سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 74

ذبیح الله مجاهد:افغانستان کې د ترهګرو د حضور په اړه د روسیې ادعا له واقعیتونو لرې ده

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روسیې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو زرګونه جنګیالي حضور لري، او ویلي یې دي چې دا معلومات ناسم او له واقعیتونو لرې دي.

مجاهد ویلي، افغانستان دا مهال د واحد حاکمیت تر ولکې لاندې دی او هېڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله پکې فعالیت نه شي کولای.

هغه دا ډول څرګندونې د پخواني حکومت له دورې سره تړلې بللې او ویلي یې دي چې ورته ادعاوې د «امریکايي اشغال» پر مهال هم کېدې.

نوموړي له مسکو وغوښتل چې د افغانستان په اړه خپل راپورونه د عیني واقعیتونو پر بنسټ تازه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مخکې ادعا کړې وه، په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو د جنګیالیو شمېر له ۲۰ تر ۲۳ زرو پورې رسېږي او نیمايي یې بهرني اتباع دي.

خیبر پښتونخوا؛پر امنیتي پوستې د وسله وال برید وروسته هغه امبولاسونه هم سوځول شوي چې ټپي پوځیان یې انتقالول

0

د خیبرپښتونخوا ایالت، کراک ولسوالۍ کې د امنیتي پوستې تر برید وروسته، هغه امبولانسونه چې ټپي پوځیان یې روغتون ته انتقالول، د نامعلومو وسله‌والو له کمین سره مخ شوي دي.

د ژغورنې ادارې “Rescue 1122” یوه چارواکي رسنیو ته ویلي، دوه امبولانسونه درول شوي او سوځول شوي دي.

د هغه په وینا، د ژغورنې ځینې کارکوونکي په تېښته بریالي شوي، خو لا هم ورسره اړیکه نه ده ټینګه شوې او د ټپیانو برخلیک نامعلوم دی.

راپورونه وایي، وسله‌والو لومړی په سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته د کواډکوپټر ډرون برید کړی و چې له امله یې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه د ژغورنې کارکوونکي ټپیان شوي دي.

وروسته هغه امبولانس چې ټپیان یې انتقالول، هم سوځول شوي دي.

د طالبانو حکومت:سپین بولدک کې مو پاکستان ته قاچاق کېدونکي سپین زر او ساعتونه ونېول

د ط..البانو حکومت د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند نذیر شکېب ویلي، ځواکونو یې تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ د مازل په سیمه کې د ګزمې پر مهال د سپینو زرو یوه اندازه او ۲۹۰ قیمتي ساعتونه نیولي دي.

د نوموړي په وینا، په دې تړاو شپږ کسان هم نیول شوي چې غوښتل یې یاد توکي پاکستان ته قاچاق کړي.

چارواکو ویلي، نیول شوي کسان تر پلټنو لاندې دي او په اړه به یې قانوني اقدامات ترسره شي.

ایران:د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې پرېکړه لا نه ده شوې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی ویلي، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او هر کله چې نهايي پایلې ته ورسېږي، په رسمي ډول به اعلان شي.

بقایي دغه موضوع حاکمیتي او سیاسي بللې او زیاته کړې چې د تهران او کابل اړیکې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې دي او دواړه لوري پر ګډو مسایلو په تماس کې دي.

نوموړي همداراز پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې اختلافونه باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

هغه ویلي، ایران چمتو دی چې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره خپلې هڅې وکړي.

حامد کرزی:افغانستان سره د جاپان د ۲.۸ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی کوم

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جاپان له حکومت څخه د افغانستان د بیارغونې صندوق ته د ۲.۸ میلیونه ډالرو مرستې له امله مننه کړې ده.

کرزي په یوه پیغام کې ویلي چې دغه مرسته به د بېوزلو او زیانمنو افغانانو د ملاتړ او د هغوی د ژوند د ښه کېدو لپاره مهمه ونډه ولري.

نوموړي جاپان د افغانستان یو ریښتینی دوست بللی او ویلي یې دي چې دغه هېواد په بېلابېلو پړاوونو کې د افغانستان له خلکو سره دوامدارې او بې‌ریا مرستې کړې دي.

د پخواني ولسمشر په وینا، د جاپان دوامداره مرستې د ستاینې وړ دي او کولی شي د افغانانو د ژوند په ښه والي کې مثبت بدلون راولي.

جاوید امرخېل پر افغانستان د پاکستان برید ته غبرګون کې؛نړیوال دې نور افغانستان د خپلو سیالیو او ازمایښتي سیاستونو ډګر نه ګرځوي

د هېواد مشهور سندرغاړي جاوېد امرخېل په پکتيکا او ننګرهار کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې بې‌ګناه افغانان قرباني شوي دي.

امرخېل ویلي، په یادو بریدونو کې نه یوازې کورونه ویجاړ شوي، بلکې د انسانیت وقار هم تر پښو لاندې شوی او ماشومان، میندې او پلرونه د تاوتریخوالي ښکار شوي دي.

هغه دا بریدونه وحشیانه بللي او ټینګار یې کړی چې افغان ولس د پردیو سیاستونو قرباني کېږي.

نوموړي د نړۍ له لویو قدرتونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې افغانستان دې نور د خپلو سیالیو او ازمایښتي سیاستونو ډګر نه ګرځوي او د بې‌دفاع انسانانو وینه دې نه تویوي.

امرخېل زیاته کړې چې افغانان هم د ارام او باعزته ژوند حق لري او باید د هغوی د ژوند ارزښت وپېژندل شي.

هغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې په هېواد کې دې د سولې، مینې او انسانیت فضا ټینګه شي.

سویلي کوریا؛خپلو وګړو ته له ایرانه د ژر وتلو خبرداری ورکړی

0

په تهران کې د سویلي کوریا سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې که الوتنې لا هم عادي روانې وي، نو ژر تر ژره دې له ایرانه ووځي.

دغه سپارښتنه په داسې حال کې شوې چې د امریکا د احتمالي پوځي اقدام په اړه سیمه‌ییزه ترېنګلتیا زیاته شوې ده.

سفارت ویلي، که وضعیت نور هم کړکېچن شي، ښايي نړیوالې الوتنې وځنډول شي او له هېواده د وتلو لارې محدودې شي.

سفارت له خپلو وګړو غوښتي چې د امنیتي سپارښتنو جدي پاملرنه وکړي، له ګڼې‌ګوڼې ډکو سیمو ډډه وکړي او له سفارت سره په اړیکه کې پاتې شي.

نصیر احمد فایق:پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونو له امله مې ملګرو ملتونو ته رسمي شکایت وکړ

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په تړاو رسمي شکایت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارلی دی.

د استازولۍ د سرپرست نصیر احمد فایق په وینا، دغه شکایت د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ د ۲۱ او ۲۲ نېټو د هوايي بریدونو په اړه دی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون، ملکي وګړي، وژل شوي دي.

نوموړي ویلي چې افغانستان له نړیوالې ټولنې غواړي څو د دغو بریدونو د درولو لپاره عاجل اقدامات وکړي او د پېښې په اړه خپلواکه څېړنه ترسره شي.

په شکایت کې ټینګار شوی چې یاد بریدونه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او نړیوالو قوانینو سرغړونه ده، او باید عاملین یې حساب ته راکاږل شي.

د افغانستان دایمي استازولۍ همداراز د ملګرو ملتونو د منشور د رعایت او د نړیوالو اصولو د درناوي غوښتنه کړې ده.

بلوچستان؛پر پولیسو او ودانیز شرکت برید کې لس کاریګر تښتول شوي

0

د بلوچستان په بارکهان او خضدار ولسوالیو کې ناپېژاندو وسله‌والو پر یوه پولیس مرکز او ودانیز شرکت بریدونه کړي او شاوخوا ۱۰ کاریګر یې تښتولي دي.

پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري راپور ورکړی، چې په بارکهان کې له برید وروسته څلور کاریګر او په بله جلا پېښه کې شپږ نور کسان له سیمې وړل شوي دي.

د راپور له مخې، تښتول شوي کسان د موسی‌خېل او سند اوسېدونکي دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغو پېښو مسوولیت نه دی منلی.

اکسیوس:واشنګټن ایران ته د هوکړې وروستی فرصت ورکوي

0

اکسیوس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې روانې خبرې اترې د ایران لپاره وروستی چانس بلل کېږي، څو د ډونالډ ټرمپ له ادارې سره هوکړې ته ورسېږي؛ که نه نو امریکا به پراخ پوځي اقدام ته مخه کړي، چې کېدای شي د ایران ستر مشر علي خامنه‌ای هم پکې په نښه شي.

راپور وایي، ټاکل شوې د خبرو نوی پړاو د پنجشنبې په ورځ په جېنوا کې ترسره شي.

یو لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي، که تهران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې روښانه وړاندیز وړاندې کړي، واشنګټن چمتو دی خبرې بیا پیل کړي.

د راپور له مخې، امریکايي لوری د ایران د رسمي مسودې په تمه دی او دواړه خواوې ښايي د هر اړخیز اټومي تړون تر مخه پر یوې لنډمهالې هوکړې هم بحث وکړي.