سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 709

فایننشال ټایمز؛پر جاپان او جنوبي کوریا د روسیې د برید په اړه مو پټو اسنادو ته لاسرسی وموند

0

فایننشال ټایمز راپور ورکړی، چې د روسیې داسې محرم اسناد یې لیدلي، چې پر اساس یې روسیې له ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کال راهیسې د بریدونو لپاره د جنوبي کوریا او جاپان ۱۶۰ اهداف مشخص کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، دا اهداف اټومي بټۍ، زېربیناوې، سړکونه او کارخانې دي.

سرچینه وایي، پوتین غواړي ټوله اسیا په خپل کنټرول کې واخلي او له ناټو سره یې د مقابلې لپاره یو محور وګرځوي.

بل لورته مسکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ACAPSبنسټ؛طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې له ټولنیز ژوند څخه د ښځو د محدودیت لپاره ۱۶ فرمانونه او حکمونه ورکړي

د ACAPS په نوم یو بنسټ وایي، طالبانو تېر کال د ښځو پر وړاندې ۱۶ فرمانونه صادر کړي، چې د ښځو ژوند یې محدود کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا فرمانونه او حکمونه اته یې په ملي او پاتې نور یې په ولایتي کچه دي.

په دغه کال کې له طبي انستیتوتونو د ښځو منع کول، د ښځو غږ ستر بلل، په غیر دولتي مؤسساتو کې د ښځو پر کار بندیز او ګڼ نور بندیزونه هغه څه وو، چې د ښځو ژوند یې لا سخت کړی.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت وایي، د ښځو د جبري نکاح مخه یې نیولې او د میراث حقونه یې ورکړي دي.

۲۰۲۴ کال؛له امنیتي پلوه له ستونزو ډک کال؛ خو د طالبانو حکومت یې لاهم نه مني

په داسې حال کې چې طالبان امنیت خپله لاسته راوړنه ګڼي؛ خو په ۲۰۲۴ کال افغانستان کې بوږنونکې امنیتي پېښې رامنځته شوې.

د داعش ډلې له لوري د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني وژنه؛ د پاکستان له لوري دوه ځله پر افغان خاوره د جیټ الوتکو بریدونه؛ د ایران له لوري په سرحدي سیمو کې د افغانانو وېشتل، له طالبانو سره د ایران او پاکستاني پوځیانو نښتې او په کور دننه د مقاومت جبهې او داعش ډلې له لوري ګڼ نور بریدونه هغه څه وو، چې د طالبانو دغه داعیه یې هم وننګوله.

د کال په وروستۍ ورځ د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست وزیر پر موټریز کاروان برید هم د یادونې وړ پېښه ده.

دغه راز په کابل کې د څارنوالۍ د کارکوونکو پر موټر برید؛ په کابل، هرات، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې پر جوماتونو کې چاودنې او د غور ـ دایکندي پر لار شعیه‌مذهبو وژل کېدل هغه پېښې وې، چې په امنیتي برخه کې په ۲۰۲۴ کال کې د یادونې وړ ده.

سره له دې، چې دغه ډول نورې هم ډېرې پېښې شوې؛ خو دا، چې په کور دننه د طالبانو حکومت رسنۍ سانسور ساتلې؛ نو ځکه یې تر ډېره خبرونه نه رسنیز کېږي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت:د عبداللطیف منصور پر موټریز کاروان د برید خبرونه بې اساسه دي

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د یاد وزارت د سرپرست وزیر پر موټریز کاروان د برید په اړه خپاره شوي خبرونه بې اساسه وبلل.

یاد وزارت پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا د مغرضو او پردي پالو رسنیو راپورونه دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبداللطیف منصور د کابل شاه او عروس بند له پرانېستې وروسته، روغ رمټ بېرته راستون شوی او په دې اړه خپاره شوي خبرونه بې اساسه دي.

تر دې وړاندې د مقاومت جبهې ویلي وو، چې یاد برید دوی ترسره کړی، چې په پایله کې یې د عبداللطیف منصور ساتونکی وژل شوی او یو شمېر مهم طالب چارواکي ټپیان شوي دي.

۲۰۲۴ میلادي کال؛افغان خبریالان او رسنۍ له جدي ننګونو سره مخ وو

روان ۲۰۲۴کال د افغان خبریالانو او رسنیو لپاره ناوړه کال وو.

په تېر کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د تېري پېښې د تېر (۲۰۲۳) کال پرتله اته سلنه ډېرې شوې دي.

د افغان خبریالانو مرکز وايي، ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د خبریالانو پر حقونو ۱۸۱ ځله تېری شوی، چې ۱۳۰ ځله یې خبریالان ګواښل شوي او ۵۱ ځله نور نیول شوي دي.

سره له دې چې دا راپور د هغو ارقامو پر اساس ولاړ دی، چې دغه مرکز ته ور رسېدلي؛ خو تر دې ور هاخوا په تېر کال کې د هېواد په ټولو ولایتونو ډېر ځله خبریالان ګواښل شوي، وهل شوي او بندیان شوي دي.

پر دې سربېره د طالبانو د امرباالمعروف تر نوي قانون وروسته، د هېواد په ګڼو ولایتونو کې کې غږیزې او انځوریزې رسنۍ وتړل شوې او د یو شمېر نورو رسنیو کارونه یې هم سخت کړل.

پر دې سربېره په یوې خپرونه کې ښځینه او نارینه پرزینټرانو بیلول، په رسنیو یو شمېر خپرونې لرې کول او دغه راز رسنیو ته د شنونکو نوملړ ورکول هغه نورې ستونزې وې، چې رسنۍ ورسره لاس او ګرېوان وې.

د مقاومت په نوم جبهې؛د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت پر سرپرست وزیر د برید مسولیت منلی

د مقاومت په نوم جبهې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست وزیر عبداللطیف منصور پر موټریز کاروان د برید مسوولیت منلی.

یادې ډلې ویلي، دا برید یې نن سه شنبه د کابل شمالي دروازې خیرخانې کوتل سیمه کې کړی دی.

دوی په یوې خبرپاڼې کې زیاتوي، چې په برید کې د عبداللطیف منصور یو ساتوونکی وژل شوی او یو شمېر مهم طالب چارواکي ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې نن د کابل په شکر درې کې د شاه او عروس بند پرانېسته وه، چې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر هم په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره تللی وو.

ولکر ترک:په موسساتو کې د ښځو پر کار بندیز سره طالبانو په بشپړه توګه ناسمه لاره غوره کړې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز په اړه سخته اندېښنه ښودلې.

نوموړي ویلي، چې طالبانو په بشپړه توګه ناسمه لاره خپله کړې ده.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم کړکېچن دی او غیر دولتي بنسټونه د بشري مرستو په رسولو کې مهم رول لوبوي.

هغه ویلي:«زه یو ځل بیا له طالبانو غواړم چې دا ژور تبعیضي فرمان او نور ټول هغه اقدامات چې د ښځو او نجونو تعلیم، کار او عامه خدماتو ته د لاسرسي مخه نیسي، لغوه یې کړي»

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو د اقتصاد وزارت په دې وروستیو کې نړیوالو دولتي او نادولتي موسسو ته امر کړی چې دوه کاله مخکې صادر شوی فرمان تعقیب کړي او ښځې له دندو منفک کړي.

د طالبانو د کریمنل تخنیک ریاست؛د جمهوري حکومت د پخوانیو مجرمینو او ورانکارو بایومټریک ختموي

‏د طالبانو کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو معینیت د کریمنل تخنیک ریاست وایي، چې د شیخ هبت‌الله آخندزاده د لسمې شمېرې فرمان د پلي کولو په موخه یې د هغو ټولو طالبانو او عامو کسانو بایومتریک ختموي، چې پخواني حکومت سره د طالبانو او یا له طالبانو سره د همکارۍ په نوم تورن او بایومټریک وو.

دوی یادو کسانو ته خبر ورکړی چې د خپل د ثبت شوي بايومتريکي معلوماتو د ختمېدو په موخه، د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو ستر معينيت اړوند د کریمنال تخنیک ریاست بایومتریک عمومي مدیریت ته ورشي، تر څو بایومتریکي معلومات یې مشخص او د سیستم څخه لرې شي.

خیبر پښتونخوا؛د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه پولیس ټپیان کړې

0

خيبر پښتونخوا کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه پاکستاني پولیس ټپیان کړي دي.

سرچینې وایي چې دغه چاودنه د بنو ضلعې په ماما خېلو سيمه کې رامنځته شوه چې له امله یې لږ تر لږه پنځه پوليس ټپيان شوي دي.

تر اوسه ددغې پېښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د یادونې ده چې نن د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز هم ویلي، چې ۲۰۲۴ کال د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

سره صلیب کمېټه؛۲۰۲۴ کال له چاودېدونکو توکو سره د تړلو پېښو له کبله ۴۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د چاودیدونکو توکو له خطرونو سره تړلو پېښو کې ۴۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دې ادارې د راپور له مخې، د قربانیانو له ډلې ۳۵۹ کسان ماشومان وو.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې په روان میلادي کال کې یې په افغانستان کې د چاودیدونکو توکو له خطرونو سره تړلې ۲۳۴ پېښې ثبت کړي دي.

دغه کمیټې زیاته کړې چې افغانستان لا هم د چاودیدونکو توکو په وړاندې یو له زیان منونکو هېوادونو څخه دی.