شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 724

امیرخان متقي:افغانان پر خپلې خاورې تېری نه هیروي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پاکستان برید ته په غبرګون کې ویلي چې افغانان په خپله خاوره تېری نه هیروي.

متقي ویلي، پاکستان باید له دوی سره غوره مسؤلانه تګلاره غوره کړي.

متقي دغه راز زیاته کړې، چې پاکستان کوم د ننګ کار نه دی کړی، فقط یو څو ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل.

د یادونې ده چې د برید سیمې ته نن د طالبانو د قومونو او قبایلو چارو او دفاع سرپرست وزیران هم ورغلي دي.

غزه؛د اسرائیلو تازه بریدونو کې پنځه خبریالان وژل شوي

0

غزه کې یو وار بیا د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې پنځه خبریالان وژل شوي.

دا بریدونه نن شوي چې د پنځو خبریالانو په شمول پکې لس تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

وژل شوي خبریالان د القدس الیوم ټلویزون کارکوونکي وو.

اسرائیلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د جدي شپږمه؛پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل ورځ

نن د جدي شپږمه؛ پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل له ورځې سره برابره ده.

شوروي اتحاد د جدي په ۶مه په افغانستان یرغل راوړ او دلته د حفیظ الله امین واکمني نسکوره شوه.

د شوروي اتحاد پر وړاندې افغانانو جهاد پیل او د نږدې دوو میلیونو شهیدانو په ورکولو سره یې بېرته خپلواکي واخیسته.

د چارو شنونکي وایي، د شورویانو تر ماتې وروسته د مجاهدینو خپل منځي اختلاف افغانستان یوې بلې لویې ستونزې سره مخ کړ او یو لوی فرصت یې له لاسه ورکړ.

د دغې ورځې په مناسبت طالبانو هم په یو خپرې کړې اعلامیه کې د افغانانو مېړانه ستایلې او د شوروي یرغل یې غندلی دی.

سوریه؛د شام التحریر د کلکو امنیتي تدابیرو تر سیوري لاندې عیسویانو خپل کرسمس ولمانځه

0

د سوریې نوي حکومت په دغه هېواد کې د کرسمس لمانځلو ته د اجازې تر څنګ د دغو مراسمو کلک امنیتي تدابیر هم ټینګ کړي وو.

د سوریې عیسویان په دغه هېواد کې د کرسمس لمانځلو لپاره ډلې ډلې ځانګړو کلیساګانو ته راټول شوي وو.

سره له دې چې شام التحریر یوه مذهبي جنګي ډله وه؛ خو د واک ترلاسه کولو وروسته یې خپل سیاست بدل او خلکو ته یې هر ډول ازادي ورکړه.

رویټرز:سوریه کې د مخالفو وسله والو په برید کې د تحریرالشام ۱۴ تنه وژل شوي

0

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې سوریه کې د مخالفو وسله والو په برید کې ۱۴ پولیس وژل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا برید د بشار الاسد واکمني ته د ژمنو کسانو له لوري شوی.

دا برید د سوریې په طرطوس سیمه کې شوی.

بل لورته د سوریې نوي حکومت هم د دغه برید پخلی کړی.

د سوریې د نوي حکومت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی، چې د دوی پر ځواکونو دا ډول لوی برید ترسره کېږي.

د اسرائیل لوی درستیز:پر ایران هر ډول برید ته چمتو یو

0

د اسرائیل لوی درستیز وایي، دوی پر ایران او د یاد هېواد پر نیابتي ډلو هر ډول برید ته چمتو دي.

هرزي هالوی ویلي، چمتو دي چې ایران ته هر ډول ځواب ووایي.

د هغه په خبره، ایران او نیابتي ډلې یې باید پوه شي چې د اسرائیل امنیت ګواښوونکو ته به جدي ځواب ورکړي.

مولوي کبیر:د افغانانو دفاع کې ځنډ نه کوو

په داسې حال کې چې پر پکتیکا د پاکستان برید ته لاهم کوم فزیکي غبرګون نه دی ښودل شوی؛ خو د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي کبیر وایي، چې دوی د افغانانو دفاع کې ځنډ نه کوي.

مولوي کبیر کابل کې د محصلینو فراغت غونډې ته ویلي، چې دوی د هیچا فرمایش نه مني.

هغه زیاته کړې، افغانستان کې هیڅ وسله والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

عبدالکبیر ویلي، پر افغانستان ناسم تورونه لګول اړیکې خرابوي او تاوتریخوالی رامنځته کوي.

فضل هادي مسلم یار:د مجید قرار د لور پر مړینې سخت خواشینی شوم

د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلم یار د هېواد د پخواني ډیپلومات مجید قرار د کوچنۍ لور روښانه قرار پر مړینې خواشینې څرګنده کړې.

ښاغلي مسلم یار مجید قرار او د هغه کورنۍ ته تسلیت ویلی او په دې لوی غم کې یې ځان د هغه له کورنۍ سره شریک بللی.

په خورا خواشینۍ او تسلیت سره؛کوچنۍ روښانه قرار له یو عالم دردونو سره له دې نړۍ سترګې پټې کړې

د پخواني ډیپلومات او افغان شنونکي مجید قرار لور روښانه قرار د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د ښاغلي قرار د کورنۍ غړي او دیني عالم مولوي رحمت الله اندړ په ایکس‌پاڼې د کوچنۍ روښانې مړینه تایید کړه.

کوچنۍ روښانه له تېرو دوو کالو راهیسې د سرطان په ناروغۍ اخته وه.

د حماسه میډیا ټول کارکوونکي د ښاغلي قرار او د هغه له کورنۍ سره په دې لوی غم کې ځان شریک بولي او خپل د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

هیله نجیب:افغانان د یو بېګانه حکومت لاس کې دي؛ نو ځکه یې د پوښتنې څوک نشته

د هېواد د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب لور هیله نجیب ویلي، چې افغانان د یو بېګانه حکومت په لاس کې دي؛ نو ځکه یې هیڅوک د پوښتنې نشته.

هغې ویلي، چې اوس باید اوسنی حاکمیت هم وپوښتل شي، چې ولې د خپلو افغانانو پوښتنه نه شي کولای.

نوموړې ویلي، د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا نقض دی.