سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 703

ګوترېش؛د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د اوربند هرکلی کړی

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی.

ګوترېش پر اسرائیلو او حماس غږ کړی چې پر خپلو ژمنو ودرېږي او ډاډ ترلاسه کړي چې دا تړون په بشپړ ډول عملي کېږي.

نوموړي د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د اوربند تړون يو عاجل لومړيتوب بللی دی.

په ورته وخت کې د ترکیې په ګډون یو شمېر هېوادونو د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی کړی او د هغې پر بشپړ تطبیق یې ټینګار کړی دی.

د امریکا او پاکستان اړیکې؛زلمي خلیلزاد د پاکستان پوځ ته درې سپارښتنې وکړې

0

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د دې پر ځای چې پاکستان په امریکا دننه د ځان سپینولو ته کار ووایي، ښه دا ده چې دا لګښت دې په داخلي کشالې ولګوي او هغه ته حل لار ومومي.

ښاغلي خلیلزاد په خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې پاکستاني پوځ دې په خپل هېواد کې د وضعیت عادي کولو لپاره درې ګامونه واخلي.

نوموړي د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان چې دا مهال په زندان کې دی د خلاصون، د هغه له ګوند سره مذاکرات او دا هرڅه دې د جنورۍ تر شلمې پورې ترسره کړي.

هغه ویلي چې دا ګامونه به نه یواځې دا چې د پاکستان حکومت دپاره یو مثبت بدلون ومومي بلکې د ولسمشر ټرمپ له ادارې سره به د اسلام اباد په ښو اړیکو کې هم مرسته وکړي

بینامین نتنیاهو:په غزه کې تړون لا نهايي نه دی

0

د الجزیرې خبري شبکه د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دفتر له قوله ویلي، چې په غزه کې د اوربند تړون نهايي شوی نه دی.

الجزیرې ویلي، چې په راتلونکو ساعتونو کې به وروستي جزئیات حل شي.

بل لورته ټلیګراف د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی وو چې په دوحه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د مذاکره کوونکې ډلې ترمنځ په اوربند موافقه شوې.

د مولوي شعیب بلوڅ؛په مشرۍ یوه ډله له ټي‌ټي‌پي ډلې سره یو ځای شوې

0

د مولوي شعیب بلوڅ په مشرۍ یوه ډله له ټي‌ټي‌پي ډلې سره یو ځای شوې ده.

تر دې وړاندې دغې ډلې د بلوچستان په قلات، مکران ولایتونو او مستونګ ولسوالۍ کې فعالیت کوو.

دوی ژمنه کړې، چې د ټي‌ټي‌پي ټول اصول به عملي کوي.

تر دې وړاندې د علي داوړ تر مشرۍ لاندې هم یوه ډله له ټي‌ټي‌پي سره یو ځای شوې وه.

ریچارډ بېنېټ:نړیوالې ادارې باید د افغان کډوالو غږ واوري، او مرسته ورسره وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو غږ واوري.

ریچارډ بینېټ د افغان میرمنو د غږ اړوند شهمامه ایکس سپیس کې وویل چې د کډوالو حقونه باید په نړیواله کچه واوریدل شي او د هغوې ستونزې باید واوریدل شي او د اسانتیاوو ترڅنګ باید پیاوړي شي.

په غزې د اسرائیلو تیری؛د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غزه کې اوربند تائید کړ

0

ټلیګراف د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې په دوحه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د مذاکره کوونکې ډلې ترمنځ په اوربند موافقه شوې.

که څه هم دا تړون تردې مهاله تایید شوی نه دی، خو ټیلګراف د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ له قوله لیکلي چې دواړو لوریو اوربند منلی دی.

بل لورته ټلیګراف له دغو خبرو اترو څخه د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې په دغه هوکړه لیک کې چې د شپږ اونیو اوربند لومړنی پړاو او له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو تدریجي وتل او د اسرائیلو له خوا د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې د حماس د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول شامل دي.

دا اوربند په غزه کې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره ټاکل شوی دی.

بلخ؛د مزار شریف ښار په دویمه امنیتي حوزه کې چاودنه شوې

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، نن ماښام د بلخ د مرکز مزار په دویمه امنیتي حوزه کې چاودنه شوې.

دا چاودنه نږدې اووه بجې د منډوي په سرک شوې ده.

چاودنه د چسپکي ماین له کبله رامنځته شوې، چې تر اوسه یې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ځايي طالب مسولینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ایران او تاجکستان اړیکې؛ولسمشر پزشکیان د دوه اړخیزو همکاریو د دوام په موخه دوشنبې ته رسیدلی

0

ایرانی ولسمشر مسعود پزشکیان په یو رسمي سفر د تاجکستان مرکز دوشنبې ته رسېدلی.

ایراني رسنۍ وایي، چې ولسمشر پزشکیان به سبا له دوشنبې څخه مسکو ته ولاړ شي او هلته به په کرملین ماڼۍ کې د ولسمشر پوتین سره د همکارۍ یو شمیر سندونه لاسلیک کړي.

د ایران د ولسمشر په توګه د مسعود پزشکیان دا لومړی سفر دی چې دوشنبې او مسکو ته یې ترسره کوي.

حلیم تنویر:پښتانه د افغانستان اکثریت قوم دی او ښه بیلګه یې کابل او هرات ولایتونه دي چې ډېر پښتانه په کې استوګن دي

افغان تاریخپوه او خبریال محمد حلیم تنویر په دې آند دی چې په افغانستان کې د قومونو ترمنځ د اقلیت او اکثریت موضوع مطرح ده.

ښاغلي تنویر د حماسه میډیا په ایکس سپیس کې ویلي، چې پښتانه ددې هیواد لوی اکثریت دي او نور قومونه هم کولای شي د ملي سیاست برخه اوسي.

حلیم تنویر وایي، د دوی څیړنو ښودلې چې په کابل او هرات ولایتونو کې اکثریت پښتانه هیوادوال استوګن دي.

تنویر زیاته کړې، چې د طالب پر سر باید له ټول پښتون سره دوښمني ونه شي.

عباس ستانکزی:د کیمیاوي بمونو استعمال د هېواد چاپیریال ته لوی زیان اړولی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، پر افغانستان د لسګونو کلونو جګړې په دوران کې د کیمیاوي بمونو استعمال چاپیریال ته سخت زیان اړولی دی.

نوموړي د اقلیمي بدلون ملي کنفرانس ته په وینا کې ویلي، د شوروي په جګړه کې ۸۰ سلنه ځنګلونه له منځه لاړل.

د ستانکزي په خبره، د دغو بمونو له کبله د افغانستان د کرنې، چاپیریال ساتنې، معدنونه او اوبه سختې اغېزمنې شوې دي.