سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 72

برازیل؛میناس ګرایس کې سېلابونو ۲۳ کسان وژلي او لسګونه نور نادرکه دي

0

د برازیل د میناس ګرایس ایالت په سوېل ختیځ کې د سختو ورښتونو او ورپسې سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۴۰ ډېر نور نادرکه شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، دغه درانه ورښتونه د دوشنبې له ورځې پیل شوي او تر ټولو ډېر تلفات د ژویز دي فورا په ښار کې ثبت شوي دي.

راپور زیاتوي چې یاد ښار، چې د ریو دو جنیرو شاوخوا ۳۱۰ کیلومتره شمال ته موقعیت لري، لږ تر لږه ۴۴۰ کسان بې‌ځایه شوي دي.

د برازیل ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا له زیانمنو شویو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ډاډ یې ورکړی چې حکومت به په هره اړینه برخه کې مرسته وکړي.

ځايي چارواکو ویلي، د ژغورنې او مرستې ټیمونه په اغېزمنو سیمو کې په عملیاتو بوخت دي او اوسنی لومړیتوب د خلکو ژغورل او زیانمنو شویو ته د بېړنیو مرستو رسول دي.

خیبر پښتونخوا؛صوابۍ کې د افغان کډوالو کمپ تړل شوی؛ شاوخوا ۲۰ زره کسان د وتلو له خبرداري سره مخ دي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ولسوالۍ په ګوهاټي (بارکي) سیمه کې د افغان کډوالو په کمپ کې ټول دوکانونه تړل شوي او اوسېدونکو ته ویل شوي چې د کمپ قانوني حیثیت پای ته رسېدلی او نور هلته د پاتې کېدو اجازه نه لري.

د چارواکو په وینا، نږدې ۲۰ زره افغان بې‌ځایه شوي کسان په دغه کمپ کې ژوند کوي او باید ژر تر ژره سیمه پرېږدي.

په ورته وخت کې، افغان سوداګرو او اوسېدونکو له ځایي ادارو غوښتنه کړې چې تر کوچني اختره دې د پاتې کېدو مهلت ورکړل شي، څو خپل مالي حسابونه تصفیه کړي، پورونه خلاص کړي او کاروبارونه په منظم ډول وتړي.

د دوی په خبره، که اجازه ورکړل شي، غواړي د کوچني اختر په درېیمه ورځ بېرته افغانستان ته ستانه شي.

تر اوسه د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دغې پرېکړې په اړه جزیات نه دي خپاره کړي، خو په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی.

عادل راجا:پاکستان دې د افغانستان د بریدونو په اړه شفاف شواهد وړاندې کړي

د پاکستان د پوځ پخواني غړي او ژورنالیست عادل راجا په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي، شاوخوا ۷۲ ساعته وروسته هم اسلام‌اباد د افغانستان په خاوره کې د ترسره شویو هوايي بریدونو په تړاو د ادعا شویو «ترهګریزو هدفونو» د له منځه وړلو په اړه باور وړ اسناد نه دي خپاره کړي.

نوموړي زیاته کړې چې برعکس، د ملګري ملتونه او بښنې نړۍوال سازمان په ګډون ځینو نړۍوالو سرچینو د شاوخوا ۲۰ ملکي وګړو د وژل کېدو راپور ورکړی دی.

راجا په خپل تحلیل کې ویلي، واشنګټن او اسلام‌اباد ادعا کوي چې داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې اډې لري، خو د ده په وینا، په دې اړه ښکاره او مستند شواهد محدود دي.

هغه همداراز یادونه کړې چې د داعش ځینې لوړپوړي غړي په خپله د پاکستان دننه نیول شوي یا وژل شوي دي.

د ټي‌ټي‌پي د مشر نور ولي محسود په اړه هم، د هغه په خبره، د پاکستان پخوانۍ ادعاوې له حقیقت سره سمون نه درلود.

عادل راجا ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر ضد هر ډول پوځي اقدام باید له شفافیت او مستندو شواهدو سره مل وي، ځکه متضاد روایتونه او بې‌باوري کولی شي د سیمې بې‌ثباتي لا زیاته کړي.

محسن داوړ:اسلام‌اباد د خپلې ناکامۍ پړه پر افغانستان اچوي او له مسؤلیت تېښته کوي

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ ویلي، د پاکستان هغه پالیسي غندي چې افغانستان بې‌ثباته کوي او د سیمې وضعیت لا پسې خرابوي.

نوموړي ویلي، اسلام‌اباد په پاکستان کې د ناامنۍ مهارولو کې د ناکامۍ له امله پر افغانستان هوايي بریدونه کوي؛ خو دا بریدونه عام او بې‌ګناه ولس زیانمنوي، نه طالبان.

د هغه په باور، دغه ډول پوځي اقدامات یوازې له طالبانو سره عامه خواخوږي زیاتوي.

داوړ ادعا کړې چې افغان طالبان لا هم د پاکستان تر اغېز او کنټرول لاندې دي او حتی په پاکستان کې پټ دفترونه چلوي.

هغه زیاته کړې، پر طالبانو د «فتنهٔ هندوستان» نوم ایښودل د حساب ورکولو بدیل نه شي کېدای، بلکې دا د مسؤلیت څخه تېښته ده.

د ده په وینا، طالبانو ته دوه لسیزې پناه، مشروعیت او ملاتړ ورکړل شوی او د فشار د وسیلې په توګه کارول شوي دي.

هغه ویلي، اوس د بل چا پر غاړه د پړې اچول د ستونزې حل نه دی، بلکې باید هغه تګلاره ومنل شي چې افغانستان یې بې‌ثباته کړ او نن خپله پاکستان هم ورسره مخ دی.

سرچینې:په نازیانو، دور بابا او اچین کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته روانه ده

تازه
حماسه میډیا ته د ننګرهار ولایت په نازیانو، دور بابا او اچین ولسوالیو کې سرچینو تایید کړې چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني سرحدي پوځیانو سره جګړه روانه ده.

تر اوسه د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات نشته.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې:کویټ د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ډیپلوماټانو ته سپاري

باوري سرچینو ویلي چې د کویټ حکومت پرېکړه کړې څو په کویټ کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ډیپلوماټانو ته وسپاري.

د سرچینو په وینا، په دې تړاو لومړني ګامونه اخیستل شوي؛ خو تر اوسه د سپارلو د بهیر د څرنګوالي او نېټې په اړه رسمي جزیات نه دي خپاره شوي.

ویل کېږي چې د یاد اقدام په اړه لا هم ځینې اداري او تخنیکي چارې پاتې دي او تمه ده په راتلونکو ورځو کې نور معلومات شریک شي.

کویټي چارواکو تر دې دمه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت:د ننګرهار ولایت، جلال‌آباد او هسکې مېنه ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو ۲۵ قاچاقبران نیول شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نشه‌يي توکو پر ضد د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې لسګونه زره نشه‌يي توکي کشف او ضبط شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه عملیات د جلال‌آباد ښار او د هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي، چې پر مهال یې ۲۵ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي دي.

وزارت ویلي، له نیول شویو کسانو څخه شاوخوا ۶۲ زره نشه‌يي ګولۍ او نږدې ۵۲ کیلوګرامه شیشه ترلاسه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو لاندې دي او د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

سویلي وزیرستان؛اعظم ورسک سیمه کې د دولتي ښوونځي ودانۍ په بمي چاودنه کې ویجاړه شوې

0

د پاکستان د سویلي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې نامعلومو وسلوالو د یو دولتي ښوونځي ودانۍ په بم چاودنه کې ویجاړه کړې ده.

د پولیسو په وینا، چاودنه د شریف خان په نوم د دولتي ښوونځي پر ودانۍ شوې چې له امله یې ودانۍ ته سخت زیان اوښتی، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د تحریک طالبان پاکستان له لوري څه موده وړاندې خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه شوې وه چې د ښوونځیو ودانیو ته زیان ونه رسوي.

خیبر پښنونخوا؛وسله والو په یو کمین کې د یو افسر په ګډون پنځه پولیس وژلي

0

د خیبر پښتونخوا، کوهاټ د لاچي په سیمه کې د پولیسو پر ګرځنده موټر برید شوی، چې له امله یې پنځه پولیس وژل شوي دي.

پولیسو ویلي، په وژل شویو کې د ډپټي سپرنټنډنټ آف پولیس (DSP) په رتبه یو افسر هم شامل دی.

دغه پېښه د کوهاټ ولسوالۍ اړوند شوې، او تر اوسه د برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

د بخښنې نړیوال سازمان:په ننگرهار او پکتیکا کې د پاکستان د بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو په اړه اندېښمن یوو

د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا دفتر وایي، د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله په ننگرهار او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه ژوره اندېښنه لري.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې یادې پېښې باید په شفاف، خپلواک او بې‌طرفه ډول وڅېړل شي او د نړیوالو بشري قوانینو له مخې دې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وشي.

د بخښنې نړیوال سازمان له ټولو ښکېلو لورو غوښتنه کړې چې په پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو د زیان مخنیوی وکړي او د نړیوالو بشري اصولو درناوی وکړي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د جګړو پر مهال د ملکي خلکو خوندیتوب باید لومړیتوب وي.