سه شنبه, جون 16, 2026
Home Blog Page 719

سیف الاسلام خیبر؛پر سعودي عربستان کړې نیوکه له خپلې ایکس‌پاڼې لرې کړه

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر پر سعودي عربستان کړې نیوکه له خپلې ایکس‌پاڼې لرې کړه.

هغه د سعودي له لوري د یمن د حوثیانو د توغندیو شنډولو ته غبرګون کې لیکلي وو، چې له فلسطین وروسته د سعودي وار دی.

هغه د یمن حوثیانو ستانیه کړې وه چې د اسرائیل پر وړاندې مبارزه کوي.

د نوموړي د ایکس پوسټ لرې کولو علت معلوم نه دی.

دا لومړی ځل وو چې د طالبانو حکومت یو رسمي ویاند په سعودي نیوکه کړې وه.

بل لورته اسرائیل ویلي، چې دوی د سعودي په خاوره کې د یمن توغندي شنډ کړي دي.

ازادي راډیو:د امریکا په حکومت مو د بودیجې د پرې کولو په اړه شکایت وکړ

0

ازادي راډیو ویلي چې د امریکا حکومت له لوري به پر دوی د بودجې پرې کولو په اړه محکمې ته شکایت وکړي.

د یادې راډیو مشر ویلي، چې پر دوی د بودجې پرې کول د فدرالي قوانینو او د امریکا له اساسي قانون څخه سرغړونه ده.

اسټیفن کاپوس ویلي، اوس د دې وخت نه دی چې د امریکا دوښمنان د تبلیغاتو ډګر کې بریالي شي.

د یادونې ده چې ټرمپ درې ورځې وړاندې د ازادي راډیو بودجه لغوه کړه.

بلاول بوټو زرداري:افغانستان د ترهګرو په پناه‌ځای بدل شوی او موږ باید نړۍ د طالبانو له رول څخه خبره کړو

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي، هغه اور چې په پاکستان کې بل شوی، ګاونډیان دې فکر نه کوي چې دوی ته به ونه رسېږي.

نوموړي ددې هېواد د پارلماني کمېټې په یوه غیرعلني غونډه کې ویلي، چې افغانستان د ترهګرو په پناه‌ځای بدل شوی او موږ باید نړۍ د طالبانو له رول څخه خبره کړو.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د ترهګرۍ مسله باید په ډیپلوماتیکه کچه په جدي ډول مطرح شي، د اسلام‌اباد بهرنۍ پالیسۍ ته باید لا ډېر اغېز ورکړل شي او نړیوالې ټولنې ته دې دا موضوعات څرګند شي.

بوټو دغه راز ویلي چې نړۍ نشي کولی خپل ځان له دې سیمې څخه بېل وساتي او باید هغه کسان وپېژندل شي چې له مالي اړخه د ترهګرو ملاتړ کوي.

د یادونې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان ګڼو چارواکو د طالبانو حکومت په اړه ورته څرګندونې کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان:افغانستان ته ستانه شوي کډوال د طالبانو له ځورونې سره مخ دي

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې ویلي، په داسې حال کې چې پاکستان پر افغان کډوالو د جبري ستنېدو فشار زیات کړی، دغه کډوال د طالبانو له زورونې او د بد اقتصادي وضعیت له سختو شرایطو سره مخ دي.

راپور وایي، هغه کسان چې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، له بې‌کارۍ، کمزوري روغتیايي سیستم، او د بهرنیو مرستو له سخت کمښت سره مخ دي.

دغه سازمان ویلي، پاکستان باید د افغان کډوالو جبري ستنولو او ایستلو ته د پای ټکی کېږدي، او طالبان هم باید له ناوړه چلند څخه لاس واخلي او بېرته ستنېدونکو ته د پېژندپاڼو اسناد ورکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي، حکومتونه باید هېڅوک بېرته داسې هېواد ته ونه لېږي، چېرې چې دوی له ناوړه چلند سره مخ کېږي.

د ننګرهار د طالبانو مرستیال والي:د تورخم دروازه نن پرانېستل کېږي

د ننګرهار ولایت د طالبانو حکومت مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی ویلي، چې د تورخم دروازه به نن له غرمې وروسته خلاصه شي.

که څه هم ټاکل شوې وه، چې تېره ورځ به د تورخم لار پرانېستل شي؛ خو دغه لار نن هم تړلې ده.

بل لورته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال یونس مهمند هم ویلي چې په دې اړه نن هم غونډه کېږي او په ډېر احتمال ښايي دا لار نن پرانېستل شي.

یو شمېر سرچینې وايي، چې د طالبانو حکومت د پاکستان هغه غوښتنه نه ده منلې، چې د تورخم دې غاړې تاسیسات باید د اسلام اباد په خوښه جوړ شي؛ نو ځکه دغه لار تر اوسه تړلې پاتې ده.

شهباز شریف:پاکستان کې حالات ښه نه دي، سیاسي ګوندونه دې همکاري وکړي

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له سیاسي ګوندونو غوښتي چې په تمامه معنی د پاکستان له حکومت سره ودریږي.

هغه د امنیتي کمېټې په ناسته کې د ترورزیزم پر وړاندې پر یوې ملي اجماع ټینګار کړی.

نوموړي د عمران خان د ګوند له لوري د دغې غونډې د رد په اړه هم خفګان ښودلی دی.

په دې ناسته کې بیا د پوځ مشر عاصم منیر ویلي، هغه کسان چې غواړي پاکستان له امنیتي لارې ضعیفه کړي؛ باید وپوهېږي، چې دوی ټول متحد دي او هیڅکله به دغه ارمان ته ونه رسېږي.

خواجه اصف:د پاکستان د ثبات دښمنان په افغان خاوره کې هم خوندي نه دي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف اخطار ورکړی، چې د افغانستان خاوره کې به د وسله والو پر وړاندې اقدام وکړي.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان د امنیت لپاره هیڅ مصلحت او دوستي ځای نه لري.

خواجه اصف پرون په دې اړه جوړې شوې ناستې ته ویلي، چې د امنیت په برخه کې نرم چلند د پاکستان په زیان دی او دی له هرې ویرې پرته خپل دوښمن پسې هر ځای ورځي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تل وايي، چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي.

سیف الاسلام خیبر:له فلسطین وروسته د سعودي وار دی

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند په سعودي عربستان نیوکه کړې، چې پر اسرائیلو یې د یمن یو شمېر توغندیو د توغولو مخنیوی کړی.

سیف الاسلام خیبر ویلي، چې د سعودي وار به هم را ورسېږي.

دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو حکومت یو رسمي ویاند په رسمي ډول په عربستان نیوکه کوي.

د یادونې ده، چې سعودي تېره شپه ناوخته د یمن له لوري د یو شمېر توغول شویو توغندیو مخنیوی کړی او په خپله فضا یې شنډ کړي دي.

د اکراین کړکیچ؛امریکایي او روسي ولسمشرانو په اوربند او مهمو مسایلو خبرې وکړې

0

روسیه وایي ، ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سې شنبې له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د هغه له وړاندیز سره موافقه وکړه چې د اوکراین پر زیربناوو او د انرژۍ پر تاسیساتو به د راتلونکې یوې میاشتې لپاره بریدونه نه کوي.

څو شیبې وړاندې سپینې ماڼۍ په یوې خپرې کړې اعلامیې کې لیکلي چې، دواړه هیوادونه پلان لري چې د منځني ختیځ په یوه هیواد کې سمدستي د اوربند لپاره خبرې اترې پیل کړي.

کرملین ټینګار کړی چې پوتین د اوربند د نوښت په چوکاټ کې اوکراین ته د وسلو د استولو د بندولو غوښتنه کړې او د یوې تلپاتې موافقې د ترلاسه کولو لپاره یې د بهرنیو پوځي او استخباراتي مرستو بشپړ بندول یې یو اساسي شرط ګڼلی دی.

د ټرمپ او پوتین تر منځ له دوه ساعته خبرو وروسته سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د امریکا او روسیې ولسمشرانو په اوکراین کې د سولې او اوربند پر اړتیا خبرې وکړې.

یمن؛د اسرائیل په یو شمېر سیمو توغندیز بریدونه کړي

0

بهرنیو رسنیو راپورونه ورکړي، چې یمن پر اسرائیل توغندیز بریدونه کړي.

دا توغندي د اسرائیل په اشغال کړیو شمالي سیمو لګېدلي.

تر اوسه یې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.