چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 735

لاندی؛ د ژمي ځانګړی خوراک

0

لیکواله: فاطمه ملکزۍ
لاندی یا وچه غوښه د افغانستان په ګڼو سیمو کې یو له پخوانیو او دودیزو خوراکونو څخه ګڼل کېږي. دا دود په هغو سیمو کې زیات رواج درلود، چې ژمی یې اوږد، یخ او سخت وو، او خلکو به هڅه کوله چې د خوراکي موادو لپاره مخکې له مخکې تیاری ونیسي. د لاندی کولو طریقه له پخوا راهیسې په کورنیو کې نسل په نسل انتقال شوې ده.
لاندی یو ځانګړی مهارت دی، چې کورنۍ یې په ګډه ترسره کوي. لومړی، پسه یا خوسکی حلالوي. وروسته، اور بلوي او غوښه د اور پر سر ایښودل کېږي څو لږه سخته شي. د دې پروسې په ترڅ کې د غوښې ځینې برخې تورېږي، چې بیا هغه تور سوې برخې په چاړه توږل کېږي.
وروسته غوښه ټوټې ټوټې کېږي او د لرګیو په اوږدو کې ځړول کېږي. په دې پروسه کې غوښه په دېرشو یا څلوېښتو ورځو کې وچیږي. کله چې غوښه په بشپړ ډول وچه شي، کورنۍ یې په پټو ځایونو کې ساتي، ترڅو د ژمي په سړو ورځو کې د پخولو لپاره چمتو وي.
په ځینو سیمو کې خلکو د لاندی غوښې د خرابېدو د مخنیوي لپاره د مالګې، انجه او راف (یو ډول طبیعي نباتي ریښه) څخه ګټه اخیسته. راف د غوښې ساتلو لپاره یو موثر بوټی ګڼل کېده، چې نه یوازې د غوښې د خرابېدو مخه یې نیوله، بلکې مچانو او چینجیو څخه یې هم خوندي کوله.
د لاندی غوښه یوازې د خوراکي موادو ذخیره کولو یوه طریقه نه وه، بلکې د کورنیو د اقتصادي حالت نښه هم ګڼل کېده. هغه کورنۍ چې د لاندی غوښه یې درلوده، خلکو به د دوی د شتمنۍ او ښه اقتصادي وضعیت یادونه کوله. برعکس، که چا به لاندی نه درلوده، خلکو به ویل چې دوی اقتصادي ستونزې لري.
د لاندی غوښې خوند د ژمي په یخو شپو ورځو کې نور هم زیات ارزښت درلود. دې غوښې څخه بیلابیل خوراکونه پخیږي، مشهور یې لاندی پلو او د لاندی غوښې ښوروا دي، چې له ډوډۍ، پاستو یا نورو خوراکي توکو سره به یې خوړله. د کور میرمنو به د لاندی د پخولو لپاره ډېری وختونه په انګار کې نری اور بل ساته، څو غوښه په سمه توګه پخه شي او خپل ځانګړی خوند له لاسه ورنکړي.
د لاندی غوښې دود اوس په ښاري سیمو کې کمرنګه شوی دی. تازه غوښې ته لاسرسی، د خلکو د ژوند بدلون، او د ډاکټرانو د روغتیایي سپارښتنو له امله دې دود خپل اهمیت له لاسه ورکړی. ډاکټران په دې باور دي چې د مالګې په زیاته اندازه استعمال شوې غوښه (لاندی) د روغتیا لپاره مناسبه نه ده او کولی شي د زړه، وینې فشار او پښتورګو ناروغۍ زیاتې کړي. له همدې امله، د لاندی غوښې استعمال باید محدود شي.
که څه هم په ښارونو کې د لاندی دود کم شوی، خو په لرې پرتو سیمو کې لا هم ژوندی دی. په دې سیمو کې د ژمي موسمونه سخت او یخ دي، او د خوراکي موادو ذخیره کول لا هم یوه اړینه اړتیا ده. په ځانګړې توګه په غرنیو او لیرې پرتو سیمو کې خلک د لاندی غوښې د دود پالنه کوي، څو د ژمي د اوږدو سړو میاشتو په ترڅ کې د خوراکي ستونزو سره مخ نه شي.

په ډېرو سیمو کې د لاندی غوښه د مېلمنو د درناوي لپاره ځانګړی ارزښت لري. کله چې کورنۍ مېله کوي یا مهم مېلمانه ورته راشي، د لاندی غوښه ورته پخیږي، ځکه دا دودیز او خاص خوراک ګڼل کېږي. د دې غوښې پخول د کوربنو د سخاوت او د مېلمنو د عزت څرګندونه کوي.

لاندی غوښه یوازې یو خوراک نه دی، بلکې د افغانستان د خلکو د ژوند، کلتور او تاریخي میراث یوه ځانګړې برخه ده. د دې دود ژوندی ساتل د کلتوري شتمنیو د ارزښت ساتلو لپاره مهم دي. دا نه یوازې د خوراکي دود یوه ځانګړې بېلګه ده، بلکې د افغانانو د ژوند د سختو شرایطو سره د مبارزې یو ښکلی انځور هم وړاندې کوي.

د لاندی غوښې دود د افغانانو د ژوند یوه مهمه برخه ده، چې باید د دې ځانګړي هنر او دود د ساتنې لپاره هلې ځلې وشي، څو راتلونکې نسلونه د دې کلتوري شتمنۍ څخه خبر شي.

لاندی کول یا د غوښې وچول پر افغانستان سربېره د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم دود دی، خو د هر ځای لاندی له بل ځای سره توپیر لري. د جوړولو طریقې یې هم متفاوتې دي.
همداراز په بیلابیلو هېوادونو کې له لاندی بیلابیل خواړه پخیږي یا یې له بیلابیلو خوړو سره خوري. مثلاً په افغانستان کې لاندی پلو مشهور دی او ډېر نور د لاندی ښوروا خوښوي، خو په منګولیا کې بیا له لاندی څخه سوپ جوړوي.
همداراز په افغانستان کې ډېر خلک د پسه له غوښې لاندی جوړوي، خو په برازیل، د کاناډا په شمال، او د ایټالیا په شمال کې بیا د غويي د غوښې لاندی عام دی.
نن سبا امازون ویب پاڼه لاندی یا وچه غوښه آنلاین پلوري.

د تحریر الشام مشر خپلو کسانو ته:د خلکو شخصي آزادیو ته درناوی وکړئ

سوریه کې د تحریر الشام په لاس د بشارالاسد حکومت له راپرځېدو وروسته د دې ډلې عمومي قومندان خپلو کسانو ته امر کړی، چې د ښځو په ظاهري او باطني چارو کې دې لاسوهنه نکوي.

دغه ډلې په خپل یو تازه فرمان کې ویلي چې شخصي ازادي هر شخص پورې مربوطه ده او هیڅوک نشي کولای چې د چا په ایډیالونو او کردار دې نیوکه وکړي او یا هغوی وځوروي.

یاد فرمان کې زیاته شوې، چې ازادي د هر سوریایي وګړي حق دی او د افرادو حقونو ته درناوی د یو متمدن ملت د جوړېدو پیلامه ده.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو حکومت تر رسېدو وروسته افغانستان کې مېرمنې له ګڼو بندېزونو سره مخ دي.

علي رضا بېګدلي؛له امیرخان متقي سره کتلي

د افغانستان لپاره د ایران نوي سفیر علي رضا بېګدلي نن د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي.

کابل کې د ایران سفارت د یادې لیدنې خبر ورکړی؛ خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

تر دې وړاندې د ایران نوي سفیر ویلي وو، چې د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو رغول یې اساسي موخه ده.
دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې دمګړی په ایران کې افغان کډوال له سخت بد وضعیت سره مخ دي.

پاکستان کې؛یو پولیس او د څارنوالۍ یو کارکوونکی وژل شوي

0

نامعلومو وسله والو تېره شپه کراچۍ کې د یاد ایالت د څارنوالۍ کارکوونکی وژلی.

د پاکستان حکومت وایي، د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې.

بل لورته د خیبر پښتونخوا په بنو کې نامعلومو وسله والو یو پاکستانی پولیس وژلی دی.

د دواړو پېښو مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د ازادۍ په نوم جبهه:کاپیسا کې مو څلور طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله

د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې، چې تېره ورځ یې کاپیسا کې څلور طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

دوی ویلي، چې تېره ورځ یې کاپیسا کې د ملاطارق په مشرۍ د طالبانو په یو ګروپ برید کړی، چې په پایله کې یې دوه تنه وژلي او دوه نور ټپیان دي.

دوی د ملا طارق د مرګ او ژوند په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټرمپ:د ناټو له سازمان څخه وتل ناممکن نه دي

0

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، دا ورته کومه ستونزمنه خبره نه ده چې له ناټو سازمان ووځي.

د اسوشټیډ پریس په حواله، هغه له ناټو څخه د امریکا وتل ممکن بللي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ډونالډ ټرمپ له ولادمیر پوتین څخه ژر تر ژره اوکراین کې د اوربند غوښتنه کړې.

پخواني چارواکي او فعالان:طالبانو جبر شروع کړی او جابر نظامونه دوام نشي کولای

سوریه کې د نظام چپه کېدو په اړه یو شمېر پخوانیو چارواکو او مدني فعالانو ویلي، چې په زور راغلي حکومتونه دوام نشي کولای.

دوی ویلي، چې په زور راغلي نظامونه حتمي ړنګیږي.

دوی پر طالبانو نیوکه کوي چې ولس یې څنډې ته کړې او د دوی غوښتنو ته هیڅ پام نه کوي.

یادو چارواکو او فعالانو ویلي، طالبان د دین تر چتر لاندې پر افغانانو ظلمونه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ سوریه کې د بشارالاسد حکومت د تحریر الشام لخوا را نسکور شو.

اسرائیل:سوریه کې مو د کیمیاوي او لرې واټن ویشتونکو وسلو مرکزونه ځکه بمبار کړل چې مخالفو ته په لاس ورنه شي

0

اسرائیل وايي، په سوریه کې له دې امله د کیمیاوي وسلو او اوږد واټن ویشتونکو توغندیو مرکزونه یې په نښه کړي؛ ترڅو د مخالفو ډلو لاسونو ته ونه غورځي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی ته د خپل هېواد امنیت تر هرڅه اړین دی.

په اعلامیه کې د مخالفو ډلو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په سوریه کې د بشارالاسد حکومت هم د تحریر الشام ډلې لخوا را وپرځېد.

غزه کې؛د ۱۴ میاشتې جګړې راهیسې ۴۴ زره کسان وژل شوي

0

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسراییل او حماس ترمنځ په ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴زره ۷۰۸ ته رسېدلی.

یاد وزارت وايي، له کله چې په غزې تړانګه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوې ۱۰۶زره ۵۰ نور کسان ژوبل شوي دي.

دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل ناببره حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

روسیه:طالبانو سره نږدې اړیکې غواړو

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سیمې وضعیت ته په کتو، له طالبانو سره نږدې اړیکې غواړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې طالبان د یو سازمان په توګه نه، بلکې د دوی یو شمېر مشران د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي.

هغه یو وار بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې.