دوشنبه, جون 29, 2026
Home Blog Page 707

جنرال سمیع سادات:پښتانه تل د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې په لومړۍ کرښه کې وو

د افغانستان د ملي پوځ پخواني جنرال سمیع سادات د سویس له لوري د پښتنو د اېستنې غبرګون کې ویلي، چې پښتانه د ترهګرۍ پر ضد مبارز ولس دی او له سویس څخه د دوی ایستل یو نژادپال عمل دی، چې د توجیه وړ نه دی.

نوموړي ویلي، چې د دوی دا کړنه غیراخلاقي، غیرقانوني او غیرانساني عمل دی.

نوموړی وایي، پښتانه تل د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په لومړۍ لیکه کې ولاړ دي، او له دغه قوم سره یوازې د قومیت پر اساس چلند د نژادپرستۍ ښکاره بڼه لري.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، یوازینی لوری چې د افغانانو له ایستنې خوښي کوي، طالبان دي؛ ځکه دوی له هغو افغانانو وېره لري چې له وطنه بهر دي او د بدلون هیله ورسره تړلې ده.

سادات زیاتوي، د طالبانو ظلم ته د پای ټکی اېښودل یوازې د افغانانو په ځانګړي ډول د پښتنو له‌خوا ممکن دی، ځکه دوی تر ټولو زیات قرباني شوي او مقاومت یې کړی.

د قابله‌ګانو نړیواله ورځ؛اروپایي ټولنه وایي، قابلو د افغانستان روغتیایي وضعیت ژوندی ساتلی

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازولۍ د می پنځمه د قابله‌ګانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان قابله‌ګانو له هڅو ستاینه کړې ده.

یادې استازولۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د قابله‌ګانو پیاوړتیا د روغتیایي نظام د بنسټونو د تقویت سبب ګرځي او د مړینې کچه راټیټولی شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ټولو نجونو او ښځو لپاره، په ځانګړي ډول طبي زده‌کړو ته لاس‌رسی، د افغانستان د روغتیایي سیسټم لپاره حیاتي ارزشت لري.

د پاکستان او هند ترمنځ د کړکیچ دوام؛پاکستان د فتح په نوم یو بل توغندی ازمویلی

پاکستان د «فتح» په نوم یو ۱۲۰ کیلومتره واټن‌لرونکی ځمکنی توغندی ازمایلی، چې دا د روانې اوونۍ دوهم ازمایښتي توغندی دی.

دا ازموینه د هند سره د زیاتېدونکو کړکېچونو په منځ کې شوې.

د پاکستان پوځ وايي، هدف‌یې د ځواکونو عملیاتي چمتووالی او د توغندي دقت ارزول دي.

پاکستاني پوځ د شنبې په ورځ هم یو بل ۴۵۰ کیلومتره واټن‌لرونکی توغندی ازمایلی و.

دغه نظامي خوځښتونه داسې مهال ترسره کېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغې کړکېچنې شوې، چې په کشمیر کې د تفریح لپاره تللي ۲۶ سیلانیان ووژل شول.

د صالح په مشرۍ زرغون بهیر:ټول پښتانه طالبان نه دي او ډېرو د طالبانو پر ضد مبارزه کې نه هېرېدونکې قربانۍ ورکړې

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر په یوې اعلامیې کې له سویس او نورو هېوادونو غوښتي، چې ټولو پښتنو ته د طالبانو په سترګه ونه ګوري.

اعلامیه کې ویل شوي، چې ټول پښتانه طالبان نه دي او له پښتون سره د طالب د کلیمې تړل نه یوازې دا، چې یو نامناسب کار دی؛ بلکې ناوړه پایلې هم لري.

د اعلامیې پر اساس، پښتنو د طالبانو ضد مبارزه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې او اوس د طالبانو په نوم د دوی اېستل د ټولو موازینو خلاف دی.

دا په داسې حال کې ده چې سویس ویلي، پښتانه به له خپل هېواد وباسي.

بلوچستان؛په نوشکي کې د تېلو ټانکر چاودنې له امله د مړو شمېر ۱۹ تنو ته لوړ شوی

د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د تېرې ورځې د تېلو ټانکر چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ تنو ته رسېدلی دی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پېښې له ځایه ۲۴ تنه د شدیدو سوځېدنو له امله د کراچۍ روغتون ته انتقال شوي وو، چې له ډلې یې یو شمېر د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

چارواکي وایي، مړي خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې خلک د یوه خراب شوي ټانکر د فلزکارۍ نندارې ته راټول شوي وو او ناڅاپه چاودنه رامنځته شوه، چې له امله یې له ۶۰ زیات کسان ټپیان شول.

مولوي عبدالکبیر:زمونږ ادارې د خلکو خدمت کې دي

د طالبانو حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر وایي، چې حکومت یې د ټولو خلکو غږ اوري او ستونزو ته یې رسېدنه کوي.

نوموړي د اهل تشیع له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه کې ویلي، چې د «امارت» ټولې ادارې د خلکو خدمت کې دي.

دی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د طالبانو په ادارو په ځانګړي ډول محکمو کې د طالبانو له ناسم چلند شکایتونه شوي.

حلیم فدایي:طالبان یوازې یوه ایډیالوژیکه ډله ده او نه باید د پښتون قوم استازولي ور په غاړه شي

وروسته له هغې چې د سویس یو شمېر افشا شویو اسنادو څرګنده کړه، چې دا هېواد غواړي د طالبانو تر واک لاندې د کم ګواښ له امله پښتانه پناه‌غوښتونکي له خپلې خاورې وباسي، پراخ غبرګونونه راپارېدلي دي.

د جمهوري نظام پخواني والي محمد حلیم فدايي دا طرحه توپیري، خطرناکه او د بشري حقونو خلاف بللې ده.

نوموړي ویلي، چې طالبان یوازې یوه ایډیالوژیکه ډله ده او نه باید د پښتون قوم استازولي ور په غاړه شي.

ښاغلی فدايي زیاتوي، چې طالبانو د پښتنو مخکښ مشران وژلي او د جمهوري نظام پر ضد یې جګړه کړې ده.

بل لورته ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ له سویس د یادې پرېکړې وضاحت غوښتی او دا یې د بشري او کډوالۍ نړیوالو کنوانسیونو خلاف بللې ده.

د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ؛د دواړو هېوادونو ځواکونو یو ځل بیا پر یو بل ډزې کړې

د پاکستان پوځ ویلي چې د هند ځواکونو بې له کوم دلیل څخه د دغه هېواد د تلاشۍ پوستو پر لور ډزې کړې دي، چې د پاکستان پوځ ورته مناسب ځواب ورکړی دی.

د پاکستان رسنیو، په ځانګړي ډول جیو نیوز، د پوځ له قوله راپور ورکړی چې دا نښته د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ له دوام سره هممهاله ده.

د پوځ په وینا، دا ډول یرغليز اقدامات د سیمې د ثبات لپاره ګواښ ګڼل کېږي، خو دوی د هر ډول برید پر وړاندې د دفاع توان لري.

تر اوسه د پېښې د دقیق ځای او مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د مایک والتز پر ځای؛د ملي امنیت د سلاکارۍ دندې لپاره اسټیون میلر مهم نوماند بلل شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ولسمشرۍ دفتر مرستیال، اسټیون میلر د ملي امنیت د سلاکارۍ دندې لپاره له مهمو نوماندانو څخه دی.

په ورته وخت کې رویټرز خبري آژانس په یو راپور کې ویلي، چې میلر به د مایک والتز پر ځای وټاکل شي، هغه څوک چې تازه له دې دندې لرې شوی دی.

ولسمشر ټرمپ په یوه بیان کې وضاحت ورکړی چې مایک والتز یې له دندې نه دی لرې کړی، بلکې ټاکل شوې چې هغه به ډېر ژر د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د استازي په توګه وګمارل شي.

ټرمپ دا دنده د ملي امنیت د سلاکار له مقامه هم لوړه ګڼلې ده.

ډونالډ ټرمپ:د ایران اټومي پروګرام باید په بشپړ ډول ختم شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران سره یوازینی د منلو وړ توافق دا دی چې خپل اټومي پروګرام په بشپړ ډول ختم کړي.

ټرمپ له ان‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې که څه هم د ایران پرمختګ او بریا ته درناوی لري؛ خو د اټومي وسلو درلودل د ایران لپاره د منلو وړ نه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام د ملاتړ کوونکو دلایلو اورېدو ته چمتو دی.