دوشنبه, جون 15, 2026
Home Blog Page 737

ذبیح الله مجاهد:د امریکا د مالي مرستو بسته لا هم افغانستان ته راځي؛ خو په مقدار کې یې تغیر راغلی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې افغانستان د تبلیغاتي جګړې سره مخ دی او د ځینو لویو قدرتونو استخباراتي کړۍ د لوړو لګښتونو په وسیله هڅه کوي چې د طالبانو حکومت مثبت کارونه منفي وښيي او وضعیت د خلکو لپاره ناامیدوونکی ښکاره کړي.

ښاغلي مجاهد له یوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د ښځو حقوق په افغانستان کې تر بل هر وخت ښه تأمین شوي او هغه محدودیتونه چې وضع شوي، د اسلامي شریعت پر اساس دي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د امریکا د مالي مرستو بسته لا هم افغانستان ته راځي؛ خو په مقدار کې یې تغیر راغلی دی.

هغه دغه راز پاکستان هم د داعش په ملاتړ تورن کړی او ویلي چې پاکستان د مستونګ په سیمه کې داعش ته پناه ورکړې او دا ډله له همدې ځایه د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول د افغانستان پر ضد بریدونه تنظیموي.

رویټرز:د ټرمپ اداره د ایراني نفت‌لیږدوونکو بېړیو د تګ راتګ د مخنیوی په پلان کار کوي

رویټرز خبري آژانس د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ اداره د یوه داسې پلان ارزونه کوي، چې له مخې یې د ایراني نفت‌لیږدوونکو بېړیو د تګ راتګ مخنیوی او تفتیش وشي.

رویټرز ویلي، چې دا اقدام د یوې نړیوالې موافقې له مخې د وسلو د پراخې تباهۍ د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.

د رویټرز سرچینې وايي، د ټرمپ د حکومت چارواکي اوس د هغو لارو غور کوي چې د ایران د نفت‌لیږدوونکو بېړیو تفتیش په مهمو سمندري لارو، لکه د مالاکا تنګی په آسیا کې ترسره کړي.

د رویټرز یوې سرچینې ویلي:
«اړتیا نشته چې بېړۍ ډوبې شي یا خلک ونیول شي؛ یوازې همدا ځنډونه کولی شي چې غیرقانوني تجارت ته سخت زیان ورسوي.»

حماس:د ډونالډ ټرمپ وروستی خبرداری د اسرائیل د جګړې د دوام لپاره هڅونه ده

حماس د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستی خبرداری، چې له دې ډلې یې د ټولو یرغمل شویو د سمدستي خوشې کولو او د وژل شویو کسانو د جسدونو د بېرته سپارلو غوښتنه کړې، د اسرائیل د جګړې د دوام لپاره هڅونه وبلله.

ټرمپ حماس ته خبرداری ورکړی چې یا ټول یرغمل شوي کسان همدا اوس ازاد کړئ او د وژل شویو جسدونه وسپارئ، یا هر څه پای ته ورسېدل.

ټرمپ همداراز د غزې خلکو ته په خطاب کې ویلي: “ستاسو لپاره یو ښکلی راتلونکی شته، خو که یرغمل شوي کسان وساتئ، نو مړه یاست.”

د حماس او اسرائیل د استازو ترمنځ د اوربند د دویم پړاو خبرې، چې د مصر په منځګړیتوب د دې اوونۍ له پیل راهیسې روانې وې، د اختلافاتو له امله عملاً درېدلي دي.

سرګي لاوروف:دا چې فرانسه د اتومي وسلو د کارولو خبرې مطرح کوي، دا زموږ لپاره ښکاره ګواښ دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون هغه څرګندونې ګواښ وبللې، چې ویلي یې وو، د فرانسې اتومي چتر به د اروپا د دفاع لپاره پراخ شي.

لاوروف زیاته کړې، دا چې فرانسه روسیې ته د یوه ګواښ په سترګه ګوري او د اتومي وسلو د کارولو خبرې مطرح کوي، دا زموږ لپاره ښکاره ګواښ دی.

د مکرون له څرګندونو مخکې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا هم ویلي وو، چې د فرانسې ولسمشر داسې خبرې کوي، چې له واقعیت سره تړاو نه لري.

د یادونې ده چې ایمانویل مکرون په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي و، چې هېواد یې نه یوازې د خپلې دفاع، بلکې د ټولې اروپا د ساتنې توان لري.

هېره دې نه وي، چې فرانسه یوازینی اروپایي هېواد دی، چې اتومي وسلې لري.

د افغانستان بانک:له دې وروسته به د افغان حاجیانو ټول مالي لګښتونه یوازې په افغانیو اخیستل کیږي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک وایي، چې له دې وروسته به د افغان حاجیانو ټول مالي لګښتونه یوازې په افغانیو اخیستل کیږي.

یاد بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانیو پر ثبات د مثبتې اغېزې لپاره دا پرېکړه له اړوندو ادارو سره یې کړې.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانۍ زموږ د ملي هویت برخه ده چې په راکړه ورکړه کې کارونه یې د ملي اقتصاد د ودې لپاره یو اساسي ګام او د ټولو افغانانو ګډ ملي مسؤلیت دی.

مولوي عبدالکبیر:د تورخم دروازې تړل، جګړه او تاوتریخوالی د ستونزو حل نه‌ دی

د طالبانو حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له پاکستاني دیپلومات عبیدالرحمان نظاماني سره په لیدنه کې ویلي، چې د تورخم دروازې تړل، جګړه او تاوتریخوالی د ستونزو حل نه‌ دی.

مولوي کبیر ټینګار کړی، چې د تورخم دروازې د بندېدو له امله د دواړو خواوو سوداګرو او مسافرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي او باید دا لار ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو حکومت د ګاونډیو هېوادونو لپاره ستونزې نه جوړوي، بلکې غواړي له ټولو سره ښې اړیکې ولري او همکاري پراخه کړي.

هغه له پاکستان او ایران غوښتنه کړې، چې له افغان کډوالو سره دې انساني، اسلامي او د نړیوالې کډوالۍ اصولو مطابق چلند وشي.

د پاکستان پوځ:ټي‌ټي‌پي د بنو سیمې پر یوې نظامي اډې برید د افغانستان له خاورې تنظیم کړی دی

د پاکستان پوځ ویلي، چې ټي‌ټي‌پي د خیبر پښتونخوا د بنو سیمې پر یوې نظامي اډې برید د افغانستان له خاورې تنظیم کړی دی.

د پاکستان پوځ همداراز ویلي چې افغان اتباع په فزیکي توګه په دې برید کې ګډون درلود.

پاکستان خبرداری ورکړی چې د سرحدي ګواښونو د دفع کولو لپاره د اړتیا وړ اقداماتو حق لري.

د پاکستان د پوځ په وینا، د بنو په برید کې ۳۴ کسان وژل شوي، چې ۵ یې پوځیان، ۱۳ ملکیان، او ۱۶ د پاکستاني طالبانو غړي دي، چې ۴ یې انتحاري بریدګر وو.

پاکستان ادعا کوي چې د طالبانو حکومت پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې او ورسره همکاري کوي، خو د طالبانو حکومت وايي چې د پاکستان ناامني د همدې هېواد له داخلي ستونزو سرچینه اخلي.

ناټو سازمان؛نن د بلجیم په بروکسل کې غونډه کوي

په پام کې ده، چې د ناټو سازمان غړي هېوادونه نن په بروکسل کې غونډه وکړي.

دا غونډه وروسته تر هغې کېږي، چې زیلنسکي سره د ټرمپ له لفظي شخړې وروسته یاد سازمان د اوکراین ملاتړ وکړي.

دا غونډه داسې مهال کېږي، چې ټرمپ واک ته له بیا رسېدو سره سم ویلي، چې ناټو سازمان باید دفاعي برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار:د بایډن د درې کالو کار یې یوه میاشت کې وکړ

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل والتز وایي، چې د بایډن د درې کالو کار یې یوه میاشت کې وکړ.

نوموړی زیاتوي، بایډن درې کالو کې ونه توانېد، چې کابل کې د دوی پر سرتېرو د برید طراح ونیسي؛ خو دوی په یوه میاشت کې دا چاره ترسره کړه.

د یادونې ده چې پر دغه برید تورن محمد شریف الله تېره ورځ امریکا ته لېږدول شوی او ویرجینیا کې یې محاکمه کېږي.

ټرمپ حماس ته:که اسرائیلي بندیان او جسدونه ونه سپارئ؛ نو غزه کې به هر څه پای ته ورسېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، چې که حماس غورځنګ اسرائیلي بندیان او جسدونه ونه سپاري؛ نو د هغوی لپاره به غزه کې هرڅه پای ته ورسېږي.

هغه یوه اعلامیه کې ویلي، چې حماس باید ژر تر ژره دا اقدام وکړي.

بل لورته بیا حماس اسرائیل ملامتوي، چې د اوربند ټولې هوکړې یې نه دي عملې کړې.