دوشنبه, جون 15, 2026
Home Blog Page 736

سرچینې؛پاکستان کې له زرو زیاتو امنیتي کسانو خپلې استعفاوې حکومت ته وړاندې کړې

پاکستان، پښتونخوا او بلوچستان کې د نا امنیو له کبله د پاکستان له زرو زیاتو امنیتي کسانو خپلې استعفاوې حکومت ته وړاندې کړې دي.

سرچینې وایې، تر اوسه په دې اړه واضح دلیل نه دی څرګند شوی؛ خو ویل کېږي چې دوی دا ګام د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره اخیستی.

دا د پاکستان پر پوځ د بې باورۍ تر ټولو لویه کچه بلل کېږي.

د افغانستان د ازادي غوښتونکو ښځو غورځنګ:د طالبانو د احتمالي رسمیت پېژندنې مخه باید ونیول شي

د افغانستان د ازادي غوښتونکو ښځو غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو د احتمالي رسمیت پېژندنې مخه ونیسي.

دوی په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو افغان ښځې څنډې ته کړې او تېرو درې کالو کې یې د افغان ښځو شل کلنې لاسته راوړنې له منځه وړې دي.

اعلامیه کې، چې د مارچ اتمې په مناسب نشر شوې، غوښتنه شوې، چې د طالبانو خلاف د دوی د مبارزې ملاتړ باید پیاوړی شي او له طالبانو سره له هر ډول مشروعیت ډډه وشي.

دوی ویلي، نړۍ باید پر طالبانو بندیزونه لا زیات او د دوی د صحرایي محکمو مخنیوی وکړي.

یاد غورځنګ ویلي، د افغانانو او په ځانګړي ډول د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي.

د بشري حقونو د څار اداره:د کډوالو پر وړاندې د اروپا سیاست غیر انساني دی

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې د کډوالو پر وړاندې د اروپا پالیسي ټکان ورکوونکې ده.

یادې ادارې له اروپا غوښتي، چې په دې اړه خپله پالیسي بدله کړي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې اروپا ته تلونکي ۴۰۰ کډوال په مدیترانې سمندرګي کې ورک شوي او یاهم ډوب شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان:نړیوال باید د طالبانو پر ضد جدي اقدامات وکړي، نه دا چې هغوی ته دیپلوماتیک هرکلی ووایي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د طالبانو نظامي تبعیض د افغان ښځو ژوند له سختو محدودیتونو سره مخ کړی دی.

د دې سازمان په وینا، طالبان ښځې یوازې د کور دننه پاتې کېدو ته مجبوروي او د هغوی حقوق تر پښو لاندې کوي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې که د افغان ښځو پر وړاندې ظلم دوام ومومي؛ نو دا به د نړیوال عدالت لپاره خطرناک مثال شي.

دغه سازمان ټینګار کوي چې نړیوال باید د طالبانو پر ضد جدي اقدامات وکړي، نه دا چې هغوی ته دیپلوماتیک هرکلی ووایي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې د ښځو نړیواله ورځ باید د بدلون نقطه وي، څو د افغان ښځو د سیسټماټیک ظلم مخه ونیول شي.

احمد الشرع د اسد پلویانو ته:که له جګړې لاس وانخلئ؛ نو سخت به وځپل شئ

د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع د بشار الاسد پلویانو ته ویلي، چې له جګړې لاس واخلي؛ ګني له سختو حالاتو سره به مخ شي.

هغه په لاذیقه کې د اسد د رژیم پلویانو له لوري جګړې ته په اشارې ویلي، چې دوی د ځان له بربادولو پرته هیڅ لاسته نه شي راوړلی.

د یادونې ده چې وړمه ورخ د سوریې لاذیقه کې د اسد د رژیم یو شمېر کسانو پاڅونونه کړي وو، چې د راپورونو له مخې بېرته وځپل شول.

د مارچ اتمه؛د ښځو نړیواله ورځ؛ خو افغانې ښځې لاهم له سختو بندیزونو سره مخ دي

نن د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ هېواد کې داسې مهال را رسېږي، چې لاهم د ښځو پرمخ ښوونځي، پوهنتونونه او انستیتوتونه تړلي.

د طالبانو حکومت سره له دې چې ویلي، دا هرڅه مؤقت دي؛ خو د څلورم کال په تېرېدو لاهم ښوونځي تړلي.

له ښوونځیو سربېره افغانې مېرمنې د طالبانو حکومت له لوري له ګڼو نورو محدودیتونو سره هم مخ دي.

د پاکستان دفاع وزیر:د ترمپ له لوري د طالبانو له حکومت څخه د وسلو د بېرته اخیستلو هرکلی کوم

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د امریکا له لوري د طالبانو له حکومت څخه په افغانستان کې د پاتې وسلو د بېرته اخیستلو هرکلی کړی.

هغه ویلي، پاکستان کې د بریدونو زیاتوالی هم د ترهګرو ډلو له لوري دغو وسلو ته لاسرسی دی او دی د امریکا دا اقدام مثبت ارزوي چې د طالبانو له حکومت بېرته وسلې اخلي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم دا یو مثبت ګام بللی و.

فضل محمود فضلي:امریکا پر غني فشار راوست، ترڅو یو مشروع حکومت طالبانو ته وسپاري

د پخواني حکومت د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي وایي، امریکا غوښتل پر ولسشمر غني فشار راوړي؛ ترڅو واک په ارګ کې طالبانو ته وسپاري.

د فضلي په خبره، امریکا غوښتل په دې کار سره د واک د انتقال پروسه عملي او ځان د راتلونکو هر ډول پایلو له مسؤلیته وباسي.

نوموړی زیاتوي، له دې کار څخه د امریکا موخه دا وه، چې ووایي افغانانو خپله یو مشروع نظام طالبانو ته سپارلی او دوی په کې کار نه لري.

فضل محمود فضلي:اشرف غني واضح ویلي وو چې د دوحې پروسه د جمهوریت د سقوط کېدو لپاره ده

د پخواني حکومت د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي وایي، اشرف غني ټولو خلکو ته واضح ویلي وو چې د دوحې پروسه د جمهوري نظام د سقوط لپاره ده.

فضلي په خپلې تازه مرکه کې ویلي، چې واک ولسمشر نه و انحصار کړی؛ بلکې سیاسونو ملي ادرسونه رامنځته نشو کړای او پړه یې پر اشرف غني او د هغه پر ټیم ور واچوله.

نوموړي دغه راز د طالبانو د اوسنیو مخالفینو منډې ترړې بې پایلې ګڼلې او ویلي یې دي، چې دا بهرنۍ اجنډاوې دي.

د پاکستان دوه مخی سیاست: په استخباراتي لوبو کې د ستراتیژیکې  فریبکارۍ تکتیک کارول

لیکوال :احمدشاه انګار

سریزه

پاکستان د نړیوال سیاست په ډګر کې د یو داسې هېواد په توګه پیژندل شوی، چې دوه مخی سیاست لري. له یوې خوا، د ترهګرۍ ضد جګړې مهم همکار ښکاري، خو له بلې خوا، سخت دریځې ډلې لکه طالبان، القاعده، داعش-خراسان او حقاني شبکه یې ملاتړ ته دوام ورکوي.

پاکستان د ستراتیژیکې دوکې یو له غوره مثالونو څخه دی— داسې لوبه کوي، چې ځان د قرباني په توګه معرفي کړي، خو په حقیقت کې د ترهګرۍ یو پټ مرکز دی.

اسامه بن لادن د پاکستان تر نظارت لاندې کلونه ژوند وکړ، خو پاکستان همیشه د بې خبري ادعا کوله.

ایمن الظواهري د طالبانو تر واک لاندې کابل کې پناه اخیستې وه، خو پاکستان وروسته دا قضیه امریکا ته ورکړه.

پاکستان د داعش-خ او حقاني شبکې د اړیکو نه کار واخیست، تر څو د ۲۰۲۱ په اګست کې د ابي ګیټ برید ترسره کړي، اوس یې د امریکا د باور ترلاسه کولو لپاره عاملین ورته وسپارل.

پاکستان دا ټول کارونه د ستراتیژیکې دوکې د یوې برخې په توګه کړي، تر څو هم نړیوال امتیازات ترلاسه کړي، او هم د سیمې امنیتي حالات د خپلو ګټو لپاره کنټرول کړي.

دا مقاله تحلیلوي چې څنګه پاکستان دا ستراتیژي کارولې، څنګه یې امریکا، نړیوال قدرتونه، او سیمه‌ییز لوبغاړي دوکه کړي، او د دې ستراتیژۍ اوږدمهاله اغیزې به څه وي.

پاکستان او د ستراتیژیکې فریبکارۍ تګلاره

ستراتیژیکه دوکه د یو هېواد له خوا داسې اقداماتو ته ویل کېږي، چې هدف یې د نړیوالو یا سیالانو د معلوماتي ارزونو غلطول، د واقعیت تصور کنټرولول، او دوه مخي لوبې کول وي.

پاکستان د دې ستراتیژۍ لاندې څو مهم تاکتیکونه کارولي دي:

د ترهګرۍ ګواښ تنظیمول او کمول –
کله یې د نړیوالو لپاره یو ستر ګواښ معرفي کوي، کله یې کمزوری ښيي، تر څو امتیازات ترلاسه کړي.

دواړو لوریو ته لوبه کول –
د ترهګرو ملاتړ کول، خو په ظاهري ډول یې د له منځه وړلو ادعا کول.

بحران جوړول او حلول –
لومړی د یو ترهګریز برید اسانتیا برابرول، بیا یې حلول، تر څو ځان د نړیوالو لپاره مهم وښيي.

د انکار وړتیا ساتل –
هر څه داسې تنظیمول، چې د نړیوالو استخباراتو لپاره د ثبوت پیدا کول سخت وي.

دا تاکتیکونه پاکستان ته دا زمینه برابروي، چې د امریکا نه میلیاردونه ډالر مالي او نظامي مرستې ترلاسه کړي، د نړیوالو فشار څخه ځان خلاص کړي، او خپل استخباراتي اجنډا ته دوام ورکړي.

د پاکستان استخبارات او د القاعدې سره اړیکې

د پاکستان استخباراتي اداره ای اېس آی (ISI) له ۱۹۸۰یمو کلونو راهیسې سختې ډلې جوړې کړي دي.

په لومړیو کې، د شوروي اتحاد پر ضد د مجاهدینو ملاتړ د امریکا، سعودي، او پاکستان یو ګډ ماموریت و.

خو وروسته پاکستان دا شبکې د خپلو سیاسي او ستراتیژیکو ګټو لپاره وساتلې، او د طالبانو، القاعدې، او نورو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړ.

په پاکستان کي د اسامه بن لادن ساتل

د ۲۰۱۱ مې په میاشت کې، کله چې امریکا اسامه بن لادن وواژه، پاکستان ته ستره ضربه وه، ځکه چې دا ښکاره کړه چې دوی له القاعدې سره اړیکې لري.

اسامه د پاکستان د پوځي اکاډمۍ نه یوازې څو کیلومتره لرې پټ و.

پاکستان ادعا کوله چې د دې نه خبر نه و، خو دا ادعا بېخي غیر منطقي وه.

کله چې امریکا عملیات وکړل، پاکستاني پوځ هېڅ مداخله ونه کړه، دا ښيي چې دوی ته د دې ماموریت خبر و.

دا یو واضح مثال و، چې پاکستان د القاعدې د مشر پناه ورکړې وه، خو ځان یې د نړیوالو په وړاندې بې خبره ښود.

په کابل کې د ایمن الظواهري وژنه

په جولای ۲۰۲۲ کې، امریکا د القاعدې مشر ایمن الظواهري د کابل په شیرپور سیمه کې وواژه.

حقاني شبکه، چې د ای اېس آی نږدې متحد دی، الظواهري ته پناه ورکړې وه.

پاکستان دا معامله وکړه تر څو د امریکا سره د اړیکو ښه کولو لپاره ظواهري تسلیم کړي.

پاکستان دا معامله داسې تنظیم کړه، چې امریکا ته مهم استخباراتي معلومات ورکړي، خو خپل اصلي اجنډا وساتي.

د پاکستان، طالبانو، او داعش-خراسان دوه مخی سیاست

پاکستان د اوږدې مودې راهیسې د طالبانو پټ ملاتړ کړی، سره له دې چې د امریکا سره د ترهګرۍ ضد جګړې همکار و.

د طالبانو ملاتړ، خو د ترهګرۍ ضد جګړه

پاکستان طالبان ته خوندي پټنځایونه برابر کړي وه، په ځانګړې توګه کوټه شوری او پېښور شوری.

ای اېس آی طالبانو ته نظامي او استخباراتي مرستې برابرې کړې وې.

پاکستان د سولې خبرې ملاتړ کاوه، خو په پټه یې طالبانو ته د جګړې لپاره امکانات برابرول.

د دې سیاست نتیجه دا شوه چې په ۲۰۲۱ کې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، او پاکستان یو ځل بیا ځان د بریالي دیپلوماټ په توګه معرفي کړ.

د داعش-خ او د ابي ګیټ برید

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، د کابل هوايي ډګر (ابي ګیټ) برید، چې ۱۳ امریکایي سرتېري او ۱۷۰ ملکي افغانان پکې ووژل شول، د داعش-خ لخوا وشو.

حقاني شبکه، چې د ای اېس آی ملاتړ لري، له داعش-خراسان سره اړیکې لري.

د دې برید وروسته، پاکستان ځان د ترهګرۍ ضد مهم ملګری معرفي کړ، او اوس یې د برید مسوولین امریکا ته وسپارل.

دا یو ځل بیا د بحران جوړولو او بیا حلولو ستراتیژي وه، تر څو پاکستان سیاسي او مالي ګټې ترلاسه کړي.

پاکستان محمد شریف الله جعفر د اف ۱۶ جنګي الوتکو د مرستو لپاره امریکا ته وسپاره

یوه نوې او مهمه پیښه چې پاکستان یې د خپلې دوه مخي سیاست یوه برخه ګرځولې، هغه شریف الله دی. شریف الله، چې د حقاني شبکې یو له لومړنیو غړو څخه و، وروسته د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره یوځای شو، او په پای کې یې د داعش-خراسان سره اړیکې ونیولې.

شریف الله د ابي ګیټ برید پلان کې برخه درلوده او په دې برید کې یې د امریکایي سرتېرو او افغان ملکي وګړو ژوند اخیستلو.

پاکستان شریف الله امریکا ته وسپارلو په بدل کې یې د ۳۹۷ میلیونه ډالرو مرستې ترلاسه کړې، چې هدف یې د اف-۱۶ جنګي الوتکو او وسلو عصري کولو لپاره و.

پاکستان په دې توګه یو ځل بیا خپله د ستراتیژیکې دوکې تګلاره وښوده. لومړی یې د ترهګرۍ ملاتړ کوونکی ښوده، او وروسته یې د امریکا سره یو معامله وکړه تر څو د مالي مرستې او نظامي تجهیزاتو په بدله کې د ترهګرۍ دا عاملین تسلیم کړي.

د امریکا سره دوه ګونی سیاست: مالي او سیاسي ګټې

د میلیاردونو ډالرو مرستې ترلاسه کول

د ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۲۰ پورې، امریکا پاکستان ته:

۳۳ میلیارده ډالر مرسته ورکړه.

د F-16 جنګي الوتکې، چورلکې، او وسلې ورکړل.

د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره میلیونونه ډالر ورکړل.

سره له دې، پاکستان د طالبانو، القاعدې، او داعش-خراسان ملاتړ ته دوام ورکړ.

د ترهګرو قرباني کول د سیاسي ګټو لپاره

هر کله چې پر پاکستان د امریکا فشار زیات شوی، دوی د مهمو ترهګرو معلومات امریکا ته ورکړي:

خالد شیخ محمد (۲۰۰۳) – د ۹/۱۱ برید طراح پاکستان کې ونیول شو.

اسامه بن لادن (۲۰۱۱) – د کلونو لپاره په پاکستان کې و، او هلته ووژل شو.

ایمن الظواهري (۲۰۲۲) – د امریکا سره د اړیکو د ښه کولو لپاره تسلیم شو.

د ابي ګیټ برید عاملین (۲۰۲۵) – پاکستان امریکا ته وسپارل، تر څو امتیازات ترلاسه کړي.

پایله: د پاکستان د ستراتیژیکې دوکې مهارت

پاکستان په هوښیارۍ سره د ستراتیژیکې دوکې ستراتیژي کارولې، او تر اوسه یې د دې سیاست څخه ګټه پورته کړې.

تر هغه چې امریکا د پاکستان سره خپله تګلاره بدله نه کړي، پاکستان به دا دوه مخی سیاست ته دوام ورکړي، او د سیمې امنیت به د خپلو ګټو لپاره کنټرولوي

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.