دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 71

عباس عراقچي:له اټومي حقه په هیڅ حالت کې نه تېرېږو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له «انډیا ټوډې» سره په مرکه کې د ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ګواکې په ایران کې د اعتراضونو پر مهال ۳۲ زره کسان وژل شوي دي.

عراقچي ویلي، د وژل شویو کسانو نوملړ خپور شوی او د قربانیانو شمېر ۳ زره او ۱۱۷ تنه دی، چې د ده په وینا ډېر خواشینوونکی دی، خو له هغې شمېرې سره سمون نه لري چې ټرمپ یادونه کړې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړب چې مذاکره او دیپلوماسي یوازینۍ لاره ده.

هغه زیاته کړې، تهران چمتو دی د اندېښنو ارزونه وکړي، خو د اټومي ټکنالوژۍ د سوله‌ییزې استفادې له خپل حقه به تېر نه شي.

عراقچي همداراز ویلي، ایران اوږد واټن ویشتونکي توغندي نه پراخوي او د هغوی واټن یې په قصدي ډول له دوه زره کیلومتره کم محدود کړی دی.

د هغه په وینا، «موږ نه غواړو نړیوال ګواښ واوسو. دا توغندي یوازې د ځان د دفاع لپاره لرو او د مخنیوي رول لوبوي.»

نوموړي یو ځل بیا د خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی او ویلي چې د شخړو د حل لپاره سیاسي لاره غوره انتخاب دی.

حال‌وش:سیستان او بلوچستان کې د ایراني پولیسو لخوا د ډزو پېښه کې ۲۲ تنو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د حال‌وش خبري اژانس راپور ورکړی چې د افغان کډوالو یو موټر د ایران د پولیسو له مستقیمو ډزو وروسته نسکور شوی، چې له امله یې لږ تر لږه دوه افغان کډوال وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، دا پېښه د سې‌شنبې په ورځ د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

حال‌وش لیکلي چې د ایران پولیسو پرته له مخکیني خبرداري د موټر د درولو هڅه کړې، وروسته یې موټر تعقیب کړی او پرې یې مستقیمې ډزې کړې دي.

ویل کېږي، د ټپیانو له ډلې د شپږو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

واشنګټن؛د ایران اړوند کسانو او شرکتونو باندې نوي بندیزونه اعلان کړل

0

د امریکا د خزانې وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی چې له ایران سره پر تړلو اشخاصو او بنسټونو یې نوي بندیزونه لګولي دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو بندیزونو کې څلور کسان، څو ادارې او د تېلو یو شمېر ټانکر بېړۍ شاملې دي چې ادعا کېږي د ایران له انرژۍ سکتور او مالي شبکو سره تړاو لري.

امریکايي چارواکي وايي، دا اقدامات د هغو فعالیتونو د مخنیوي لپاره دي چې د واشنګټن په وینا د بندیزونو له چوکاټه د تېښتې هڅه کوي.

د امریکا حکومت تر دې وړاندې هم د ایران د نفتو پر صادراتو، بانکدارۍ او اړوندو اشخاصو پراخ اقتصادي بندیزونه لګولي وو.

واشنګټن ټینګار کوي چې دغه فشارونه د ایران د سیمه‌ییزو فعالیتونو او د توغندیز پروګرام د مهارولو لپاره دي.

د هند لومړی وزیر؛اسراییل ته په رسمي سفر تللی

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د چارشنبې په ورځ د دوه ورځني رسمي سفر لپاره اسراییل ته ولاړ.

دواړو هېوادونو دغه سفر د دوه‌اړخیزو اړیکو د لا ژورولو او پراخولو لپاره مهم ګام بللی دی.

مودي په ۲۰۱۷ کال کې د هند په تاریخ کې لومړی صدراعظم و چې اسراییل ته یې رسمي سفر وکړ.

ټاکل شوې ده چې مودي به د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د مصنوعي ځیرکتیا، دفاعي همکاریو، ټکنالوژۍ او اقتصادي مشارکت په اړه خبرې وکړي.

د اسراییلي چارواکو په وینا، دا سفر به په بېلابېلو برخو کې د نویو شراکتونو لپاره زمینه برابره کړي او دوه‌اړخیزې اړیکې به نوي پړاو ته داخلې شي.

همداراز، تمه ده چې مودي به د اسراییل پارلمان (کنېست) ته وینا وکړي او د هولوکاسټ د یادګار څلي څخه به د درناوي لپاره لیدنه وکړي.

راپورونه:افغانستان ته د پاکستان صادرات تر نیمايي ډېر راکم شوي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري په روان مالي کال کې د پام وړ کمه شوې، او افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېر کال د همدې مودې پرتله تر نیمايي ډېر راټیټ شوي دي.

د پاکستان دولتي بانک د رسمي شمېرو له مخې، د جولای څخه تر جنورۍ پورې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو عواید له څه باندې ۵۵۰ میلیونه ډالرو څخه شاوخوا ۲۳۰ میلیونه ډالرو ته راکم شوي دي.

راپورونه ښيي چې دغه چټک کمښت تر ډېره د اکتوبر له پیله د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د ځنډېدو له امله رامنځته شوی، چې رسمي سرحدي راکړه ورکړه یې سخته محدوده کړې او د پاکستان پر سیمه‌ییزو صادراتو یې منفي اغېز کړی دی.

بلخوا، له افغانستان څخه پاکستان ته واردات هم د پام وړ کم شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د وارداتو ارزښت له تېر کال د څه باندې ۱۵ میلیونه ډالرو څخه سږ کال څه باندې ۶ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی، چې دا د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د عمومي کمښت څرګندونه کوي.

دغه شمېرې ښيي چې د سوداګرۍ پرله‌پسې خنډونه او سیاسي ترینګلتیاوې د دواړو هېوادونو پر اقتصادي اړیکو ژور اغېز کړی او سوداګریزې تبادلې یې کمزورې کړې دي.

افغانستان؛د ښځو لپاره د نړۍ د تر ټولو بد هېواد په توګه لومړی مقام خپل کړ

د جورج‌ټاون په نوم د ښځو، سولې او امنیت نړیوال انسټیټیوټ له لوري د ۲۰۲۵ تر ۲۰۲۶م کلونو د ښځو د سولې او امنیت نړیوال شاخص خپور شوی، چې پکې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بدترین هېواد بلل شوی دی.

د راپور له مخې د ښځو لپاره د تر ټولو بدو هیوادونو په لومړي سر کې د افغانستان بیا یمن، د مرکزي افریقا جمهوریت، سوریه، سوډان، هایټي، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، برونډي، جنوبي سوډان او میانمار نومونه شامل دي.

افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې د ښځو پر زده کړو او کار بندیز سربیره پر هغوی د ټولنیزو فشارونو زیاتیدو د ښځو ژوند خورا تریخ وضیعت ته وړی.

افغانستان ته؛د روسیې د سون‌توکو صادرات ۲۰ سلنه زیات شوي

افغانستان ته د روسیه د نفتي توکو صادرات تېر کال ۲۰ سلنه زیات شوي، چې د سیمې له هېوادونو سره د انرژۍ د سوداګرۍ د پراخېدو ښکارندویي کوي.

د راپور له مخې، په همدې موده کې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د روسیې د سون‌توکو ټول صادرات ۱۵.۵ سلنه لوړ شوي، چې دا د ګاونډیو بازارونو د تقاضا د زیاتوالي نښه بلل کېږي.

بل لور ته، له بېلاروس څخه هم افغانستان ته د سون‌توکو د پام وړ کچه صادره شوې ده.

راپور وايي، نږدې ۴۰۰ زره ټنه نفتي محصولات افغانستان ته لېږدول شوي دي.

بلوچستان؛وسله والو د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي

0

د بلوچستان په کیچ ولسوالۍ کې د بولیډه په سیمه کې نامعلومو وسله‌والو پر یوه کور برید کړی، چې له امله یې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د ځایي سرچینو او رسمي معلوماتو له مخې، بریدګرو لومړی پر کور د هاوان مرمۍ توغولې او وروسته یې پر کور جمعې ډزې کړي.

راپورونه وایي، په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د ځینو جسدونه د اور له امله دومره سوځېدلي چې پېژندنه یې ستونزمنه شوې ده.

ځایي سرچینې وایي، د برید هدف د کور مالک عبدالحمید و، چې د حکومت پلوی شخصیت بلل کېده.

تر اوسه د دې برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

اسماعیل بقایي:د ایران په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې د دروغو معلوماتي کمپاین دی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پر اېکس شبکې د ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د امریکا کانګرس ته یې په کلنۍ وینا کې کړې وې، لیکلي: «دا د ایران پر ضد د دروغو معلوماتي کمپاین دی.»

ټرمپ په خپله وینا کې ادعا کړې وه چې د ایران چارواکي داسې توغندي جوړوي چې اروپا او د امریکا بهرنۍ پوځي اډې ګواښلی شي، او همداراز پر هغو توغندیو کار کوي چې د ده په وینا ژر به امریکا ته ورسېږي.

د امریکا ولسمشر ویلي وو: «د ایران د رژیم چارواکي ډېر خطرناک کسان دي. هغوی داسې توغندي تولید کړي چې کولی شي اروپا او زموږ بهرنۍ اډې وګواښي او اوس پر داسې توغندیو کار کوي چې ژر به امریکا ته ورسېږي.»

هغه دا ادعا هم کړې چې په ایران کې ۳۲ زره معترضان وژل شوي دي.

د ایران حکومت تر دې وړاندې هم د ورته ادعاوو په اړه د امریکا څرګندونې رد کړې دي.

ډونالډ ټرمپ:د نیکولاس مادورو واکمني پای ته رسول د امریکا لپاره ستره امنیتي بریا وه

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په خپلې کلنۍ وینا کې د امریکا د وسله‌والو ځواکونو هغه اقدام وستایه چې د ده په وینا یې د نیکولاس مادورو واکمني پای ته ورسوله او نوموړی یې امریکا ته د حساب ورکولو لپاره وسپاره.

ټرمپ وویل: «د امریکا وسله‌والو ځواکونو د دفاعي کرښو خنډونه مات کړل او دښمن یې په بشپړه توګه مات کړ، څو د قانون ماتونکي دیکتاتور نیکولاس مادورو واکمني پای ته ورسوي او هغه د عدالت لپاره امریکا ته راولي. دا د امریکا د امنیت لپاره ستره بریا وه او د وینزویلا خلکو ته یې نوی او روښانه پیل برابر کړ.»

هغه زیاته کړې چې واشنګټن له نوي ټاکل شوي د وینزویلا له ولسمشر سره نږدې همکاري کوي، څو د دواړو هېوادونو لپاره د پام وړ اقتصادي لاسته راوړنې رامنځته کړي او هغو کسانو ته نوې هیله ورکړي چې د ده په وینا سختې کړېدنې یې ګاللې دي.

تر اوسه د دغو څرګندونو او ادعاوو په اړه د وینزویلا له لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.