سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 73

امیرخان متقي؛د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو په اړه خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمېري ډیکارلو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، متقي د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي چې پکې ملکي وګړي زیانمن شوي او د وسلوالو ډلو د شتون ادعاوې یې رد کړې دي.

هغه ټینګار کړی چې هر لوری کولای شي د پېښې سیمې ته ولاړ شي او وضعیت له نږدې وڅېړي.

ډيکارلو د ملکي تلفاتو په تړاو خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې موضوع به له غړو هېوادونو سره شریکه کړي.

دواړو خواوو د دوحې د غونډو او اړوندو کاري ډلو په اړه هم بحث کړی دی.

فضل محمود فضلي:د پاکستان د «ښه او بد» تېریو وېش د ملي ګټو خلاف دی

د چارو ادارې پخواني رئیس فضل محمود فضلي ویلي چې د پاکستان د تېریو د “ښه” او “بد” په نوم وېشل د افغانستان د ملي ګټو او وطن‌پرستۍ له اصولو سره په ټکر کې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې رښتینی ملتپال دریځ دا دی چې د پاکستان هر ډول تېری، که مستقیم وي او که د نیابتي ډلو له لارې، په ښکاره وغندل شي.

فضلي په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي، ځینې سیاسي کړۍ هڅه کوي د پاکستان ځینې بریدونه توجیه او ځینې نور وغندي، خو د ده په وینا دا ډول دریځونه د تاریخي حقایقو خلاف او د ملي وحدت لپاره زیانمن دي.

هغه ادعا کړې چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو او جګړو ملاتړ کړی او د افراطیت صادرات د افغانانو د مرګ، کورنیو جګړو او د دولتونو د کمزورۍ لامل شوي دي.

فضلي همداراز ویلي چې د پاکستان او افغان ډلو ترمنځ شخړې اکثره د واک او سیاسي ګټو پر سر وي، نه د افغانستان د ملي حاکمیت لپاره.

د هغه په وینا، یوازې هغه وخت د بدلون ادعاوې د باور وړ دي چې له پاکستان سره پخوانۍ اړیکې په ښکاره وغندل شي.

نوموړي زیاته کړې چې وطن‌پرستان باید د پاکستان هر ډول تېری، په هر وخت او هر شکل، وغندي ځکه “تېری، تېری دی” او د ښه او بد توپیر پکې ځای نه لري.

ډونالډ ټرمپ:د ایران په اړه وروستۍ پرېکړه زما ده

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د پوځ د ګډو ځواکونو لوی درستیز د ایران پر ضد د پوځي اقدام مخالف دی، او ټینګار یې کړی چې له ایران سره د جګړې یا هوکړې په اړه وروستۍ پرېکړه به خپله دی کوي.

ټرمپ ویلي، یاد پوځي چارواکی د هر ډول احتمالي اقدام د بریا په څرنګوالي پوهېږي او که امر ورکړل شي، عملیات به رهبري کړي.

نوموړي د ځینو رسنیو د ناسم راپور خپرولو په تور هم نیوکې کړې دي.

هغه یو ځل بیا ویلي چې له ایران سره هوکړه غوره بولي؛ خو خبرداری یې ورکړی چې که هوکړه ونه شي، پایلې به جدي وي.

د نیویارک ټایمز په ګډون ځینو رسنیو د سپینې ماڼۍ د یوې ځانګړې غونډې په اړه راپورونه خپاره کړي وو.

د طالبانو حکومت د کارنونو او پټرولیم وزارت:د ټاپي پروژې ۹۷ کیلومتره لاره اواره شوې او ژر به د پایپونو غځول پیل شي

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، د ټاپي پروژې چارې په منظم ډول روانې دي او تر اوسه ۹۷ کیلومتره مسیر اوار شوی دی.

د نوموړي په وینا، د نل لیکې نوې پایپونه سیمې ته رسېدلي او ډېر ژر به د غځولو عملي کار پيل شي، چې هره ورځ به شاوخوا ۵۰۰ متره نل لیکه وغځول شي.

هغه زیاته کړه، ټاکل شوې د هرات ۱۵۳ کیلومتره مسیر د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړ او د استفادې لپاره چمتو شي.

چارواکي ټینګار کوي چې دا پروژه د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

اسوشیټېډ پرېس:بلوچستان کې د ډزو په پېښو کې د دوو افغانو ښځو په ګډون ۸ تنه وژل شوي

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وایي، د بلوچستان په پنجګور ولسوالۍ کې د ډزو په دوو جلا پېښو کې اته کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

چارواکي وایي، په وژل شویو کې دوه افغان ښځې هم شاملې دي چې د ناقانونه تګ راتګ پر مهال وژل شوې دي.

د راپور له مخې، لومړۍ پېښه د پنجګور ښار ته نږدې شوې چې پکې وسله‌والو پر دوو موټرو ډزې وکړې، شپږ کسان یې ووژل او موټرونه یې وسوځول.

په دوهمه پېښه کې امنیتي ځواکونو پر هغه موټر ډزې وکړې چې د درولو له امر وروسته یې د تېښتې هڅه کوله، چې له امله یې دوه افغان ښځې ووژل شوې او درې کسان ټپیان شول.

چارواکي وایي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او یو شمېر نور افغان وګړي نیول شوي دي.

شاه محمود میاخېل:پاکستان ته که سیاسي ځواب ورنه کړل شي، بریدونه به یې دوام وکړي

د پخواني جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، که د پاکستان د وروستیو بریدونو پر وړاندې سیاسي ځواب ورنه کړل شي، نو نظامي ځواب هم اغېزناک نه شي کېدای.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان پرله‌پسې هوايي بریدونه د افغانستان پر خاورې د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د جګړې اعلان دی، او زیاته یې کړه چې دا کړنې د نړیوالو حقوقي اصولو خلاف دي.

میاخېل ټینګار کړی چې اوس باید کابل د اسلام‌اباد پر وړاندې جدي سیاسي ګامونه واخلي، د پاکستان سفارتي استازي وباسي او خپل استازي ور وغواړي.

هغه همدارنګه وړاندیز کړی چې د ملي مشروعیت لپاره دې بیړنۍ لویه جرګه راوبلل شي، څو د پاکستان پر وړاندې د هېواد دریځ وټاکل شي.

د هغه په وینا، که سیاسي او ملي مشروعیت رامنځته نه شي، د پاکستان بریدونه به دوام ومومي او سیمه به د نوي کړکېچ او جګړې پر لور ولاړه شي.

میاخېل ویلي چې په اوسني وخت کې ډیپلوماسي د جګړې په پرتله مهمه ده او افغانان یوازې د مشروع او قانونمند نظام له لارې کولی شي په نړیواله کچه د خپلو حقونو دفاع وکړي.

ایراني ګرځنده مبایلونو ته لیږل شوي پیغامونه:«د امریکا ولسمشر د عمل سړی دی»

0

ایران کې د ګرځنده ټېلفون ځینو کاروونکو راپور ورکړی چې داسې پیغامونه یې ترلاسه کړي چې پکې لیکل شوي دي: «د امریکا ولسمشر د عمل سړی دی.»

کاروونکو د دغو پیغامونو انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي.

ایراني رسنیو هم دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې یاد پیغامونه له نامعلومې سرچینې خلکو ته استول شوي دي.

یوناما؛په افغانستان کې د پاکستاني هوايي بریدونو کې د ملکي مرګ‌ژوبلې پخلی وکړ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر (یوناما) ویلي چې په افغانستان کې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کره راپورونه ترلاسه شوي دي.

یوناما په یوه اعلامیه کې تایید کړې، چې د فبرورۍ د ۲۱مې شپې او د ۲۲مې سهار ترمنځ د پاکستاني ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ننګرهار ولایت د بهسود او خوږیاڼو ولسوالیو کې لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د راپور له مخې، د پکتیکا ولایت د برمل او ارګون ولسوالیو کې هم هوايي بریدونه شوي دي، چې برمل ولسوالۍ کې یو برید پر یوې مدرسې شوی چې نږدې جومات ته هم زیان اوښتی، او په ارګون ولسوالۍ کې یو تش استوګنیز کور په نښه شوی، خو د دغو بریدونو له امله د ملکي تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

یوناما له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او د نړیوالو قوانینو اصول، لکه د ملکي او پوځي هدفونو توپیر، تناسب او احتیاطي تدابیر مراعت کړي.

ذبیح الله مجاهد:افغانستان کې د ترهګرو د حضور په اړه د روسیې ادعا له واقعیتونو لرې ده

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روسیې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو زرګونه جنګیالي حضور لري، او ویلي یې دي چې دا معلومات ناسم او له واقعیتونو لرې دي.

مجاهد ویلي، افغانستان دا مهال د واحد حاکمیت تر ولکې لاندې دی او هېڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله پکې فعالیت نه شي کولای.

هغه دا ډول څرګندونې د پخواني حکومت له دورې سره تړلې بللې او ویلي یې دي چې ورته ادعاوې د «امریکايي اشغال» پر مهال هم کېدې.

نوموړي له مسکو وغوښتل چې د افغانستان په اړه خپل راپورونه د عیني واقعیتونو پر بنسټ تازه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مخکې ادعا کړې وه، په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو د جنګیالیو شمېر له ۲۰ تر ۲۳ زرو پورې رسېږي او نیمايي یې بهرني اتباع دي.

خیبر پښتونخوا؛پر امنیتي پوستې د وسله وال برید وروسته هغه امبولاسونه هم سوځول شوي چې ټپي پوځیان یې انتقالول

0

د خیبرپښتونخوا ایالت، کراک ولسوالۍ کې د امنیتي پوستې تر برید وروسته، هغه امبولانسونه چې ټپي پوځیان یې روغتون ته انتقالول، د نامعلومو وسله‌والو له کمین سره مخ شوي دي.

د ژغورنې ادارې “Rescue 1122” یوه چارواکي رسنیو ته ویلي، دوه امبولانسونه درول شوي او سوځول شوي دي.

د هغه په وینا، د ژغورنې ځینې کارکوونکي په تېښته بریالي شوي، خو لا هم ورسره اړیکه نه ده ټینګه شوې او د ټپیانو برخلیک نامعلوم دی.

راپورونه وایي، وسله‌والو لومړی په سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته د کواډکوپټر ډرون برید کړی و چې له امله یې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه د ژغورنې کارکوونکي ټپیان شوي دي.

وروسته هغه امبولانس چې ټپیان یې انتقالول، هم سوځول شوي دي.