تخار کې د اریانا ټلویزون خبریال نصرت الله ابراهیمي د طالب استخباراتو له لوري نیول شوی دی.
د هغه کورنۍ د نوموړي د نیول کېدو پخلی کړی.
تر اوسه د ابراهیمي د نیول کېدو علت نه دی معلوم.
تخار کې د اریانا ټلویزون خبریال نصرت الله ابراهیمي د طالب استخباراتو له لوري نیول شوی دی.
د هغه کورنۍ د نوموړي د نیول کېدو پخلی کړی.
تر اوسه د ابراهیمي د نیول کېدو علت نه دی معلوم.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هند ته ولاړ.
ټاکل شوې، چې نوموړی به هلته له هندي چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د سیمې پر حالاتو خبرې وکړي.
عراقچي تر دې وړاندې اسلام اباد ته تللی وو او ویلي یې و، چې چمتو دي ترڅو د نوي ډهلي او اسلام اباد ستونزه حل کړي.
دا سفر داسې مهال کېږي، چې تېره شپه هند پر پاکستان برید وکړ.
د سوریې ولسمشر احمد شرع د چهارشنبې په ورځ پاریس ته ورسېد.
دا د بشار الاسد د نظام له پرځېدو وروسته؛ اروپا ته د شرع لومړی سفر بلل کېږي.
ټاکل شوې چې احمد شرع به له خپل فرانسوي سیال امانوئل مکرون سره وویني.
دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې نوموړی لا هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی.
احمد شرع هڅه کوي د دې سفر له لارې فرانسوي چارواکي قانع کړي چې د اروپایي اتحادیې او امریکا له خوا پر سوریه لګېدلي فلج کوونکي بندیزونه راکم کړي.
د یادونې ده، چې فرانسې په ۲۰۱۲ کال کې له بشارالاسد سره خپلې رسمي اړیکي پرې کړې او تر دې دمه یې بېرته نه دي پیل کړي.
د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار وایي، افغانان په خپلو کورنیو مسایلو کې له احساساتي دریځونو کار اخلي او د اصولو پر ځای شعارونو ته لومړیتوب ورکوي.
نوموړي ویلي، داسې کسان شته چې یو وخت د کمونستانو ملاتړي وو، بیا یې د اشغال پر مهال ځان مجاهد وباله، نن طالب ته کمپاین کوي او سبا د بل ملاتړ کوي؛ خو روښانه دریځ نه لري.
حکمتیار زیاته کړې، د پاکستان پښتانه سیاسي، تعلیمي او ټولنیز پرمختګونه لري؛ خو افغانان لا هم خپلو پښتنو ته ارزښت نه ورکوي.
د حکمتیار په خبره، افغانان خپلو خلکو ته د دوه روپیو ارزښت نه ورکوي؛ خو د نورو لپاره غمجن دي.
هغه ټینګار کړی چې د ولس بیداري، اصولي دریځونه او له احساساتو څخه ډډه کول د هېواد د ثبات یوازینۍ لاره ده.
د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان، ویلي چې د انرژۍ د بحران او د برېښنا د پرې کېدو له امله، که اړتیا پېښه شي، نو دولت به د برېښنا د مصرف په محدودولو کې له خپلو ادارو پیل وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د تولیدي برخو او صنعتونو برېښنا پرې کول به وروستی انتخاب وي، او حکومت به تر وروستۍ اندازې هڅه وکړي چې د صنعتونو فعالیت ته زیان ونه رسېږي.
پژشکیان دغه راز ویلي، چې د برېښنا بحران یو واقعي حالت دی چې خلک یې باید ومني.
د ده په وینا، یوازینی حل دا دی چې خلک د خپلې برېښنا مصرف راکم کړي، څو دا ستونزه تر ډېره مهاله مهار شي.
د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د مقاومت په نوم جبهې د سیاسي دفتر د رئیس عبدالله خنجاني وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې «بگرام د قومیت پر بنسټ نهشي وېشل کېدای.»
نبیل ټینګار کړی، چې که مقاومت جبهه ریښتیا هم ملي وي؛ نو باید د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي، نه یوازې د یوه قوم.
نوموړي له دې ډلې غوښتي چې که قومي فکر لري، باید له خپل نوم څخه “ملي” کلمه لرې کړي.
نبیل دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې خنجاني ویلي وو بگرام د تاجکانو جغرافیه ده او امریکا باید له طالبانو سره د دغې نظامي اډې په اړه خبرې ونه کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د تېرې شپې د بریدونو له امله د هند سفارت چارسمبالی احضار کړی.
یاد وزارت ویلي، هند ته یې په ډاګه کړې چې دغه کړنې د ملګرو ملتونو د منشور او نړۍوالو قوانینو خلاف دي.
پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم ویلي، چې دوی د هند پر خاوره د برید حق لري.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې جګړې په اړه ویلي، چې تاوتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی.
دوی د کړکېچ زیاتوالی د اندېښنې وړ بللی دی.
د طالبانو حکومت په دواړو لوریو غږ کړی، چې زغم وکړي او ستونزې د دیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، کراوسي، هالنډ او ناروې ته خپل سفرونه ځنډولي.
نوموړي دا کار پر پاکستان تر برید وروسته کړی.
بل لورته، هندي چارواکو ویلي، چې امریکا، برېتانیا، عربستان او متحده عربي امارات یې پر پاکستان له برید څخه خبر کړي وو.
پاکستان وایي، پر دوی د هند د برید له کبله ۴۶ ملکیان وژل شوي.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي، چې د دواړو هېوادونو جنګي الوتکو د یو بل حریم نه دی نقض کړی.
بل لورته هند وایي، چې دوی پاکستان کې ملکیان نه؛ بلکې ترهګر په نښه کړي دي.