شنبه, جون 13, 2026
Home Blog Page 694

اسرائیل؛حزب‌الله پر ضد د اوربند له ماتېدو وروسته خپله لومړنۍ لویه هوایي حمله بیروت کې ترسره کړه

0

اسرائیل پرون جمعه د حزب‌الله پر ضد د اوربند له ماتېدو وروسته خپله لومړنۍ لویه هوایي حمله د بیروت سویل ته، په ضاحیه سیمه کې ترسره کړه، چې د حزب‌الله مرکز ګڼل کېږي.

د رویټرز د راپور له مخې، دا برید د هغو توغندیو د غچ په توګه ترسره شوی چې له لبنان څخه د اسرائیل پر لور توغول شوې وه.

اسرائیلي ځواکونو د بیروت په جنوبي څنډه کې یو ودانۍ په نښه کړه، چې اسرائیل ادعا کوي دا د حزب‌الله د ډرون الوتکو د ساتلو مرکز و.

حزب‌الله د دغو توغندیو د توغولو مسؤلیت نه‌دی منلی.

پاکستان کې د روسیې سفیر:روسیه چمتو ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو د پیل لپاره زمینه برابره کړي

پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ پي خوروف وایي، د پاکستان او افغانستان د ترینګلو اړیکو حل د کابل او اسلام‌اباد مسوولیت دی.

نوموړي له یوې روسۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، روسیه چمتو ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره زمینه برابره کړي.

هغه دغه راز ویلي، چې پاکستان او افغانستان د مسکو مهم شریکان ګڼل کیږي.

په ورته وخت کې بیا ‏د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وایي، د ترهګرۍ مسله د افغاستان له چارواکو سره د خبرو له لارې حل کېدای شي او په خبره یې، د ترینګلو اړیکو سربېره یې، له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې کولې.

میانمار؛د زلزلې د مړو شمېر ۶۹۴ ته رسېدلی او د ټپيانو شمېر ۱۶۷۰ ته لوړ شوی

0

د میانمار نظامي حکومت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د زلزلې د مړو شمېر ۶۹۴ ته رسېدلی او د ټپيانو شمېر ۱۶۷۰ ته لوړ شوی دی.

د میانمار د نظامي حکومت مشر، جنرال مین آنګ هلائینګ، له هېوادونو څخه د زلزله‌ځپلو لپاره د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

میانمار د سیمې یو له بېوزلو هېوادونو څخه دی، چې کورنۍ جګړې ځپلی او معلومات په‌کې سخت کنټرولېږي، له همدې امله د زلزلې د دقیقو تلفاتو او زیانونو راپور نشته.

د یادونې ده چې پرون جمعه په دغه هېواد کې د ریښتر په کچه۷.۷ درجې شدیده زلزله وشوه، چې ګڼ ښارونه یې ولړزول او مالي زیانونه یې هم رامنځته کړل.

پولیتکو:امریکایي چارواکي له ټرمپ څخه د مایک والتز د ګوښه کېدو غوښتنه کوي

0

پولیتیکو د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ مرستیال او د هغه د دفتر مشر ټرمپ ته وړاندیز کړی چې مایک والتز دې له دندې لرې کړل شي.

د چهارشنبې په ورځ، جی‌ډي ونس، سوزي وایلز او سرجیو ګور په یوه ناسته کې ټرمپ ته دا وړاندیز کړی.

ټرمپ منلې چې د هغه د ملي امنیت سلاکار ستونزه رامنځته کړې؛ خو د هغه ګوښه کول به د دیموکراتانو او پلوي رسنیو لپاره یو فرصت وي.

یو امریکايي چارواکي ویلي، والتز ښايي په راتلونکو اونیو کې له دندې ګوښه شي.

د یادونې ده چې د اتلانتیک مجلې مسؤل مدیر، جفري ګولډبرګ، په تصادفي ډول د سیګنال چټ‌ ګروپ ته ورشامل شوی و، چې پکې د امریکا لوړپوړي چارواکي غړي وو او د حوثیانو پر ضد د عملیاتو لپاره دا ګروپ جوړ شوی و.

بل لورته مایک والتز ویلي، چې د چټ‌ پیغامونو د افشا کېدو پوره مسؤلیت مني او دا یې یوه شرمونکې پېښه بللې.

د ایران دولتي رسنۍ:ایران له افغانستان سره د دیوال د لومړني پړاو جوړولو چارې بریالۍ بشپړې کړې

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې ایران د افغانستان له پولې سره د ۵۵ کیلومتره دیوال د لومړني پړاو جوړولو چارې بریالۍ بشپړې کړې.

ایراني چارواکي وايي، دا اقدام د امنیت او سرحدي کنټرول د پیاوړتیا په هدف ترسره شوی دی.

دوی ویلي، چې د جوړ شوي ديوال لوړ والی ۴ متره دی او پر پورتنۍ برخه یې کټارې هم جوړيږي.

ایراني چارواکو دا هم ویلي، چې د ایران او افغانستان د پولو بندول او دیوال جوړول د دوی تر ټولو مهم او ستراتیژيک پلان دی.

میانمار؛د زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۴۴ ته لوړ شوی

0

میانمار کې د سختې زلزلې له کبله د تلفاتو شمېر لوړ شوی.

د یاد هېواد حکومت ویلي چې تر اوسه ۱۴۴ تنه وژل شوي او ۷۳۰ نور ټپیان دي.

د مسؤلینو په خبره، ښایي د دغو تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.

د یادونې ده چې نن په دغه هېواد کې د ریښتر په کچه۷.۷ درجې شدیده زلزله وشوه، چې ګڼ ښارونه یې ولړزول او مالي زیانونه یې هم رامنځته کړل.

خیبر پښتونخوا؛د پوځ لخوا په تازه پیل شویو عملیاتو کې ۷ پوځیان وژل شوي او ۶ ټپیان دي

0

د خیبر پښتونخوا څخه رارسیدلي خبرونه وایي، چې د پوځ په عملیاتو کې ۱۳ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په سرکتي ماچي خیل کې د پوځ پیل شویو عملیاتو کې ۷ تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی او هره ورځ د پوځیانو د وژنې خبرونه خپرېږي.

د بلخ د طالبانو والي؛د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته لاړ

د بلخ لپاره د طالبانو حکومت والي یوسف وفا د یو لوړپوړي ملکي او امنیتي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته لاړ.

د بلخ ولایت مقام ویلي، چې د دغه سفر هدف د سوداګرۍ، اقتصادي پرمختګ او د سرحدي امنیت په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پیاوړتیا ده.

د یادونې ده چې اوزبیکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو له طالبانو سره په سوداګریزو، اقتصادي او امنیتي برخو کې تعامل لري.

ایران؛په تېرو ۱۲ ورځو کې د نوروزي سفرونو پر مهال ۴۱۹ کسان مړه شوي

0

د ایران د ټرافیکو مرستیال حسن مومني ویلي، چې په تېرو ۱۲ ورځو کې ۴۱۹ کسان د نوروزي سفرونو پر مهال مړه شوي او ۹۷۷۸ تنه ټپیان شوي دي.

نوموړي د سړکونو د غیرمعیاري والي او د بې‌کیفیته داخلي موټرو یادونه نه ده کړې؛ خو د ټرافیکي پېښو اصلي عوامل یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، د وسایطو د کنټرول ناتواني او کیڼ لور ته انحراف بللی دی.

هغه ویلي، چې د ترافیکي پېښو ۴۵ سلنه عاملین مسافرین او ۵۵ سلنه یې ځایي خلک دي.

د کابل هوایي ډګر؛طالبانو څلور چینایي وګړي د سرو زرو د قاچاق په تور نیولي

د طالبانو سرحدي پولیس وایي د کابل په هوايي ډګر کې څلور چینايي وګړي د ۶۷۸ ګرامو خام سره زر چین ته د قاچاق په تور نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په مشرۍ د طالبانو حکومت د سرو زرو د کانونو په ګډون د کانونو لوی قراردادونه چینايي شرکتونو ته ورکړي دي.