پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 750

بایډن:د ټرمپ کابینې ته د ګواښونو په اړه خبرونه جعلي دي

0

د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن د ټرمپ کابینې او کانګرس ته د امنیتي ګواښونو په اړه خبرونه جعلي وبلل او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې یا « اف بي ای» سره مرسته کوي.

تر دې وړاندې « اف بي ای» د ټرمپ کابینې او کانګرس یو شمېر چارواکو ته د ګواښونو په اړه خبر ورکړی وو.

د رویټرز د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې د ټرمپ له لوري د دفاع وزارت لپاره ټاکل شوی وزیر هم شامل وو.

طالب سفیر؛د متحده عربي اماراتو د دولت له رئیس سره د افغانستان د عمومي وضعیت په اړه خبرې کړې

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفیر مولوي بدرالدین حقاني د کوربه هېواد د دولت رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره کتلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دغه ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان په عمومي وضعیت، وروستیو پرمختګونو او رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې.

هغه ویلي، چې په دې ناسته کې بدرالدین حقاني د هغه هېواد د دولت له رییس غوښتي چې په متحده عربي اماراتو کې د افغان بندیانو هیواد ته د انتقال، افغانانو ته د ویزو د ورکړي په چارو او هلته د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

بل لورته د متحده عربي اماراتو د دولت رییس افغانستان خپل ورور هېواد بللی او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړی.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ په اماراتو کې د طالبانو د سفیر باور لیک د شېخ محمد بن زاید ال نهیان له لوري منل شوی وو.

افراسیاب خټک:کورمه کې روانه جګړه مذهبي نه؛ بلکې د پاکستاني حکومت له لوري د ډالرو جګړه ده

0

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وايي، په کورمه کې اوسنۍ نا امني د پاکستان حکومت له لوري روانه ده.

د هغه په خبره، د امریکايي ډالرو لپاره پاکستان له کورمې څخه مورچه جوړه کړې او هلته یې ډېر زیات ترهګر راوستي.

نوموړی زیاتوي، د پاکستان حکومت د پښتنو پر وژلو خوښ دي او په دغه سیمه کې روانه جګړه هغومره مذهبي نه ده، لکه څومره یې چې خلک یادوي.

د یادونې ده چې په کورمه کې د جګړو له کبله تر اوسه نږدې ۱۲۰ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان دي.

د برېټانیا پارلمان؛د لاعلاجه ناروغانو لپاره د ځان وژنې قانون تصویب کړ

0

د برېتانیا پارلمان یو نوی قانون تصویب کړ، چې له مخې یې لاعلاجه ناروغان کولای شي، په خپله خوښه ځان وژنه وکړي.

دغه قانون ته ۳۳۰ مثبتې او ۲۷۵ منفي رایې ورکړل شوې وې.

د دغه قانون له مخې، هغه ناروغان چې له شپږو میاشتو زیات یې د ژوند امکان نه وي، اجازه ورکول کېږي چې خپل ځان ووژني.

د مقاومت په نوم جبهه:کابل کې مو درې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې، چې په کابل کې درې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

دوی ویلي، یاد برید یې تېره شپه په شکر درې کې کړی، چې له کبله دوه تنه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاد برید کې د دوی جنګیالیو ته ځینې ولسې هم په لاس ورغلې دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

ریچارډ بینېټ:په افغانستان کې روان حالت وجدانونه لړزوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ ویلي، افغانان د ملاتړ وړ دی او هغه څه چې په افغانستان کې روان دي، په واقعي توګه د لیدلو نه دي.

نوموړي د “جنسیت په برخه کې د عدالت او حساب ورکونې” کنفرانس کې د خبرو پر مهال په افغانستان کې د مسوولیت منلو او عدالت د تضمین لپاره د جامع او هر اړخیز میکانېزم پر اړتیا ټینګار وکړ.

بینېټ دغه راز د افغانانو مبارزه ستایلې او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې روان حالت باید د دوی« ملګرو ملتونو» وجدانونه ولړزوي.

چینایي سوداګر؛جاستین سان هغه کېله وخوړه چې په ۶.۲ میلیون ډالر یې اخیستي وه

0

چینایي سوداګر جاستین سان هغه کېله وخوړه چې په ۶.۲ میلیونه ډالر یې اخیستې وه.

نوموړي دا کېله نن په یو ګران بیه هوټل کې تر خبري کنفرانس وروسته وخوړه.

د سان په خبره د رسنیو ترمخه د دغې کېلې خوړل یوه تاریخي صحنه ده.

د یادونې ده چې دغه کېله یوه اوونۍ وړاندې په نیویارک کې د یو هنري اثر په توګه په ۶.۲ میلیونه ډالرو اخیستل شوې وه.

کورمه کې تازه نښتې؛۱۲ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي

0

د پښتونخوا په کورمه کې د شعیه او سنیانو ترمنځ په تازه نښتو کې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سره له دې چې هلته د اوو ورځو لپاره اوربند شوی وو؛ خو اوس دا اوربند مات او تازه بریدونو کې د دواړو لوریو ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

تېره ورځ هم هلته پنځه تنه وژل شوي وو.

د یادونې ده چې په دغه سیمه کې د نښتو له کبله تر اوسه نږدې ۱۲۰ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان دي.

اصفه بوټو زرداري:د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل ددې هېواد وضعیت کړکچین کړی دی

د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو لور او اوسنۍ لومړۍ مېرمن اصفه بوټو زرداري په نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې پر طالبانو د امر کولو پر ځای له دوی سره پر تعامل خبرې وکړي.

‏نوموړې د العربیه ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوقو په اړه طالبانو سره خبرې وکړي.

‏اصفه بوټو زرداري له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل غندلي او په وینا چې د بهرنیانو وتل د افغانستان وضعیت زیانمن کړی دی.

د پاکستان حکومت؛د عمران خان د ښځې بشرا بي بي د نیولو لپاره یوه ډله ګمارلې

0

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د احتساب ملي دفتر د راولپینډۍ څانګې یوه ډله به خیبرپښتونخوا ته واستوي ترڅو د عمران خان مېرمن، بشری بي بي، د ۱۹۰ میلیونه پونډو اړوند قضیه کې ونیسي.

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز ویلي، چې دا پرېکړه د پاکستان د احتساب ملي ادارې لخوا شوې ده، او د خیبرپښتونخوا د ملي احتساب دفتر ته لارښوونه شوې چې د راولپینډۍ له ډلې سره بشپړه همکاري وکړي.

راپور زیاتوي چې د پاکستان د احتساب ملي دفتر به د بشري بي بي د نیولو لپاره د خیبرپښتونخوا له پولیسو هم مرسته وغواړي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې پاکستان کې د عمران خان پلویانو مظاهرې وکړې چې مشري یې بشرا بي بي کوله.