

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک د رغنیزو چارو پرانیسته وکړه.

ښاغلي برادر په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته ویلي، چې د دغې لویې لارې چارې به د یوې ټول پلازې د حق العبور له مخې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې چې، د دغه سړک جوړېدو سره به خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره او د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادونې ده چې د کابل – جلال آباد دوهم لېن سړک ۱۲۶ کیلو متره اوږدوالی لري، چې د کابل له بګرامیو څخه پېل او د خاک جبار ولسوالۍ په اوږدو کې د جلال آباد له حلقوي سړک سره نښلول کیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:پر ایران د اسرائیلو بریدونه غندو

د طالبانو حکومت پر ایران د اسرائیل بریدونه وغندل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه د ایران پر هوایي حریم تېری او په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدو ته لمن وهل بللي دي.

یاد وزارت له اغېزناکو لورویو غوښتي، چې د اسرائیل مخه ونیسي، ترڅو په سیمه کې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل تیره شپه ناوخته د ایران بیلابیل نظامي ځایونه او تاسیسات په نښه کړل.

ډاکټر عبدالله عبدالله؛پر ایران د اسرائیلو بریدونه په کلکو ټکو غندلي

تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پر ایران د اسراییل پر بریدونو اندېښنه څرګنده کړې او هغه یې په کلکو ټکو غندلي دي.

ښاغلي عبدالله ویلي، چې پر ایران د اسراییل برید به ډېرې ناوړه اغېزې ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې پر ایران د اسراییل برید به نه یوازې سیمه کې د یوه نوي پوځي جوړښت لامل شي بلکې، دغه بریدونه به د ملکي وګړو پر ژوند ډېرې ناوړه اغېزې وکړي.

ایران:د اسرائیلو په بریدونو کې مو دوه عسکر وژل شوي

0

د ایران اړوند تسنیم خبري اژانس وایي، چې د اسرائیلو په بریدونو کې دوه ایراني عسکر وژل شوي دي

یاد اژانس د پوځ له قوله ویلي، چې دغه عسکر د اسرائیلو له دسیسو سره په مقابله کې وژل شوي دي.

دوی په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.